یوسف وفا د شمال زون د امنیت د ټینګښت لپاره زر کسیزه ځانګړې قطعه جوړه کړه

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د شمال زون د امنیت لپاره زر کسیزه قطعه جوړه کړې ده. طالبانو ویلي، چې د یادې قطعې طالب جنګیالي په درنو او سپکو وسلو سمبال دي.

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د شمال زون د امنیت لپاره زر کسیزه قطعه جوړه کړې ده. طالبانو ویلي، چې د یادې قطعې طالب جنګیالي په درنو او سپکو وسلو سمبال دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ډیپلوماتیکو او سرحدي ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله، په بلخ ولایت کې د طالبانو والي او د ملا هبتالله اخوندزاده نږدې کس یوسف وفا د یوې زر کسیزې مجهزې او ځانګړې قطعې د جوړولو خبر ورکړی دی.
په بلخ کې د طالبانو د رسنیو او معلوماتړ دفتر ویلي، چې یاده قطعه په وړو او سپکو وسلو سمبال ده او مشري یې هم په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندان عبدالرازق راشد په غاړه ده.
طالبانو ویلي، چې دغه ځانګړې قطعه د بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو د امنیت لپاره جوړه شوې ده او د اړتیا پر وخت به د احتمالي ګواښونو پر وړاندې چټک غبرګون ښيي.

د طالبانو د مشر له فرمان څخه په سرغړونې سږکال په هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي. کروندګر وايي، دوی د مجبوریت او لوږې له امله د هبتالله فرمان نهمني. یو شمېر کروندګرو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په خبرو کې ویلي، چې طالب مشرانو د تریاکو د کر اجازه ورکړې ده.
پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې وروسته، د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده په ټول هېواد کې د تریاکو پر کرکېلې بندیز ولګاوه، چې ورسره سم د تریاکو او نورو نشهیي توکو بیې هم څو برابره لوړې شوې.
خو د څلورو کلونو په تېریدو سره هغه کروندګر چې د ژوند د ټولو چارو او لګښتونو سرچینې یې یوازې د تریاکو او نشهیي توکو کرکيلې وې، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شول او سږکال په هلمند، کندهار او ارزګان کې یو ځل بیا کروندګرو د تریاکو کر ته مخه کړې ده.
که څه هم طالبان په هېڅ صورت کروندګرو ته اجازه نهورکوي چې پر خپلو ځمکو تریاک وکري، خو ځینو کروندګرو ته بیا د طالبانو لهخوا د تریاکو د کر اجازه ورکړل شوې ده.
کروندګرو تازه د هلمند په موسیکلا، نوزاد، واشېر، مارجې او باغران ولسوالیو کې پر خپلو ځمکو تریاک کرلي دي، خو دا کروندې د پخوا پرتله کمې دي او دوی نهشي کولای چې په ښکاره تریاک وکري.
د راپورونو پربنسټ، ځینو کسانو له خپلو کروندو څخه دېوالونه راتاو کړي، څو کروندې یې د طالبانو له سترګو پناه شي او ځینو کسانو په خپلو کلاګانو او داسې سیمو کې تریاک کرلي چې هلته د طالبانو تګراتګ کم او یا هم هېڅ نشته.

کروندګرو ولې یو ځل بیا تریاکو ته مخه کړې ده؟
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د هلمند په موسیکلا، نوزاد، باغران او ځینو نورو سیمو کې له کروندګرو سره خبرې کړي او یادو کروندګرو د تریاکو کر ته د مخه کولو لوی لامل اقتصادي ستونزې په ګوته کړې دي.
عبدالرووف چې د هلمند د موسیکلا ولسوالۍ اوسېدونکی دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «زه نږدې ۱۵ جریبه کرنیزه ځمکه لرم او ۱۲ مې اولادونه دي. د طالبانو تر راتګ وړاندې مې په ۱۰ جریبه ځمکه کوکنار او په ۵ جریبه ځمکه غنم کرل. د کوکنارو له عاید څخه مې د ژوند لګښتونه پوره کول او غنم مې د کورنۍ د خوراک لپاره بسنه کوله. خو په تېرو څلورو کلونو کې د تریاکو پر کښت له بندیز وروسته یوازې پر غنمو زما د کورنۍ ګوزاره نهکېږي. له همدې امله په دغه موده کې شاوخوا ۱۲ لکه کلدارې پوروړی شوی یم».
