• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د محبوب شاه محبوب لیکنه

جګړه، تبلیغات او متضاد ارقام؛ د کابل ـ اسلام اباد د بحران څو اړخیز انځور

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ کب ۱۴۰۴ - ۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د افغانستان او پاکستان د واکمنو اړیکې د وروستیو لسیزو تر ټولو خطرناک پړاو ته رسېدلې دي. دواړه لوري له ۲۰۲۶ کال راهیسې په هغه پوځي کړکېچ کې ښکېل دي چې پاکستان یې «پرانیستی جنګ» بولي او طالبان یې «ځوابي عملیات» ګڼي.

دا وضعیت نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمه نښته جاري ساتلې، بلکې د سیمې د امنیتي معادلو لپاره هم ژورې پایلې لرلی شي.

د کړکېچ پیل او د جګړې پراختیا

د بحران تازه څپه هغه مهال راپورته شوه چې پاکستان په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل. د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي. له دې وروسته طالبانو د پاکستان پر سرحدي پوستو ځوابي بریدونه وکړل او نښته نوره هم پراخه شوه. طالبان ادعا کوي چې پاکستان د افغان خاورې دننه بریدونه پيل کړي او دوی مجبور شوي چې مقابله وکړي.

جګړې اوس پراخه تبلیغاتي بڼه خپله کړې ده. د دواړو خواوو د تلفاتو شمېرې متضادې دي او لا هم خپلواکو او نړۍوالو سرچینو په کره توګه نه دي تایید کړې. طالب چارواکي ادعا کوي چې تر ۱۰۰ ډې

ر پاکستاني پوځیان یې وژلي او شاوخوا ۲۵ پوستې یې نیولې دي. په مقابل کې پاکستانی اړخ د ۴۳۵ طالبانو د وژل کېدو او ۳۱ پوستو د نیولو دعوه کوي. دغه شمېرې د ژورنالیستیکي معیارونو له مخې خپلواک تثبیت ته اړتیا لري.

طالبانو د لږ تر لږه ۵۲ ملکي افغانانو د وژل کېدو راپور هم ورکړی، چې دا مساله ملي او نړۍوالې اندېښنې زیاتوي.

د امریکايي وسلو ویجاړی

تر ټولو بحث‌پاروونکی اړخ د پاکستان له لوري د طالبانو په واک کې د ملي اردو د پخوانیو پوځي وسایطو د ویجاړۍ تکراري خبرونه دي. دا موضوع هغه روایت تقویه کوي چې ګواکې پاکستان غواړي په افغانستان کې له امریکا پاتې شوې وسلې له منځه یوسي.

دا چې د دغو اعلانونو هدف چا ته ډاډ ورکول دي، ښايي دا پوښتنه له جګړې وروسته روښانه شي.

ځینې شننونکي باور لري چې د روانې جګړې یوه موخه هم د همدې وسلو ویجاړول دي، څو پاکستان ته د پېښو راتلونکو امنیتي ګواښونو مخه ونیول شي.

سیاسي او اقتصادي فشارونه

د جګړې دوام یوازې امنیتي تلفات نه زیاتوي، بلکې د کابل او اسلام‌اباد سیاسي او اقتصادي چاپېریال هم سختوي. پاکستان له ژور اقتصادي بحران، د اسعارو له نوسان، لوړ انفلاسیون او بانکي ستونزو سره مخ دی. اوږدمهاله جګړه د پوځ او حکومت ترمنځ پر همغږۍ هم اغېز کولی شي او د عملیاتو لوړ لګښتونه د اقتصاد پر اوږو دروند بار ګرځي.

له بلې خوا طالبان هم د نړۍوال مشروعیت د نه شتون، اقتصادي رکود او داخلي ثبات د کمزورۍ له امله په حساس حالت کې دي. بانکي سیسټم هم تر بندیزونو لاندې دی. داسې شرایط معمولا د سخت دریځه سیاستونو احتمال لوړوي.

که څه هم پاکستان د هوايي ځواک، ټېکنالوژۍ او لوژستیک له پلوه د طالبانو په پرتله ډېر امکانات لري، خو ستراتیژیک بار یې دروند دی. د اوږدې جګړې هره ورځ د تیلو، مهماتو او تجهیزاتو لوړ لګښتونه لري او نامعلوم پای یې د پاکستان اقتصاد نور هم زیانمنولای شي.

