• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

د برېتانیا ځانګړی استازی: د طالبانو انټرنېټي بندیز د افغانانو لپاره ناوړه پایلې لري

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د افغانستان په کچه د انټرنېټ د بندېدو او د نړۍوالو الوتنو د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا اقدام کولای شي د افغانانو لپاره «ناوړه او زیانمنې پایلې» ولري.

هغه په اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د طالبانو دا اقدام کولای شي د افغانانو لپاره «ناوړه او زیانمنې پایلې» ولري.

نوموړي له طالبانو غوښتي، چې په ټول هېواد کې د انټرنېټ خدمتونو او د اړیکو بېرته ټینګښت ته اجازه ورکړي.

ریچارډ لینډسي هغه لومړنی لوړپوړی لوېدیځوال چارواکی بلل کېږي، چې د طالبانو د انټرنېټي بندیز په اړه یې غبرګون ښودلی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اړیکو پرېکون نه یوازې د خلکو ورځني ژوند ګډوډوي، بلکې د بشري او اقتصادي ستونزو د لا پسې زیاتېدو لامل ګرځي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: طالبانو انټرنېټ د نقضونو د پټولو لپاره پرې کړی دی

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۱
د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: طالبانو انټرنېټ د نقضونو د پټولو لپاره پرې کړی دی
100%

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکه وايي، طالبانو په افغانستان کې د انټرنېټ په پرې کېدو سره د میلیونونو کسانو د ژوند یوه برخه فلج کړې ده. دغه شبکه وايي، د طالبانو دغه چاره یوازې یو تخنیکي محدودیت نه دی، بلکې غواړي د خلکو غږونه ډب او د نقضونو له مستند کېدو مخنیوي وکړي.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د سې شنبې په ورځ (د تلې ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې د خلکو اساسي حقونه په سیستماتیک ډول نقض او ورځنی ژوند یې ټکنی کړی دی.

دغه شبکه زیاتوي، طالبانو د ځپنې سیاست له لارې نه یوازې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، بلکې د بشري او مدني حقونو پر ضد په اقداماتو سره یې یو ملت برمته کړی دی.

اعلامیه کاږي، طالبانو د انټرنېټ په پرې کولو سره د میلیونونه انسانانو د ژوند یوه برخه فلج کړې او په وینا یې دغه ډله غواړي، چې د خلکو غږ ډب او د نقضونو له مستند کېدو مخنیوی وکړي. اعلامیه زیاتوي: «د انټرنېټ په قطع کېدو سره زرګونه زده کړیالان او په ځانګړې توګه نجونې له انلاین زده کړو محروم شوي، ډیجیټلي کاروبار له‌منځته تللی او کورنۍ له یو بل سره له اړیکو نیولو بې برخې شوې دي.»

دغه شبکه له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض چارې په رسمي ډول مستند کړي او ورسره پر دغې ډلې جدي سیاسي او حقوقي فشار راولي او همداراز «د انټرنېټ قطع کېدل باید د ځپنې د وسلې په توګه وپېژندل شي او د زده کړو او همداراز اطلاع رسونې په برخو کې بدیل بېړني اقدامات وشي.»

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په ډاګه کړې، چې طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې دا ثابته کړې، چې پر بشري حقونو، د ښځو پر ازادۍ او د افغانستان پر راتلونکي هېڅ باور نه لري او همداراز له افغان ولس او نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې سره یو موټی شي او د طالبانو د انساني ضد سیاستونو مخه ونیسي.

د مقاومت جبهې د ښځو شورا: طالبان د اطلاع‌رسونې د دروازو په تړلو غواړي خپل جنایتونه پټ کړي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۱
د مقاومت جبهې د ښځو شورا: طالبان د اطلاع‌رسونې د دروازو په تړلو غواړي خپل جنایتونه پټ کړي
100%

د مقاومت جبهې د ښځو شورا د سې شنبې په ورځ (د تلې ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو له لوري د انټرنېټ پرې کېدل په کلکه غندلی او زیاته کړې یې ده، چې طالبان د اطلاع‌رسونې د دروازو په تړلو غواړي چې خپل «جنایتونه» پټ کړي.

