• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

د مقاومت جبهې د ښځو شورا: طالبان د اطلاع‌رسونې د دروازو په تړلو غواړي خپل جنایتونه پټ کړي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۱

د مقاومت جبهې د ښځو شورا د سې شنبې په ورځ (د تلې ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو له لوري د انټرنېټ پرې کېدل په کلکه غندلی او زیاته کړې یې ده، چې طالبان د اطلاع‌رسونې د دروازو په تړلو غواړي چې خپل «جنایتونه» پټ کړي.

د مقاومت جبهې د ښځو شورا د طالبانو دغه چاره بشري ضد ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې طالبان په دا ډول ښکاره هڅو سره غواړي د افغانستان د ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو او په ټوله کې د افغان ولس غږ خاموشه کړي.

دغه شورا زیاتوي: «طالبان د اطلاع رسونې دروازو په تړلو سره غواړي چې خپل جنایتونه پټ کړي او ځوان نسل له زده کړو او پرمختګ څخه محروم کړي. دغه چاره د خلکو له یووالي د هغوی د ډار ښکارندويي کوي.»

دغه شورا له افغان ولس، نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له مدافع سازمانونو غواړي، چې په دې برخه کې پرېکنده دریځ خپل کړي او انټرنېټ ته د افغان ولس له لاسرسي ملاتړ وکړي او همداراز یې زیاته کړې: «د دغه جنایت پر وړاندې چوپتیا، له طالبانو سره د هم لاسي په معنا ده.»

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

یو شمېر افغانانو د سټارلېنک انټرنېټ لپاره انلان غوښتنلیک جوړ کړی او لاسلیکونه راټولوي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۹ GMT+۱
یو شمېر افغانانو د سټارلېنک انټرنېټ لپاره انلان غوښتنلیک جوړ کړی او لاسلیکونه راټولوي
100%

په افغانستان کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر د انټرنېټي خدمتونو تر بشپړ بندېدو وروسته یو شمېر افغانانو پر نړۍوالو غږ کړی، چې د دې وضعیت د حل لپاره بېړنۍ مرسته وکړي. دوی په ځانګړي ډول د سټارلېنک انټرنېټ لپاره انلان غوښتنلیک جوړ کړی او لاسلیکونه راټولوي.

دغو غوښتونکو ویلي، چې دا اقدام به نه یوازې د اړیکو بېرته ټینګښت ته لاره هواره کړي، بلکې د نړۍوالې ټولنې د همدردۍ او ملاتړ څرګندونه به هم وي.

دوی د یوه ګډ غوښتنلیک (پټیشن) له لارې پر خلکو غږ کړی، چې په دې پروسه کې برخه واخلي او د لاسلیک او شریکولو له لارې خپل ملاتړ څرګند کړي. د هغوی په وینا، د میلیونونو وګړو د اړیکو، معلوماتو او هیلو ساتل د ټولو ګډ مسوولیت دی.

دوی په ځانګړي ډول له اېلان ماسک او د سپېس‌اېکس د بورډ له غړو غوښتنه کړې، چې د سټارلېنک سپوږمکیز انټرنېټ افغانانو ته فعال کړي.

کارپوهان وايي، د طالبانو له لوري د انټرنېټ د بشپړ بندیز په وړاندې یوازینی عملي حل د سپېس‌اېکس سټارلېنک سیستم دی. دغه ټېکنالوژي د ځمکني کېبل له محدودیتونو خوندي ده او کولای شي افغانانو ته د اړیکو بېرته ټینګښت ته زمینه برابره کړي.

د سټارلېنک پلي کېدل به د افغانستان د ډیجیټلي واټن د کمولو ترڅنګ د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو، سوداګرۍ او بشري مرستو د بېرته عادي کېدو په برخه کې حیاتي رول ولوبوي.

په غوښتنه کې ټینګار شوی، چې په اوسني وضعیت کې ‌د افغانانو پرېښودل به د بشري ناورین ژورېدو لامل وګرځي. د سټارلېنک فعالول به افغانانو ته بېرته د نړۍ سره د خبرو، زده‌کړې او اړیکو دروازې پرانیزي او هغوی ته به د هیلو یو نوی باب رامنځته کړي.

