• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

د بشري حقونو څار بنسټ: د انټرنېټ پرې کېدل افغان مېرمنې لاځپي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۱

د بشري حقونو څار بنسټ په افغانستان د انټرنېټ پرې کېدو په غبرګون کې ویلي، چې دغه اقدام د ښځو او نجونو غږ لا پسې غلی کوي. یاد بنسټ ویلي، چې دغه بندیز د ښځو او نجونو د کنټرول بله لاره ده او په ورته وخت کې د هغوی د زده‌کړو او عاید ترلاسه کولو لاسرسی محدودوي.

د بشري حقونو څار بنسټ یوې غړې سحر فطرت ويلي:« انټرنېټ د افغان ښځو او نجونو سره مرسته کړې، چې د زده‌کړو پر بندیز سربېره زده‌کړې وکړي او د طالبانو د جنسیتي تبعیض بنسټیزو تګلارو پر وړاندې مقاومت وکړي.»

نوموړې همدا راز ویلي، انټرنېټ د بشري حقونو له سازمانونو سره هم مرسته کړې چې د بشري حقونو د سرغړونو بېلابېل موارد ثبت او راپور کړي.

د بشري حقونو څار بنسټ په باور؛ طالبانو د انټرنېټ په پرې کولو سره هغو ښځو ته چې لا له وړاندې له خپلو ګڼو حقونو بې‌برخې شوې دي د زده‌کړو، عاید او مقاومت په برخو کې یې د دوی لپاره محدود فرصتونه هم له‌منځه یوړل.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

په چین کې پخوانی افغان سفیر: موږ هر څه له دین سره په ټکر کې حسابوو

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۱ GMT+۱
په چین کې پخوانی افغان سفیر: موږ هر څه له دین سره په ټکر کې حسابوو
100%

په چین کې د افغانستان پخوانی سفیر جاوېد قایم وايي، افغانان اکثره له اروپا څخه ۱۰۰یا ۲۰۰ کاله وروسته پاتې وي، خو دا ځل (د انټرنېټ له پرې کېدو سره) داسې ښکاري، چې ۱۰۰۰ کاله وروسته پاتې شول. د نوموړي په وینا، افغانان هر څه له دین سره په ټکر کې ګڼي.

جاوېد قایم د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۸مه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې په ۱۶مه پېړۍ کې اروپا له ګالیلو سره په دې جنجال کې وه، چې د ځمکې ګرځېدل د لمر پر شاوخوا له دین سره په ټکر کې دي. کاتولیکانو پر هغه محکمه جوړه کړه او د هغه په وینا: «نن موږ هم هر څه له دین سره په ټکر کې حسابوو.»

[ګالیلو ګالیلي (Galileo Galilei) د ایټالیا یو مشهور ستورپوه، فزیک پوه او ریاضي پوه و. هغه په ۱۵۶۴ کال کې په ایټالیا کې وزېږېد او په ۱۶۴۲ کال کې وفات شو. په تاریخ کې ګالیلو ته "د عصري ساینس پلار" هم ویل کېږي.

د جاوېد قایم په وینا، د همدې بحثونو په پایله کې اروپا دین او سیاست سره جلا کړل. هغه زیاتوي: «اوس انټرنېټ هم له دین سره وتړل شو.» او معلوماتو ته لاس‌رسی دوی [طالبانو] ته ستونزه ښکاري.

د کانګرس غړی: د طالبانو انټرنېټي بندیز د افغان ښځو، نجونو او ټولنې د ویجاړېدو لامل ګرځي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۸ GMT+۱
د کانګرس غړی: د طالبانو انټرنېټي بندیز د افغان ښځو، نجونو او ټولنې د ویجاړېدو لامل ګرځي
100%

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي ټیم بورچټ په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایکل جی والټز ته په یوه لیک کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د انټرنېټ د بشپړ بندیز په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

بورچټ په دې لیک کې ویلي، د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر پر ۲۹مه د طالبانو له خوا د انټرنېټ قصدي او پراخ بندیز د افغان ولس پر بنسټیزو حقونو ښکاره تېری دی.

د هغه په وینا، د ډیجیټلي اړیکو پرېکون د نظرونو د ازادې څرګندونې مخه نیسي، افغانستان له نړۍ څخه منزوي کوي او ښځې او نجونې له زده‌کړو او مدني فعالیتونو بې‌برخې کوي.

هغه زیاته کړې، دا اقدام نه یوازې د افغان ټولنې د ویجاړېدو لامل شوی، بلکې د سیمې ثبات ته یې هم ګواښ زیات کړی او د امریکا ملي امنیتي ګټو ته مستقیم ګواښ پېښوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې طالبان له القاعدې او نورو ترهګريزو ډلو سره اړیکې لري او د ولس پر هوساینې د سختدریځۍ او واکمنۍ دوام ته لومړیتوب ورکوي.

