دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان او هند اړیکې لا هم په رسمي ډول بیا تعریف شوې نه دي، خو د امنیت شورا معافیت او د نوي ډیلي له لوري د دې لیدنې منل، دا نښه ورکوي چې دواړه خواوې غواړي اړیکې له تخنیکي تعامل څخه تر سیاسي او اقتصادي خبرو اترو پورې وغځوي.
د طالبانو لپاره دا سفر یوه موقع ده څو یو لړ مشخص هدفونه تعقیب کړي؛ هغه هدفونه چې د سیاست، اقتصاد او سیمهییزې بقا ګډه مجموعه ده.
۱. د ډېپلوماټیکو استازولیو فعالول
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لپاره ښايي هېڅ موضوع تر دې مهمه نه وي چې د افغانستان ډېپلوماټیک استازولۍ فعاله کړي او یا خپل ډېپلوماټان په بهر کې ځای پر ځای کړي.
د افغانستان سفارت په نوي ډیلي کې د ۲۰۲۳ کال له سیاسي او مالي بحران وروسته وتړل شو او له هغه مهاله یوازې محدود کونسلي خدمات وړاندې کوي.
طالبان په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې خپل استازي په دې سفارت او همدارنګه د ممبۍ او حیدراباد په قونسلیګریو کې وګماري، خو هند تر اوسه له دې سره په احتیاط چلند کړی دی.
ټاکل شوې ده چې امیرخان متقي په دې سفر کې په ځانګړي ډول پر همدې موضوع فشار راوړي.
طالبان د ډېپلوماټیکو استازولیو د کنټرول کولو ستراتیژي په خورا لېوالتیا تعقیبوي او کله چې له کوم هېواد سره په دې برخه کې توافق وکړي، هغه د یوې لویې سیاسي لاسته راوړنې په توګه تبلیغوي.
متقي غواړي چې له هند سره د ډېپلوماټیکو اړیکو هر ډول پرمختګ د خپل بریالیتوب په توګه وړاندې کړي.
۲. هند سره د سیاسي اړیکو پیاوړتیا په داسې حال کې چې د پاکستان سره اړیکې ترینګلې دي
د کابل او اسلاماباد ترمنځ تاوتریخوالی چې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو له لومړي کال وروسته پیل شوی و، په وروستیو میاشتو کې لا پسې زیات شوی دی.
څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف څرګنده کړه چې طالبان باید یا د پاکستان د دولت ملاتړ وکړي او یا له تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) سره دې ودریږي.
دا ترینګلتیا تر سږني کال پورې د بمباریو او سرحدي نښتو کچې ته ورسېده.
ټيټيپي چې اسلاماباد طالبان د هغې په ملاتړ تورنوي، په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې څو خونړي بریدونه ترسره کړي دي.
د پاکستان باور دا دی چې دغه ډله د طالبانو له ملاتړ پرته د دې وړتیا نه لري.
متقي احتمالا هڅه کوي له دې تاریخي رقابت څخه د طالبانو په ګټه کار واخلي.
له یوې خوا غواړي د هند سره د نږدې کېدو له لارې د نوې همکارۍ دروازه پرانیزي او له بلې خوا پاکستان ته دا پیغام ورکړي چې طالبان په سیمه کې بدیلې لارې هم لري.
البته، هند هم په دې شرایطو کې له طالبانو سره امنیتي تعامل ښکاره کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام میسري د ۲۰۲۵ د جنورۍ په اتمه په دوبۍ کې له متقي سره ولیدل او د همدې کال د مې میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر هم ورسره مستقیمې خبرې وکړې.
تمه ده چې نوی ډیلي د راتلونکي سفر پر مهال د «افغانستان له خاورې د هند پر ضد د نه استفادې» موضوع په تفصیل سره مطرح کړي.
د طالبانو لپاره دا فرصت دی چې د پاکستان څخه خپلواکي د یو سیاسي کارت په توګه د هند مخې ته کېږدي؛ داسې کارت چې کولای شي د دوی د سیمهییزو مانورونو وړتیا نوره هم زیاته کړي.
درېیم: د افغانستان په اړه د بیجینګ د انحصار مخنیوی
چین په سپټمبر ۲۰۲۳ کې لومړی هېواد و چې په کابل کې یې نوی سفیر وګماره او څو میاشتې وروسته طالبانو اعلان وکړ چې د دوی سفیر په بیجینګ کې هم منل شوی دی.
په جنورۍ ۲۰۲۵ کې د «ډېپلوماټ» خپرونې راپور ورکړ چې هند د دوبۍ له مذاکراتو وروسته د طالبانو سره خپل تماسونه لوړ کړي څو د سیمهییز رقابت په ډګر کې له چین وروسته پاتې نه شي.
