• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تورخم له عمري پنډغالي بې ځایه شوي کډوال د مومندرې د چرګانو فارم کې ژوند کوي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د فبرورۍ پر۲۶مه شپه د ننګرهار د تورخم اوسېدونکي ۶۵ کلن بختیار ژوند هله ناڅاپه بدل شو، چې تورخم ته نږدې سرحدي بریدونه او د عمري کمپ پر شاوخوا راکټي مرمۍ او ډزې پیل شوې. هغه په نیمه شپه له کورنۍ سره یوځای وتښتېد او په مومندره کې یې د چرګان په یوه فارم کې واړول.

عمري کمپ هغه لنډمهالی ځای دی چې له پاکستان نه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال پکې تم کېږي.

بختیار، چې د څلورو لوڼو او دوو زامنو پلار دی، وايي، شاوخوا د شپې لس بجې یې ناڅاپه د راکټونو او ډزو غږونه واورېدل. د هغه په وینا، په څو دقیقو کې جګړه سخته شوه او دوی اړ شول چې له کوره وتښتي. نوموړي د زرګونو نورو کورنیو په څېر خپل ماشومان راټول کړل او په تیاره کې یې د خوندي ځای پر لور منډه کړه.

دغې کورنۍ هر څه شاته پرېښودل او نږدې دېرش دقیقې یې مزل وکړ، څو اصلي سړک ته ورسېږي. وروسته یوې لارۍ موټر هغوی د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ ته ورسول چې د دوی له کوره شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې ده.

100%

بختیار او کورنۍ یې له تېرو لسو ورځو راهیسې د مومندرې د چرګانو فارم کې ژوند کوي.

هغه وایي کله چې دوی ورسېدل، ځای ډېر چټل و او ټوله شپه یې پاک کړ، په داسې حال کې چې ماشومان یې د باندې د اسمان لاندې ویده شول. د سیمې شاوخوا ۵۰۰ نورې بې‌ځایه شوې کورنۍ هم همدې ځای ته تللې او ډېری یې په داسې ځایونو کې اوسي چې د انسان د اوسېدو لپاره وړ نه دي.

دوی د تېښتې پر مهال هېڅ شی له ځانه سره نه دی راوړی.

بختیار وايي: «موږ خپل ټول شیان، جامې او هر څه شاته پرېښودل. ان نه پوهېږو چې زموږ پر کور څه تېر شوي دي».

د چرګانو فارم کې دروازې او کړکۍ سمې نه دي او د شپې یخ باد دننه راځي. کورنۍ د ځمکې پر سر ویدېږي او کافي کمپلې او غالۍ نه لري. د همدې یخنۍ له امله د بختیار دوه ماشومان ناروغان شوي دي.

بختیار وایي د مومندرې اوسېدونکو له دوی سره ډېره مرسته کړې ده. د ده په وینا، د کلي خلکو هغوی ته کمپلې او خواړه راوړل او له لسو ورځو راهیسې یې ملاتړ کوي.

خو د دوی راتلونکی لا هم نامعلوم دی، ځکه د چرګانو فارم مالک غواړي یوه میاشت وروسته بېرته چرګان راوړي او دا کورنۍ به بیا له هغه ځایه وځي. بختیار وایي چې که جګړه پای ته ورسېږي او د دوی ژوند خوندي شي، سملاسي به خپل کور ته ستانه شي، ځکه اوسنی ژوند ډېر سخت دی.

د بختیار ۱۸ کلن زوی یار عالم هم خپل کار له لاسه ورکړی.

هغه مخکې په تورخم کې د لاسګاډي په وسیله د مسافرو توکي لېږدول او هره ورځ یې شاوخوا ۳۰۰ افغانۍ عاید درلود. هغه وایي، چې له لسو ورځو راهیسې بې‌کاره دی او د کورنۍ د ملاتړ توان نه لري.

د بختیار اووه کلنه لور شاعابده چې د لومړي ټولګي زده کوونکې ده، د کورنۍ له تېښتې وروسته ښوونځي ته نه شي تللی. هغه وایي چې خپل ښوونځی او ټولګیوال ډېر یادوي او هیله لري بېرته ستنه شي. د هغې خوب دا دی چې یوه ورځ ډاکټره شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

100%

د مارچ په اوومه نېټه د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په ننګرهار کې ۶۲۰ بې‌ځایه شویو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړه چې د بختیار کورنۍ هم پکې شامله ده.

د یادې شورا د رپوټ له مخې، دا مرسته به له کورنیو سره مرسته وکړي چې د خوړو، سرپناه او درملنې په څېر خپلېبیړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

بختیار وایي، دا مرسته به لنډ مهال مرسته وکړي، خو که جګړه دوام وکړي بسنه به ونه کړي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې دوی هېر نه کړي، ځکه د ده په وینا: «موږ په ډېر سخت حالت کې ژوند کوو او نور هېڅ هم نه لرو».

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د کوکنارو کښت د افغانستان له جنوب لویدیځ څخه شمال ختیځ ته منتقل شوی

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۴۱ GMT+۰

یوناما راپور ورکوي چې په۲۰۲۳ کال کې د کوکنارو پر کښت د بندیز له عملي کېدو وروسته د کوکنارو کښت په ټول افغانستان کې په پراخه کچه کم شوی، خو اوس له جنوب لویدیځ څخه شمال ختیځ ته لېږدول شوی.

د رپوټ له مخې، په هغو کلیو کې چې پخوا کوکنار پکې کرل کېدل، اوس د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کچه ټیټه شوې. د غلو او حبوباتو کرلو هغوی ته یو بدیل پیدا کړی، خو د کوکنارو د عاید کمښت یې نه دی جبران کړی.

رپوټ وايي، چې د کرنیزو مرستو پوښښ محدود دی او روغتیا، زده کړو او د ښځو د روغتیا خدماتو ته لاسرسی لا هم کم دی.

یوناما وايي، د ۲۰۲۵ کال له نومبر څخه د۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې ۴،۶۷۹ کورنیو ته د اوبو لګونې، کرنې، څارویو او بازار موندنې له لارې مرسته شوې.

همدارنګه په۲۴ مرکزونو کې د نشه يي توکو کاروونکو ته خدمات وړاندې شوي چې ټولټال ۶،۴۷۶کسان ترې مستفید شوي، چې۲۲۵ ښځې هم پکې شاملې دي.

د رپوټ له مخې، د دوحې پروسې پر بنسټ جوړې شوې کاري ډلې په چوکاټ کې ملګرو ملتونو، غړو هېوادونو، د طالبانو ادارې او نړیوالو همکارو ادارو د بدیل عاید د پلان په برخه کې ګډ اقدامات معرفي کړي او پر عملي کولو یې بحثونه کړي دي.

یوناما د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر۳ مه د مخدره موادو د کاري ډلې څلورمه غونډه په کابل کې وکړه.

د ترکمنستان-هرات د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا مزي د بیا نښلولو چارې روانې دي

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د طالبانو برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونو د ترکمنستان-هرات د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي د بیا فعالولو لپاره د بیړنیو چارو د پیل خبر ور کړی. یاد شرکت ویلي، چې دغه مزی د تېرې شپې توپان له امله د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په بند بقرچر سیمه کې پرې شوی دی.

برېښنا شرکت ویلي، چې دغه مزی د تېرې شپې توپان له امله د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند د بند بقرچر په سیمه کې پرې شوی دی، چې له امله یې د ترکمنستان وارداتي برېښنا هرات ولایت ته بنده شوې ده.

دغه شرکت وایي د شرکت د لوړ ولتاژ تخنیکي کارکوونکي د شپې له خوا سیمې ته رسېدلي، د ستونزې ځای یې تثبیت کړی او اوس مهال د ستونزې د حل لپاره کار روان دی.

د ملګرو ملتونو استازځي رپوټ: د افغانستان ثبات او امنیت ته د سیمې د هېوادونو پام ډېر شوی

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۰

یوناما په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې د افغانستان ثبات او امنیت ته د سیمې د هېوادونو پام زیات شوی دی. رپوټ د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړو استازو ناستې او دغه راز د طالبانو او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته اشاره کړې ده.

رپوت د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۱۲مه، د ایران او قزاقستان د ولسمشرانو ګډې اعلامیې ته اشاره کړې، چې د «امنیت او اعتماد نړیوال فورم» په څنډو کې یې خپره کړه.

