د دې سازمان په وینا، د سیمې په هوايي حریم کې لنډمهالي محدودیتونه لګول شوي چې له امله یې د دې سازمان د نړۍوال لوژستیکي مرکز څخه چې په دوبۍ کې موقعیت لري، د طبي وسایلو او درملو لېږد له ستونزو سره مخ شوی دی. د همدې وضعیت له امله تر ۵۰ ډېرې بېړنۍ جوپې چې ټاکل شوې وه د افغانستان په ګډون په ۲۵ هېوادونو کې له څه باندې ۱.۵ میلیونه خلکو سره مرسته وکړي، ځنډېدلي او ځینې مرستې تر اوسه ایسار پاتې دي.
د راپور لهمخې، په لومړیتوب کې هغه مرستې شاملې دي چې د مصر په العریش ښار کې د روغتیايي اقداماتو د ملاتړ لپاره پلان شوې وې، څو د غزې تړانګې د بشري ناورین سره د مقابلې په برخه کې مرسته وکړي. همدارنګه لبنان او افغانستان ته د لېږد لپاره هم روغتیايي مرستې په پام کې نیول شوې وې.
د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د منځني ختیځ د جګړو دوام په څو هېوادونو کې پر روغتیايي نظامونو سخت فشار اچولی او د روغتیايي کړکېچ د لا ژورېدو لامل شوی دی.
د ایران د روغتیايي چارواکو د معلوماتو لهمخې، د وروستیو جګړو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې له ۱۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۰۰۰ نور ټپیان دي. په لبنان کې هم لږ تر لږه ۵۷۰ کسان وژل شوي او تر ۱۴۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. بل لور ته د اسراییل چارواکو ویلي، چې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۱۴۲ نور ټپیان دي.
دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه جدي اندېښنې راپارولي دي. د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په ایران کې پر روغتیايي مرکزونو ۱۸ بریدونه ثبت شوي چې په پایله کې یې د روغتیايي کارکوونکو له ډلې ۸ تنه وژل شوي دي. په همدې موده کې په لبنان کې پر روغتیايي مرکزونو ۲۵ بریدونه ثبت شوي چې ۱۶ کسان پهکې وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، دا ډول بریدونه نه یوازې د روغتیايي کارکوونکو ژوند اخلي، بلکې د کړکېچ پر مهال روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی هم سخت محدودوي. د نړۍوال بشردوستانه قانون له مخې باید روغتیايي کارکوونکي، ناروغان او د درملنې مرکزونه په هر ډول حالاتو کې خوندي وساتل شي.
دغه سازمان زیاتوي، چې د دې جګړو روغتیايي اغېزې ورځ تر بلې پراخېږي. اټکلونه ښيي، چې په ایران کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک د ناامنۍ له امله د هېواد نورو سیمو ته کډه شوي دي. په لبنان کې هم تر ۷۰۰ زرو پورې کسان دننه بېځایه شوي او ډېری یې په ګڼ مېشتو پناه ځایونو کې ژوند کوي چې هلته پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او درملیزو اسانتیاوو ته لاسرسی محدود دی.
د دې بنسټ په وینا، دغه ډول وضعیت د تنفسي ناروغیو، نس ناستي او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي، په ځانګړي ډول د زیانمنو ډلو لکه ښځو او ماشومانو ترمنځ.
همدارنګه په ایران کې د تېلو د تاسیساتو د اورلګېدو او د زېربناوو د زیان له امله پورته شوي لوګي د چاپېریالي اندېښنو لامل شوي دي. دا وضعیت کولای شي چې د تنفسي ستونزو، د سترګو او پوستکي د سوځېدو او همدارنګه د اوبو او خوړو د سرچینو د ککړتیا لامل شي.
په لوېدیځه غاړه کې هم د تګراتګ د محدودیتونو زیاتېدو او د تالاشۍ پوستو د تړل کېدو له امله ځینو سیمو ته د امبولانسونو او ګرځنده کلینیکونو رسېدل له ځنډ سره مخ شوي دي. په غزې تړانګه کې بیا د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې له سیمې څخه د ناروغانو د اېستلو بهیر درېدلی او روغتونونه د درملو، طبي وسایلو او سون توکو له کمښت سره مخ دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د منځني ختیځ د جګړو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ختیځ مدیترانې په سیمه کې له دې وړاندې هم بشري اړتیاوې د نړۍ له لوړو کچو څخه وې. اوس مهال په دې سیمه کې شاوخوا ۱۱۵ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او د بېړنیو روغتیايي مرستو لپاره د مالي غوښتنو شاوخوا ۷۰ سلنه بودیجه لا هم نه ده برابره شوې.
په پای کې، دغه سازمان له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې له ملکي وګړو او روغتیايي مرکزونو ساتنه وکړي، د بشري مرستو د بېخنډه رسېدو زمینه برابره کړي او د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې پر لور د حرکت لپاره هڅې زیاتې کړي.