• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د محبوب شاه محبوب لیکنه

نړۍواله انزوا؛ د ناحقه نیونو د بندیزونو نوملړ ته د افغانستان شاملېدل څه تاوان لري؟

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ کب ۱۴۰۴ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۳۴ GMT+۰

افغانستان د نړۍ له ژور سیاسي کړکېچ، اقتصادي رکود او ډیپلوماټیکې انزوا سره مخ دی، خو امریکا یو ځل بیا د طالبانو د حکومت پر کړنو د نړۍوال فشار کچه لوړه کړه. واشنګټن افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې بهرنیان په ناحقه نیسي. دا په حقوقي قاموس کې ډېر دروند مفهوم لري.

دا پرېکړه نه یوازې د طالبانو د مشروعیت ادعاوې نورې هم بې‌بنسټه کوي، بلکې د افغانستان د نړۍوال انځور پر مخ بل تور سیوری هم اچوي. په داسې حال کې چې امریکا د ډینس کوېل او محمود شاه حبیبي په څېر امریکایانو د ناحقه نیولو مسوولیت په کلکه د طالبانو پر غاړه ور اچوي، طالبان بیا ځانونه بې‌ګناه ګڼي؛ خو پوښتنه دا ده چې د قانون، شفافیت او مشروع حاکمیت له نشتوالي سره د دوی دفاع څومره وزن لري؟

د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۹مه امریکا افغانستان په رسمي ډول د هغه تور نوملړ برخه اعلان کړ، چې په نړۍوال سیاست کې د «State Sponsor of Wrongful Detention» په نوم یادېږي. دا کټګوري د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرایي فرمان له‌مخې رامنځته شوې وه او هدف یې دا دی، چې هغه حکومتونه محدود کړي چې بهرنیان په ناحقه نیسي او د سیاسي امتیاز اخیستو لپاره یې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

افغانستان په دې نوملړ کې دویم هېواد شو، په داسې حال کې چې ایران د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په وروستیو کې لومړنی هېواد و چې ورته نومول شوی و.

د نوملړ حقوقي او سیاسي مفهوم

په نړۍوال سیاست کې «Wrongful Detention» هغه حالت ته ویل کېږي، چې یو حکومت بهرني وګړي د شفافو، عادلانه او نړۍوالو معیارونو مطابق نه، بلکې د سیاسي فشار، امتیاز اخیستو، یا د ګټې لپاره نیسي. امریکا دا نوملړ د دې لپاره جوړ کړی، چې د دې ډول چلند پر وړاندې پراخ سیاسي، اقتصادي او ډېپلوماتیک فشار ولري.

د دې نوملړ حقوقي بنسټ امریکا ته اجازه ورکوي چې اقتصادي بندیزونه ولګوي، د مرستو کچه راکمه کړي، د سفر محدودیتونه پلي کړي او پر همدې حکومتونو د نړۍوالې انزوا کړۍ تنګه کړي.

نو کله چې یو هېواد په‌کې شامل شي، معنا یې یوازې تورنول نه دي، بلکې عملي پایلې هم لري چې د یو حکومت مشروعیت، نړۍوال دریځ او سیاسي تعامل ته زیان رسوي.

امریکا په خپلو رسمي بیانیو کې څرګنده کړې، چې طالبان «ترهګریز تاکتیکونه» کاروي، بهرنیان په ناحقه نیسي او د سیاسي امتیازاتو لپاره یې د «سوداګرۍ توکي» ګرځوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې طالبان بهرنیان «یا د پیسو لپاره تښتوي یا د سیاستي امتیاز اخيستو لپاره یې ساتي» او دا کړنې باید ژر پای ته ورسېږي. نوموړي دا هم وویل، چې افغانستان د امریکایانو لپاره «خوندي ځای نه دی» ځکه د ناحقه نیونو بهیر دوام لري.

کوم امریکایان دا مهال د طالبانو په بند کې دي؟

د بېلابېلو سرچینو راپورونه ښيي، چې طالبان څو امریکایان د نامعلومو او ناثابتو قانوني دلایلو له‌مخې په بند کې لري چې مشهور یې دوه کسان دي:

ډینس کوېل: یو ۶۴ کلن امریکايي محقق دی، چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په میاشت کې له نیول کېدو راهیسې د طالبانو د استخباراتو تر سخت انفرادي نظارت لاندې ساتل کېږي. تر اوسه هېڅ قانوني تور پرې نه دی اعلان شوی. د هغه کورنۍ څو ځله د امریکا له حکومت څخه غوښتي، چې د کوېل د خلاصون لپاره چټک اقدامات وکړي.

محمود شاه حبیبي: یو افغاني‌الاصله امریکايي چې د پخواني جمهوري نظام لوړپوړی چارواکی و، په ۲۰۲۲ کال کې له کابل څخه تریي تم شوی او امریکا د هغه د موندلو لپاره ۵ میلیونه ډالر انعام اعلان کړی. طالبان یې زنداني کېدل ردوي، خو امریکا او د هغه کورنۍ دا خبره نه مني.

د ډېری تحلیلګرو په باور، همدا قضیې د امریکا په پرېکړه کې مرکزي رول لري.

طالبانو د امریکا پرېکړه «ناسمه او د افسوس وړ» بللې او ویلي یې دي، چې بهرنیان د «قانوني سرغړونو» له امله نیول شوي، نه د امتیاز لپاره.

خو د یوه حکومت د قانوني دلیل دعوه هغه وخت معنا لري چې واضیح اساسي قانون موجود وي، عدالت‌پال قضايي نظام شتون ولري، قضیې په علني ډول وڅېړل شي او د محکمې پرېکړې له نړۍوالو معیارونو سره برابرې وي.

طالبان نه اساسي قانون لري، نه مشروع قضايي حاکمیت؛ نو د دوی دا استدلال له نړۍوال حقوقي لیدلوري په ترازو کې وزن نه لري.

په همدې دلیل نړۍوالې ادارې د طالبانو دا ډول نیونې «خپل‌سري، غېرشفافې او سیاسي» ګڼي.

د نوملړ ستراتیژیکې پایلې

په دې نوملړ کې د افغانستان شاملول څو مهمې پایلې لري. طالبان اوس په رسمي ډول د هغو حکومتونو په کتار کې درول شوي، چې بهرنیان ناحقه نیسي. دا د هغوی د رسمیت پېژندلو احتمال لا کموي او امریکا یې د اړیکو مشروطیت سره تړي: د بندیانو خوشې کول د هر ډول پرمختګ شرط دی.

کله چې یو هېواد د داسې نوملړ برخه شي، د نړۍوال امنیت او حقوقي اعتبار په ساحه کې د باور کچه ورسره راټیټېږي. پانګه‌وال، نړۍوال بنسټونه او مرستندویان ورسره کار کول د خطر له امله ستونزمن ګڼي. دا د اقتصادي رکود او نړۍوالې انزوا لامل کېږي.

امریکا کولی شي چې خپلو وګړو ته د افغانستان د سفر پر وړاندې محدودیتونه ولګوي. دا د هېواد د نړۍوال تګ‌راتګ د کمېدو لامل کېږي.

تر ټولو دردوونکې برخه دا ده، چې د سیاستونو، بندیزونو او ټکرونو تر منځ عادي افغانان بند پاتې دي. نړۍوالې مرستې کمېږي، اقتصادي فرصتونه لا محدودېږي، نړۍوال تعامل کمزوری کېږي، د کار، ښوونځي، روغتیا او د ژوند هره برخه د انزوا تر سیوري لاندې راځي.

په داسې حال کې چې ولس د دې کړنو مسوول نه دی، خو د سزا مستقیم اغېز پرې کېږي، ځکه نړۍوالې ټولنې د افغانستان په قضیه کې طالبانو او افغانستان دواړه په یو نوم حسابوي.

که په لنډ ډول یې ووایو؛ د امریکا دا پرېکړه یوازې یو سیاسي ګام نه دی، بلکې د نړۍوال نظام د هغو اصولو یوه څرګندونه ده چې هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې بهرنیان د انسان په ځای د فشار د وسیلې په توګه وکاروي. د طالبانو د کړنو دوام، د عدلي نظام نه شتون او د امریکایانو ناحقه نیول دا وضعیت تر دې ځایه را ورساوه.

خو د دې وضعیت تر ټولو درنه بیه هغه افغانان پرې کوي، چې نه یې دا کړنې کړې دي او نه ورپورې تړاو لري، خو د نړۍ د سیاست د هرې پرېکړې لومړی برید پرې کېږي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

•
•
•

نور کیسې

د ایران د جګړې سیمه‌ییزې اغېزې

۱۹ کب ۱۴۰۴ - ۱۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۱ GMT+۰
•
افراسیاب خټک
د ایران د جګړې سیمه‌ییزې اغېزې
100%

په ایران باندې د امریکا او اسراییل پوځي برید سملاسي په سیمه‌ییزه جګړه ځکه بدل شو چې ایران په اسراییل باندې د ځوابي برید سره سره د خلیج په شپږو عربو مملکتونو د توغندیو بریدونه وکړل، او ورسره یې د هرمز تنګی هم د نفت او د ګاز د صادراتو په مخ وتړلو.

که څه هم خلیجي هېوادونو وویل چې هغوی پر ایران باندې د امریکا او اسراییل په پوځي برید کې برخه نه ده اخیستې، خو ایران دا دریځ غوره کړ چې د خلیج په عربو هېوادونو کې د امریکا پوځي پایګاوې موجودې دي، او امریکا په ایران باندې برید کولو کې له یادو پایګاوو څخه استفاده کړې ده. ځکه هغه په دغو هېوادونو د ځوابي برید کولو حق لري.

په دې ډول دا جنګ د خلیج ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی. چون غربي اسیا د نفت او ګاز د ذخیرو په وجه د ټولې نړۍ لپاره خاص اهمیت لري، نو ځکه په دغه سیمه کې د جګړې د خپرېدو په لاملونو او عواقبو باندې په نړیوالو مطبوعاتو کې پراخې تبصرې روانې دي. خو په ایران کې روانه جګړه په جنوبي او مرکزي اسیا باندې هم ژورې اغېزې لرلی شي.

د جګړې په دغه اړخ باندې لږې خبرې کېږي.

موږ غواړو چې دې لیکنه کې د جګړې دغه اړخ ته کتنه وکړو.

ایران د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، ارمینیا او اذربایجان سره هم ګډې پولې لري.

البته دغه پولې د ایران په شمال او ختیځ کې موقعیت لري او تر اوسه د امریکا او اسرائیل د بریدونو تېرې څوکې دغو سیمو ته متوجه نه دي، خو بیا هم روانه جګړه دغو سیمو لپاره بې اغېزې نه ده. افغانستان لپاره د ایران سره تجارتي اړیکې هسې هم ستر اهمیت لري، ځکه چې په وچې پروت افغانستان د ترانزیت تجارت لپاره تل د پاکستان او ایران په بندرونو اتکا کړې ده.

نن سبا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې جګړې له امله چون د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت او عبور و مرور لارې په کامله توګه تړل شوې دي، د افغانستان د تجارت زیاتره اتکا د ایران له اسلامي جمهوریت څخه په واردېدونکو توکو پاتې شوې ده. په خاصه توګه خوراکي مواد او داروګان چې له پاکستان نه نه واردېږي، نو هغه له ایران واردېږي او دا ویره موجوده ده چې د جګړې له امله د دغو موادو راتګ وتړل شي. خو جالبه خبره دا ده چې د یوې اونۍ د سختې جګړې نه وروسته راتلونکو خبرونو نه معلومېږي چې د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي تجارت تر اوسه نه دی تړل شوی.

د هرات ولایت د اسلام‌کلا د ګمرک د دفتر څخه راغلي یو خبر کې ویل شوي دي چې په دغه سیمه کې په عنعنوي مرزي تجارت کې کوم جدي خنډ نه دی پېښ شوی. په اسلام کلا کې د افغانستان د ګمرک مسوول ویلي دي چې د مارچ د میاشتې په اتمه نېټه د افغانستان له لوري ۵۸۲ په توکو بار ګاډي ایران ته داخل شوي دي او هم دغه رنګه له ایران نه ۵۷۰ ګاډي افغانستان ته راغلي دي.

خو د روانې جګړې په شرایطو کې دا ویل ګران دي چې تر کومه وخته دغه تګ راتګ ادامه موندلی شي، او بله دا چې ایران څومره خوراکي توکي او دارو افغانستان ته د واردولو جوګه کېدای شي، ځکه چې دا طبعي خبره ده چې هغه تر ټولو وړومبی د خپلو اتباعو اړتیاوې پوره کولو باندې ځان مکلف بولي. په دې سربېره په اوسنۍ وضع کې د ایران د بندرونو نه د ترانزیت تجارت بند دی. خو که د ایران سره تجارتي ورکړې راکړې بېخي قطع شي، نو بیا به افغانستان په خپلو دریو شمالي ګاونډیانو او روسیې باندې په لا زیاته اتکا کولو مجبور شي.

