• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ايټالیا یو ځوان له داعش خراسان سره د تړاو په تور نیولی دی

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۳ GMT+۰

د ايټالیا چارواکو ویلي، چې د یاد هېواد د ترهګرۍ ضد څانګې یو ۲۲ کلن مصری ځوان له داع-ش خراسان سره د تړاو په تور نیولی دی. یاد ځوان د برګامو پر کلیسا د برید د پلانولو، مذهبي افراطیت ته د لمن وهلو او د «جهاد او شهادت» د ستاینې په تور تورن شوی دی.

د راپورونو له‌مخې، د ایټالیا د ترهګرۍ ضد ځانګړې څانګې په ۲۰۲۴ کال کې هم د ترهګرۍ د ترویج او په کولونا کې د سینټ الساندرو په کلیسا باندې د برید پلانولو له امله د دغه کس د نیولو حکم صادر کړی و.

د ایټالیا پولیسو ویلي، چې دغه ځوان فضا کې خورا فعال ، او د داعش په ملاتړ د تبلیغاتو خپرولو لپاره یې له ټولنیزو رسنیو او د «جهاد» اړوندو مجازي ټولنو څخه ګټه پورته کوله. پولیسو زیاته کړې، چې دغه مصري ځوان عیسویان «کافر» بلل او نور کسان یې د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالي ته هڅول.

شواهد ښيي، چې یاد ځوان نیت درلود د برګامو ښار په مرکز کې د یوې کلیسا دننه عبادت کوونکي په نښه کړي. چارواکو ویلي، چې یاد مصري ځوان د چاودیدونکو توکو جوړولو او وسلو کارولو زده کړه انلاین ترلاسه کړې وه.

پلټونکو موندلې، چې یاد ځوان د «اجپټ ډینجر» په نوم د یوه انلاین خبرې ډلې غړی هم و، چې ګمان کېږي د ترهګریزو پروژو په اړه د اړیکو او نظرونو د تبادلې لپاره یو پلټفارم دی. ډیجیټلي ارزونو ښودلې، چې هغه موزمبیق ته د سفر پلان درلود تر څو هلته له داعش جنګیالیو سره یوځای شي.

ایټالیوي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې یاد ځوان په لومړۍ مرحله کې په ټولنیزو رسنیو کې د داعش په ملاتړ د ترهګریزو تبلیغاتو د خپرولو په تور محاکمه شوی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا سازمان: منځني ختيځ کې د جګړو زیاتوالي افغانستان ته د روغتیايي مرستو لېږد ګډوډ کړی

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي، چې په منځني ختیځ کې د جګړو د زیاتېدو له امله نه یوازې د ښکېلو هېوادونو روغتیايي سکټور تر سخت فشار لاندې راغلی، بلکې افغانستان ته د حیاتي روغتیايي مرستو د لېږد بهیر هم له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

د دې سازمان په وینا، د سیمې په هوايي حریم کې لنډمهالي محدودیتونه لګول شوي چې له امله یې د دې سازمان د نړۍوال لوژستیکي مرکز څخه چې په دوبۍ کې موقعیت لري، د طبي وسایلو او درملو لېږد له ستونزو سره مخ شوی دی. د همدې وضعیت له امله تر ۵۰ ډېرې بېړنۍ جوپې چې ټاکل شوې وه د افغانستان په ګډون په ۲۵ هېوادونو کې له څه باندې ۱.۵ میلیونه خلکو سره مرسته وکړي، ځنډېدلي او ځینې مرستې تر اوسه ایسار پاتې دي.

د راپور له‌مخې، په لومړیتوب کې هغه مرستې شاملې دي چې د مصر په العریش ښار کې د روغتیايي اقداماتو د ملاتړ لپاره پلان شوې وې، څو د غزې تړانګې د بشري ناورین سره د مقابلې په برخه کې مرسته وکړي. همدارنګه لبنان او افغانستان ته د لېږد لپاره هم روغتیايي مرستې په پام کې نیول شوې وې.

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د منځني ختیځ د جګړو دوام په څو هېوادونو کې پر روغتیايي نظامونو سخت فشار اچولی او د روغتیايي کړکېچ د لا ژورېدو لامل شوی دی.

د ایران د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له‌مخې، د وروستیو جګړو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې له ۱۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۰۰۰ نور ټپیان دي. په لبنان کې هم لږ تر لږه ۵۷۰ کسان وژل شوي او تر ۱۴۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. بل لور ته د اسراییل چارواکو ویلي، چې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۱۴۲ نور ټپیان دي.

دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه جدي اندېښنې راپارولي دي. د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په ایران کې پر روغتیايي مرکزونو ۱۸ بریدونه ثبت شوي چې په پایله کې یې د روغتیايي کارکوونکو له ډلې ۸ تنه وژل شوي دي. په همدې موده کې په لبنان کې پر روغتیايي مرکزونو ۲۵ بریدونه ثبت شوي چې ۱۶ کسان په‌کې وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، دا ډول بریدونه نه یوازې د روغتیايي کارکوونکو ژوند اخلي، بلکې د کړکېچ پر مهال روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی هم سخت محدودوي. د نړۍوال بشردوستانه قانون له مخې باید روغتیايي کارکوونکي، ناروغان او د درملنې مرکزونه په هر ډول حالاتو کې خوندي وساتل شي.

دغه سازمان زیاتوي، چې د دې جګړو روغتیايي اغېزې ورځ تر بلې پراخېږي. اټکلونه ښيي، چې په ایران کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک د ناامنۍ له امله د هېواد نورو سیمو ته کډه شوي دي. په لبنان کې هم تر ۷۰۰ زرو پورې کسان دننه بې‌ځایه شوي او ډېری یې په ګڼ مېشتو پناه ځایونو کې ژوند کوي چې هلته پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او درملیزو اسانتیاوو ته لاسرسی محدود دی.

د دې بنسټ په وینا، دغه ډول وضعیت د تنفسي ناروغیو، نس ناستي او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي، په ځانګړي ډول د زیان‌منو ډلو لکه ښځو او ماشومانو ترمنځ.

همدارنګه په ایران کې د تېلو د تاسیساتو د اورلګېدو او د زېربناوو د زیان له امله پورته شوي لوګي د چاپېریالي اندېښنو لامل شوي دي. دا وضعیت کولای شي چې د تنفسي ستونزو، د سترګو او پوستکي د سوځېدو او همدارنګه د اوبو او خوړو د سرچینو د ککړتیا لامل شي.

په لوېدیځه غاړه کې هم د تګ‌راتګ د محدودیتونو زیاتېدو او د تالاشۍ پوستو د تړل کېدو له امله ځینو سیمو ته د امبولانسونو او ګرځنده کلینیکونو رسېدل له ځنډ سره مخ شوي دي. په غزې تړانګه کې بیا د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې له سیمې څخه د ناروغانو د اېستلو بهیر درېدلی او روغتونونه د درملو، طبي وسایلو او سون توکو له کمښت سره مخ دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د منځني ختیځ د جګړو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ختیځ مدیترانې په سیمه کې له دې وړاندې هم بشري اړتیاوې د نړۍ له لوړو کچو څخه وې. اوس مهال په دې سیمه کې شاوخوا ۱۱۵ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او د بېړنیو روغتیايي مرستو لپاره د مالي غوښتنو شاوخوا ۷۰ سلنه بودیجه لا هم نه ده برابره شوې.

په پای کې، دغه سازمان له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې له ملکي وګړو او روغتیايي مرکزونو ساتنه وکړي، د بشري مرستو د بې‌خنډه رسېدو زمینه برابره کړي او د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې پر لور د حرکت لپاره هڅې زیاتې کړي.

د فدرالي پلټنو ادارې د طالبانو له بنده د امریکایانو د خلاصون په اړه خپله ژمنتیا تکرار کړه

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۰

د امریکا د متحدو ایالتونو د فدرالي پلټنو ادارې (اېف‌بي‌ای) اعلان کړی، چې د مارچ په ۹مه نېټه امریکا افغانستان د «ناعادلانه زندانیانو د ملاتړ کوونکي هېواد» په توګه نومولی. یاده اداره وایي، خپلو فدرالي او نړۍوالو شریکانو سره د همکارۍ ژمنه لري، ترڅو امریکايي وګړي بېرته راستانه کړي.

دې ادارې زیاته کړې، چې د امریکا له پولو بهر په بند کې د ساتل کېدونکو امریکایانو د ازادېدو لپاره همکاري کولای شي او همدارنګه هڅه کوي هغه کسان چې دغه امریکایان یې نیولي یا اسیر کړي دي د قانون او عدالت منګولو ته وسپاري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یرغمل شویو کسانو د بېرته راوستلو د همغږۍ څانګه (اېچ‌ار‌اېف‌سي) هغه هڅې همغږي کوي چې له مخې یې هغه امریکايي وګړي بېرته خپل هېواد ته راګرځول کېږي چې د امریکا له پولو بهر یرغمل شوي دي.

اېف‌بي‌ای زیاته کړې، چې متحده ایالتونه به د دغو قضیو د تعقیب او د حل لپاره خپلو هڅو ته په ټینګ عزم او جديت سره دوام ورکړي. د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په زندان کې دوه امریکایي وګړي زندانیان دي او تازه امریکایي چارواکو ګواښ کړی که طالبان دغه زندانیان ازاد نه کړي، نو د ایران او ونزوېلا له برخلیک سره به مخ شي.

متحده ایالتونو ویلي، چې طالبان له امریکایي زندانیانو څخه د سیاسي فشارونو او د ګټې د وسیلې په توګه استفاده کوي.

امريکايي چارواکي وایي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستې ارزونې ته اړتيا لري

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۰

د امريکا متحده ايالات وايي، سره له دې چې په افغانستان کې وضعيت يوې «انساني فاجعې» ته ورته بلل کېږي، خو دې هېواد ته نړۍوالې مرستې بايد و ارزول شي، ځکه طالبان لا هم پر خپلو دريځونو ټينګ ولاړ دي او ښځې يې له بنسټيزو حقونو بې‌برخې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا سفیر مایک والټز د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) بودیجه ټاکل شوې ده چې د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د دې سازمان د ماموریت د غځېدو لپاره و ارزول شي.

والټز وويل: «د طالبانو د سختدریځۍ له امله موږ بايد په ډېر دقت له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو او تعامل ګټورتيا و ارزوو». نوموړي په عين حال کې ټينګار وکړ، چې افغانستان لا هم له يوې «انساني فاجعې» سره مخامخ دی.

هغه زياته کړه، چې د امنيت شورا بايد د هغو مالي سرچينو په اړه چې د دې ماموريت د بودیجې لپاره برابروي، په ډېر غور پرېکړه وکړي ځکه د ده په وينا د يوناما کارکوونکو ته ان اجازه نه ورکول کېږي چې د کار لپاره خپلو دفترونو ته ولاړې شي.

افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د نړۍ له تر ټولو سختو انساني کړکېچونو څخه سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د راپور له‌مخې، له ۱۷ ميليونو څخه زيات افغانان چې د هېواد شاوخوا يو پر درېيمه برخه نفوس جوړوي، د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او له دې شمېر څخه ۴.۷ ميليونه کسان د لوږې په بېړني حالت کې ژوند کوي.

په همدې غونډه کې د يوناما سرپرستې ګانيون وويل، چې افغانستان له بېړنۍ بشري اړتياوو سره مخ دی او په دې هېواد کې انساني کړکېچ د مرستو د بودیجې د کمېدو له امله لا پسې ډېر شوی دی.

هغې وويل، بشري مرستندويه ادارې پلان لري چې په ۲۰۲۶ کال کې ۱۷.۵ ميليونو افغانانو ته مرستې ورسوي او د همدې موخې لپاره يې د ۱.۷۱ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه يوازې شاوخوا لس سلنه دا بودیجه برابره شوې ده.

ګانيون دا هم وويل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې دوه اوونيزه نښته «درانه انساني او اقتصادي لګښتونه» لري او له بلې خوا د افغانستان پر بل سرحد د ايران جګړې د بنسټيزو توکو بيې لوړې کړې دي.

هغې زياته کړه، چې له دې ستونزو سره سره يو شمېر مثبت بدلونونه هم ليدل کېږي چې د افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل ارزښت څرګندوي، له هغې جملې څخه د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کرکیلي بندیز دی.

د يوناما سرپرستې خبرداری ورکړ، چې که د افغانستان د بشري حقونو او انساني کړکېچ مسلو ته پاملرنه ونه‌شي، دا هېواد ښايي «يو ځل بيا د سيمه‌ييزې او نړۍوالې بې‌ثباتۍ عامل» وګرځي؛ داسې بې‌ثباتي چې د کډوالۍ د زياتېدو، ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو د قاچاق او نورو ګواښونو په بڼه راڅرګندېدای شي.

د امریکا د کانګرس استازي: د طالبانو د برمته کولو تګلاره نور د زغملو وړ نه ده

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د امريکا د کانګرس دوو استازو د ډونالډ ټرمپ د حکومت له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان يې د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې په ناقانونه توګه امریکایي وګړي زنداني کوي. دوی ټينګار کړی، چې د طالبانو «د برمته کولو ډيپلوماسي» نور د زغملو نه ده.

د برمته شويو کسانو د چارو لپاره د ټرمپ استازي اډم بولر د سې‌شنبې په ورځ وويل، چې طالبان بايد امريکايي وګړي د يو ارزښتناک توکي په څېر ونه‌ګڼي تر څو د هغوی په بدل کې د امريکا له حکومت څخه سياسي او ډيپلوماتيک امتيازونه ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه، چې ټرمپ به د دې ناوړه چلند او ناوړه ګټې اخيستنې دې کړۍ ته د پای ټکی کېږدي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې افغانستان په رسمي ډول د هغو هېوادونو په توګه معرفي شوی چې په ناقانونه ډول امریکایي وګړي بندي کوي. هغه وويل: «طالبان له ترهګريزو تګلارو کار اخلي، خلک د تاوان اخيستو يا د سياسي او ډيپلوماتيکو امتيازونو د ترلاسه کولو لپاره تښتوي. دا ناوړه او کرکجنې تګلارې بايد پای ته ورسېږي».

د کانګرس جمهوري غوښتونکې استازې ماریا سالازار هم د دې پرېکړې په غبرګون کې وليکل: «نور به د برمته کولو ډيپلوماسي ونه زغمل شي». هغې ټينګار وکړ: «د ډونالډ ټرمپ د حکومت پيغام روښانه دی، امريکايي وګړي خوشې کړئ، که نه نو له جدي پايلو سره به مخ شئ».

امريکايي سناتور کورنین د سې‌شنبې په ورځ د ډینس کوېل له خويندو سره وکتل. ډينس کوېل هغه امريکايي وګړی دی چې د طالبانو له خوا بندي شوی دی. کورنين وويل: «اوس وخت رارسېدلی چې ډينس کويل خوشې شي او خپل هېواد ته بېرته راستون شي».
هغه زياته کړه: «زه خوښ يم چې مارکو روبيو افغانستان د ناقانونه بندي کولو د ملاتړ کوونکي په توګه معرفي کړی او زه به له هغه او د ولسمشر سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړم څو ټول امريکايي برمته شوي وګړي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي».

په وروستيو ورځو کې امريکا پر طالبانو فشار زيات کړی، څو درې امريکايي وګړي خوشې کړي. طالبانو ويلي، چې په دې اړه خبرو اترو ته چمتو دي، خو تل يې د محمود شاه حبیبي د نيولو خبره رد کړې ده.

امريکا ټينګار کوي، چې محمود شاه حبيبي په کابل کې د اېمن‌الظواهري د وژل کېدو له پېښې سره په تړاو نيول شوی دی.

چین د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو د مخنيوي غوښتنه وکړه

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ‌ يي د سې‌شنبې په ورځ له افغان طالبانو او پاکستان څخه وغوښتل، چې د تاوتريخوالي له لا زياتېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره د خبرو او مذاکراتو مېز ته بېرته راوګرځي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، وانګ يي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره په ټلفوني خبرو کې ټينګار وکړ: «په اوسني حالت کې تر ټولو بېړنۍ دنده دا ده چې د نښتو له پراخېدو مخنيوی وشي او ژر تر ژره د خبرو اترو او مذاکراتو بهير ته بېرته ستانه شئ».

هغه همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د مبارزې څخه د چين پر ټينګ ملاتړ ټينګار وکړ او ويې ويل: «چين هيله لري چې اسلام‌اباد به په پاکستان کې د چينايي کارکوونکو، پروژو او بنسټونو د امنيت د خوندي کولو لپاره ټولو اړينو ګامونو اخيستو ته دوام ورکړي».

وانګ يي زياته کړه، چې د افغانستان لپاره د چين ځانګړی استازی اوس مهال د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ تګ‌راتګ کوي، څو د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو زمينه برابره او تاوتريخوالی کم کړي. په وروستيو اوونيو کې د دواړو لوریو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه نښتې ډېرې زياتې شوې دي چې له امله يې دواړو خواوو ته د انسانانو مرګ‌ژوبله او مالي زيانونه اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو پر وړاندې د جګړې په برخه کې د پاکستان او چين د استخباراتي همکارۍ په اړه هم راپورونه خپاره شوي وو. د «اينټليجنس انلاین» په نوم تخصصي وېب‌پاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې بېجينګ پاکستاني ځواکونو ته مهم جغرافيايي ـ استخباراتي معلومات ورکړي دي څو هغوی يې د افغان طالبانو پر ضد په خپلو پوځي عملياتو کې وکاروي.

چين له هغو لومړنيو هېوادونو څخه و، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب لپاره يې هڅې پيل کړې. خو تر اوسه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو لپاره د بېجينګ هڅو کومه پايله نه ده ورکړې. پر ډیورنډ کرښه د نښتو له زياتېدو سره د ترکيې، قطر او سعودي عربستان په ګډون يو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو هم د منځګړيتوب هڅې کړې دي، خو تر اوسه پورې دغو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.