په همدې فضا کې ټي ټي پي او ورته ډلې هم د بسیج او تبلیغ فرصت ترلاسه کوي، چې دا د پاکستان د کورني امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

دا نښته په داسې وخت کې زور اخلي چې سیمه له پراخو جیوپولیټیک بدلونونو سره مخ ده. د سیمې امنیتي توازن نازک شوی او هر نوی کړکېچ کولی شي د فشارونو کړۍ نوره هم تنګه کړي. پاکستان، چې پخوا د لوېدیځ مهم شریک و، اوس له څو اړخیزو فشارونو سره مخ دی.

د طالبانو نسبي سیاسي ګټه؟

سره له دې چې طالبانو پوځي زیانونه لیدلي، خو په کوردننه یې ځینې نسبي لاسته راوړنې هم لرلې دي. دوی جګړه د «حاکمیت دفاع» بولي. دغه شعار د هغوی د لیکو د منسجمېدو او حتا د ځینو مخالفو افغانانو د ملاتړ سبب شوی دی.

په افغانستان کې د پاکستان پر وړاندې تاریخي بې‌باوري شته. دې جګړې د طالبانو پر ضد داخلي نیوکې تر یوه بریده کمزورې کړې او پر هغه روایت یې سیوری غوړولی چې ګواکې طالبان د پاکستان تر نفوذ لاندې دي.

طالبان هڅه کوي نړۍوالو ته وښيي چې د یوه اټومي هېواد پر وړاندې جګړه اداره کوي او پاکستان د خپلو امنیتي مسایلو له مخې دا جګړه په ترهګرۍ ضد جګړه توجیه کوي.

د طالبانو او پاکستان جګړه د ادعاوو، متقابلو تبلیغاتو، تاریخي بې‌باورۍ او سیمه‌ییزو سیالیو ګډ انځور دی. نه طالبان مطلق بریالي کېدای شي او نه هم پاکستان کولی شي په بشپړ ډول خپل اهداف ترلاسه کړي. خو تر ټولو ډېر زیان یې د افغانستان ولس ویني.

تلپاتې حل د توپونو او وسلو په ډزو کې نه دی. حل لاره په ډیالوګ، ډېپلوماسۍ، د باور جوړونې میکانیزمونو او ګډو امنیتي ترتیباتو کې ده. که دواړه لوري د جګړې پر ځای د سیاسي حل لور ته حرکت ونه کړي، دا بحران به نه یوازې دوه هېوادونه، بلکې ټوله سیمه له اوږدمهالې بې‌ثباتۍ سره مخ کړي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۵

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

•
•
•

نور کیسې

عتیق‌الله عزیزي: پاکستان او امریکا په سیمه کې د شر په راپورته کولو کې سره همغږي دي

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۵ GMT+۰
عتیق‌الله عزیزي: پاکستان او امریکا په سیمه کې د شر په راپورته کولو کې سره همغږي دي
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال عتیق‌الله عزیزي وايي، په دې روژې میاشت کې پر ایران بریدونه او پر افغانستان یرغل دا ښيي، چې [امریکا او پاکستان] په سیمه کې د شر او ستونزو د راپورته کولو په برخو کې سره همغږي دي.

عتیق‌الله عزیزي د کابل‌ټایمز ورځپاڼې د خپرونو او فعالیت د ۶۴مې کالیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل: «نن شاهدان یو چې په دې روژه کې پر ایران هم بریدونه وشول، نو دوی [پاکستان] هم زموږ پر هېواد یرغل وکړ. له دې دا معلومېږي چې دوی همغږي سره لري او دوی غواړي په سیمه کې فساد، شر او ستونزې جوړې کړي».

عزیزي زیاته کړه، پاکستان په افغانستان کې راغلی «امن، ثبات او پرمختګ» نه‌شي زغملی او دغه هېواد د افغانستان له ثبات او پرمختیا سره دوښمني لري.

هغه ویلی: «د دوی [پاکستان] دا فکر وو، چې موجوده نظام به د نورو نظامونو په څېر څه ورته ونه‌وايي او پرې ب سترګې پټې کړي، خو دوی په ډيورند کرښه او له کرښې ها خوا هم بې‌ساری او تاریخي ځواب ورکړ».