یاد هلمندی کروندګر وايي، چې سږکال یې د خپل استوګنځي په انګړ کې کوکنار کرلي دي او همداراز یې د خپلې ځمکې پر یوه برخه دېوال راګرځولی او کوکنار یې پهکې کرلي، څو د طالبانو له سترګو پناه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو اوس د دغو تازه کرل شویو تریاکو د لهمنځه وړلو لپاره کمپاینونه پیل کړي او یوازې یې په موسیکلا ولسوالۍ کې لسګونه کروندګر د تریاکو د کرلو په تور بندیان کړي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د هلمند په شمالي ولسوالیو موسیکلا، نوزاد، باغران او نورو سیمو کې ډېر کوکنار کرل شوي دي. دوه اوونۍ وړاندې د هلمند والي امانالدین منصور هم د هلمند شمالي موسیکلا ولسوالۍ ته سفر کړی و او په یوه پراخه غونډه کې یې خلکو ته امر وکړ، چې کرل شوي تریاک لهمنځه یوسي که نه د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
طالبانو د جنورۍ میاشتې په شپږمه نېټه موسیکلا ته د یاد طالب چارواکي د سفر او د تریاکو د کرکیلې د مخنیوي په تړاو خبرپاڼه هم خپره کړې ده.
په خبرپاڼه کې د هلمند د والي له قوله لیکل شوي: «خلک دې د کوکنارو له کښت او اړوند نورو مواردو په کلکه ډډه وکړي او نور دې په دې شیانو خپل مصارف او وخت بېځایه نهلګوي. په دې برخه کې زموږ پرېکړه پرېکنده او مبارزه مو جدي ده. چا ته اجازه نهورکوو چې په دې ناوړه عمل لاس پورې کړي او سرغړونکو سره به اصولي چلند یقینا ترسره کېږي. موږ هڅه کوو خلکو ته بدیل معیشت ورکړو».
له دې سره، شاوخوا لس ورځې مخکې د هلمند په موسیکلا ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال ملا عبدالرحیم (ملاجانان) د یادې ولسوالۍ له ملکانو، قومي مشرانو، سپینږیرو او ګڼو ځايي اوسېدونکو سره ناسته وکړه او هغوی ته یې په ډاګه امر وکړ: «د کوکنارو له کرکیلې او اړوندو نورو کړنو په کلکه ډډه وکړئ او نور په دې ډول کارونو خپل وخت او امکانات بېځایه مه لګوئ».
نوموړي خلکو ته ویلي، چې د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوي په برخه کې د طالبانو پرېکړه پرېکنده ده او هېچا ته اجازه نهورکوي چې تریاک وکري.
دغو طالب چارواکو کروندګرو او قومي مشرانو ته ګواښ کړی او ویلي یې دي: «که څوک له امر څخه سرغړونه وکړي، پر وړاندې به یې اصولي او جدي چلند ترسره شي».
د موسیکلا یو اوسېدونکی چې نهغواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو لهخوا د تریاکو د کرلو په تور بندې شوی و او وروسته د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې شو.
نوموړي زیاته کړه: «موږ شاوخوا پنځلس یا شل کسان وو. سهار وختي طالبان راته راغلل او موږ یې ونیولو. دوی موږ لومړی په قوماندانۍ کې بندیان کړو او بیا یې محکمې ته حاضر کړو. قاضي ځینو کسانو ته تر شپږو میاشتو بند سزا ورکړه او زما په ګډون یې ځینې نور کسان بیا په قوي ضمانت سره خوشې کړل».
دغه ۲۶ کلن هلمندی ځوان وايي، چې د تریاکو د کرلو په جرم ټول بندیان د محکمې تر حاضریدو پورې د امنیه قوماندانۍ اړوند زندان کې ساتل کېږي.
دغه ځوان وايي: «زه پر خپل کړي کار هېڅ پښېمانه نهیم؛ ځکه بله لاره نهلرم. همدا مې کسب و او همدا مې کار دی. له ماشومتوب څخه مې بزګري کړې او بل کار مې نه دی زده. اوس داسې حال کې یم چې ان د خپل ناروغ پلار یا مور د درملو اخیستو پیسې هم نهلرم؛ په داسې حال کې چې پخوا مو دا ټول لګښتونه د تریاکو له کښت څخه پوره کول».