دا اندېښنه هغه مهال جدي شوه چې د ۲۰۲۵ د اګست په میاشت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ولاړ او د کانونو د پروژو او د «یو کمربند-یو سړک» نوښت په اړه یې خبرې وکړې.
اوس ښکاره ده چې د افغانستان کاني سرچینې، په ځانګړي ډول لیتیم او مس، د سیمې د جیو-اقتصادي سیالیو اصلي محور ګرځېدلي دي.
د تېرو کلونو قراردادونه هم د همدې بهیر څرګندونه کوي؛ له «امو دریا» د تېلو تړون سره د ۲۰۲۳ په جنورۍ کې د چینایي شرکتونو پیل تر دې پورې چې د طالبانو د کانونو وزارت څو نور قراردادونه هم اعلان کړي.
د طالبانو لپاره دغه سرچینې د بقا او مالي ثبات لپاره اړینه وسیله ده، خو د هند لپاره له لوبې بهر پاتې کېدل د ستراتیژیک سیال لپاره د ډګر خالي کول دي.
د ډيلي له نظره، له طالبانو سره د خبرو د کانال پرانېستل اقتصادي اړخ هم لري څو د افغانستان په اړه چین په یوازیني لوبغاړي بدل نه شي.
طالبان هم ښایي دې پایلې ته رسېدلي وي چې هند هم ورته لوی بازار، بنسټیزې پانګونې او هم د چین او پاکستان پر وړاندې بدیله لاره برابره کړي.
څلورم: د چابهار بندر او ترانزیټي لارو په اړه خبرې
چابهار د هند لپاره یو حیاتي مسیر دی؛ هغه لاره چې پرته له پاکستانه افغانستان له منځنۍ اسیا سره نښلوي، خو د امریکا پرېکړې چې د ۲۰۲۵ په سپټمبر کې یې د چابهار بندر اړوند معافیتونه لغوه کړل، دا مسیر له جدي خطر سره مخ کړی.
د نویو بندیزونو له امله بانکونه او بیمهيي شرکتونه ډېر احتیاطي شوي او هره راکړه ورکړه یا د بار لېږد ستونزمن شوی دی.
طالبان غواړي په ډيلي کې د متقي د سفر پر مهال پوه شي چې هند څنګه کولای شي د دې فشارونو سره-سره دا دهلېز فعال وساتي.
څو ورځې مخکې له دې بندیزونو، هند درې کانتینره مرسته د چابهار له لارې کابل ته واستوله.
دا کار د هند په اقتصادي رسنیو کې د «معناداره وخت ټاکنه» په نوم یاد شو او څرګنده شوه چې نوې ډیلي لا هم د دې لارې پر دوام ټینګار لري.
هند چابهار د منځنۍ اسیا سره د نښلېدو د خپلې ستراتېژۍ یوه برخه ګڼي.
که دا مسیر محدود یا تړل کېږي، د لوبې ډګر به ډېر په چین پورې محدود پاتې شي.
له همدې کبله، د بیمې، او د پیسو د لېږد تخنیکي بحثونه په دې سفر کې د سیاسي څرګندونو په اندازه مهم دي.
تمه کېږي دواړه لوري لږ تر لږه د دې دهلېز د ساتلو لپاره یوه منځګړي توافق ته ورسېږي، څو مرسته او د غیرحساسو توکو سوداګري ترې روانه پاتې شي.
که دا کار ونه شي، طالبان به د بدیلو ځمکنۍ لارو کارولو ته اړ شي، چې دا به هم د کابل لګښتونه لوړ کړي او هم د هند اغېز محدود کړي.
پنځم: د بشري مرستو جلبول
طالبان د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا هم پر بهرنۍ مرستې تکیه لري.
له ۲۰۲۱ کال د کابل تر سقوط وروسته، هند له هغو لږو هېوادونو څخه و چې که څه هم یې طالبان په رسمي ډول ونه پېژندل، خو د بشري مرستو لاره یې پرانستې وساتله، دغه مرسته د جمهوري نظام د وخت په کچه نه وه.
هند د «له پیژندنې پرته مرستې» په پالیسۍ سره هڅه کړې چې په افغانستان کې خپل ټولنیز او سیاسي نفوذ وساتي.
په دې سفر کې به متقي بې له شکه هڅه وکړي چې نوې ډیلي دې ته قانع کړي چې مرسته یې مستقیم خلکو ته رسېږي او ټولنیز اغېز لري.
تمه ده، د متقي دا سفر هند دې ته وهڅوي چې په سیمه کې د افغانستان لپاره د مرستندویانو له سترو ملاتړ کوونکو څخه یو پاتې شي.