• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

بهر مېشتی طالب چارواکی: منځلاري طالبان د انټرنېټ د پرې کېدو مخالف دي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۶ GMT+۱

یوه بهر مېشتي طالب چارواکي واشنګټن پوسټ ته ویلي، په افغانستان کې د انټرنېټ پر پرې کېدو یوه اوونۍ بحث وشو، خو بالاخره په کندهار کې هبت الله اخوندزاده او شاوخوا کسانو یې د پرې کولو وروستۍ پرېکړه وکړه. دغه طالب چارواکی زیاتوي، منځلاري طالبان د کندهار د دغې پرېکړې مخالف دي.

په افغانستان کې د انټرنېټ له پرې کېدو دوه ورځې وروسته یوه طالب چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط واشنګټن پوسټ ته ویلي، دغې پرېکړې د طالبانو واکمنۍ او اقتصاد ته سخت تاوان رسولی او په وینا یې، «هر څه اوس له رکود سره مخ دي.»

دغې ورځپاڼې د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۸مه) د یاد طالب چارواکي له قوله ولیکل: «منځلاري طالبان د کندهار د دغې پرېکړې مخالف و او د دغې چارې په عملي کېدو سره د دوی تر منځ سیاسي سیالیو ته زمینه برابره کړې ده.»

په افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو په بندېدو سره دولتي او خصوصي خدماتي چارې ټکنۍ شوې دي. کام‌اېر هوايي شرکت د اریانا افغان هوايي شرکت له اعلان یوه ورځ وروسته وویل، تر بلې خبرتیا به هېڅ ډول الوتنه ونه‌لري. دا په دې معنا ده، چې هېڅوک به افغانستان ته د هوا له لارې تګ راتګ ونشي کولای.

یاد طالب چارواکي واشنګټن پوسټ ته زیاته کړې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویزې ورکړې بهیر درولی او د دولتي ادارو تر منځ هېڅ ډول برېښنايي مکتوبونه نه تبادله کېږي.

د افغانستان دولتي ادارو په تېرو شلو کلونو کې په پراخه کچه له انټرنېټ سره وصل ټېکنالوژۍ څخه استفاده کړې، خو اوس د افغانستان په کرښو او پولو کې د کډوالو څانګې په ګډون ځينې ادارې خپلې اداري چارې په قلمي بڼه پرمخ وړي.

د دغه طالب چارواکي په وینا، د انټرنېټ پرېکون هم پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

واشنګټن پوسټ د سرچینو له قوله لیکلي، تمه دا ده چې په قسمي ډول انټرنېټ بیا وصل شي، خو سرعت به یې ډېر ټيټ وي.
بهر مېشتو یو شمېر افغانانو د انټرنېټ پر پرې کېدو سختې نیوکې کړي او افغانستان انټرنشنل ته یې ویلي، په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره اړیکې نه‌شي نیولی. په ایران کې یو شمېر افغان کارګرو بیا ویلي، خپلو کورنیو ته چې له مالي اړخه پر دوی تکیه و، پیسې نه‌شي لېږلی، ځکه د انټرنېټ په نشتوالي سره د بانکولۍ سیستم او د افغانستان د اسعارو بازار تعطیل شوی دی.

شنونکي بیا وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره انټرنېټ پرې کړی، خو دغې چارې بیا له دغې ډلې د عمومي نارضایتۍ کچه لوړه کړې ده.

طالبانو لا تر اوسه د سراسري انټرنېټ د پرې کولو د دلیل په اړه په مشخصه توګه څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکی: د دوغارون ـ اسلام‌کلا د ټرانزیټ بهیر د انټرنېټ د بندېدو له امله فلج شوی

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۳ GMT+۱
ایراني چارواکی: د دوغارون ـ اسلام‌کلا د ټرانزیټ بهیر د انټرنېټ د بندېدو له امله فلج شوی
100%

د ایران د دوغارون د سرحدي پولې مشر اسماعیل پورعابد ویلي، چې په افغانستان کې د انټرنېټ د بندېدو له امله له دغه بندر څخه اسلام‌کلا ګمرک ته د سوداګریزو لاریو تګ بند شوی دی.

پورعابد د سې شنبې په ماښام اېرنا خبري اژانس ته ویلي، چې دا مهال لږ تر لږه ۸۰۰ د ایران او افغانستان سوداګریزې لارۍ د دوغارون په تمځایونو کې ولاړې دي او د افغانستان پر لور د تګ په تمه دي. نوموړي زیاته کړې، که د انټرنېټ پرې کېدل دوام وکړي، د ولاړو لاریو شمېر به نور هم ډېر شي.

د ده په وینا، د تلې پر اتمه یوازې شاوخوا ۴۰ لارۍ د افغانستان پر لور پرېښودل شوې، خو د بېرته وتلو لاره تړل شوې او نورې لارۍ نه دي پرېښودل شوې.

