• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هندي رسنۍ: افغانستان ته د سټارلېنک انټرنېټ دستګاوو قاچاق ډېر شوی

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۲ GMT+۱

هندي «سي‌اېن‌اېن-نیوز۱۸» رسنۍ، د هند استخباراتي سرچینو له قوله راپور ورکړې، چې په دې وروستیو کې د سټارلېنک انټرنېټې دستګاوو قاچاق افغانستان ته ډیر شوی، او زیاتوي چې د دې دستګاوو قاچاق د نشه یي توګو په اندازه ګټه وټه لري.

د دغه هندي سرچینې په وینا، هغه پټې لارې چې پخوا به د تریاکو د لېږدونې لپاره کارول کېدې اوس د سټارلېنګ دستګاوو د قاچاق لپاره کارول کېږي.

«سي این این – نیوز۱۸» حقاني شبکې ته د نږدې سرچینو له قوله وايي، چې د سټارلېنک سپوږمکۍ انټرنېټي سیستم له ډېرې مودې راهیسې طالبانو، غیر دولتي سازمانونو، رسنیو او شتمنو افغانانو ته «د اعتبار وړ» سیستم ګڼل کېږي.

افغانستان لا تر دې مهاله د سټارلېنک خدماتي پوښښ لاندې نه دی او دغه دستګا باید په یوه مجاز هېواد کې فعال شي او بیا افغانستان ته په لېږدولو سره کار کوي.

د دغې هندۍ خبري شبکې د راپور له‌مخې د سټارلېنک دستګاوې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته قاچاق کېږي او په تور بازار کې یې بیه تر ۱۳۴ زره افغانیو (شاوخوا ۲ زره ډالرو) رسېدلې ده.

طالبانو له کوم دلیل پرته د تېرې اونۍ له ۲شنبې تر ۴شنبې چې شاوخوا ۴۸ ساعته کېږي په ټول افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي شبکې قطع کړې وې او ورسره داخلي او بهرنۍ اړیکې پرې او همداراز اقتصادي او اداري سیستمونه په ټپه ودرېدل.

په راپور کې راغلي، د طالبانو ځينې نظامي قطعې د جنګي چارو او له نړۍ سره د اړیکو لپاره له سټارلېنګ دستګاوو استفاده کوي.

په راپور کې ویل شوي، د سټارلېنګ له دستګاوو د استفادې په برخه کې هبت‌الله ته د نږدې طالبانو او حقاني ډلې تر منځ معنا لرونکی درز هم رامنځته شوی دی.

دغې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، د عادي طالب جنګیالیو برعکس ډېری طالب چارواکي دشپې لخوا «د کرېکټ سیالیو د نندارې» لپاره له سټارلېنګ دستګاو استفاده کوي.

خو په دغه راپور کې دا نه ده واضح شوې چې له سټارلېنک استفاده په افغانستان کې د انټرنېټ له بندېدو وروسته رواج شوې او که طالب چارواکو له پخوا راهیسې د انټرنېټ لپاره له همدې وسیلې استفاده کوله.

د یو شمېر افغانانو په وینا، طالبان د ژوند په هره برخه کې د نجونو له زده کړو نیولې بیا تر انټرنېټ پورې ځانونو ته اسانتیاوې برابروي، خو عام ولس بیا له کوم دلیل پرته له دغو اسانتیاو بې برخې کوي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۴

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۵

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي