• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

د انټرنېټ له بندېدو وروسته د ننګرهار پوهنتون پخوانی استاد؛ ما مې خپله کورنۍ په خدای سپارلې

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۳ GMT+۱

د ننګرهار پوهنتون پخواني استاد هجرت‌الله اختیار چې دا مهال په بهر کې ژوند کوي، وایي د طالبانو له لوري د انټرنېټ تر بندېدو وروسته له خپلې کورنۍ بې‌خبره شوی دی. هغه زیاتوي، چې په کورنۍ کې یې څلور ناروغان شته او هغوی یې پر خدای سپارلي دي.

اختیار پر خپلې اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په کورنۍ کې یې څلور تنه سخت ناروغان دي؛ یو یې د ننګرهار د عامې روغتیا په روغتون کې بستر دی او په هغه شپه چې په افغانستان کې انټرنېټ په بشپړ ډول بند شو ناروغ یې د روغتون په عاجله خونه کې وو. هغه لیکلي: «اوس نه پوهېږم چې حالت به يې څنګه وي؟»

نوموړي زیاته کړه، چې خور یې د سرطان په ناروغۍ اخته ده، خو ډاکټرانو ته له رسېدو وروسته ورسره اړیکې پرې شوې او اوس یې له حاله بې‌خبر دی. هغه وویل، دوه نور ناروغان هم لري چې د هغوی د احوال اخیستلو اړتیا هره شېبه موجوده ده.

هغه همدارنګه ویلي: «ما د خپلې کورنۍ ټول ناروغان پر خدای سپارلي دي؛ که څوک مړ شي، کېدای شي زه پر وخت خبر نه شم — د خدای رضا به وي.»

هجرت‌الله اختیار څرګنده کړې، چې په هېواد کې د انټرنېټ پرې کېدل د خلکو او ادارو ترمنځ د اړیکو د پرې کېدو او د روغتیايي خدمتونو په ګډون د بېړنیو خدماتو د ځنډ لامل شوی دی.

هغه په ځانګړي ډول په دې ټینګار کړی، چې ډېرو کسانو ته د وخت په تناسب د طبي مرستو رسول اوس ستونزمن شوی دی.

هغه په خپلو څرګندونو کې د افغان کډوالو او هغو کسانو یادونه هم کړې، چې په امریکا، کاناډا او اروپا کې ژوند کوي او د طالبانو لپاره یې لابیګري کوله. هغه وایي، چې اوس به هغوی ته لږ څه لا روښانه شوې وي چې د وطن د سقوط او د حالاتو معنا څه ده.

د یادونې وړ ده، چې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله ګڼو خلکو، دولتي او غېر دولتي ادارو ته د اړیکو، بانکدارۍ او روغتیايي خدماتو په برخه کې ستونزې رامنځته شوې دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

له بهر څخه افغانستان ته په سیمکارتونو هم زنګ نه وهل کېږي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱
له بهر څخه افغانستان ته په سیمکارتونو هم زنګ نه وهل کېږي
100%

یوشمېر هغه کورنۍ چې له افغانستان څخه بهر اوسېږي، افغانستان انټرنشنل ته وايي چې له پرون راهیسې د انټرنیټ له بندېدو وروسته نه دي توانېدلي چې د سیمکارتونو له لارې هم له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي.

یو شمېر بهر مېشتې افغان کورنۍ وايي، له پرون راهیسې چې په افغانستان کې انټرنېټ بند شوی، له خپلو کورنیو بې خبره دي او ان د سیمکارتونو له لارې هم اړیکه نشي نیولی.

دوی وايي، دا هم لا روښانه نه ده چې په هېواد کې به دننه سیمکارتونه فعال وي چې یو له بل سره اړیکه ونیسي او که نه.

په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ رسنۍ بیا وايي، په هېواد کې انټرنېټي او «مخابراتي» خدمتونه بند شوي، خو لا هم واضیح نه ده چې موخه د مخابراتي خدمتونو له بندېدو څه ده، ایا د سیمکارتونو په وسیله هم د اړیکو نیول بند شوي او که څنګه؟

له دې سره سم، واشنګټن پوسټ بیا وايي چې په افغانستان کې له دوشنبې ورځې راهیسې د انټرنېټ له بندېدو سره له دولتي ادارو سربېره په هوايي ډګرونو کې هم سیستم ګډوډ شوی دی.