پاکستان او ایران ترمنځ د سرحدي پولو وضع بل رقم ده. د پولې دواړو خواوو ته بلوڅان پراته دي او د بلوڅو ملتپالو او بېلتون غوښتونکو سازمانونو اړیکې د دواړو هېوادونو د حکومتونو سره متشنجې دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بلوڅو بېلتون خوښوونکو او د پاکستان د دولت ترمنځ تاوده جګړې روانې دي. دغه جګړې په ایران کې مېشت بلوڅانو باندې بې اغېزې نه دي. بلوڅ ملتپاله عناصر یو ستر او ازاد بلوچستان جوړول غواړي چې په هغه کې به د پاکستان او ایران ټول بلوڅ ګډون ولري. د پاکستان په بلوچستان کې د سني مسلمانانو داسې سازمانونه فعاله دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په ضد پوځي بریدونه کوي. په دوی کې د جیش‌العدل نومي سازمان تر ټولو زیات فعال دی.

د ایران اسلامي جمهوریت دغو بریدونو ته د سازمان ورکولو تور د پاکستان او د غربي هېوادونو په استخباراتو پورې کوي. پاکستان هم د ایران اسلامي جمهوریت د بلوڅو بېلتون خوښوونکو په ملاتړ تورنوي. د کال ۲۰۲۴ د جنورۍ په میاشت کې ایران په ناڅاپه توګه د پاکستان د بلوچستان په ایالت د توغندیو برید په دې ادعا سره کړی و چې هغه د ایران په ضد د پاکستان له خاورې څخه فعالیت کوونکي د جیش‌العدل فعالین په نښه کړي دي.

په بله ورځ د دغه برید په عکس‌العمل کې پاکستان هم د ایران په سیستان‌بلوچستان ایالت باندې توغندي په دې ادعا سره ورویشتل چې ګواکې هغه د پاکستان په ضد جګړه کوونکي بلوڅان هدف ګرځولي دي. دا څرګنده خبره ده چې که د روانې جګړې په وجه د ایران مرکزي واکمني ضعیفه شي او په لرې ولایتونو کې ملتپال عناصر د مرکزي حکومت په ضد سیاسي او پوځي پاڅونونه وکړي، نو د ایران او پاکستان دواړه به د بلوڅو ملتپالو او تجزیه غوښتونکو عناصرو د فعالیت نه تشویش ولري. ځکه چې د نړۍ د ټولو بلوڅانو اویا فیصده (۷۰ فیصده) د پاکستان په بلوچستان کې ژوند کوي او د هغوی د بلوچستان لبریشن فرنټ په شان غښتلي وسله‌وال سازمانونه د پاکستان د دولت په ضد په جګړه بوخت دي.

په دې برسېره پاکستان د ایران له پولو څخه د جګړې له امله د بې‌کوره کېدونکو د راتګ نه هم تشویش لري. پاکستان لپاره د خپل غربي ګاونډي د جګړې نه زېږېدونکی بحران ځکه هم ډېر د اندېښنې وړ دی چې هغه نن سبا د خپل ختیځ ګاونډي هند او د غربي ګاونډي افغانستان سره د جنګ په شرایطو کې ورځې اړوي.

د مرکزي اسیا هېوادونه مخکې نه مخکې په افغانستان کې د اوږدو جګړو نه په تشویش کې وو او د طالبانو په واکمنۍ کې د مرکزي اسیا په هېوادونو پورې تړلي تروریستي سازمانونو په افغانستان کې مېشتوالي د هغوی خوب ورکاوه. د ایران بې‌ثباتي د هغوی لپاره نوي پوځي، اقتصادي او سیاسي چیلنجونه تولیدوي. د مرکزي اسیا هېوادونو په مخ د ایران او پاکستان د ترانزیت د تجارت لارو تړل کېدل د هغوی اقتصادي مشکلات زیاتوي او په تجارتي او اقتصادي میدانونو کې په چین او روس باندې د هغوی اتکا نوره هم پراخوي.

د چین لپاره د ایران د جګړې بحران دوه رقمه ګواښونه لري: یو خطر دا دی چې دغه جګړه د چین د تجارتي دهلېز او کمربند د غټې پروژې د اعمار او غربي اسیا ته د چین د لاس د رسېدو مخه نیسي، او دویم خطر دا دی چې دغه بې‌ثباتي او وسله‌والې شخړې د پاکستان او افغانستان له لارې خپله د چین سرحدونو ته هم په رانږدې کېدلو دي. چین په ځانګړې توګه د خپل غربي ایالت سنکیانګ له وضعیت نه په اندېښنه کې دی.

نړۍ د جګړو تر سیوري لاندې؛ څلور بین‌الدولتي او ۱۳ کورنۍ جګړې چې نړۍوال نظم یې لړزولی

۱۸ کب ۱۴۰۴ - ۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
نړۍ د جګړو تر سیوري لاندې؛ څلور بین‌الدولتي او ۱۳ کورنۍ جګړې چې نړۍوال نظم یې لړزولی
100%

په نننۍ نړۍ کې جګړه یوازې د ټانکونو، توغندیو او پوځونو ترمنځ فزیکي نښته نه ده؛ دا د نړۍوال نظم د بدلون، د قدرت د بلاکونو د ټکر او د جیوپوليټیکي سیالۍ نوی انځور دی. نړۍ هره ورځ زرګونه پېښې تجربه کوي، خو ځینې پېښې د تاریخي لوري د بدلون لامل ګرځي.

همدا اوس د دویم نړۍوال جنګ له پای وروسته نړۍ په لومړي ځل په داسې یو حالت کې ده چې څلور سترې بین‌الدولتي جګړې او له دیارلسو زیاتې خونړۍ کورنۍ جګړې پکې دایمي شوې دي.

نږدې ۷۴ هېوادونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په دې جګړو کې دخیل دي، چې دا چاره نړیوال ثبات ته بې‌ساری ګواښ دی.

روسیه له اوکراین سره په جګړه اخته ده، ایران له امریکا او اسراییل سره په کړکېچ اخته دی، پاکستان له طالبانو سره د جګړې ډګر ته وتلی او اسراییل په منځني ختیځ او په ځانګړي ډول غزه کې اوږدمهاله جګړه وکړه.

د روسیې او اوکراین جګړه

په ۲۰۲۲ کال د فېبرورۍ په میاشت کې روسیې پر اوکراین برید وکړ او د اروپا تر ټولو پراخه جګړه یې پیل کړه. جګړه تر اوسه فعاله ده، دواړه لوري منظم پوځونه، ثقیله وسلې، توغندیز سیستمونه او هوایي ځواک کاروي.

اوکراین د امریکا، اروپایي ټولنې او لوېدیزو متحدینو له پراخو مرستو ملاتړ ترلاسه کوي؛ په داسې حال کې چې روسیه د چین، شمالي کوریا او یو شمېر نورو متحدینو سیاسي ملاتړ لري.