په دې مراسمو کې د یاد وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي وویل، دوی به د هر ډول یرغل پر وړاندې بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل ټایمز ورځپاڼه چې په انګلیسي ژبه خپرېږي، د ۱۳۴۰ لمریز کال د کب په ۸مه (۲۷ فبروري ۱۹۶۲م) د ظاهر شاه د سلطنت او د داوود خان د صدارت پر مهال د صباح‌‌الدین تر ریاست لاندې تأسیس شوه، چې په لومړیو کې په اونۍ کې دوه یا درې ځله خپرېده، خو شاوخوا دوه کاله وروسته یې خپل فعالیت د ورځپاڼې په نوم پیل کړ او تر نن ورځې خپریږي.

سیاسي بدیل که بهرنۍ اتکا؟ د افغانستان د راتلونکې معادله

۱۰ کب ۱۴۰۴ - ۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۱۴ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل
سیاسي بدیل که بهرنۍ اتکا؟ د افغانستان د راتلونکې معادله
100%

د جمهوریت دورې د تجربوله مخې هغو جنګي او مافیایي کړیو، چې د مخدره موادو په قاچاق، اختطاف، اداري فساد او نورو جرمونو کې ښکېلې وې او د نظام د کمزوري کېدو لامل شوې، نه شوای کولای د همغه نظام مشروع بدیل وګرځي. اوس هم بدیل نه دي.

له جمهوریت وروسته هم یو شمېر فرصت‌ طلبه سیاستوال او ځان‌ بولې اپوزېسیوني څېرې پر صحنه پاتې شوې دي. د دوی سیاسي فعالیت په ظاهره پر افغانستان متمرکز دی، خو سیاسي حساب او تکیه یې په بهرنیانو راڅرخي.

د پښتو عامیانه متل په مصداق، « کوړت کوړت دلته کوي او هګۍ» په اسلام اباد او تهران کې. د وروستیو تحولاتو په بهیر کې د دغو څېرو سیاسي موقعیت تر ډېره روښانه شوی؛ ډېری یې وپېژندل شول او پاتې نور هم ورو ورو خپله اصلي څېره بربنډوي.

هغه جریانونه چې د افغانستان په نوم سیاست کوي خو عملي اتکا یې پر اسلام‌اباد او تهران وي، په واقعي معنا د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو ظرفیت نه لري. په داسې معادله کې که طالبان هم له سیاسي صحنې وځي، بدیل به یې په ډېر احتمال د نورو سختدریځو ډلو په بڼه راڅرګند شي، نه هغه څېرې چې ټولنیز بنسټ او مستقل سیاسي ثقل ونه لري.

وروستیو سیمه‌ییزو تحولاتو وښوده چې ځینې سیاسي ډلې د افغانستان د ملي ګټو پر ځای د خپلو سیاسي محاسبو او مقطعي دریځونو تابع دي. دا ډول چلند د ملي اجماع او اعتماد د لا کمزوري کېدو سبب ګرځي. هغه سیاسي قشر چې په تېرو کلونو کې یې د شعارونو او معاملاتو سیاست پر مخ وړی، نن یې هم له خپلې هغې تګلارې لاس نه دی اخیستی. دا ډول سیاست، چې پر مقطعي معاملې او دوه‌ګوني دریځ ولاړ وي، نه پخوا د باور وړ و او نه هم اوس دی.

د طالبانو پر ضد د شعارونو سیاست هم نوې پدیده نه ده. پخوا هم تشې ادعاوې مطرح کېدې او نن هم ورته شعارونه د سیاسي معاملې د وسیلې په توګه کارول کېږي.

نړیوالو قدرتونو، د سیمې هېوادونو لکه چین، روسیې او هند، او همداراز داخلي سیاسي ځواکونو دا واقعیت درک کړی چې له ټولنیز بنسټ او شفافې اجنډا پرته سیاسي دعوې پایښت نه لري. له همدې امله د معاملې دا بازار ورځ تر بلې تنګېږي.

په پایله کې، هغه سیاست چې په کوردننه ریښه ونه لري او سترګې یې تل بهر ته وي، نه شي کولای د افغانستان د راتلونکي لپاره باور وړ بدیل وړاندې کړي. مشروع بدیل یوازې هغه مهال رامنځته کېږي چې سیاسي عمل د ملي ګټو، داخلي مشروعیت او روښانه برنامې پر بنسټ ولاړ وي، مشروعیت پر دوه‌ګوني دریځ او مقطعي محاسبې نه را منځته کیږي.