افلاین افغانستان؛ د یو ملت د ۲۵ اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو سقوط

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
افلاین افغانستان؛ د یو ملت د ۲۵ اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو سقوط
100%

انټرنېټ د نننۍ نړۍ د وینې د رګونو په څېر دی. کله چې دا رګ پرې شي، ټولنیز ژوند، اقتصاد، زده‌کړې او ان رواني وضعیت په ټپه درېږي. افغانستان چې له وړاندې د جګړې، سیاسي ناورین او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د نوري فایبر پرې کېدو له امله د یوې نوې بحراني څپې شاهد دی.

په لومړي نظر کې انټرنېټ یوازې د اړیکو وسیله ښکاري، خو د بندېدو اغېزې یې خورا ژورې او څو اړخیزې دي. د رسنیو له چوپتیا نیولې تر نړۍوالې انزوا پورې، د ژوند هره برخه په مستقیم ډول ټکنۍ شوې ده.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر نېږدې څلرویشت ساعته کېږي چې په ټول افغانستان کې انټرنېټ بند دی او د تېرو نېږدې شلو کلونو د اړیکو وسیلې، کاري وسایل، معلوماتي اسباب او اقتصادي اړیکې په ټپه ولاړې دي؛ خو طالبانو په دې اړه تر اوسه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.

۱. رسنۍ – د چوپتیا ناورین

د خبریالۍ بنسټ د انټرنېټ پر سرعت ولاړ دی. کله چې دا لاره بنده شي، خبري ادارې نه شي کولای پر وخت راپور خپور کړي.

دا مهال په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلویزون څخه نیولې تر ټولو خصوصي رسنیو پورې ډیجیټلي خپرونې ځنډول شوي او معلوماتو ته پر وخت لاسرسی نه کېږي.

یو شمېر رسنۍ چې په بهر کې د خپرونو امکانات لري، په ابتدايي بڼه یې خپلې انټرنېټي خپرونې پیل کړي دي، خو خلک معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

۲. زده‌کړې – تړلې دروازې

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته ګڼو نجونو بهرنیو انلاین کورسونو او پوهنتونونو ته مخه کړې وه، چې د انټرنېټ له بندیز وروسته محصلین له نړۍوالو کورسونو او انلاین صنفونو بې‌برخې شول. د نجونو لپاره هغه یوازینۍ لاره چې د کور څخه به یې زده‌کړې کولې، په بشپړه توګه وتړل شوه.

دغې چارې زرګونه نجونې او هلکان د زده کړو له ځنډ سره مخ کړي دي.

۳. بورسونه – له راتلونکي بې‌برخې کېدل

ډېری افغان محصلین د بهرنیو بورسونو غوښتنلیکونه انلاین لېږي. د انټرنېټ بندېدل د هغوی د ژوند پلانونه له منځه وړي.

دا مهال هېڅ افغان زده کوونکی نه شي کولی، چې له خپل اړوند پوهنتون سره اړیکې ونیسي، د خپل سکالرشیپ په اړه پوښتنه وکړي او یا هم د پوهنتون پیغام تر لاسه کړي.

۴. اقتصاد – د سوداګرۍ سقوط

د افغانستان د ګمرکاتو سیستم د اسکوډا پر بنسټ تنظیمېده چې د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته په ټپه ودرېد. د افغانستان د سوداګرۍ خونې اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په بشپړ ډول پرې شوې دي.

ګڼ سوداګر په انفرادي ډول له خپلې سوداګرۍ او اموالو ناخبره دي. انلاین پلورنځي چې ورو - ورو رواجېدل، فلج شول.

د مالیې وزارت ډیجیټلي اړیکې له بانکونو او اړوند ګمرکاتو او مستوفیتونو سره په بشپړ ډول پرې شوي، چې دا چاره پراخ فساد ته زمینه برابروي.

100%

۵. بانکي خدمتونه – د پېسو د انتقال ځنډ

د انټرنېټ له بندیز سره انلاین بانکي تادیات او د موبایل بانکي خدمتونه بند شول. خلک د ساده حوالې لپاره هم حضوري بانکونو ته ځي، چې د اوږدو لیکو سبب ګرځي.