دغه راز په رپوټ کې د ډسمبر پر۱۴مه، په تهران کې د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړو استازو ناستې ته هم اشاره شوې ده.

په رپوټ کې د چین، پاکستان او طالبانو او دغه راز د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د طالبانو اړیکو او ټاپي د ګازو نل لیکې پروژې ته اشاره شوې، خو په دې ټولو هڅو په دې وروستیو کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته سیوری غوړېدلی دی.

یوناما: په تېرو درې میاشتو کې په افغانستان کې د امنیتي پېښو کچه ۲۷ سلنه لوړه شوې

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما تازه رپوټ وايي، چې د ۲۰۲۵ کال له نومبر میاشتې نه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۲۶۶۰ امنیتي پېښې ثبت شوې، چې د تیر کال ورته مودې په پرتله ۲۷،۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

رپوټ وايي، چې د وسله‌والو مخالفو ډلو فعالیتونو په دې موده کې د طالبانو واک او کنټرول ته جدي ګواښ نه دی پېښ کړی، خو ښيي چې څو وسله والې ډلې فعالې دي.

په بدخشان، بلخ، فاریاب، هرات، کونړ، کندز، کابل، کندهار، لوګر او پنجشېر ولایتونو کې د افغانستان د زادۍ جبهې، د ملي مقاومت جبهې، د ملي بسیج جبهې، د اسلامي ازادۍ حرکت او د افغانستان د ازادۍ حرکت د ۳۶ پېښو پېښو یادونه شوې، چې مسوولیت یې یادو ډلو پر غاړه اخېستې او ۱۴ پېښې یې تایید شوې دي.

یوناما وايي، چې دغه پېښې په جزوي ډول د راکټونو او لاسي بمونو بریدونه او د طالبانو پر پوستو او کاروانونو ډزې وې.

په رپوټ کې د جنورۍ پر ۱۹مه په کابل ښار کې پر یوه چینايي رستورانت د چاودنې یادونه هم شوې، چې مسوولیت یې داعش ډلې پرغاړه اخېستی و.

یوناما وايي، چې طالبان لاهم د دې ډلې پر ضد عملیات کوي.

په رپوټ کې د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د جنوري تر۳۱ مې پورې په ایران کې او له پاکستان سره په سرحدي شخړو کې څو پېښې ثبت شوې دي.

ملا ترابي له سویسي پلاوي سره د بشري او اقلیمي پروژو پر پیاوړتیا غږېدلی

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۰

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رییس د سویس له یوه پلاوي سره د بشري او اقلیمي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي. ملا نورالدین ترابي ټینګار کړی چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی او له نړیوالو تمویل کوونکو غواړي چې له سیاسي ملاحظاتو پرته مرستې وکړي.

د یادې ادارې مرستیال او د اقلیمي بدلونونو د برخې مسول، محمد مصطفی صاحب‌زاده ویلي، چې د ماین پاکۍ په برخه کې د یوې نوې پروژې د پلي کېدو پلان شته. د هغه په وینا، سربېره پر دې څلور نورې پروژې هم د پېښو د مدیریت اړوندو برخو کې تر کار لاندې دي چې د کورنیو موسسو له لارې به عملي شي.

ملا نورالدین ترابي ټینګار کړی چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شوی او له نړیوالو تمویل کوونکو یې وغوښتل چې له سیاسي ملاحظاتو پرته د هېواد د ملاتړ لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې رییس اریک مارکلي د خپلو فعالیتونو د تشریح پر مهال وویل چې د دوی کار په دریو اساسي برخو د بشر حقونو، اقلیمي بدلونونو او بشري مرستې او همدارنګه د خصوصي سکتور د ملاتړ له لارې داقتصاد د بیاځواکمنتیا په برخه کې تمرکز لري.

مارکلي زیاته کړې چې د دوی ادارې له شاوخوا یو کال راهیسې بېرته له تخنیکي ادارو سره حضوري همکاري پیل کړې ده او باور لري چې نږدې او دوامداره ګډ کار د پروژو د بریالیتوب لپاره مهم رول لري.