100%

بورچټ له امریکایي استازي غوښتی، چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د طالبانو پر ضد پرېکړه‌لیک وړاندې کړي او له دې ډلې وغواړي چې ژر تر ژره د انټرنېټ خدمتونه بېرته فعال کړي او د هغوی پر مشرانو د سفر محدودیتونه بیا ولګول شي.

هغه په استول شوي لیک کې همدارنګه د طالبانو ضد اپوزیسیون د نړۍوال ملاتړ غوښتنه کړې او د پخواني ولسمشر د مرستیال امرالله صالح په ګډون د هغو کسانو ملاتړ ته یې اشاره کړې، چې د ازاد او ټول‌شموله افغانستان لپاره مبارزه کوي.

بورچټ غوښتنه کړې، چې د دې مسلې په اړه دې د بهرنیو چارو له وزارت سره همغږي وشي او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د هڅو په اړه تازه راپور وړاندې شي.

نوموړي ویلي، دی چمتو دی چې د ازادۍ او امنیت د ارزښتونو د خوندیتوب لپاره له اړوندو بنسټونو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

بهر مېشتی طالب چارواکی: منځلاري طالبان د انټرنېټ د پرې کېدو مخالف دي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۶ GMT+۱
بهر مېشتی طالب چارواکی: منځلاري طالبان د انټرنېټ د پرې کېدو مخالف دي
100%

یوه بهر مېشتي طالب چارواکي واشنګټن پوسټ ته ویلي، په افغانستان کې د انټرنېټ پر پرې کېدو یوه اوونۍ بحث وشو، خو بالاخره په کندهار کې هبت الله اخوندزاده او شاوخوا کسانو یې د پرې کولو وروستۍ پرېکړه وکړه. دغه طالب چارواکی زیاتوي، منځلاري طالبان د کندهار د دغې پرېکړې مخالف دي.

په افغانستان کې د انټرنېټ له پرې کېدو دوه ورځې وروسته یوه طالب چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط واشنګټن پوسټ ته ویلي، دغې پرېکړې د طالبانو واکمنۍ او اقتصاد ته سخت تاوان رسولی او په وینا یې، «هر څه اوس له رکود سره مخ دي.»

دغې ورځپاڼې د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۸مه) د یاد طالب چارواکي له قوله ولیکل: «منځلاري طالبان د کندهار د دغې پرېکړې مخالف و او د دغې چارې په عملي کېدو سره د دوی تر منځ سیاسي سیالیو ته زمینه برابره کړې ده.»

په افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو په بندېدو سره دولتي او خصوصي خدماتي چارې ټکنۍ شوې دي. کام‌اېر هوايي شرکت د اریانا افغان هوايي شرکت له اعلان یوه ورځ وروسته وویل، تر بلې خبرتیا به هېڅ ډول الوتنه ونه‌لري. دا په دې معنا ده، چې هېڅوک به افغانستان ته د هوا له لارې تګ راتګ ونشي کولای.

یاد طالب چارواکي واشنګټن پوسټ ته زیاته کړې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویزې ورکړې بهیر درولی او د دولتي ادارو تر منځ هېڅ ډول برېښنايي مکتوبونه نه تبادله کېږي.

د افغانستان دولتي ادارو په تېرو شلو کلونو کې په پراخه کچه له انټرنېټ سره وصل ټېکنالوژۍ څخه استفاده کړې، خو اوس د افغانستان په کرښو او پولو کې د کډوالو څانګې په ګډون ځينې ادارې خپلې اداري چارې په قلمي بڼه پرمخ وړي.

د دغه طالب چارواکي په وینا، د انټرنېټ پرېکون هم پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

واشنګټن پوسټ د سرچینو له قوله لیکلي، تمه دا ده چې په قسمي ډول انټرنېټ بیا وصل شي، خو سرعت به یې ډېر ټيټ وي.
بهر مېشتو یو شمېر افغانانو د انټرنېټ پر پرې کېدو سختې نیوکې کړي او افغانستان انټرنشنل ته یې ویلي، په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره اړیکې نه‌شي نیولی. په ایران کې یو شمېر افغان کارګرو بیا ویلي، خپلو کورنیو ته چې له مالي اړخه پر دوی تکیه و، پیسې نه‌شي لېږلی، ځکه د انټرنېټ په نشتوالي سره د بانکولۍ سیستم او د افغانستان د اسعارو بازار تعطیل شوی دی.

شنونکي بیا وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره انټرنېټ پرې کړی، خو دغې چارې بیا له دغې ډلې د عمومي نارضایتۍ کچه لوړه کړې ده.

طالبانو لا تر اوسه د سراسري انټرنېټ د پرې کولو د دلیل په اړه په مشخصه توګه څه نه‌دي ویلي.