همدا راز له بهره په ویسټرن یونین او منيګرام د پېسو انتقال ستونزمن شوی دی.

۶. صرافان – له نړۍوال بازاره بې‌خبري

صرافان چې د اسعارو د تازه نرخونو لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري، په تیاره کې پاتې دي. دا د اسعارو په مصنوعي لوړوالي او ټیټوالي کې رول لري.

دا مهال د کابل د شهزاده سرای صرافان په وېره کې دي، ځکه له نړۍواله بازاره بې خبره دي او د اسعارو په اړه له معلوماتو پرته تبادله ښايي پانګې ته زیان ورسوي.

۷. کورنۍ اړیکې – د کورنۍ له غړو بې خبري

افغانستان له لسګونو کلونو را په دېخوا د پراخو کډوالیو شاهد دی او میلیونونه وګړي دا مهال له افغانستان څخه بهر دي، چې له خپلو کورنیو سره اړیکه نه شي نیولی.

دا چاره له رواني او اقتصادي اړخه زیان پېښوونکې ده. د کورنیو غړي نه شي کولی چې خپلو کورنیو ته پېسې ولېږي او یا هم د پېسو د لېږد معلومات ورکړي.

۸. روغتیا – د مرستندویه ادارو او ټېلې‌مدیسن سقوط

د افغانستان روغتیايي سیستم د نړۍوال روغتیايي پروګرام په مرسته تنظیمېږي او ۹۹ سلنه روغتونونه د موسساتو له خوا کنټرولېږي، چې د انټرنېټ په نه موجودیت کې د اړیکو، اداري خدماتو او معلوماتو د انتقال له خنډ سره مخ دي.

همداراز په وروستیو کې په افغانستان کې ټیلي میډیسن هم مخ پر ودې و، چې یو شمېر بهرنیو ډاکترانو به په افغانستان کې دننه د ټیلي میډیسن پروګرام له لارې د ناروغانو درملنه کوله؛ خو اوس ډاکتران نور نشي کولای چې په افغانستان کې ناروغانو ته انلاین مشورې ورکړي.

۹. بېړني خدمات – سست غبرګون

د ګڼو مرستندویه موسساتو له لوري د امبولانس خدمات ډیجیټل شوي وو او دې چارې د زیان پر وخت د چټک غبرګون سرعت زیات کړی و. دا مهال امبولانسونه او د اور وژنې خدمتونه د همغږۍ لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري. د انټرنېټ د بندېدو له امله ځنډ د خلکو د ژوند د ضایع کېدو لامل کېږي.

۱۰. بشري مرستې – بندې شوې لارې

د افغانستان نېږدې ۳۰ سلنه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ټول نړۍوال سازمانونه او مرستندویه ادارې خپلې چارې د انټرنېټ پر مټ سمبالوي، خو که انټرنېټ همدا ډول بند وي نو د بشري مرستو بهیر په ټپه درېږي.

دا مهال په افغانستان کې د ټولو بشري ادارو چارې په ټپه درېدلې دي، نړۍوال سازمانونه لکه د سرې میاشتې ټولنه یا یونېسف د پروژو همغږي نه شي کولی او د مرستو وېش ټکنی شوی.

۱۱. کرنه – له موسم او بازاره بې خبري

د افغانستان په کرنیزو برخو کې هم ګڼې موسسې او شرکتونه کار کوي، چې چارې یې ډیجیټل او پر انټرنېټ ولاړې دي. مسلکي اشخاص د هوا د حالاتو، بارانونو او کرنیزو بازارونو تازه خبرونه نه شي ترلاسه کولی.

۱۲. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي – بې کاري

په افغانستان کې سلګونو ځوانانو خپل ورځنی عاید له یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنیو څخه تر لاسه کاوه، چې د انټرنېټ له بندیز وروسته دغو ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

دې چارې نه یوازې په داخلي لیدونکو تاثیر کړی، بلکې له هېواده بهر افغانان هم نه شي کولی چې د افغان یوټیوبرانو نوي پروګرامونه پر یوټیوب یا نورو ټولینزو رسنیو وڅاري.

۱۳. معلومات – د علمي تبادلې بندېدل

د انټرنېټ له بندیز سره دا مهال په افغانستان دننه هېڅوک نه شي کولی چې نویو څېړنو، علمي بحثونو او په نړۍ کې له تازه علمي بدلونونو څخه خبر شي.

همداراز څېړنیزې چارې ټکنۍ شوې دي، ځکه چې څېړونکي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.

۱۴. ښوونیزې خپرونې – چوپ چاپېریال

وېبنارونه، انلاین کنفرانسونه، د نجونو د ښوونځي پر لیکه ویډیوګانې او د ښوونې پروګرامونه په بشپړ ډول درېدلي دي.

یو شمېر رسنیو د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته ځینې انلاین کورسونه جوړ کړل چې پېغلو او ځوانانو ترې ګټه پورته کوله، خو د انټرنېټ له بندیز سره دا چارې هم سقوط شوې.

۱۵. ټرانسپورټ – د اپلیکیشنونو سقوط

په افغانستان کې د ټېکسي انلاین خدمات او کورونو ته د توکو د لېږد پر لیکه بازار په ابتدايي بڼه تجربه کاوه، چې د انټرنېټ له بندیز سره دا چارې هم په ټپه ودرېدلې.

انلاین ټکسي خدمتونه لکه "راید" یا "هادي ټکسي" نور کار نه کوي. خلک بېرته د سړک پر سر اوږدو انتظارونو ته اړ دي.

۱۶. هوایي چلند – ټکټونه یوازې حضوري

په افغانستان کې د انټرنېټ له پراختیا سره خلکو کولی شول، چې په انلاین ډول د مسافرت ټېکټ واخلي او د پروازونو په تړاو معلومات تر لاسه کړي، خو د انټرنېټ له بندیز سره مسافر د انلاین ټېکټ اخیستو پر ځای باید حضوري د ټېکټ ایجنټانو ته مراجعه وکړي، خو د ټېکټ اجنټان هم انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، نو خلک مجبور دي چې یوازې د اریانا او کام ایر شرکتونو استازولیو ته مراجعه وکړي، چې له امله یې د ټېکټ اخیستو بهیر ستونزمن شوی دی.

۱۷. سفر – نړۍوالې الوتنې بې‌خبره

د کابل پر هوايي ډګر ګڼې نړۍوالې الوتنې لغوه شوي، خلک نه شي کولی چې له خپل بهرني سفر څخه بشپړ معلومات تر لاسه کړي، همداراز مسافر نه پوهېږي چې الوتنې ځنډېدلې دي او که نه.

د بهرنیو الوتکو ټېکټ اخیستو ته لاسرسي محدوده شوې ده او د بهرنیو الوتکو راتګ هم ځنډېدلی دی.

۱۸. استخدام – د انلاین دندو سقوط

په وروستیو کلونو کې ګڼو ځوانانو انلاین دندې پیل کړې وې، چې ځینو یې له بهرنیو موسساتو او ځینو له کورنیو شرکتونو سره کار کاوه، چې د انټرنېټ بندیز دا چاره هم په ټپه درولې ده او زرګونه ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

همدارنګه یو شمېر ځوانانو چې انلاین به یې دندې ته اپلای کوله، نور دا چانس نه لري.

۱۹. مرستندویه ټولنې – په راپور ورکونه کې ګډوډي

ګڼ مرستندویه سازمانونه خپلو نړۍوالو تمویلوونکو ته راپورونه نه شي لېږلی. د مرستو له بهیره څار سخت شوی. تصمیم نیونه او راپورو ورکونه هم د انټرنېټ پر مټ کېده چې دا وړتیا هم له لاسه وتلې ده.

۲۰. ډیپلوماتیکې اړیکې – پرې شوې لیکې

په افغانستان کې مېشت سفارتونه له خپلو مرکزونو سره انلاین اړیکه نه لري. همدارنګه یو شمېر سفارتونو لکه پاکستان د وېزې خدمات د انټرنېټ د نه موجودیت له امله په ټپه ودرول.

د طالبانو او هغو سفارتونو چې د دوی تر کنټرول لاندې دي اړیکې پرې شوې دي، دوی یوازې د ټلیفون له لارې کولی شي اړیکه وکړي چې مصارف یې لوړ او کیفیت یې کم دی.

۲۱. حقوقي او معلوماتي خدمات – بندې مشورې

د افغانستان هغه خلک چې په بهرنیو هېوادونو کې حقوقي او د کډوالۍ قضیه لري، نه شي کولی چې له خپلو اړونده ادارو او وکیلانو سره اړیکه وکړي.

