• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکمنستان-هرات د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزي د بیا نښلولو چارې روانې دي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د طالبانو برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونو د ترکمنستان-هرات د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي د بیا فعالولو لپاره د بیړنیو چارو د پیل خبر ور کړی. یاد شرکت ویلي، چې دغه مزی د تېرې شپې توپان له امله د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په بند بقرچر سیمه کې پرې شوی دی.

برېښنا شرکت ویلي، چې دغه مزی د تېرې شپې توپان له امله د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند د بند بقرچر په سیمه کې پرې شوی دی، چې له امله یې د ترکمنستان وارداتي برېښنا هرات ولایت ته بنده شوې ده.

دغه شرکت وایي د شرکت د لوړ ولتاژ تخنیکي کارکوونکي د شپې له خوا سیمې ته رسېدلي، د ستونزې ځای یې تثبیت کړی او اوس مهال د ستونزې د حل لپاره کار روان دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو استازځي رپوټ: د افغانستان ثبات او امنیت ته د سیمې د هېوادونو پام ډېر شوی

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۰

یوناما په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د افغانستان ثبات او امنیت ته د سیمې د هېوادونو پام زیات شوی دی. رپوټ د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړو استازو ناستې او دغه راز د طالبانو او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته اشاره کړې ده.

رپوت د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۱۲مه، د ایران او قزاقستان د ولسمشرانو ګډې اعلامیې ته اشاره کړې، چې د «امنیت او اعتماد نړیوال فورم» په څنډو کې یې خپره کړه.

دغه راز په رپوټ کې د ډسمبر پر۱۴مه، په تهران کې د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړو استازو ناستې ته هم اشاره شوې ده.

په رپوټ کې د چین، پاکستان او طالبانو او دغه راز د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د طالبانو اړیکو او ټاپي د ګازو نل لیکې پروژې ته اشاره شوې، خو په دې ټولو هڅو په دې وروستیو کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته سیوری غوړېدلی دی.

یوناما: په تېرو درې میاشتو کې په افغانستان کې د امنیتي پېښو کچه ۲۷ سلنه لوړه شوې

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما تازه رپوټ وايي، چې د ۲۰۲۵ کال له نومبر میاشتې نه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۲۶۶۰ امنیتي پېښې ثبت شوې، چې د تیر کال ورته مودې په پرتله ۲۷،۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

رپوټ وايي، چې د وسله‌والو مخالفو ډلو فعالیتونو په دې موده کې د طالبانو واک او کنټرول ته جدي ګواښ نه دی پېښ کړی، خو ښيي چې څو وسله والې ډلې فعالې دي.

په بدخشان، بلخ، فاریاب، هرات، کونړ، کندز، کابل، کندهار، لوګر او پنجشېر ولایتونو کې د افغانستان د زادۍ جبهې، د ملي مقاومت جبهې، د ملي بسیج جبهې، د اسلامي ازادۍ حرکت او د افغانستان د ازادۍ حرکت د ۳۶ پېښو پېښو یادونه شوې، چې مسوولیت یې یادو ډلو پر غاړه اخېستې او ۱۴ پېښې یې تایید شوې دي.

یوناما وايي، چې دغه پېښې په جزوي ډول د راکټونو او لاسي بمونو بریدونه او د طالبانو پر پوستو او کاروانونو ډزې وې.

په رپوټ کې د جنورۍ پر ۱۹مه په کابل ښار کې پر یوه چینايي رستورانت د چاودنې یادونه هم شوې، چې مسوولیت یې داعش ډلې پرغاړه اخېستی و.

یوناما وايي، چې طالبان لاهم د دې ډلې پر ضد عملیات کوي.

په رپوټ کې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د جنوري تر۳۱ مې پورې په ایران کې او له پاکستان سره په سرحدي شخړو کې څو پېښې ثبت شوې دي.

