په افغانستان کې د انټرنېټ له پرې کېدو دوه ورځې وروسته یوه طالب چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط واشنګټن پوسټ ته ویلي، دغې پرېکړې د طالبانو واکمنۍ او اقتصاد ته سخت تاوان رسولی او په وینا یې، «هر څه اوس له رکود سره مخ دي.»
دغې ورځپاڼې د سېشنبې په ورځ (د تلې ۸مه) د یاد طالب چارواکي له قوله ولیکل: «منځلاري طالبان د کندهار د دغې پرېکړې مخالف و او د دغې چارې په عملي کېدو سره د دوی تر منځ سیاسي سیالیو ته زمینه برابره کړې ده.»
په افغانستان کې د انټرنېټي خدمتونو په بندېدو سره دولتي او خصوصي خدماتي چارې ټکنۍ شوې دي. کاماېر هوايي شرکت د اریانا افغان هوايي شرکت له اعلان یوه ورځ وروسته وویل، تر بلې خبرتیا به هېڅ ډول الوتنه ونهلري. دا په دې معنا ده، چې هېڅوک به افغانستان ته د هوا له لارې تګ راتګ ونشي کولای.
یاد طالب چارواکي واشنګټن پوسټ ته زیاته کړې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویزې ورکړې بهیر درولی او د دولتي ادارو تر منځ هېڅ ډول برېښنايي مکتوبونه نه تبادله کېږي.
د افغانستان دولتي ادارو په تېرو شلو کلونو کې په پراخه کچه له انټرنېټ سره وصل ټېکنالوژۍ څخه استفاده کړې، خو اوس د افغانستان په کرښو او پولو کې د کډوالو څانګې په ګډون ځينې ادارې خپلې اداري چارې په قلمي بڼه پرمخ وړي.
د دغه طالب چارواکي په وینا، د انټرنېټ پرېکون هم پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.
واشنګټن پوسټ د سرچینو له قوله لیکلي، تمه دا ده چې په قسمي ډول انټرنېټ بیا وصل شي، خو سرعت به یې ډېر ټيټ وي.
بهر مېشتو یو شمېر افغانانو د انټرنېټ پر پرې کېدو سختې نیوکې کړي او افغانستان انټرنشنل ته یې ویلي، په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره اړیکې نهشي نیولی. په ایران کې یو شمېر افغان کارګرو بیا ویلي، خپلو کورنیو ته چې له مالي اړخه پر دوی تکیه و، پیسې نهشي لېږلی، ځکه د انټرنېټ په نشتوالي سره د بانکولۍ سیستم او د افغانستان د اسعارو بازار تعطیل شوی دی.
شنونکي بیا وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره انټرنېټ پرې کړی، خو دغې چارې بیا له دغې ډلې د عمومي نارضایتۍ کچه لوړه کړې ده.
طالبانو لا تر اوسه د سراسري انټرنېټ د پرې کولو د دلیل په اړه په مشخصه توګه څه نهدي ویلي.