دا جګړه د نړیوال نظم لپاره یو ستر ازموینه ده او د اروپا د امنیتي معماري بنسټونه یې لړزولي دي.

د امریکا–اسراییل او ایران جګړه

که څه هم له ایران سره د اسراییل او امریکا کړکېچ پخوانی دی، خو په ۲۰۲۶ کال کې امریکا او اسراییل په ګډو عملیاتو کې د ایران پر پوځي هدفونو بریدونه وکړل، چې د دې هېواد د مذهبي رهبر په ګډون یې شاوخوا دېرش لوړ پوړي چارواکي ووژل. ایران په ځواب کې د امریکا او اسراییل اهداف په خلیج، عراق او سوریه کې په نښه کړل او جګړه له سیمه‌ییزې کچې نړۍوال حیثیت ته وغځېده.

امریکا او اسراییل د لوېدیځ بلاک ملاتړ لري. ایران د حزب‌الله، حوثي ملېشو او د سیمې د نورو متحدینو له لارې عمل کوي او د روسیې او چین سیاسي خواخوږي یې تر شا ولاړه ده.

دا جګړه د انرژۍ په بازارونو، د سیمې په اقتصاد او د نړۍ په سیاسي توازن مستقیم اغېز لري. همدا اوس په نړۍوال بازار کې تېل قیمته شوي دي، سټاک مارکیټونه مخ پر زوړ روان دي او ملګري ملتونه یوازې د جګړې پر کنټرول غونډې کوي.

د پاکستان او طالبانو جګړه

په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې رسمي جګړې ته ورسېدې. پاکستان په کابل، ننګرهار، پکتیا، لغمان، خوست، پکتیکا، هلمند او کندهار کې هوايي بریدونه ترسره کړل. طالبانو هم په ځواب کې پر ډېورنډ د پاکستاني پوځ د پوستو پر وړاندې بریدونه کوي.

دا جګړه که څه هم له نړۍوال دریځه کوچنۍ ښکاري؛ خو د ټولې سیمې امنیت ګواښي، د کډوالۍ څپې زیاتوي، د افغانستان کمزوری اقتصادي وضعیت لا نازکوي، د پاکستان داخلي امنیتي بحران پراخوي او دا شخړه کولای شي د سیمې په نورو هېوادونو هم اغېز وکړي.

پاکستان که څه هم د غربي بلاک او امریکا له متحدینو ګڼل کیږي، په یاده جګړه کې د ټرمپ له خواخوږۍ او ستاینې برخمن دی؛ خو طالبان یوازې د ټي ټي پي نظامي او د هند سیاسي ملاتړ له ځانه سره لري.

د غزې جګړه

په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات له کلونو راهیسې روان دي، خو د ۲۰۲۶ له سیمه‌ییز بحران وروسته وضعیت نور هم کړکېچن شوی دی. ټینګې محاصرې، د خوراکي توکو کمښت، د تیلو نشتوالی او د مرستو محدودیت د انساني ناورین کچه لوړه کړې ده.

فلسطین د قطر، ترکیې او ایران سیاسي او لوژستیکي ملاتړ لري؛ خو د وروستیو کلونو پراخو عملیاتو او جګړې دا سیمه په پراخه کچه ځپلې ده او د همدې جګړې په لړ کړې اسراییل د امریکا په پراخ پوځي او سیاسي ملاتړ جګړه پرمخ وړي.

د نړۍ ۱۳ فعاله کورنۍ جګړې

سره له دې چې د نړۍ پام تر ډېره بین‌الدولتي جګړو ته اوښتی، خو تر ټولو خونړۍ او دوامدارې جګړې هماغه کورنۍ جګړې دي. دا جګړې د حکومتونو د کمزورتیا، قومي نابرابریو، مذهبي افراطیت او بهرني لاسوهنې له امله رامنځته شوي دي.

همدا اوس پر ځمکه لږ تر لږه ۱۳ فعالې کورنۍ جګړې روانې دي، چې مهمې یې دا دي:

هایټي

هایټي دا مهال د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د دولتي واک بشپړه کمزورتیا او د وسله‌والو ډلو پراخ نفوذ یې د ټولنیز، امنیتي او بشري کړکېچ څپه لا پسې ژوره کړې ده. نږدې ۸۰ تر ۹۰ سلنه پلازمېنه پورټ او پرنس د وسله‌والو ایتلافي شبکو تر واک لاندې دی، چې حکومت یې د هغوی د مخنیوي توان له لاسه ورکړی دی. وسله‌وال د ښار مهم کورېډورونه، سوداګریزې لارې، بندرونه او د خلکو ورځنی ژوند کنټرولوي، د باج‌اخیستنې، تښتونو، وژنو او جنسي تاوتریخوالي له لارې یې ټولنیز نظم له منځه وړي دی.

سازماني شوې جرمې شبکې نه یوازې د دولت تشه ډکوي، بلکې خپل موازي حاکمیت، د قاچاق مالي لارې او د وسله‌والو عملیاتو تنظیم یې د قانوني نظام ځای ناستی کړی دی. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، تاوتریخوالی په وروستیو کلونو کې ډېر پراخ شوی، ماشومان د وسله والو ډلو په چوکاټ کې په منظم ډول استخدامېږي او دولت د بشري ناورین د مخنیوي توان له لاسه ورکړی دی.

پاکستان

په پاکستان کې د دولت او وسله‌والو ډلو ترمنځ روان کړکېچ په دوو عمده محورونو ولاړ دی: بلوڅ بېلتون پاله ډلې او تحریک طالبان پاکستان (TTP).

بلوڅ وسله وال په ځانګړي ډول د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پراخ بریدونه ترسره کوي، چې په ۲۰۲۶ کې یې همغږي شويو حمله پر بنسټ پر دولتي ادارو، پولیسو، پوځ، بازارونو او زیربنایي تاسیساتو بریدونه کړي دي او په لسګونو ملکي وګړي، امنیتي سرتېري او وسله‌وال پکې وژل شوي دي، چې دا بریدونه د شاوخوا ۸۰ کلنې اوږدې بلوڅ ازادۍ غوښتونکې مبارزې تازه او شدیده مرحله بلل کېږي.

بل لور ته تحریک طالبان پاکستان په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې له کلونو راهیسې پر امنیتي ځواکونو، حکومتي چارواکو او ملکي وګړو بریدونه جاري ساتلي او د پاکستان شمال لوېدیزې سیمې یې د خونړیو حملو سره مخ کړې دي، په ځانګړي ډول له ۲۰۲۱ وروسته د دې ډلې فعالیتونه لا زیات شوي چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت یې څوچنده کړکېچن کړی دی. د دواړو ډلو فعالیتونه نه یوازې د پاکستان داخلي ثبات ته دایمي ګواښ جوړوي، بلکې د سیمې امنیتي معادلې او د دولت امنیتي ستراتیژۍ یې سختې ننګولې دي.