د مقاومت جبهې د ښځو شورا د طالبانو دغه چاره بشري ضد ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې طالبان په دا ډول ښکاره هڅو سره غواړي د افغانستان د ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو او په ټوله کې د افغان ولس غږ خاموشه کړي.

دغه شورا زیاتوي: «طالبان د اطلاع رسونې دروازو په تړلو سره غواړي چې خپل جنایتونه پټ کړي او ځوان نسل له زده کړو او پرمختګ څخه محروم کړي. دغه چاره د خلکو له یووالي د هغوی د ډار ښکارندويي کوي.»

دغه شورا له افغان ولس، نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له مدافع سازمانونو غواړي، چې په دې برخه کې پرېکنده دریځ خپل کړي او انټرنېټ ته د افغان ولس له لاسرسي ملاتړ وکړي او همداراز یې زیاته کړې: «د دغه جنایت پر وړاندې چوپتیا، له طالبانو سره د هم لاسي په معنا ده.»

یو شمېر افغانانو د سټارلېنک انټرنېټ لپاره انلان غوښتنلیک جوړ کړی او لاسلیکونه راټولوي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۹ GMT+۱
یو شمېر افغانانو د سټارلېنک انټرنېټ لپاره انلان غوښتنلیک جوړ کړی او لاسلیکونه راټولوي
100%

په افغانستان کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر د انټرنېټي خدمتونو تر بشپړ بندېدو وروسته یو شمېر افغانانو پر نړۍوالو غږ کړی، چې د دې وضعیت د حل لپاره بېړنۍ مرسته وکړي. دوی په ځانګړي ډول د سټارلېنک انټرنېټ لپاره انلان غوښتنلیک جوړ کړی او لاسلیکونه راټولوي.

دغو غوښتونکو ویلي، چې دا اقدام به نه یوازې د اړیکو بېرته ټینګښت ته لاره هواره کړي، بلکې د نړۍوالې ټولنې د همدردۍ او ملاتړ څرګندونه به هم وي.

دوی د یوه ګډ غوښتنلیک (پټیشن) له لارې پر خلکو غږ کړی، چې په دې پروسه کې برخه واخلي او د لاسلیک او شریکولو له لارې خپل ملاتړ څرګند کړي. د هغوی په وینا، د میلیونونو وګړو د اړیکو، معلوماتو او هیلو ساتل د ټولو ګډ مسوولیت دی.

دوی په ځانګړي ډول له اېلان ماسک او د سپېس‌اېکس د بورډ له غړو غوښتنه کړې، چې د سټارلېنک سپوږمکیز انټرنېټ افغانانو ته فعال کړي.

کارپوهان وايي، د طالبانو له لوري د انټرنېټ د بشپړ بندیز په وړاندې یوازینی عملي حل د سپېس‌اېکس سټارلېنک سیستم دی. دغه ټېکنالوژي د ځمکني کېبل له محدودیتونو خوندي ده او کولای شي افغانانو ته د اړیکو بېرته ټینګښت ته زمینه برابره کړي.

د سټارلېنک پلي کېدل به د افغانستان د ډیجیټلي واټن د کمولو ترڅنګ د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو، سوداګرۍ او بشري مرستو د بېرته عادي کېدو په برخه کې حیاتي رول ولوبوي.

په غوښتنه کې ټینګار شوی، چې په اوسني وضعیت کې ‌د افغانانو پرېښودل به د بشري ناورین ژورېدو لامل وګرځي. د سټارلېنک فعالول به افغانانو ته بېرته د نړۍ سره د خبرو، زده‌کړې او اړیکو دروازې پرانیزي او هغوی ته به د هیلو یو نوی باب رامنځته کړي.