ایراني چارواکی: د دوغارون ـ اسلام‌کلا د ټرانزیټ بهیر د انټرنېټ د بندېدو له امله فلج شوی

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۱
ایراني چارواکی: د دوغارون ـ اسلام‌کلا د ټرانزیټ بهیر د انټرنېټ د بندېدو له امله فلج شوی
100%

د ایران د دوغارون د سرحدي پولې مشر اسماعیل پورعابد ویلي، چې په افغانستان کې د انټرنېټ د بندېدو له امله له دغه بندر څخه اسلام‌کلا ګمرک ته د سوداګریزو لاریو تګ بند شوی دی.

پورعابد د سې شنبې په ماښام اېرنا خبري اژانس ته ویلي، چې دا مهال لږ تر لږه ۸۰۰ د ایران او افغانستان سوداګریزې لارۍ د دوغارون په تمځایونو کې ولاړې دي او د افغانستان پر لور د تګ په تمه دي. نوموړي زیاته کړې، که د انټرنېټ پرې کېدل دوام وکړي، د ولاړو لاریو شمېر به نور هم ډېر شي.

د ده په وینا، د تلې پر اتمه یوازې شاوخوا ۴۰ لارۍ د افغانستان پر لور پرېښودل شوې، خو د بېرته وتلو لاره تړل شوې او نورې لارۍ نه دي پرېښودل شوې.

د سرحدي چارواکو په وینا، د انټرنېټ بندېدل د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ګمرکي چارو د فلج کېدو لامل شوی دی. دا وضعیت نه یوازې د سوداګرو لپاره لوی مالي زیانونه اړوي، بلکې د اساسي توکو د لېږد او بازار د اکمالاتو پر بهیر هم منفي اغېزه کوي.

پورعابد ټینګار کړی، چې د افغانستان له لوري دوغارون ګمرک ته د سوداګریزو لاریو او بار وړونکو موټرو ننوتل د ستونزې پرته دوام لري، خو د انټرنېټ پرې کېدو د وتلو پروسه ګډوډه کړې ده.

د دوغارون سرحدي پوله او ګمرک د ایران د تایباد ښار په ۱۸ کیلومتري کې د افغانستان ترڅنګ پروت دی او د دغه هېواد د پنځو مهمو اقتصادي بندرونو له ډلې ګڼل کېږي.

د دې بندر ډېری کار د بندرعباس له لارې د ټرانزیتي توکو په لېږد پورې تړلی دی. د افغانستان، پاکستان، هندوستان او د سیمې د نورو هېوادونو سوداګریز توکي لومړی د خلیج له بندرونو بندرعباس او بندر لنګه ته وړل کېږي او له هغه ځایه د دوغارون بندر ته لېږدول کېږي.

د انټرنېټ له بندېدو سره په خواله رسنیو کې د طالبانو جعلي حسابونه هم له کاره لوېدلي دي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۲ GMT+۱
د انټرنېټ له بندېدو سره په خواله رسنیو کې د طالبانو جعلي حسابونه هم له کاره لوېدلي دي
100%

په افغانستان کې د انټرنېټ او ټولو مخابراتي شبکو د بشپړ بندېدو له امله په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د جعلي او مستعارو حسابونو فعالیت هم درېدلی دی. دغو حسابونو په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو په ګټه او د مخالفانو پر ضد تبلیغات کول.

سرچینې وایي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او نورو مشرانو د خپلو تبلیغاتو لپاره لسګونه کسان په کار ګومارلي وو، ترڅو په ټولنیزو شبکو کې د دې ډلې د دریځ ملاتړ وکړي.

طالبانو په ټول هېواد کې پر نوري فایبر انټرنېټ او همداشان پر مخابراتي خدمتونو بشپړ بندیز لګولی دی، چې نه یوازې نړۍوال غبرګونونه یې راوپارول، بلکې له امله یې ټولنیزې شبکې لکه اېکس او فېسبوک د طالبانو له تبلیغاتي محتوا خالي شوې دي.

د طالبانو تبلیغاتي ډلې چې د یو شمېر سیاستوالو، خبریالانو او هنرمندانو په نومونو یې جعلي او مستعار حسابونه پرانیستي وو، اوس د هبت‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې د انټرنېټ پرې کېدو سره له مجازي فضا بې‌وسه پاتې شوي دي.

اپه تېره یوه شپه او ورځ کې د طالبانو په ګټه او د هغوی د مخالفانو پر ضد هېڅ ډول تبلیغات نه دي خپاره شوي. د ټولنیزو شبکو له لارې تبلیغات د طالبانو د رسنیز کمپاین یوه مهمه برخه بلل کېږي.

مخکېنیو راپورونو ښودلې وه، چې د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د دې ډلې د استخباراتو مشران د ټولنیزو شبکو ګڼ شمېر ډلې او شبکې لري، چې لسګونه کسان پکې د تبلیغ لپاره فعالیت کوي او د خپلې دندې په بدل کې تنخواوې هم اخلي