ایران

په ایران کې د حکومت او بېلابېلو اقلیت وسله‌والو ډلو ترمنځ شخړې په وروستیو کلونو کې شدت موندلی، چې پکې کُردي، بلوڅ او سني ډلې د تهران پر وړاندې د وسله وال مقاومت مهم څپرکی جوړوي. کردي وسله‌وال، په ځانګړي ډول د کومله، پېژاک او نورو ایتلافي ډلو د غړو په بڼه، له عراق سره د پولې په اوږدو کې فعال حضور لري او حتا د ۲۰۲۶ له پیل راهیسې د ایران په خاوره کې د نوې جبهې پرانیستلو ته چمتوالی ښودل شوی دی، چې د ایران د رژیم پر ضد د پراخ مقاومت د رامنځته کېدو احتمال یې زیات کړی دی.

له بلې خوا، بلوڅ وسله‌والې ډلې د ختیزو سرحدي سیمو په ځانګړي ډول سیستان او بلوچستان کې د حکومت پر پوځي او امنیتي هدفونو بریدونه کوي، چې د امریکا او اسراییل جګړې د پراختیا له امله یې کړکېچ نور هم ژور شوی دی؛ راپورونه ښيي چې د امریکا د استخباراتو هڅې د بلوڅ او کُردي ډلو د قوي کولو لپاره روانې دي چې دا وضعیت نور هم پېچلی کوي. تر دې سربېره، سني او مذهبي اقلیت ډلې له ډېرې مودې راهیسې د حکومت د سختو امنیتي سیاستونو، تبعیض او مذهبي محدودیتونو پر ضد په بېلابېلو برخو کې سر راپورته کوي او تهران د سپاه پاسداران په عملیاتو سره هغوی ځپي. په ټوله کې دا درې واړه جریانونه د ایران د داخلي امنیتي فضا یو مهم او دایمي ستونزمن اړخ جوړوي، چې د سیمه‌ییزو جګړو په غځېدو سره یې خطر نور هم زیات شوی دی.

ایتوپیا

ایتوپیا لا هم له اوږدمهالو کړکېچونو سره مخ ده، ځکه د فېډرالي حکومت او سیمه‌یزو وسله‌والو ډلو جګړه، په ځانګړي ډول د تیګرای ځواکونو او اورومو وسله‌والو (OLA/OLF‑Shane) تر اوسه نه ده بشپړه شوې. په تیګرای کې د ۲۰۲۶ په لومړیو کې تازه نښتې د حکومت او سیمه‌یزو ځواکونو ترمنځ راپورته شوې، چې درنې وسلې، ډرونونه او توپخانه پکې وکارول شوې او د سیمې انساني وضعیت یې نور هم خراب کړی دی. بل لور ته، په اورومیا او بنیشنګول-ګوموز کې د اورومو وسله‌والو بریدونه او د دولت عملیات لا روان دي، چې ملکي تلفات، تښتونې او پراخې بې‌ځایه کېدنې یې رامنځته کړې دي او د دولت د ساتندوی ځواکونو هڅې تر اوسه د بشپړ ثبات د راوستو لپاره بسنه نه کوي.

کولمبیا او اکوادور

په کولمبیا او اکوادور کې د دولت واک د مخدره موادو کارټېلونو او وسله‌والو شبکو له سخت فشار سره مخ دی؛ هلته قوي جنایي ډلې لکه لاس لوبوس، لاس ټیګرونیس او د کولمبیا پخواني فارک ډیسیډنټان د دواړو هېوادونو امنیتي جوړښتونه ننګوي، چاودنې، وسله‌وال بریدونه او د دولت ضد عملیات ترسره کوي، چې اکوادور یې د ۲۰۲۳ راهیسې د سیمې تر ټولو تاوتریخجنه نقطه ګرځولې ده. د نشه‌يي توکو د ترانزیټ مهمو لارو، د بندرونو کنټرول او د سرحدي سیمو کمزورې څارنې له امله، دا ډلې نه یوازې پیاوړې شوې دي، بلکې د دواړو حکومتونو پر وړاندې پراخ وسله‌وال مقاومت کوي، چې د امنیتي ځواکونو ګډ عملیات او حتا د امریکا له لوري د ګډو پوځي ماموریتونو پیل ته یې زمینه برابره کړې ده.

میانمار

په میانمار کې کورنۍ جګړه ورځ تر بلې پراخېږي، ځکه پوځ له یوې خوا د بېلابېلو قومي وسله‌والو ډلو او له بلې خوا د ډېموکراسي پلوه ځواکونو پر ضد په سخته نښتو بوخت دی. جګړه چې د ۲۰۲۱ پوځي کودتا وروسته پیل شوې، اوس یاد هېواد د بشپړ کړکېچ په حالت کې اچولی؛ پراخې هوايي حملې، د سیمو سوځول، د ښارونو نیول او د میلیونونو خلکو بې‌ځایه کېدل د دې شخړې مهم اړخونه دي.

د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ تازه راپورونه څرګندوي چې پوځ د خپلې ولکې د ټینګېدو لپاره د عامو خلکو پر سیمو بمبار زیات کړی او جګړه د هېواد له ګڼو سرحدي سیمو تر ښارونو لکه کاچین، راخاین او ساګاین پورې رسېدلې ده، په داسې حال کې چې د رژیم مخالفې ملېشې او قومي ځواکونه د پراخو سیمو د کنټرول لپاره مقاومت ته دوام ورکوي.

همدا راز سوډان، یمن، سومالیا، موزامبیق، مرکزي افریقا او یو شمېر نور خواره وار هېوادونه د کورنیو جګړو ښکار دي.

په هر یوه هېواد کې جګړې د دولتونو بنسټونه ویجاړ کړي او انساني ناورینونه یې رامنځته کړي دي.