همدارنګه هغه شرکتونه او موسسې چې له بهرنیو حقوقي ادارو سره کار کوي بې اړیکې شوې دي.

۲۲. تخنیکي سکټور – د ای ټي متخصصین بې کاره شول

په افغانستان کې ګڼ کورني او بهرني د IT شرکتونو فعالیت لاره چې دا مهال نشي کولای له خپلو نړۍوالو مشتریانو سره اړیکه وساتي.

دې چارې د ای ټي سکټور له سقوط سره مخ کړی او هېڅ ډول کاري ساحه یې پر مخ نه ده پاتې.

۲۳. رواني فشار – خپګان او یوازېتوب

د اړیکو پرې کېدل خلک په ژور خپګان کې اچوي. د بېلګې په توګه یوه مور چې له بهر مېشتي زوی سره خبرې نه شي کولی دا د اندېښنې او ژور خپګان ښکاره بېلګه ده.

همداراز د افغانستان خلک دا مهال داخلي اړیکې هم یوازې د موبایل له لارې تنظیمولی شي او نه شي کولی چې تصویري خبرې وکړي.

۲۴. نړۍوال حضور – خاموش افغانستان

افغانستان دا مهال د نړۍوالې ډیجیټلي نقشې څخه ورک شوی. هېڅ غږ او هېڅ خبر ترې په نړۍوال سټیج د راوتلو جوګه نه دی.

د افغانستان د خلکو پر اړتیا، لوږې او روان کړکېچ د نړۍ نور خلک نه شي خبرېدلی، چې له امله یې خلک به ګڼو ستونزو سره مخ کېدونکي دي.

۲۵. د خلکو ورځنی ژوند – له نړۍ سره شلېدلی اتصال

دا مهال په افعانستان کې د ژوند تر ټولو ابتدایي مسایل هم له ځنډ او خنډ سره مخ دي او د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو اړیکه له نړۍ سره شلېدلې ده.

دا چاره په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې لوی او نه جبرانېدونکی تاوان لري، چې له امله راپېښېدونکی زیان د ژورې اندېښنې وړ دی.

انټرنېټ یوازې یو تخنیکي خدمت نه دی، بلکې د ټولنې د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره بنسټیزه اړتیا ده. د دې پرې کېدل د افغانستان خلک له نړۍ جلا کړي او د هېواد پر راتلونکي یې توره پرده غوړولې ده.

کارپوهان ټینګار کوي، چې بدیلې لارې لکه د سټلايټ انټرنېټ (Starlink)، د سیمه‌ییزو راډیويي شبکو پراختیا او د نړۍوالو فشارونو راوړل باید د حل برخه وي، څو افغانستان د ډیجیټلي تیارو له دې اوږده شپې ووځي.

د افغانستان د سیاسي او کونسلي استازولیو همغږۍ شورا د انټرنېټ پرې کېدل وغندل

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱
د افغانستان د سیاسي او کونسلي استازولیو همغږۍ شورا د انټرنېټ پرې کېدل وغندل
100%

په اسټرالیا کې د افغانستان د سیاسي او کونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له خوا په ټول افغانستان کې د انټرنېټ پرې کېدل غندلي دي.

دغه شورا وايي، د انټرنېت دپرې کېدو له امله میلیونونه افغانان، په ځانګړي توګه ښځې او ځوانان، له نړیوالې ټولنې جلا شوي، زده کړې او د ژوند عادي فعالیتونه یې اغېزمن شوي او د اړیکو، زده کړې او هیلو وروستۍ لار یې له لاسه ورکړې.

شورا زیاتوي چې افغانستان د ۲۱مې پېړۍ یوازینی هېواد دی چې انټرنیټ پکې پرې دی.

د دغې شورا په وینا، دا اقدام د بیان د ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي او په فرهنګي او تعلیمي ‌‌ډګر کې د ګډون حقونو خلاف دی.

شورا دا د افغانانو لپاره ټولیزه سزا، د نړیوالو بشري اصولو سرغړونه او د انسان پر کرامت او ازادۍ مستقیم برید ګڼلی.