په ورته مهال، په هلمند کې د طالبانو سیمهییز چارواکي د موسیکلا، نوزاد، باغران او نوزاد ولسوالیو له اوسېدونکو سره په کتنو کې ټینګار کوي، چې د ملا هبتالله اخوندزاده له لوري د نشهيي توکو د کر او کارونې په اړه د بندیز فرمان باید په هر ډول شرایطو کې پلی شي.
هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلې ښيي، چې د موسیکلا ولسوالۍ په «ښارګه» سیمه کې د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان ملا عبدالسلام د سیمې له اوسېدونکو سره د یوې ناستې په ترڅ کې له هغوی څخه غوښتي، چې په خپله خوښه له خپلو ځمکو د تریاکو کښتونه لهمنځه یوسي.
خو د سیمې سپین ږیري نوموړي ته وايي، چې د طالبانو د مشر له امر څخه یې د مجبوریت لهمخې سرغړونه کړې ده.
په ویډیو کې ښکاري چې یو سپینږیری وايي: «موږ په دې پوره خبر یو چې دا د شېخ صاحب امر دی؛ هغه والي ته، والي قوماندان ته، قوماندان تاسو ته او تاسو موږ ته امر کړی چې باید تریاک ونهکرو. موږ په دې پوهېږو، خو اوس مو لږ یا ډېر کرلي دي. اغا جانه! دا کار موږ د امارت، والي یا ستاسو پر خلاف نهدی کړی، بلکې خپلې محتاجۍ دې ته اړ کړي یو چې دا بوټي وکرو، ترڅو یوه نیمه بوجۍ اوړه پرې واخلو او یا یو ځل د مور د درملو نسخه پرې پوره کړو. بیا هم موږ ستاسو د خبرو منلو ته تیار یو او که تیار هم نهشو، مجبور یو چې تیار واوسو. موږ به ستاسو امر منو. ګناه خو مو کړې ده، په دې کې هېڅ شک نشته. د شېخ صاحب له امر څخه مو سرغړونه کړې او په دې کې پوره ګنهکار یو، خو له تاسو بښنه غواړو؛ دا چې کرلي مو دي یوازینی لامل یې زموږ مجبوریت دی».
خو له دې سره سره، سږ کال داسې ښکاري، چې وږي او ناچاره کروندګر نور د طالبانو فرمانونو ته سر نهټیټوي.

په سوېلي ولایتونو کې د تریاکو کښت د دې ښکارندويي کوي، چې د طالبانو هغه ټولې ادعاوې بېبنسټه دي، چې وايي په افغانستان کې یې د نشهيي توکو د کرکېلې کچه صفر ته راټېټه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې تېره اوونۍ د طالبانو یوې ډلې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د یوه کروندګر په کور کې کرل شوي تریاک لهمنځه وړي دي او د معلوماتو لهمخې، یوه ورځ وروسته بیا د طالبانو د هغې ډلګۍ قوماندان چې د یاد کروندګر کور ته په زور ننوتی و، د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو. د هلمند سیمهییزو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نهدي ویلي.
له دغو ټولو بندیزونو سره سره، طالبانو خپلو یو شمېر نږدې کسانو ته د تریاکو د کرلو اجازه ورکړې ده.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «په موسی کلا، باغران، غورک او ځینو نورو لرې پرتو ولسوالیو کې طالبانو هغو کسانو ته د تریاکو د کرلو اجازه ورکړې، چې یا په خپله د ځینو لوړپوړو طالبانو د کورنیو غړي دي او یا هم له قاچاق وړونکو او طالب زورواکو سره نږدې اړیکې لري».
سرچینې وايي، طالبان یوازې د هغو کسانو تریاک لهمنځه وړي، چې هغوی د طالبانو په لیکو کې هېڅ ډول اړیکې نهلري او عام کروندګر دي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو د هلمند ترڅنګ د ارزګان په خاص ارزګان او چارچینو ولسوالیو او همدارنګه د کندهار په غورک، میوند، خاکرېز او میانشین ولسوالیو کې هم د تریاکو د کرکیلې پر ضد کمپاینونه پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوناما بیا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو پر کر د بندیز له عملي کېدو وروسته د کوکنارو کر په ټول افغانستان کې په پراخه کچه کم شوی، خو اوس له سوېل لوېدیځ څخه شمال ختیځ ته لېږدول شوی.
د راپور لهمخې، په هغو کلیو کې چې پخوا کوکنار پهکې کرل کېدل، اوس د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کچه ټیټه شوې. د غلو او حبوباتو کرلو هغوی ته یو بدیل پیدا کړی، خو د کوکنارو د عاید کمښت یې نه دی جبران کړی.