یوه اساسي پوښتنه چې د دغو جګړو له دوامه مطرح کیږي، هغه دا ده چې ولې نړۍ د نوي نظم پر درشل ولاړه ده؟

د روانو بین الدولتي او کورنیو جګړو دواړه ابعاد له یو بل سره تړلي دي، په نننۍ نړۍ کې د جګړو د پراخېدو تر ټولو مهم اغېز دا دی چې د نړۍوال نظم زاړه چوکاټونه نور د بې‌سارې سیالۍ او داخلي کړکېچونو د مهار توان نه لري. بین‌الدولتي جګړې د لویو قدرتونو د سیالۍ، د ختیځ او لوېدیځ د بلاکونو د ټکر، د جیوپوليټیک رقابت او د متحدینو د نویو جوړښتونو له امله د نړۍ سیاسي توازن ګډوډوي؛ په داسې حال کې چې کورنۍ جګړې د سیاسي واک د نابرابر وېش، قومي او مذهبي اختلافاتو، افراطي ډلو د پیاوړتیا او د دولتونو د داخلي کمزورۍ له امله د دولتونو بنسټونه له منځه وړي. کله چې دا دواړه ابعاد یو ځای شي، یوې سیمې کې جګړه بله سیمه هم متاثره کوي، د اقتصادي، امنیتي او سیاسي بې‌ثباتۍ موجونه رامنځته کوي او نړۍ د داسې نوي نظم پر څنډه دروي چې لا یې شکل روښانه نه دی، خو پایله یې د پخوانیو نړۍوالو توازنونو له ړنګېدو سره تړلې ده.

د هرموز تنګي جګړه؛ ولې د افغانستان په بازارونو کې بیې لوړې شوې؟

۱۵ کب ۱۴۰۴ - ۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۸ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
د هرموز تنګي جګړه؛ ولې د افغانستان په بازارونو کې بیې لوړې شوې؟
100%

نن که تاسې یوې هتۍ ته ورغلي یاست، ښايي هغه توکي چې تل به مو ارزانه رانیول، اوس یې بیې لوړې شوې وي. ډېری کسان باور لري چې بیې یوازې د افغانستان او پاکستان د ستونزو له امله لوړېږي، خو دا یوازې نیمه کیسه ده؛ ځکه په ایران او منځني ختیځ کې کړکېچ د نړۍ په اقتصاد منفي اغېز کړی.

تصور وکړئ چې د نړۍ یوه مهمه سمندري لاره د جګړې یا ګواښ له امله بنده شي. یا د سیمې یو لوی هېواد لکه ایران په جګړه کې ښکېل شي. دا موضوع یوازې د منځني ختیځ د خلکو اندېښنه نه ده. دا فضا د امریکا، اروپا، چین، جنوبي اسیا او حتا د افغانستان او پښتونخوا د خلکو پر ورځني ژوند هم اغېزه کوي.

نن ورځ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې هممهاله جګړې روانې دي، په منځني ختیځ کې د امریکا، ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ، د روسیې او اوکراین جګړه، د پاکستان او طالبانو جګړه او د افغانستان ناڅاپي اقتصادي فشارونه ټول یو ګډ تاثیر لري: نړۍوال اقتصاد ګډوډېږي، د توکو قیمتونه لوړېږي او د خلکو ورځنی ژوند د فشار لاندې راځي.

هرموز تنګی؛ د نړۍ د انرژۍ حساسه لاره

د نړۍ په اقتصادي بدن کې یو رګ د هرموز تنګی ت ټولو زیات نازک دی. دا تنګی د فارس خلیج او عمان ګلف ترمنځ موقعیت لري او د نړۍ د خامو تېلو نږدې ۲۰ سلنه یا پنځمه برخه د همدې لارې تیریږي.

که دلته جګړه، توغندیز برید، یا امنیتي ګډوډي رامنځته شي؛ د تېلو بیې به سمدستي لوړې شي، د انرژۍ نړۍوالي بیې به په څو ساعتونو کې پورته وخېژي او دا مهال یې ښه مشاهده کولی شو او د بار وړونکو کښتیو لېږد به ورو، ګران او حتا ځنډنی شي.

دا تاثیرات بیا د افغانستان او پښتونخوا په بازارونو کې د تېلو، اوړو، غوړو، دواګانو، سمنټو او ټولو نورو وارداتي توکو په بیو کې ښکاري.

100%

ولې ایران د افغانستان لپاره حیاتي دی؟

افغانستان له سمندر سره مستقیمه لاره نه لري. له همدې امله د خپلو اړتیاوو یوه مهمه برخه له ایران څخه پوره کوي؛ تیل او سونګ توکي، ګاز او برېښنایي مواد، خوراکي توکي، ساختماني وسایل او د کور اړتیاوې او دې ته ورته ضروري څیزونه له ایرانه واردوي.

که ایران له اوږدمهاله جګړې، بندیزونو یا اقتصادي ګډوډۍ سره مخ شي، وارداتي لارې به تنګې شي، د تېلو او نورو اساسي توکو بیې به لوړې شي، بازار به بې‌ثباته شي.

یوه بله مهمه نقطه هم دا ده چې په ایران کې میلیونونه افغان کډوال ژوند کوي. که هلته جګړه یا اقتصادي فشار زیات شي، ممکن زرګونه کسان بېرته افغانستان ته ستانه شي، چې دا به د کار، کور، خوراک او مرستو پر سیستمونو ډېر فشار زیات کړي.

د پاکستان اغېز او د کراچۍ بندر رول

افغانستان ډېری واردات د پاکستان د کراچۍ له بندر څخه هم کول، چې د وروستیو جګړو او لارو د بندښت له امله دا بندر هم متضرره شوی او منفي اغېز یې د افغانستان پر بازارونو ښکاري. همدا لامل دی چې د افغانستان په بازارونو کې د توکو بیې قیمته شوې دي.

ښايي دا یې پیل وي، خو که دوام وکړي نو افغاني بازار لا تر فشار لاندې راوستلی شي.

د منځني ختیځ هر امنیتي بدلون حتا هغه چې زرګونه کیلومتره لرې پېښېږي هم د افغانستان او پښتونخوا د خلکو ژوند بدلوي. ځکه: موږ وارداتي اقتصاد لرو، سمندر ته لاره نه لرو، انرژي له ګاونډیانو راځي، نړۍوال باروړونکي د جګړې په شرایطو کې خطر نه مني؛ نو د یوې نړۍوالې جګړې انعکاس په لومړي سر کې د انرژۍ بیې پورته کوي او بیا د خلکو پر ورځني ژوند د خوراک، ترانسپورټ، درملو، ساختماني توکو او نورو پر بیو ښکاري.

افواهات، احساسات او معلوماتي جګړه؛ د جګړې موازي جبهه او د ټولنیزو شبکو رواني جوړښت

۱۲ کب ۱۴۰۴ - ۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
افواهات، احساسات او معلوماتي جګړه؛ د جګړې موازي جبهه او د ټولنیزو شبکو رواني جوړښت
100%

د طالبانو او پاکستان د وروستیو نښتو په ترڅ کې د ټولنیزو رسنیو فضا د ګڼو ادعاوو شاهده ده، له دې بې‌اساسه خبرو چې ګواکې طالبان تر جمروده رسېدلي، تر هغو افواهاتو پورې چې ویل کېږي د پاکستان پوځیان په جلال‌اباد کې لیدل شوي، ټولې ادعاوې دي.