شورا له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د طالبانو دغه محدودیتونه وغندي، هغوی د دې سرغړونو لپاره مسوول وګرځوي او معلوماتو ته د لاسرسي او اړیکو په برخه کې د افغانانو د حق ملاتړ وکړي.

شورا زیاته کړې: «په دې برخه کې بیړني اقدامات باید ترسره شي څو افغانستان له نړۍ سره وصل شي او ډاډ ترلاسه شي چې طالبان نه شي کولای د یوه ملت غږ چې لا دمخه ستر کړاوونه زغمي، غلی کړي.»

د انټرنېټ پرې کېدو د یو شمېر تحصیلي مرکزونو د انلاین زده کړو فعالیتنونه وځنډول

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۶ GMT+۱
د انټرنېټ پرې کېدو د یو شمېر تحصیلي مرکزونو د انلاین زده کړو فعالیتنونه وځنډول
100%

پر انټرنېټ د طالبانو د بندیز له امله د افغانستان د تحصیلي مرکزونو د انلاین زده کړو سیسټمونه اغیزمن شوي او خدمات یې قطع شوي دی. روشن انلاین پوهنتون خبر ور کړی، چې د زده‌کړې د کیفیت او د تدریس او روزنې په بهیر کې د هر ډول ځنډ او نیمګړتیا د مخنیوي په موخه یې خپل فعالیت ځنډولی.

دغه پوهنتون د سې شنبې په ورځ په یوه خبرتیا کې ویلي تر هغه چې په ټول هېواد کې انټرنېټي خدمات خپل عادي حالت ته نه وي ګرځېدلي، د پوهنتون خدمات به ځنډیدلي وي.

پوهنتون په خپلې خبرتیا کې دا هم ویلي، چې د شرایطو له ښه کېدو او د انټرنېټ د خدمتونو له بېرته عادي کېدو سره سم به د پوهنتون له رسمي لارو د زده‌کړو فعالیتونو د بیا پیلېدو په اړه رسمي خبرپاڼه خپره کړي.

پر دې سربېره د ګڼو نورو هغو پوهنتونو او د زده کړو د مرکزونو خدمات هم بند شوي، چې په انلاین ډول ترسره کېدل.

افغانستان روشن پوهنتون په افغانستان کې لومړنی انلاین پوهنتون دی چې له ۱،۵۰۰ څخه ډېرو محصلانو ته وړیا زده کړه ورکوي.

یوناما پر طالبانو غږ کړی چې انټرنېټ سملاسي بېرته فعال کړي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۷ GMT+۱
یوناما پر طالبانو غږ کړی چې انټرنېټ سملاسي بېرته فعال کړي
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلی، چې طالبان باید سملاسي انټرنېټ او مخابراتي خدمات بشپړ فعال کړي. یوناما خبرداری ورکړی، چې د انټرنېټ پرې کیدل ډېرې بدې پایلې لرلی شي.

په افغاستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ نن سې شنبه د (تلې ۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د انټرنېټ بندیدل افغانستان تقریبا په بشپړ ډول له بهرنۍ نړۍ څخه پرې کړی او دا عمل خلکو ته جدي زیان رسوي او اقتصادي ثبات ګواښي.

یوناما خبرداری ورکړی، چې د انټرنېټ بندیدل پراخې بدې پایلې لري؛ د بانکدارۍ او مالي سیسټم ګډوډولو او روغتیا او تعلیمي خدماتو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي محدودولو څخه نیولې تر کورنیو ته د پیسو لېږلو بهیر پورې هرڅه ستونزمنوي او د هوايي چلند سکتور او بیړني خدمات اغیزمنوي.

یوناما زیاته کړې، چې دې چارې د بیان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی هم په جدي ډول محدود کړی دی.

یوناما وايي، انټرنېټ داسې مهال قطع کیږي، چې د افغانستان ختیځ د سختو زلزلو شاهد دی او له نیمایي ډیر قربانیان یې ښځې او نجونې دي. سربېره پردې، له ګاونډیو هېوادونو په ستره کچه افغان کډوال هېواد ته ستنیږي.

د یوناما په وینا، په داسې شرایطو کې مخابراتي خدماتو ته د لاسرسي قطع کول د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

یوناما ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له حکم سره سم، د افغانانو د ملاتړ لپاره د طالبانو له چارواکو سره په تماس کې پاتې کیږي.