په راپور کې همداراز زیاته شوې ده، چې د کرنیزو مرستو پوښښ محدود دی او روغتیا، زدهکړو او د ښځو د روغتیا خدماتو ته لاسرسی لا هم کم دی.
طالبانو تر دې وړاندې د ځینو نړۍوالو بنسټونو له استازو سره په لیدنو کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو د کښت کچه صفر شوې ده او دوی همداراز له نړۍوالې ټولنې څخه د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت د برابرولو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او تولید صفر ته رسېدلی او د سیمې هېوادونه هم باید له دغو توکو سره د مبارزې او د قاچاق په مخنیوي کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د فبرورۍ پر۲۶مه شپه د ننګرهار د تورخم اوسېدونکي ۶۵ کلن بختیار ژوند هله ناڅاپه بدل شو، چې تورخم ته نږدې سرحدي بریدونه او د عمري کمپ پر شاوخوا راکټي مرمۍ او ډزې پیل شوې. هغه په نیمه شپه له کورنۍ سره یوځای وتښتېد او په مومندره کې یې د چرګان په یوه فارم کې واړول.
عمري کمپ هغه لنډمهالی ځای دی چې له پاکستان نه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال پکې تم کېږي.
بختیار، چې د څلورو لوڼو او دوو زامنو پلار دی، وايي، شاوخوا د شپې لس بجې یې ناڅاپه د راکټونو او ډزو غږونه واورېدل. د هغه په وینا، په څو دقیقو کې جګړه سخته شوه او دوی اړ شول چې له کوره وتښتي. نوموړي د زرګونو نورو کورنیو په څېر خپل ماشومان راټول کړل او په تیاره کې یې د خوندي ځای پر لور منډه کړه.
دغې کورنۍ هر څه شاته پرېښودل او نږدې دېرش دقیقې یې مزل وکړ، څو اصلي سړک ته ورسېږي. وروسته یوې لارۍ موټر هغوی د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ ته ورسول چې د دوی له کوره شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې ده.

بختیار او کورنۍ یې له تېرو لسو ورځو راهیسې د مومندرې د چرګانو فارم کې ژوند کوي.
هغه وایي کله چې دوی ورسېدل، ځای ډېر چټل و او ټوله شپه یې پاک کړ، په داسې حال کې چې ماشومان یې د باندې د اسمان لاندې ویده شول. د سیمې شاوخوا ۵۰۰ نورې بېځایه شوې کورنۍ هم همدې ځای ته تللې او ډېری یې په داسې ځایونو کې اوسي چې د انسان د اوسېدو لپاره وړ نه دي.
دوی د تېښتې پر مهال هېڅ شی له ځانه سره نه دی راوړی.
بختیار وايي: «موږ خپل ټول شیان، جامې او هر څه شاته پرېښودل. ان نه پوهېږو چې زموږ پر کور څه تېر شوي دي».
د چرګانو فارم کې دروازې او کړکۍ سمې نه دي او د شپې یخ باد دننه راځي. کورنۍ د ځمکې پر سر ویدېږي او کافي کمپلې او غالۍ نه لري. د همدې یخنۍ له امله د بختیار دوه ماشومان ناروغان شوي دي.
بختیار وایي د مومندرې اوسېدونکو له دوی سره ډېره مرسته کړې ده. د ده په وینا، د کلي خلکو هغوی ته کمپلې او خواړه راوړل او له لسو ورځو راهیسې یې ملاتړ کوي.
خو د دوی راتلونکی لا هم نامعلوم دی، ځکه د چرګانو فارم مالک غواړي یوه میاشت وروسته بېرته چرګان راوړي او دا کورنۍ به بیا له هغه ځایه وځي. بختیار وایي چې که جګړه پای ته ورسېږي او د دوی ژوند خوندي شي، سملاسي به خپل کور ته ستانه شي، ځکه اوسنی ژوند ډېر سخت دی.
د بختیار ۱۸ کلن زوی یار عالم هم خپل کار له لاسه ورکړی.
هغه مخکې په تورخم کې د لاسګاډي په وسیله د مسافرو توکي لېږدول او هره ورځ یې شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ عاید درلود. هغه وایي، چې له لسو ورځو راهیسې بېکاره دی او د کورنۍ د ملاتړ توان نه لري.