تر دې دمه هیڅ معتبره، رسمي، خپلواکه یا نړۍواله سرچینه دا ډول معلومات نه تاییدوي، خو د ټولنیزو رسنیو فضا پرې ډکه ده. ډېری دا روایتونه د هغو کسانو له‌خوا جوړېږي چې د موبایل د څو ثانیو ایډیټ په وسیله "خبر" تولیدوي.

دا د معاصرې جګړې هغه بڼه ده چې معلوماتي جګړه بلل کېږي، هغه جګړه چې د وسلو پر ځای د تصویر، ادعا، احساس او رواني فشار په وسیله پر مخ ځي.

په ټولنیزو علومو کې معلوماتي جګړه هغې هڅې ته ویل کېږي چې پکې د معلوماتو د بدلولو، پټولو، اغېزمنولو یا کنټرول له لارې د ټولنې رواني او فکري چلند ته شکل ورکول کېږي.
د لیکوال او څېړونکي لارسن او زېګلر (2017) څېړنې ښيي چې د معلوماتو د تحریف پروسې درې کچې لري:

  1. د واقعیت د ادراک ګډوډول
  2. د احساساتو پارول
  3. د ټولنیز چلند بدلول

د افغانستان، پښتونخوا او بلوچستان غوندې په جګړه‌ځپلو ټولنو کې دا کچې ډېرې چټکې او پیاوړې عمل کوي.

د ارواپوهنې ګڼو څېړنو (Kahneman, 2011) ثابته کړې چې انسان لومړی احساساتي او وروسته منطقي عکس‌العمل ښيي. ټولنیزې شبکې همدغې احساساتي برخې ته مستقیم لاسرسی پیدا کوي.

  • د چټکو ویډیوګانو لیدل
  • د جګړې انځورونه
  • د وېرې او غوسې پاروونکې جملې
  • د فوري شریکولو اسانتیا

دا ټول د انسان “ذهني لنډې لارې” (Cognitive shortcuts) فعالوي چې اصلي هدف یې چټک غبرګون دی نه دقیق تحلیل.

نو کله چې یو څوک یو ویجاړ شوی جېټ یا یو مصنوعي انځور ویني، ذهن د واقعیت او افواه تر منځ د توپیر کولو فرصت نه پیدا کوي.

معلوماتي جګړه د ټولنې پر رواني او ټولنیزو جوړښتونو څلور ستر اغېزې لري:

د ذهني روغتیا کمزورتیا

نا تایید شوې ویډیوګانې، د جګړې ادعاوې او وېروونکي روایتونه د خلکو د فشار هورمون (Cortisol) کچه لوړوي، چې په پایله کې یې وېره، خپګان، بې‌خوبۍ او د ورځني فعالیت کمزورتیا رامنځته کیږي. اوس یوه شېبه فکر وکړئ ایا په تاسو کې دا نښې پېدا شوي؟

د ټولنیز باور ماتېدل

کله چې معلومات غیر دقیق وي، عامه ذهنیت د بې‌باورۍ پر لور ځي.
دا بې‌باوري بیا په دوو لارو زیان رسوي:

  1. د خلکو ترمنځ د شک زیاتوالی
  2. د ملي او ټولنیزو بنسټونو پر باور منفي اغېز

اقتصادي بې‌ثباتي

اقتصادي څېړنې ښيي چې افواهات او رواني ناامنۍ د اسعارو پر تبادله مستقیم اغېز کوي.
همدا اوس د افغانۍ رسمي، نرخ یو ډالر په ۶۵.۳۰ دی خو په بازار کې یو ډالر په ۷۱ افغانۍ پلورل کیږي، چې د همدې رواني فشار پایله ده.
اقتصادي سیستمونه د باور پر بنسټ کار کوي؛ کله چې باور کم شي، ارزښت بدلېږي.

د واقعیت او دروغو تر منځ کرښه

کله چې یو کس په یوه ورځ لسګونه متضاد خبرونه ویني، د معلوماتو د فلټر کولو وړتیا یې کمېږي.
دا حالت د «معلوماتي ستړیا» (Information fatigue) په نوم یادیږي او د زده‌کوونکو، سوداګرو او کارکوونکو د پرېکړې ځواک کمزوری کوي.

خو اساسي پوښتنه لا هم پر ځای ده، ولې خلک د افواهاتو ملاتړ کوي؟

په جګړه‌ځپلو ټولنو کې خلک “منل کېدو” ته اړتیا لري؛ نو کله چې یو شخص د خپلې خوښې روایت وانه وري، هغه څوک چې دا روایت رد کړي، په اتومات ډول د مخالف یا دښمن په سترګه ورته کتل کېږي.

دا پدیده د ټولنیزو علومو په اصطلاح کې د Social Conformity په نوم یادېږي.
پایله یې دا ده چې ډېری خلک د حقایقو پر ځای د خپلې ډلې د احساساتو تایید ته لومړیتوب ورکوي.

د ګډوډۍ پر وړاندې یوازینۍ ستراتیژي: علمي، دقیق او مسوولانه چلند دی، د معلوماتي جګړې پر وړاندې موثره دفاع درې ساده اصول لري:

تر ټولو لومړۍ مساله دا ده، چې د سرچینې ارزونه وکړو او له ځانه درې پوښتنې وکړو:

  • دا خبر چا خپور کړی؟
  • کومه سرچینه یې لري؟
  • بل مستقل ځای یې تاییدوي؟

د بې‌اعتباره پاڼو او اشخاصو انسجامي له پامه غورځول هم یو مسوول چلند ګڼل کیږي. هغه حسابونه چې دوامدار نا تایید شوي مواد خپروي، باید قصدي “Unfollow” شي.

درېیمه مساله د سرعت پر ځای دقت ته لومړیتوب ورکول دي. په معلوماتي جګړه کې سریع شریکول خطرناک او احتیاطي ځنډ ګټور دی.

که یې لنډه کړو، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنی ټکر یوازې نظامي بُعد نه لري؛ بلکې د روایتونو، احساساتو، دروغو او بې‌منبعه محتواوو یوه موازي جګړه هم روانه ده. په دې فضا کې د هر فرد مسوولیت دی چې د معلوماتو په انتخاب کې دقیق، واقع‌بین او علمي چلند غوره کړي.

د حقیقت درناوی، د معلوماتو تصدیق او د افواهاتو مخنیوی هغه عناصر دي چې د ټولنې فکري سلامتۍ، ټولنیز ثبات او ملي یووالي ته لاره هواروي.

