طالبان وایي، د ښځو حقونو اړوند ۳۰قضیې یې حل کړې دي

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې تېره اونۍ د ښځو د مهر، جبري نکاح د مخېنوي او بېلابېلو برخو کې ۳۰قضیو ته رسېدنه کړې ده. دغه وزارت همداراز د ۶ کوډګرو د نیولو او ۱۸ شخصي دښمنیو د ختمېدو یادونه هم کړې ده.