د سرحدي چارواکو په وینا، د انټرنېټ بندېدل د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ګمرکي چارو د فلج کېدو لامل شوی دی. دا وضعیت نه یوازې د سوداګرو لپاره لوی مالي زیانونه اړوي، بلکې د اساسي توکو د لېږد او بازار د اکمالاتو پر بهیر هم منفي اغېزه کوي.

پورعابد ټینګار کړی، چې د افغانستان له لوري دوغارون ګمرک ته د سوداګریزو لاریو او بار وړونکو موټرو ننوتل د ستونزې پرته دوام لري، خو د انټرنېټ پرې کېدو د وتلو پروسه ګډوډه کړې ده.

د دوغارون سرحدي پوله او ګمرک د ایران د تایباد ښار په ۱۸ کیلومتري کې د افغانستان ترڅنګ پروت دی او د دغه هېواد د پنځو مهمو اقتصادي بندرونو له ډلې ګڼل کېږي.

د دې بندر ډېری کار د بندرعباس له لارې د ټرانزیتي توکو په لېږد پورې تړلی دی. د افغانستان، پاکستان، هندوستان او د سیمې د نورو هېوادونو سوداګریز توکي لومړی د خلیج له بندرونو بندرعباس او بندر لنګه ته وړل کېږي او له هغه ځایه د دوغارون بندر ته لېږدول کېږي.

د انټرنېټ له بندېدو سره په خواله رسنیو کې د طالبانو جعلي حسابونه هم له کاره لوېدلي دي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۲ GMT+۱
د انټرنېټ له بندېدو سره په خواله رسنیو کې د طالبانو جعلي حسابونه هم له کاره لوېدلي دي
100%

په افغانستان کې د انټرنېټ او ټولو مخابراتي شبکو د بشپړ بندېدو له امله په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د جعلي او مستعارو حسابونو فعالیت هم درېدلی دی. دغو حسابونو په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو په ګټه او د مخالفانو پر ضد تبلیغات کول.

سرچینې وایي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او نورو مشرانو د خپلو تبلیغاتو لپاره لسګونه کسان په کار ګومارلي وو، ترڅو په ټولنیزو شبکو کې د دې ډلې د دریځ ملاتړ وکړي.

طالبانو په ټول هېواد کې پر نوري فایبر انټرنېټ او همداشان پر مخابراتي خدمتونو بشپړ بندیز لګولی دی، چې نه یوازې نړۍوال غبرګونونه یې راوپارول، بلکې له امله یې ټولنیزې شبکې لکه اېکس او فېسبوک د طالبانو له تبلیغاتي محتوا خالي شوې دي.

د طالبانو تبلیغاتي ډلې چې د یو شمېر سیاستوالو، خبریالانو او هنرمندانو په نومونو یې جعلي او مستعار حسابونه پرانیستي وو، اوس د هبت‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې د انټرنېټ پرې کېدو سره له مجازي فضا بې‌وسه پاتې شوي دي.

اپه تېره یوه شپه او ورځ کې د طالبانو په ګټه او د هغوی د مخالفانو پر ضد هېڅ ډول تبلیغات نه دي خپاره شوي. د ټولنیزو شبکو له لارې تبلیغات د طالبانو د رسنیز کمپاین یوه مهمه برخه بلل کېږي.

مخکېنیو راپورونو ښودلې وه، چې د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزیران او د دې ډلې د استخباراتو مشران د ټولنیزو شبکو ګڼ شمېر ډلې او شبکې لري، چې لسګونه کسان پکې د تبلیغ لپاره فعالیت کوي او د خپلې دندې په بدل کې تنخواوې هم اخلي

اصف درانی: که انټرنېټ بد دی نو طالبان دې له الوتکې، موټر او بایسکل څخه هم استفاده نه کوي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۸ GMT+۱
اصف درانی: که انټرنېټ بد دی نو طالبان دې له الوتکې، موټر او بایسکل څخه هم استفاده نه کوي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو پرې کول له پوهې سره دوښمني بللی او له طالبانو غواړي، چې ژر تر ژره دغه بندیز لغوه کړي. هغه زیاتوي، که انټرنېټ بد وي نو طالبان دې له الوتکې، موټر او بایسکل څخه هم استفاده نه کوي.

اصف دراني د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۸مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، دغه پرېکړه د پرمختګ او د افغان ولس د ګټو پر خلاف ده.

د دراني په وینا، له انټرنېټ پرته اقتصاد، سوداګري او نړۍوالې اړیکې درېږي او زیاتوي: «دغه پرېکړه نه د افغانانو په ګټه ده او نه هم د سیمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه.»

دراني هغو راپورونو ته په اشارې سره چې ګواکې طالبانو دغه پرېکړه د ایران او روسیې په سلا مشورو کړې وویل، که داسې سلا مشوره هم ورکړل شوې وي، نو باید یې بدیل هم وړاندې شوی وای.