د بیان د ازادۍ مرکز: د انټرنېټ بندېدو د افغانستان د پېښو پوښښ ستونزمن کړی دی

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۱
د بیان د ازادۍ مرکز: د انټرنېټ بندېدو د افغانستان د پېښو پوښښ ستونزمن کړی دی
100%

د بیان د ازادۍ مرکز په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو له لوري په بشپړ ډول د انټرنېټ بندېدو نه یوازې د رسنیو د فعالیتونو پر بهیر ناوړه اغېز کړی، بلکې معلوماتو ته د افغانانو د لاسرسي حق یې هم تر سخت ګواښ لاندې راوستی دی.

دغه مرکز څرګنده کړې، چې د انټرنېټي خدمتونو له پرې کېدو وروسته د افغانستان د ۲۰ ولایتونو له خبریالانو سره د دوی اړیکې پرې شوې دي او د هغو سیمو د حالاتو په اړه کره معلومات ترلاسه کول ورته ډېر ګران شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «طالبان غواړي د انټرنېټ په قصدي ډول بندولو سره د مخالفتونو غږونه خاموشه کړي او میلیونونه افغانان یې له نړۍ څخه منزوي کړي دي. دا وضعیت د افغانستان د رسنیز انځور نړول او د شفافیت مخنیوی دی.»

یاد مرکز خبرداری ورکړی، چې انټرنېټي بندیز د کورنیو رسنیو انلاین خپرونې درولې دي او له هېواده بهر مېشتې افغان رسنۍ هم له خپلو سرچینو سره د اړیکو په ټینګښت کې له جدي خنډونو سره مخ شوې دي.

دغه بنسټ پر نړۍوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د بیان او رسنیو د ازادۍ ملاتړو هېوادونو او سازمانونو غږ کړی، چې معلوماتو ته د افغانانو د لاسرسي حق خوندي کولو لپاره ژر تر ژره عملي اقدامات وکړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی: «دا پراخ سانسور یوازې اطلاعاتو ته د لاسرسي محدودیت نه دی، بلکې د اساسي ازادیو پر وړاندې مستقیم برید دی. د انټرنېټ بندېدل د بیان ازادي، د مطبوعاتو ازادي او د معلوماتو د لاسرسي حق له منځه وړي او د افغانستان د روان بشري کړکېچ د لا ژورېدو لامل ګرځي.»

سمیع سادات: که لا هم څوک فکر کوي چې طالب اصلاح کېدای شي، نو د طالب په څېر د ملت دوښمنان دي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۸ GMT+۱
سمیع سادات: که لا هم څوک فکر کوي چې طالب اصلاح کېدای شي، نو د طالب په څېر د ملت دوښمنان دي
100%

د متحدې جبهې مشر سمیع سادات وايي، په افغانستان کې د انټرنېټ په پرې کېدو سره اوس دغه هېواد له نړۍوالې سیاسي انزوا سره سره له ډيجیتل فضا هم جلا شوی دی. سادات وايي، که لا هم څوک فکر کوي چې طالب اصلاح کېدای شي، نو د طالب په څېر د ملت دوښمنان دي.

سمیع سادات په افغانستان کې د انټرنېټ په پرې کېدو سره ټولې هغه چارې چې له انټرنېټ سره تړلې وې، اوس په ټپه درېدلي او په وینا یې تر دې وروسته به «فشار او استبداد بې‌حساب او بې‌محاسبې دوام ومومي.»

هغه زیاتوي: «موږ باید د طالبانو رژیم د تل لپاره نسکور کړو. څوک چې لا هم احمقانه فکر کوي چې طالبان اصلاح کېدای شي، زموږ د ملت دوښمن دی لکه څرنګه چې طالبان دي.»

سمیع سادات له نورو هېوادونو هم غواړي، چې له طالبانو سره خپلې اړیکې پرې کړي او په وینا یې، «طالبان خالص شر دي.»

د بښنې نړۍوال سازمان: د طالبانو د انټرنېټ بندیز غېر مسوولانه اقدام دی

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۱
د بښنې نړۍوال سازمان: د طالبانو د انټرنېټ بندیز غېر مسوولانه اقدام دی
100%

د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو له خوا په ټول افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو د بندېدو پرېکړه غندلې او دا یې «غېرمسوولانه اقدام» بللی، چې د هېواد روان بشري ناورین لا پسې ژوروي.

د دې سازمان د سوېلي اسیا سیمه‌ییزې مشرې سمرېتي سینګ ویلي، چې د انټرنېټ بندېدل پر مرستو، روغتیايي خدمتونو او نورو حیاتي چارو پراخه اغېزه کوي، په داسې حال کې چې نږدې نیمایي د افغانستان وګړي د بشري ناورین له ګواښ سره مخ دي.