جګړه، تبلیغات او متضاد ارقام؛ د کابل ـ اسلام اباد د بحران څو اړخیز انځور

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۰ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
جګړه، تبلیغات او متضاد ارقام؛ د کابل ـ اسلام اباد د بحران څو اړخیز انځور
100%

د افغانستان او پاکستان د واکمنو اړیکې د وروستیو لسیزو تر ټولو خطرناک پړاو ته رسېدلې دي. دواړه لوري له ۲۰۲۶ کال راهیسې په هغه پوځي کړکېچ کې ښکېل دي چې پاکستان یې «پرانیستی جنګ» بولي او طالبان یې «ځوابي عملیات» ګڼي.

دا وضعیت نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمه نښته جاري ساتلې، بلکې د سیمې د امنیتي معادلو لپاره هم ژورې پایلې لرلی شي.

د کړکېچ پیل او د جګړې پراختیا

د بحران تازه څپه هغه مهال راپورته شوه چې پاکستان په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل. د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي. له دې وروسته طالبانو د پاکستان پر سرحدي پوستو ځوابي بریدونه وکړل او نښته نوره هم پراخه شوه. طالبان ادعا کوي چې پاکستان د افغان خاورې دننه بریدونه پيل کړي او دوی مجبور شوي چې مقابله وکړي.

جګړې اوس پراخه تبلیغاتي بڼه خپله کړې ده. د دواړو خواوو د تلفاتو شمېرې متضادې دي او لا هم خپلواکو او نړۍوالو سرچینو په کره توګه نه دي تایید کړې. طالب چارواکي ادعا کوي چې تر ۱۰۰ ډې

ر پاکستاني پوځیان یې وژلي او شاوخوا ۲۵ پوستې یې نیولې دي. په مقابل کې پاکستانی اړخ د ۴۳۵ طالبانو د وژل کېدو او ۳۱ پوستو د نیولو دعوه کوي. دغه شمېرې د ژورنالیستیکي معیارونو له مخې خپلواک تثبیت ته اړتیا لري.

طالبانو د لږ تر لږه ۵۲ ملکي افغانانو د وژل کېدو راپور هم ورکړی، چې دا مساله ملي او نړۍوالې اندېښنې زیاتوي.

د امریکايي وسلو ویجاړی

تر ټولو بحث‌پاروونکی اړخ د پاکستان له لوري د طالبانو په واک کې د ملي اردو د پخوانیو پوځي وسایطو د ویجاړۍ تکراري خبرونه دي. دا موضوع هغه روایت تقویه کوي چې ګواکې پاکستان غواړي په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وسلې له منځه یوسي.

دا چې د دغو اعلانونو هدف چا ته ډاډ ورکول دي، ښايي دا پوښتنه له جګړې وروسته روښانه شي.

ځینې شننونکي باور لري چې د روانې جګړې یوه موخه هم د همدې وسلو ویجاړول دي، څو پاکستان ته د پېښو راتلونکو امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي.

سیاسي او اقتصادي فشارونه

د جګړې دوام یوازې امنیتي تلفات نه زیاتوي، بلکې د کابل او اسلام‌اباد سیاسي او اقتصادي چاپېریال هم سختوي. پاکستان له ژور اقتصادي بحران، د اسعارو له نوسان، لوړ انفلاسیون او بانکي ستونزو سره مخ دی. اوږدمهاله جګړه د پوځ او حکومت ترمنځ پر همغږۍ هم اغېز کولی شي او د عملیاتو لوړ لګښتونه د اقتصاد پر اوږو دروند بار ګرځي.

له بلې خوا طالبان هم د نړۍوال مشروعیت د نه شتون، اقتصادي رکود او داخلي ثبات د کمزورۍ له امله په حساس حالت کې دي. بانکي سیسټم هم تر بندیزونو لاندې دی. داسې شرایط معمولا د سخت دریځه سیاستونو احتمال لوړوي.

که څه هم پاکستان د هوايي ځواک، ټېکنالوژۍ او لوژستیک له پلوه د طالبانو په پرتله ډېر امکانات لري، خو ستراتیژیک بار یې دروند دی. د اوږدې جګړې هره ورځ د تیلو، مهماتو او تجهیزاتو لوړ لګښتونه لري او نامعلوم پای یې د پاکستان اقتصاد نور هم زیانمنولای شي.

په همدې فضا کې ټي ټي پي او ورته ډلې هم د بسیج او تبلیغ فرصت ترلاسه کوي، چې دا د پاکستان د کورني امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

دا نښته په داسې وخت کې زور اخلي چې سیمه له پراخو جیوپولیټیک بدلونونو سره مخ ده. د سیمې امنیتي توازن نازک شوی او هر نوی کړکېچ کولی شي د فشارونو کړۍ نوره هم تنګه کړي. پاکستان، چې پخوا د لوېدیځ مهم شریک و، اوس له څو اړخیزو فشارونو سره مخ دی.

د طالبانو نسبي سیاسي ګټه؟

سره له دې چې طالبانو پوځي زیانونه لیدلي، خو په کوردننه یې ځینې نسبي لاسته راوړنې هم لرلې دي. دوی جګړه د «حاکمیت دفاع» بولي. دغه شعار د هغوی د لیکو د منسجمېدو او حتا د ځینو مخالفو افغانانو د ملاتړ سبب شوی دی.

په افغانستان کې د پاکستان پر وړاندې تاریخي بې‌باوري شته. دې جګړې د طالبانو پر ضد داخلي نیوکې تر یوه بریده کمزورې کړې او پر هغه روایت یې سیوری غوړولی چې ګواکې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې دي.

طالبان هڅه کوي نړۍوالو ته وښيي چې د یوه اټومي هېواد پر وړاندې جګړه اداره کوي او پاکستان د خپلو امنیتي مسایلو له مخې دا جګړه په ترهګرۍ ضد جګړه توجیه کوي.

د طالبانو او پاکستان جګړه د ادعاوو، متقابلو تبلیغاتو، تاریخي بې‌باورۍ او سیمه‌ییزو سیالیو ګډ انځور دی. نه طالبان مطلق بریالي کېدای شي او نه هم پاکستان کولی شي په بشپړ ډول خپل اهداف ترلاسه کړي. خو تر ټولو ډېر زیان یې د افغانستان ولس ویني.

تلپاتې حل د توپونو او وسلو په ډزو کې نه دی. حل لاره په ډیالوګ، ډېپلوماسۍ، د باور جوړونې میکانیزمونو او ګډو امنیتي ترتیباتو کې ده. که دواړه لوري د جګړې پر ځای د سیاسي حل لور ته حرکت ونه کړي، دا بحران به نه یوازې دوه هېوادونه، بلکې ټوله سیمه له اوږدمهالې بې‌ثباتۍ سره مخ کړي.