اصف دراني زیاته کړه: «له پوهې او معاصرې ټېکنالوژۍ سره جګړه ناشونې ده او ځان ته له زیان رسولو پرته بله پایله نه لري. که انټرنېټ بد دی، نو طالبان باید له الوتکې، موټر او بایسکل څخه هم استفاده ونه‌کړي.»

هغه د افغانستان په تړاو د پاکستان د پالیسۍ بدلېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «پالیسي په یوه ورځ کې نه‌جوړېږي چې په یوه ورځ کې بدله شي، دا یو تسلسل دی.» هغه زیاته کړه، له شرایطو او رامنځته شویو ستونزو سره په مطابقت پالیسۍ جوړېږي.

حنیف اتمر: د طالبانو له خوا پر انټرنېټ بندیز د افغانانو لپاره یو نوی ناورین دی

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۸ GMT+۱
حنیف اتمر: د طالبانو له خوا پر انټرنېټ بندیز د افغانانو لپاره یو نوی ناورین دی
100%

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د طالبانو له لوري د انټرنېټ، ټیلیفون او نورو مخابراتي اړیکو د بشپړ بندېدو پرېکړه «یو نوی ناورین» بللی، چې پر افغانانو تپل شوې ده.

اتمر پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، افغان ولس لا له وړاندې د طالبانو د ښځو ضد او بشري ضد پالیسیو له امله له تر ټولو لویو او ترخو محرومیتونو سره لاس او ګرېوان و او دا پرېکړه به د خلکو ژوند لا نور له ستونزو سره مخ کړي.

نوموړي زیاته کړې، ډېر وخت به ونه نیسي چې دا پرېکړه به د افغانانو د ژوند ټول اړخونه له ستونزو سره مخ کړي او د نړۍ هېوادونه به یو ځل بیا طالبان وغندي او دا پرېکړه به د معاصرې نړۍ د ارزښتونو پر ضد وبولي.

اتمر ټینګار کړی، چې د اړیکو بندېدل د افغانانو د ژوند هره برخه ګډوډوي؛ له کورنیو اړیکو نیولې تر اقتصاد، سوداګرۍ، ورځني معیشت، روغتیايي او تعلیمي خدمتونه، سفرونو او ان تر امنیت پورې.

د هغه په وینا، د انټرنېټ بندېدل په ځانګړي ډول د افغان ماشومانو او ځوانانو د زده‌کړو او معاصرې زده‌کړې له حقه بنسټیز محرومیت دی.

هغه خبرداری ورکړ، چې د اړتیا وړ توکو بیې به لوړې شي او افغانان به نور ونه توانېږي چې له بهر څخه خپلو کورنیو ته پیسې واستوي یا هم د کونسلي خدماتو له لارې اسناد تر لاسه کړي.

اتمر زیاته کړې، لا څرګنده نه ده چې طالبان ولې دې پرېکړې ته اړ شوي دي؛ خو ښایي د خلکو د ازادۍ غوښتنې د ټکولو لپاره د استبدادي رژیمونو تګلاره وي یا هم د طالبانو د رهبرانو د امنیتي اندېښنو له زیاتېدو سره تړاو ولري.

هغه ټینګار کړی: «هر دلیل چې وي، دا پرېکړه د خلکو د رنځونو د زیاتېدو لامل کېږي، خو د افغانانو د ازادۍ غوښتنه نه شي درولی، بلکې دا کار به د طالبانو د واکمنۍ بنسټونه لا نور هم کمزوري او نازک کړي.

د برېتانیا ځانګړی استازی: د طالبانو انټرنېټي بندیز د افغانانو لپاره ناوړه پایلې لري

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۱
د برېتانیا ځانګړی استازی: د طالبانو انټرنېټي بندیز د افغانانو لپاره ناوړه پایلې لري
100%

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د افغانستان په کچه د انټرنېټ د بندېدو او د نړۍوالو الوتنو د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا اقدام کولای شي د افغانانو لپاره «ناوړه او زیانمنې پایلې» ولري.

هغه په اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د طالبانو دا اقدام کولای شي د افغانانو لپاره «ناوړه او زیانمنې پایلې» ولري.

نوموړي له طالبانو غوښتي، چې په ټول هېواد کې د انټرنېټ خدمتونو او د اړیکو بېرته ټینګښت ته اجازه ورکړي.

ریچارډ لینډسي هغه لومړنی لوړپوړی لوېدیځوال چارواکی بلل کېږي، چې د طالبانو د انټرنېټي بندیز په اړه یې غبرګون ښودلی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اړیکو پرېکون نه یوازې د خلکو ورځني ژوند ګډوډوي، بلکې د بشري او اقتصادي ستونزو د لا پسې زیاتېدو لامل ګرځي.