ملا ترابي له سویسي پلاوي سره د بشري او اقلیمي پروژو پر پیاوړتیا غږېدلی

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رییس د سویس له یوه پلاوي سره د بشري او اقلیمي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي. ملا نورالدین ترابي ټینګار کړی چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی او له نړیوالو تمویل کوونکو غواړي چې له سیاسي ملاحظاتو پرته مرستې وکړي.

د یادې ادارې مرستیال او د اقلیمي بدلونونو د برخې مسول، محمد مصطفی صاحب‌زاده ویلي، چې د ماین پاکۍ په برخه کې د یوې نوې پروژې د پلي کېدو پلان شته. د هغه په وینا، سربېره پر دې څلور نورې پروژې هم د پېښو د مدیریت اړوندو برخو کې تر کار لاندې دي چې د کورنیو موسسو له لارې به عملي شي.

ملا نورالدین ترابي ټینګار کړی چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی او له نړیوالو تمویل کوونکو یې وغوښتل چې له سیاسي ملاحظاتو پرته د هېواد د ملاتړ لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې رییس اریک مارکلي د خپلو فعالیتونو د تشریح پر مهال وویل چې د دوی کار په دریو اساسي برخو د بشر حقونو، اقلیمي بدلونونو او بشري مرستې او همدارنګه د خصوصي سکتور د ملاتړ له لارې داقتصاد د بیاځواکمنتیا په برخه کې تمرکز لري.

مارکلي زیاته کړې چې د دوی ادارې له شاوخوا یو کال راهیسې بېرته له تخنیکي ادارو سره حضوري همکاري پیل کړې ده او باور لري چې نږدې او دوامداره ګډ کار د پروژو د بریالیتوب لپاره مهم رول لري.

ازبکستان او اروپایي ټولنې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر شخړو خبرې وکړې

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۴۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشیف د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ژیل برتران سره د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړو او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د ازبک رسنیو د رپوټونو له مخې، دواړو لوریو په دې انلاین ناسته کې د سیمه‌ییز امنیت پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي او په ځانګړي ډول یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وضعیت تمرکز کړی دی.

په غونډه کې همدارنګه د افغانستان اړوند مسایلو په برخه کې د ازبکستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د همکارۍ د لا پراختیا پر فرصتونو هم بحث شوی دی.

د غونډې ګډونوالو د سیمه‌ییز امنیت او همکارۍ په برخه کې د منظمو او رغنده خبرو د دوام لپاره خپله ګډه لېوالتیا څرګنده کړې ده.

دواړو لوریو همدارنګه موافقه کړې چې د سیمې د روان وضعیت په اړه د نظرونو د تبادلې لپاره به منظمې سلا مشورې او اړیکې روانې وساتي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې له شاوخوا ۱۱ ورځو راهیسې روانې دي او ددواړو خواوو ترمنځ که څه لویې شخړې کمې شوې، خو پر کرښه د هاوان او توپ د مرمیو ډزې روانې دي.

ددغو شخړو له امله په لسګونو زره خلک له سرحدي ولسوالیو نه بېځایه شوي دي.

طالبانو چین ته د افغان صادراتو د ډېرولو لپاره د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره ولیدل او د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د پانګونې د فرصتونو په اړه یې خبرې وکړې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې وزیر نورالدین عزیزي وویل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره امن او مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

هغه له چینايي پانګوالو وغوښتل چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې له شته فرصتونو د دواړو هېوادونو په نفع ګټه واخلي او پانګونه وکړي.

نوموړي همدارنګه چین ته د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې په ځانګړي ډول د پنبې، انارو، ځڼغوزیو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او نورو صادراتي توکو لپاره دې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګمرکي، ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه هم کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د چین ځانګړي استازي ویلي، چې د چین سوداګر او پانګوال د افغانستان په بازار کې د حضور لپاره لېوالتیا لري.

هغه په وینا، د چین په ستراتیژۍ کې افغانستان داسې هېواد بلل کېږي چې د پانګونې په برخه کې ډېر نوي او نه کارول شوي اقتصادي فرصتونه لري.

هغه زیاته کړې ده، چې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو همکاري د خصوصي سکتور د ملاتړ او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه ده.