ایران افغانستان او پاکستان ته د برېښنا صادرات بیرته پیل کړل

د ایران د برېښنا د تولید، لېږد او وېش شرکت (توانیر) عمومي رییس وویل چې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا صادرات د کورنیو اړتیاوو له کمېدو وروسته بېرته پيل شوي دي.
د ایران د برېښنا د تولید، لېږد او وېش شرکت (توانیر) عمومي رییس وویل چې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا صادرات د کورنیو اړتیاوو له کمېدو وروسته بېرته پيل شوي دي.
د توانیر عمومي رییس مصطفی رجبي مشهدي د جمعې په ورځ ایرنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې اوس مهال افغانستان او پاکستان ته ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا لېږدول کېږي، په داسې حال کې چې ایران له ارمنستان او ترکمنستان څخه شاوخوا ۴۵۰ مېګاواټه برېښنا واردوي.
د نوموړي په وینا، د صادراتو کچه همدومره پاتې کېږي، مګر که د ګاونډیو هېوادونو سره په فوري معاملو کې ځانګړې اړتیا رامنځته شي، نو بدلون به راشي.
هغه زیاته کړه: دا مهال کومه ځانګړې طرحه په لاس کې نه شته.
د ایرنا د راپور له مخې، د همدې کال د وږي په شپږمه نېټه د توانیر عمومي رییس ایرنا ته ویلي و چې د کورنۍ ناانډولۍ له امله د هېواد د برېښنا صادرات تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلي او نږدې صفر ته ښکته شوي دي.
برېښنا هغه وخت صادریږي چې د تولید او مصرف ترمنځ توازن ګډوډ نه شي او د کورنۍ اړتیا بشپړه پوره شي.
په تېرو میاشتو کې د دوبي د ګرمو ورځو په ځانګړي ډول د لوړ مصرف دورې لپاره، د هېواد د برېښنا واردات د صادراتو په پرتله پنځه چنده ډېر شوي وو. د وارداتو لویه برخه د شبکې د ثبات او کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارېدله.
د راپورونو له مخې په وروستیو میاشتو کې د ایران د برېښنا اصلي صادرات چې تر دې وړاندې د نړیوالو قراردادونو له لارې عراق ته ترسره کېدل، په بشپړ ډول درېدلي دي. د افغانستان په اړه هم یوازې هغه نړیوال تړون پلي کېده چې د هېواد د وارداتو په پرتله خورا لږ و.