د بیان د ازادۍ مرکز: د انټرنېټ بندېدو د افغانستان د پېښو پوښښ ستونزمن کړی دی

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۱
د بیان د ازادۍ مرکز: د انټرنېټ بندېدو د افغانستان د پېښو پوښښ ستونزمن کړی دی
100%

د بیان د ازادۍ مرکز په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو له لوري په بشپړ ډول د انټرنېټ بندېدو نه یوازې د رسنیو د فعالیتونو پر بهیر ناوړه اغېز کړی، بلکې معلوماتو ته د افغانانو د لاسرسي حق یې هم تر سخت ګواښ لاندې راوستی دی.

دغه مرکز څرګنده کړې، چې د انټرنېټي خدمتونو له پرې کېدو وروسته د افغانستان د ۲۰ ولایتونو له خبریالانو سره د دوی اړیکې پرې شوې دي او د هغو سیمو د حالاتو په اړه کره معلومات ترلاسه کول ورته ډېر ګران شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «طالبان غواړي د انټرنېټ په قصدي ډول بندولو سره د مخالفتونو غږونه خاموشه کړي او میلیونونه افغانان یې له نړۍ څخه منزوي کړي دي. دا وضعیت د افغانستان د رسنیز انځور نړول او د شفافیت مخنیوی دی.»

یاد مرکز خبرداری ورکړی، چې انټرنېټي بندیز د کورنیو رسنیو انلاین خپرونې درولې دي او له هېواده بهر مېشتې افغان رسنۍ هم له خپلو سرچینو سره د اړیکو په ټینګښت کې له جدي خنډونو سره مخ شوې دي.

دغه بنسټ پر نړۍوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د بیان او رسنیو د ازادۍ ملاتړو هېوادونو او سازمانونو غږ کړی، چې معلوماتو ته د افغانانو د لاسرسي حق خوندي کولو لپاره ژر تر ژره عملي اقدامات وکړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی: «دا پراخ سانسور یوازې اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیت نه دی، بلکې د اساسي ازادیو پر وړاندې مستقیم برید دی. د انټرنېټ بندېدل د بیان ازادي، د مطبوعاتو ازادي او د معلوماتو د لاسرسي حق له منځه وړي او د افغانستان د روان بشري کړکېچ د لا ژورېدو لامل ګرځي.»

سمیع سادات: که لا هم څوک فکر کوي چې طالب اصلاح کېدای شي، نو د طالب په څېر د ملت دوښمنان دي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۸ GMT+۱
سمیع سادات: که لا هم څوک فکر کوي چې طالب اصلاح کېدای شي، نو د طالب په څېر د ملت دوښمنان دي
100%

د متحدې جبهې مشر سمیع سادات وايي، په افغانستان کې د انټرنېټ په پرې کېدو سره اوس دغه هېواد له نړۍوالې سیاسي انزوا سره سره له ډيجیتل فضا هم جلا شوی دی. سادات وايي، که لا هم څوک فکر کوي چې طالب اصلاح کېدای شي، نو د طالب په څېر د ملت دوښمنان دي.

سمیع سادات په افغانستان کې د انټرنېټ په پرې کېدو سره ټولې هغه چارې چې له انټرنېټ سره تړلې وې، اوس په ټپه درېدلي او په وینا یې تر دې وروسته به «فشار او استبداد بې‌حساب او بې‌محاسبې دوام ومومي.»

هغه زیاتوي: «موږ باید د طالبانو رژیم د تل لپاره نسکور کړو. څوک چې لا هم احمقانه فکر کوي چې طالبان اصلاح کېدای شي، زموږ د ملت دوښمن دی لکه څرنګه چې طالبان دي.»

سمیع سادات له نورو هېوادونو هم غواړي، چې له طالبانو سره خپلې اړیکې پرې کړي او په وینا یې، «طالبان خالص شر دي.»