هغې ټینګار کړی، چې اړیکې او د معلوماتو لاسرسی د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره حیاتي ارزښت لري، خو د طالبانو دا پرېکړه د بیان او ازاد جریان پر وړاندې د فشار کړۍ نوره هم تنګوي.

د سینګ په وینا، دا بندیز تر ټولو زیات افغان ښځو او نجونو ته زیان رسوي، ځکه ډېری یې یوازې د انلاین زده‌کړو له لارې خپلې زده‌کړو ته دوام ورکوي. هغې زیاته کړه: «دا اقدام د هغوی د زده‌کړو پروسه ګډوډوي او هېڅ ډول توجیه نه لري.»

طالبانو د سپټمبر په ۲۹مه د «غېراخلاقي کړنو د مخنیوي» په نوم انټرنېټي خدمات بند کړل او د موبایل او فایبر نوري دواړه شبکې یې تر بل امر ثاني وځنډولې.

د انټرنېټ نړۍوالې څارونکې ادارې «نېټ ‌بلاکس» هم تایید کړې، چې د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د انلاین فعالیت کچه تر ۱۴سلنه ټیټه شوې وه.

د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د افغانانو ورځنی ژوند، له سوداګرۍ او زده‌کړو نیولې تر بشري مرستو او رسمي اړیکو پورې د انټرنېټ له لارې پرمخ ځي، نو طالبان باید ژر تر ژره دا خدمتونه بېرته فعاله کړي.

د انټرنېټ له بندېدو وروسته د ننګرهار پوهنتون پخوانی استاد؛ ما مې خپله کورنۍ په خدای سپارلې

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۶ GMT+۱
د انټرنېټ له بندېدو وروسته د ننګرهار پوهنتون پخوانی استاد؛ ما مې خپله کورنۍ په خدای سپارلې
100%

د ننګرهار پوهنتون پخواني استاد هجرت‌الله اختیار چې دا مهال په بهر کې ژوند کوي، وایي د طالبانو له لوري د انټرنېټ تر بندېدو وروسته له خپلې کورنۍ بې‌خبره شوی دی. هغه زیاتوي، چې په کورنۍ کې یې څلور ناروغان شته او هغوی یې پر خدای سپارلي دي.

اختیار پر خپلې اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په کورنۍ کې یې څلور تنه سخت ناروغان دي؛ یو یې د ننګرهار د عامې روغتیا په روغتون کې بستر دی او په هغه شپه چې په افغانستان کې انټرنېټ په بشپړ ډول بند شو ناروغ یې د روغتون په عاجله خونه کې وو. هغه لیکلي: «اوس نه پوهېږم چې حالت به يې څنګه وي؟»

نوموړي زیاته کړه، چې خور یې د سرطان په ناروغۍ اخته ده، خو ډاکټرانو ته له رسېدو وروسته ورسره اړیکې پرې شوې او اوس یې له حاله بې‌خبر دی. هغه وویل، دوه نور ناروغان هم لري چې د هغوی د احوال اخیستلو اړتیا هره شېبه موجوده ده.

هغه همدارنګه ویلي: «ما د خپلې کورنۍ ټول ناروغان پر خدای سپارلي دي؛ که څوک مړ شي، کېدای شي زه پر وخت خبر نه شم — د خدای رضا به وي.»

هجرت‌الله اختیار څرګنده کړې، چې په هېواد کې د انټرنېټ پرې کېدل د خلکو او ادارو ترمنځ د اړیکو د پرې کېدو او د روغتیايي خدمتونو په ګډون د بېړنیو خدماتو د ځنډ لامل شوی دی.

هغه په ځانګړي ډول په دې ټینګار کړی، چې ډېرو کسانو ته د وخت په تناسب د طبي مرستو رسول اوس ستونزمن شوی دی.

هغه په خپلو څرګندونو کې د افغان کډوالو او هغو کسانو یادونه هم کړې، چې په امریکا، کاناډا او اروپا کې ژوند کوي او د طالبانو لپاره یې لابیګري کوله. هغه وایي، چې اوس به هغوی ته لږ څه لا روښانه شوې وي چې د وطن د سقوط او د حالاتو معنا څه ده.

د یادونې وړ ده، چې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله ګڼو خلکو، دولتي او غېر دولتي ادارو ته د اړیکو، بانکدارۍ او روغتیايي خدماتو په برخه کې ستونزې رامنځته شوې دي.