د بختیار اووه کلنه لور شاعابده چې د لومړي ټولګي زده کوونکې ده، د کورنۍ له تېښتې وروسته ښوونځي ته نه شي تللی. هغه وایي چې خپل ښوونځی او ټولګیوال ډېر یادوي او هیله لري بېرته ستنه شي. د هغې خوب دا دی چې یوه ورځ ډاکټره شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

د مارچ په اوومه نېټه د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په ننګرهار کې ۶۲۰ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړه چې د بختیار کورنۍ هم پکې شامله ده.
د یادې شورا د رپوټ له مخې، دا مرسته به له کورنیو سره مرسته وکړي چې د خوړو، سرپناه او درملنې په څېر خپلېبیړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
بختیار وایي، دا مرسته به لنډ مهال مرسته وکړي، خو که جګړه دوام وکړي بسنه به ونه کړي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې دوی هېر نه کړي، ځکه د ده په وینا: «موږ په ډېر سخت حالت کې ژوند کوو او نور هېڅ هم نه لرو».
یوناما راپور ورکوي چې په۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له عملي کېدو وروسته د کوکنارو کښت په ټول افغانستان کې په پراخه کچه کم شوی، خو اوس له جنوب لویدیځ څخه شمال ختیځ ته لېږدول شوی.
د رپوټ له مخې، په هغو کلیو کې چې پخوا کوکنار پکې کرل کېدل، اوس د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کچه ټیټه شوې. د غلو او حبوباتو کرلو هغوی ته یو بدیل پیدا کړی، خو د کوکنارو د عاید کمښت یې نه دی جبران کړی.
رپوټ وايي، چې د کرنیزو مرستو پوښښ محدود دی او روغتیا، زده کړو او د ښځو د روغتیا خدماتو ته لاسرسی لا هم کم دی.
یوناما وايي، د ۲۰۲۵ کال له نومبر څخه د۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې ۴،۶۷۹ کورنیو ته د اوبو لګونې، کرنې، څارویو او بازار موندنې له لارې مرسته شوې.
همدارنګه په۲۴ مرکزونو کې د نشه يي توکو کاروونکو ته خدمات وړاندې شوي چې ټولټال ۶،۴۷۶کسان ترې مستفید شوي، چې۲۲۵ ښځې هم پکې شاملې دي.
د رپوټ له مخې، د دوحې پروسې پر بنسټ جوړې شوې کاري ډلې په چوکاټ کې ملګرو ملتونو، غړو هېوادونو، د طالبانو ادارې او نړیوالو همکارو ادارو د بدیل عاید د پلان په برخه کې ګډ اقدامات معرفي کړي او پر عملي کولو یې بحثونه کړي دي.
یوناما د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر۳ مه د مخدره موادو د کاري ډلې څلورمه غونډه په کابل کې وکړه.
د طالبانو برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونو د ترکمنستان-هرات د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي د بیا فعالولو لپاره د بیړنیو چارو د پیل خبر ور کړی. یاد شرکت ویلي، چې دغه مزی د تېرې شپې توپان له امله د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په بند بقرچر سیمه کې پرې شوی دی.
برېښنا شرکت ویلي، چې دغه مزی د تېرې شپې توپان له امله د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند د بند بقرچر په سیمه کې پرې شوی دی، چې له امله یې د ترکمنستان وارداتي برېښنا هرات ولایت ته بنده شوې ده.
دغه شرکت وایي د شرکت د لوړ ولتاژ تخنیکي کارکوونکي د شپې له خوا سیمې ته رسېدلي، د ستونزې ځای یې تثبیت کړی او اوس مهال د ستونزې د حل لپاره کار روان دی.
یوناما په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د افغانستان ثبات او امنیت ته د سیمې د هېوادونو پام زیات شوی دی. رپوټ د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړو استازو ناستې او دغه راز د طالبانو او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته اشاره کړې ده.
رپوت د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۱۲مه، د ایران او قزاقستان د ولسمشرانو ګډې اعلامیې ته اشاره کړې، چې د «امنیت او اعتماد نړیوال فورم» په څنډو کې یې خپره کړه.
دغه راز په رپوټ کې د ډسمبر پر۱۴مه، په تهران کې د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړو استازو ناستې ته هم اشاره شوې ده.
په رپوټ کې د چین، پاکستان او طالبانو او دغه راز د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د طالبانو اړیکو او ټاپي د ګازو نل لیکې پروژې ته اشاره شوې، خو په دې ټولو هڅو په دې وروستیو کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته سیوری غوړېدلی دی.