• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نجیب‌الله علي‌خېل: پاکستان د نویو سناریوګانو په لټه کې دی

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۵ GMT+۱

هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ۸ ورځني سفر په درشل کې په پاکستان د تېر جمهوري نظام افغان سفیر نجیب‌الله ‌علي‌خېل وايي، د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې تل د هند فکتور موجود و او د ځینو تحرکاتو له‌مخې ښايي پاکستان د نویو سناریوګانو په لټه کې وي.

نجیب‌الله علي‌خېل د جمعې په ورځ (د تلې ۱۱مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې تل د هند فکتور و او په وینا یې اسلام اباد په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال هم له نوي ډيلي سره د کابل اړیکو ته د شک په سترګه کتل.

علي‌خېل همداراز په ډاګه کړې، چې د هند او طالبانو له تګ راتګه پاکستان سخت ناراضه دی او ورسره د بې باورۍ فضا زور اخیستی او همداراز زیاتوي، «د ځينو تحرکاتو پر اساس، ښايي دغه هېواد [پاکستان] د نویو سناریوو په لټه کې وي.»

هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له کېدونکي سفر مخکې پاکستان هم غوښتل چې متقي اسلام اباد ته وبولي، خو له امنیت شورا یې ورته د سفر معافیت وانه خیستلای شوای، مګر هند پر دغې چارې بریالی شو او امیرخان متقي به د راروانې اونۍ په پای کې د روسیې له سفر وروسته (د اکټوبر پر ۹مه) نوي ډیلي ته سفر وکړي.

هند د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر لپاره چمتووالی نیسي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستال ضیا احمد تکل ویلي، چې متقي به هند ته د خپل سفر پر مهال له هندي چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو، سوداګریزو مبادلاتو، د وچې مېوې د صادراتو، په روغتیايي برخو کې د اسانتیاوو د برابرولو، کونسلګریزو خدمتونو او بندرونو پر موضوعاتو خبرې وکړي، خو د متقي د سفر د نېټې په اړه یې څه نه دي ویلي.

هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د سفر پنځه اصلي موخې | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، ویل کېږي امیرخان متقي به په دې ۸ ورځني سفر کې هڅې وکړي چې په دواړو هېوادونو کې ډيپلوماټيکې استازولۍ بیا فعالې شي، له هند سره سیاسي اړیکې پیاوړې شي په داسې حال کې چې له پاکستان سره اړیکې ترینګلې دي، د چابهار بندر او ترازیتي لارو او د بشري مرستو د راجلبولو په تړاو خبرې وکړي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل