• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالو عالي کمېشنرۍ په هرات کې د ستنو شویو ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو یو مرکز پرانېست

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي دي، چې د چهارشنبې په ورځ یې په هرات ولایت کې د غالۍ اوبدلو یو لوی تولیدي مرکز پرانېستی دی. د یاد مرکز درې پر څلورمه برخه کارکوونکي ښځې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د چهارشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په هرات ولایت کې یې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د غالۍ اوبدلو لوی مرکز پرانېستی دی. یاد مرکز د اسلامي پراختیايي بانک په مالي مرسته جوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د غالۍ اوبدلو یاد مرکز په لوېدیځ زون کې د غالۍ اوبدلو تر ټولو لوی مرکز بللی دی او وايي، په لومړي پړاو کې په‌کې ۴۰۰ راستنو شویو کډوالو ته چې ډېری یې ښځې دي د کار زمینه برابره شوې ده.

یاد سازمان ټینګار کړی، چې له ایران څخه د دوو میلیونو افغانانو له راستنېدو وروسته، د هغوی لپاره د دایمي کاري فرصتونو رامنځته کول د یاد سازمان له لومړیتوبونو څخه دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکی: د پاکستان پر ضد د جهاد د پیل لپاره د خپل امیر فرمان ته په تمه یو

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۰

په تخار ولایت کې د طالبانو یوه چارواکي ویلي، چې دوی د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده له لوري د «جهاد د پیل» فرمان ته په تمه دي، څو د پاکستان پر وړاندې جګړه پیل کړي. تخار کې د طالبانو د کرنې رییس قطب‌الدین دهنوي زیاته کړې، جهاد د خدای حکم دی او دوی یې د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه له پاکستان سره د احتمالي جګړې په اړه وویل، چې دوی د طالبانو د مشر امر ته په تمه دي، څو جهاد پیل کړي. دهنوي ټینګار وکړ، چې د دې ډلې غړي له پاکستان سره جګړې ته لېواله دي او دا جګړه به «د قیامت تر ورځې» دوام وکړي.

هم‌مهاله په تخار کې د طالبانو د ټولګټو رییس امیرمحمد خدیفه وایي، چې طالبانو شل کاله د امریکا او لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې جګړه کړې ده او پاکستان د هغوی پرتله «هېڅ هم نه دی». هغه زیاته کړه: «موږ له جګړې نه وېرېږو، جګړه زموږ لپاره د لوبې په شان ده. موږ دا خبره ثابته کړې ده».

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. په همدې لړ کې ځینې ملايان او د دې ډلې ته نږدې څېرې د پاکستان پر وړاندې د «جهاد» خبره کوي.

دوی د پاکستان حکومت پر لوېدیځ پورې تړلی بولي او وايي، چې د دې هېواد پر وړاندې جهاد «فرض» دی.

ملګري ملتونه: په منځني ختیځ کې د شخړې دوام روغتیايي سیستمونه ځپلي دي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۰

د رغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د کړېچ شدت په سیمه کې بې‌ساری روغیتایي ناورین رامنځته کړی دی. یاد سازمان ویلي، چې د جګړې له امله سلګونو کسانو ته د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ هېوادونو ته د درملو لېږد هم له خنډ سره مخ شوی دی.

د رغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې په ایران څه باندې ۱۳۰۰ کسان وژل شوي او ۹۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

یاد سازمان ویلی، چې په لبنان کې هم ۵۷۰ کسان وژل شوي او تر ۱۴۰۰ پورې نور ټپیان شوي دي.

یاد سازمان ویلي، چې په ایران او لبنان کې پر یو شمېر روغتیايي مرکزونو بریدونو او د ورغتیايي کارکوونکو وژنه هم تایید شوې ده، چې له امله یې ګڼ شمېر روغتیايي کارکوونکي وژل شوي او ټولنې له اړینو خدماتو بې‌برخې شوې دي.

یاد سازمان ټینګار کوي چې روغتیايي بنسټونه او ناروغان باید د نړۍوالو قوانینو له مخې تل خوندي وي.

د روغتیا نړۍوال سازمان همدارنګه ویلي، چې د هوايي حریم د محدودیتونو له‌امله په دوبۍ کې د روغتیا نړۍال سازمان لوژستیکي مرکز څخه د طبي توکو لېږد سخت اغېزمن کړی دی.

د یاد راپور له‌مخې، د بېړنیو مرستو له ۵۰ څخه ډېرې غوښتنې چې ټاکل شوې وه، ۱،۵ میلیونو خلکو ته ورسېږي ځنډېدلې دي؛ په دغو ځانګړو شویو جوپو کې د افغانستان، لبنان او غزې لپاره ځانګړي شوي طبي اکمالات هم شامل دي.

د روغتیا سازمان: منځني ختيځ کې د جګړو زیاتوالي افغانستان ته د روغتیايي مرستو لېږد ګډوډ کړی

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي دي، چې په منځني ختیځ کې د جګړو د زیاتېدو له امله نه یوازې د ښکېلو هېوادونو روغتیايي سکټور تر سخت فشار لاندې راغلی، بلکې افغانستان ته د حیاتي روغتیايي مرستو د لېږد بهیر هم له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

د دې سازمان په وینا، د سیمې په هوايي حریم کې لنډمهالي محدودیتونه لګول شوي چې له امله یې د دې سازمان د نړۍوال لوژستیکي مرکز څخه چې په دوبۍ کې موقعیت لري، د طبي وسایلو او درملو لېږد له ستونزو سره مخ شوی دی. د همدې وضعیت له امله تر ۵۰ ډېرې بېړنۍ جوپې چې ټاکل شوې وه د افغانستان په ګډون په ۲۵ هېوادونو کې له څه باندې ۱.۵ میلیونه خلکو سره مرسته وکړي، ځنډېدلي او ځینې مرستې تر اوسه ایسار پاتې دي.

د راپور له‌مخې، په لومړیتوب کې هغه مرستې شاملې دي چې د مصر په العریش ښار کې د روغتیايي اقداماتو د ملاتړ لپاره پلان شوې وې، څو د غزې تړانګې د بشري ناورین سره د مقابلې په برخه کې مرسته وکړي. همدارنګه لبنان او افغانستان ته د لېږد لپاره هم روغتیايي مرستې په پام کې نیول شوې وې.

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د منځني ختیځ د جګړو دوام په څو هېوادونو کې پر روغتیايي نظامونو سخت فشار اچولی او د روغتیايي کړکېچ د لا ژورېدو لامل شوی دی.

د ایران د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له‌مخې، د وروستیو جګړو له پیل راهیسې په دغه هېواد کې له ۱۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۰۰۰ نور ټپیان دي. په لبنان کې هم لږ تر لږه ۵۷۰ کسان وژل شوي او تر ۱۴۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي. بل لور ته د اسراییل چارواکو ویلي، چې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۱۴۲ نور ټپیان دي.

دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې پر روغتیايي مرکزونو بریدونه جدي اندېښنې راپارولي دي. د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په ایران کې پر روغتیايي مرکزونو ۱۸ بریدونه ثبت شوي چې په پایله کې یې د روغتیايي کارکوونکو له ډلې ۸ تنه وژل شوي دي. په همدې موده کې په لبنان کې پر روغتیايي مرکزونو ۲۵ بریدونه ثبت شوي چې ۱۶ کسان په‌کې وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، دا ډول بریدونه نه یوازې د روغتیايي کارکوونکو ژوند اخلي، بلکې د کړکېچ پر مهال روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی هم سخت محدودوي. د نړۍوال بشردوستانه قانون له مخې باید روغتیايي کارکوونکي، ناروغان او د درملنې مرکزونه په هر ډول حالاتو کې خوندي وساتل شي.

دغه سازمان زیاتوي، چې د دې جګړو روغتیايي اغېزې ورځ تر بلې پراخېږي. اټکلونه ښيي، چې په ایران کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک د ناامنۍ له امله د هېواد نورو سیمو ته کډه شوي دي. په لبنان کې هم تر ۷۰۰ زرو پورې کسان دننه بې‌ځایه شوي او ډېری یې په ګڼ مېشتو پناه ځایونو کې ژوند کوي چې هلته پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او درملیزو اسانتیاوو ته لاسرسی محدود دی.

د دې بنسټ په وینا، دغه ډول وضعیت د تنفسي ناروغیو، نس ناستي او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي، په ځانګړي ډول د زیان‌منو ډلو لکه ښځو او ماشومانو ترمنځ.

همدارنګه په ایران کې د تېلو د تاسیساتو د اورلګېدو او د زېربناوو د زیان له امله پورته شوي لوګي د چاپېریالي اندېښنو لامل شوي دي. دا وضعیت کولای شي چې د تنفسي ستونزو، د سترګو او پوستکي د سوځېدو او همدارنګه د اوبو او خوړو د سرچینو د ککړتیا لامل شي.

په لوېدیځه غاړه کې هم د تګ‌راتګ د محدودیتونو زیاتېدو او د تالاشۍ پوستو د تړل کېدو له امله ځینو سیمو ته د امبولانسونو او ګرځنده کلینیکونو رسېدل له ځنډ سره مخ شوي دي. په غزې تړانګه کې بیا د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې له سیمې څخه د ناروغانو د اېستلو بهیر درېدلی او روغتونونه د درملو، طبي وسایلو او سون توکو له کمښت سره مخ دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د منځني ختیځ د جګړو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ختیځ مدیترانې په سیمه کې له دې وړاندې هم بشري اړتیاوې د نړۍ له لوړو کچو څخه وې. اوس مهال په دې سیمه کې شاوخوا ۱۱۵ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او د بېړنیو روغتیايي مرستو لپاره د مالي غوښتنو شاوخوا ۷۰ سلنه بودیجه لا هم نه ده برابره شوې.

په پای کې، دغه سازمان له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې له ملکي وګړو او روغتیايي مرکزونو ساتنه وکړي، د بشري مرستو د بې‌خنډه رسېدو زمینه برابره کړي او د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې پر لور د حرکت لپاره هڅې زیاتې کړي.

یوسف وفا د شمال زون د امنیت د ټینګښت لپاره زر کسیزه ځانګړې قطعه جوړه کړه

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۳ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د شمال زون د امنیت لپاره زر کسیزه قطعه جوړه کړې ده. طالبانو ویلي، چې د یادې قطعې طالب جنګیالي په درنو او سپکو وسلو سمبال دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ډیپلوماتیکو او سرحدي ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هم‌مهاله، په بلخ ولایت کې د طالبانو والي او د ملا هبت‌الله اخوندزاده نږدې کس یوسف وفا د یوې زر کسیزې مجهزې او ځانګړې قطعې د جوړولو خبر ورکړی دی.

په بلخ کې د طالبانو د رسنیو او معلوماتړ دفتر ویلي، چې یاده قطعه په وړو او سپکو وسلو سمبال ده او مشري یې هم په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندان عبدالرازق راشد په غاړه ده.

طالبانو ویلي، چې دغه ځانګړې قطعه د بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو د امنیت لپاره جوړه شوې ده او د اړتیا پر وخت به د احتمالي ګواښونو پر وړاندې چټک غبرګون ښيي.

له درې کلن ځنډ وروسته د سوېلي ولایتونو کروندګرو یوځل بیا د کوکنارو کر ته مخه کړې

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۳ GMT+۰
•
عبدالله همیم

د طالبانو د مشر له فرمان څخه په سرغړونې سږکال په هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي. کروندګر وايي، دوی د مجبوریت او لوږې له امله د هبت‌الله فرمان نه‌مني. یو شمېر کروندګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په خبرو کې ویلي، چې طالب مشرانو د تریاکو د کر اجازه ورکړې ده.

پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته، د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په ټول هېواد کې د تریاکو پر کرکېلې بندیز ولګاوه، چې ورسره سم د تریاکو او نورو نشه‌یي توکو بیې هم څو برابره لوړې شوې.
خو د څلورو کلونو په تېریدو سره هغه کروندګر چې د ژوند د ټولو چارو او لګښتونو سرچینې یې یوازې د تریاکو او نشه‌یي توکو کرکيلې وې، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول او سږکال په هلمند، کندهار او ارزګان کې یو ځل بیا کروندګرو د تریاکو کر ته مخه کړې ده.
که څه هم طالبان په هېڅ صورت کروندګرو ته اجازه نه‌ورکوي چې پر خپلو ځمکو تریاک وکري، خو ځینو کروندګرو ته بیا د طالبانو له‌خوا د تریاکو د کر اجازه ورکړل شوې ده.
کروندګرو تازه د هلمند په موسی‌کلا، نوزاد، واشېر، مارجې او باغران ولسوالیو کې پر خپلو ځمکو تریاک کرلي دي، خو دا کروندې د پخوا پرتله کمې دي او دوی نه‌شي کولای چې په ښکاره تریاک وکري.
د راپورونو پربنسټ، ځینو کسانو له خپلو کروندو څخه دېوالونه راتاو کړي، څو کروندې یې د طالبانو له سترګو پناه شي او ځینو کسانو په خپلو کلاګانو او داسې سیمو کې تریاک کرلي چې هلته د طالبانو تګ‌راتګ کم او یا هم هېڅ نشته.

د هلمند په  موسی کلا ولسوالۍ کۍ د تریاکو کرکیله
100%
د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کۍ د تریاکو کرکیله


کروندګرو ولې یو ځل بیا تریاکو ته مخه کړې ده؟
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د هلمند په موسی‌کلا، نوزاد، باغران او ځینو نورو سیمو کې له کروندګرو سره خبرې کړي او یادو کروندګرو د تریاکو کر ته د مخه کولو لوی لامل اقتصادي ستونزې په ګوته کړې دي.
عبدالرووف چې د هلمند د موسی‌کلا ولسوالۍ اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «زه نږدې ۱۵ جریبه کرنیزه ځمکه لرم او ۱۲ مې اولادونه دي. د طالبانو تر راتګ وړاندې مې په ۱۰ جریبه ځمکه کوکنار او په ۵ جریبه ځمکه غنم کرل. د کوکنارو له عاید څخه مې د ژوند لګښتونه پوره کول او غنم مې د کورنۍ د خوراک لپاره بسنه کوله. خو په تېرو څلورو کلونو کې د تریاکو پر کښت له بندیز وروسته یوازې پر غنمو زما د کورنۍ ګوزاره نه‌کېږي. له همدې امله په دغه موده کې شاوخوا ۱۲ لکه کلدارې پوروړی شوی یم».
یاد هلمندی کروندګر وايي، چې سږکال یې د خپل استوګنځي په انګړ کې کوکنار کرلي دي او همداراز یې د خپلې ځمکې پر یوه برخه دېوال راګرځولی او کوکنار یې په‌کې کرلي، څو د طالبانو له سترګو پناه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو اوس د دغو تازه کرل شویو تریاکو د له‌منځه وړلو لپاره کمپاینونه پیل کړي او یوازې یې په موسی‌کلا ولسوالۍ کې لسګونه کروندګر د تریاکو د کرلو په تور بندیان کړي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د هلمند په شمالي ولسوالیو موسی‌کلا، نوزاد، باغران او نورو سیمو کې ډېر کوکنار کرل شوي دي. دوه اوونۍ وړاندې د هلمند والي امان‌الدین منصور هم د هلمند شمالي موسی‌کلا ولسوالۍ ته سفر کړی و او په یوه پراخه غونډه کې یې خلکو ته امر وکړ، چې کرل شوي تریاک له‌منځه یوسي که نه د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
طالبانو د جنورۍ میاشتې په شپږمه نېټه موسی‌کلا ته د یاد طالب چارواکي د سفر او د تریاکو د کرکیلې د مخنیوي په تړاو خبرپاڼه هم خپره کړې ده.
په خبرپاڼه کې د هلمند د والي له قوله لیکل شوي: «خلک دې د کوکنارو له کښت او اړوند نورو مواردو په کلکه ډډه وکړي او نور دې په دې شیانو خپل مصارف او وخت بېځایه نه‌لګوي. په دې برخه کې زموږ پرېکړه پرېکنده او مبارزه مو جدي ده. چا ته اجازه نه‌ورکوو چې په دې ناوړه عمل لاس پورې کړي او سرغړونکو سره به اصولي چلند یقینا ترسره کېږي. موږ هڅه کوو خلکو ته بدیل معیشت ورکړو».
له دې سره، شاوخوا لس ورځې مخکې د هلمند په موسی‌کلا ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال ملا عبدالرحیم (ملاجانان) د یادې ولسوالۍ له ملکانو، قومي مشرانو، سپینږیرو او ګڼو ځايي اوسېدونکو سره ناسته وکړه او هغوی ته یې په ډاګه امر وکړ: «د کوکنارو له کرکیلې او اړوندو نورو کړنو په کلکه ډډه وکړئ او نور په دې ډول کارونو خپل وخت او امکانات بېځایه مه لګوئ».
نوموړي خلکو ته ویلي، چې د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوي په برخه کې د طالبانو پرېکړه پرېکنده ده او هېچا ته اجازه نه‌ورکوي چې تریاک وکري.
دغو طالب چارواکو کروندګرو او قومي مشرانو ته ګواښ کړی او ویلي یې دي: «که څوک له امر څخه سرغړونه وکړي، پر وړاندې به یې اصولي او جدي چلند ترسره شي».
د موسی‌کلا یو اوسېدونکی چې نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو له‌خوا د تریاکو د کرلو په تور بندې شوی و او وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شو.
نوموړي زیاته کړه: «موږ شاوخوا پنځلس یا شل کسان وو. سهار وختي طالبان راته راغلل او موږ یې ونیولو. دوی موږ لومړی په قوماندانۍ کې بندیان کړو او بیا یې محکمې ته حاضر کړو. قاضي ځینو کسانو ته تر شپږو میاشتو بند سزا ورکړه او زما په ګډون یې ځینې نور کسان بیا په قوي ضمانت سره خوشې کړل».
دغه ۲۶ کلن هلمندی ځوان وايي، چې د تریاکو د کرلو په جرم ټول بندیان د محکمې تر حاضریدو پورې د امنیه قوماندانۍ اړوند زندان کې ساتل کېږي.
دغه ځوان وايي: «زه پر خپل کړي کار هېڅ پښېمانه نه‌یم؛ ځکه بله لاره نه‌لرم. همدا مې کسب و او همدا مې کار دی. له ماشومتوب څخه مې بزګري کړې او بل کار مې نه دی زده. اوس داسې حال کې یم چې ان د خپل ناروغ پلار یا مور د درملو اخیستو پیسې هم نه‌لرم؛ په داسې حال کې چې پخوا مو دا ټول لګښتونه د تریاکو له کښت څخه پوره کول».
په ورته مهال، په هلمند کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي د موسی‌کلا، نوزاد، باغران او نوزاد ولسوالیو له اوسېدونکو سره په کتنو کې ټینګار کوي، چې د ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري د نشه‌يي توکو د کر او کارونې په اړه د بندیز فرمان باید په هر ډول شرایطو کې پلی شي.
هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې ښيي، چې د موسی‌کلا ولسوالۍ په «ښارګه» سیمه کې د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا عبدالسلام د سیمې له اوسېدونکو سره د یوې ناستې په ترڅ کې له هغوی څخه غوښتي، چې په خپله خوښه له خپلو ځمکو د تریاکو کښتونه له‌منځه یوسي.
خو د سیمې سپین ږیري نوموړي ته وايي، چې د طالبانو د مشر له امر څخه یې د مجبوریت له‌مخې سرغړونه کړې ده.
په ویډیو کې ښکاري چې یو سپینږیری وايي: «موږ په دې پوره خبر یو چې دا د شېخ صاحب امر دی؛ هغه والي ته، والي قوماندان ته، قوماندان تاسو ته او تاسو موږ ته امر کړی چې باید تریاک ونه‌کرو. موږ په دې پوهېږو، خو اوس مو لږ یا ډېر کرلي دي. اغا جانه! دا کار موږ د امارت، والي یا ستاسو پر خلاف نه‌دی کړی، بلکې خپلې محتاجۍ دې ته اړ کړي یو چې دا بوټي وکرو، ترڅو یوه نیمه بوجۍ اوړه پرې واخلو او یا یو ځل د مور د درملو نسخه پرې پوره کړو. بیا هم موږ ستاسو د خبرو منلو ته تیار یو او که تیار هم نه‌شو، مجبور یو چې تیار واوسو. موږ به ستاسو امر منو. ګناه خو مو کړې ده، په دې کې هېڅ شک نشته. د شېخ صاحب له امر څخه مو سرغړونه کړې او په دې کې پوره ګنهکار یو، خو له تاسو بښنه غواړو؛ دا چې کرلي مو دي یوازینی لامل یې زموږ مجبوریت دی».
خو له دې سره سره، سږ کال داسې ښکاري، چې وږي او ناچاره کروندګر نور د طالبانو فرمانونو ته سر نه‌ټیټوي.

د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د تریاکو کرونده
100%
د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د تریاکو کرونده


په سوېلي ولایتونو کې د تریاکو کښت د دې ښکارندويي کوي، چې د طالبانو هغه ټولې ادعاوې بې‌بنسټه دي، چې وايي په افغانستان کې یې د نشه‌يي توکو د کرکېلې کچه صفر ته راټېټه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې تېره اوونۍ د طالبانو یوې ډلې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د یوه کروندګر په کور کې کرل شوي تریاک له‌منځه وړي دي او د معلوماتو له‌مخې، یوه ورځ وروسته بیا د طالبانو د هغې ډلګۍ قوماندان چې د یاد کروندګر کور ته په زور ننوتی و، د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو. د هلمند سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
له دغو ټولو بندیزونو سره سره، طالبانو خپلو یو شمېر نږدې کسانو ته د تریاکو د کرلو اجازه ورکړې ده.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «په موسی کلا، باغران، غورک او ځینو نورو لرې پرتو ولسوالیو کې طالبانو هغو کسانو ته د تریاکو د کرلو اجازه ورکړې، چې یا په خپله د ځینو لوړپوړو طالبانو د کورنیو غړي دي او یا هم له قاچاق وړونکو او طالب زورواکو سره نږدې اړیکې لري».
سرچینې وايي، طالبان یوازې د هغو کسانو تریاک له‌منځه وړي، چې هغوی د طالبانو په لیکو کې هېڅ ډول اړیکې نه‌لري او عام کروندګر دي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو د هلمند ترڅنګ د ارزګان په خاص ارزګان او چارچینو ولسوالیو او همدارنګه د کندهار په غورک، میوند، خاکرېز او میانشین ولسوالیو کې هم د تریاکو د کرکیلې پر ضد کمپاینونه پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوناما بیا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو پر کر د بندیز له عملي کېدو وروسته د کوکنارو کر په ټول افغانستان کې په پراخه کچه کم شوی، خو اوس له سوېل لوېدیځ څخه شمال ختیځ ته لېږدول شوی.
د راپور له‌مخې، په هغو کلیو کې چې پخوا کوکنار په‌کې کرل کېدل، اوس د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کچه ټیټه شوې. د غلو او حبوباتو کرلو هغوی ته یو بدیل پیدا کړی، خو د کوکنارو د عاید کمښت یې نه دی جبران کړی.
په راپور کې همداراز زیاته شوې ده، چې د کرنیزو مرستو پوښښ محدود دی او روغتیا، زده‌کړو او د ښځو د روغتیا خدماتو ته لاسرسی لا هم کم دی.
طالبانو تر دې وړاندې د ځینو نړۍوالو بنسټونو له استازو سره په لیدنو کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت کچه صفر شوې ده او دوی همداراز له نړۍوالې ټولنې څخه د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت د برابرولو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او تولید صفر ته رسېدلی او د سیمې هېوادونه هم باید له دغو توکو سره د مبارزې او د قاچاق په مخنیوي کې له افغانستان سره همکاري وکړي.