اوس دوه لارې دي چې یا به په کوردننه د افغانستان کې د مشروع او قانونمند نظام د جوړیدو لپاره مثبت تغیر رامنځته کیږي او د طالبانو غلطې پالیسۍ به ودریږي او یا به نورې افراطي ډلې رامنځته کیږي او طالبان به له منځه ځي. په وروستي تغیر کې د افغانانو او د سیمې هیوادونو خیر نشته او هر څوک که په داخل یا بهر کې څه کولی شي، د اول بدیل لپاره باید لاس په کار شي.

په دې معادله کې تکیه پر بهر مېشتو سیاسي مدعیانو د حل لاره نه ده. نړیوال لوبغاړي هغوی ښه پېژني او د واقعي بدلون لپاره تر ډېره په داخلي توازن او مشروعیت تمرکز کوي.

همداراز، هغه کسان چې د واک پر مهال یې له دولتي منابعو ناوړه استفاده کړې او د پراخو فسادونو او سرغړونو تورونه پرې دي، نه شي کولای په اسانه توګه د نوې سیاسي پروسې محور وګرځي. د باور د بحران حل یوازې د شفافیت، حساب ورکونې او نوې سیاسي اجماع له لارې شونی دی.

په مدني او فرهنګي ډګر کې هم هغه شبکې چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د پخوانیو مافیایي یا جنګي جوړښتونو تر اغېز لاندې یا د هغوی برخه وې، د اعتماد وړ بدیل نه شي کېدای. مشروع بدلون هغه مهال رامنځته کېږي چې رښتینی ټولنیز بنسټ او ملي اجماع ورسره مل وي.

وروستۍ پرېکړه د افغان ولس ده. هغه کسان چې په داخل کې ژوند کوي، پاکه سابقه لري او د مثبت او عملي بدلون فکر ورسره وي، کولای شي د راتلونکي په جوړولو کې رغنده رول ولوبوي.

که څه هم د افغانستان او سیمې وضعیت پېچلی او د چټکو بدلونونو په حال کې دی، بیا هم فرصتونه شته. شرط دا دی چې سیاسي چلند د احساساتو پر ځای پر تدبیر، ملي ګټو او واقعي مشارکت ولاړ وي. د یوې رښتینې او ټولشموله لویې جرګې جوړېدل، چې د ټول ملت استازیتوب وکړي، کولای شي د ملي اجماع بنسټ کېږدي. د لویې جرګې دایریدل نه بې طالبانو کیدلی شي او نه یې بې د ملت د ټولو سیمو او اقشارو پرته جوړولی شي او نه ګټه لري. یوازې د ملایانو جرګه مشکل نه شي حل کولی.

ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پر ضد د هر اقدام ملاتړ کوم خو چې طالبان بیا «ښه طالبان» ونه بلل شي

۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۰
ایمل ولي خان: د ترهګرۍ پر ضد د هر اقدام ملاتړ کوم خو چې طالبان بیا «ښه طالبان» ونه بلل شي
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر، ایمل ولي خان، ویلي چې هغه د پښتون مېشتو سیمو د ترهګرۍ له «عفریت» څخه د خلاصون لپاره د هر اقدام ملاتړ کوي، خو پوښتنه یې کړې چې ایا د پاکستان د واک خاوندان دا تضمین ورکولای شي چې طالبان به یو ځل بیا «ښه طالبان» ونه بلل شي؟

هغه د پوښتنې په ډول ویلي، چې د طالبانو ښکاره او پټ سیاسي ملاتړي به تر کومه وخته زغمل کېږي او ځای به ورکول کېږي.

ایمل ولي خان زیاته کړې، چې دریځ یې نن هم هماغه دی چې پخوا و؛ هغه دریځ چې په بدل کې یې د عوامي نشنل ګوند سلګونه او زرګونه کارکوونکي او مشران وژل شوي دي. د هغه په وینا، پر ولي باغ، پر پلار یې او پر ده خپله هم ځانمرګي بریدونه شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې دوی پخوا هم د هر ډول طالبانو او طالب‌پالنې پر ضد وو او اوس هم دي. د هغه په خبره، خپل دریځ هغو کسانو بدل کړی چې پخوا یې طالبان «ښه طالبان» بلل. هغه له اړوندو چارواکو غوښتي چې ولس ته په ښکاره توګه ووایي او ډاډ ورکړي چې نوې تګلاره به دایمي وي او ننني «بد طالبان» به سبا بیا «ښه طالبان» ونه ګرځول شي.

د ټي ټي پي مشر خپلو جنګیالیو ته: پاکستان کې داسې بریدونه وکړئ چې د "دښمن" ملا ماته شي

۸ کب ۱۴۰۴ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۰
د ټي ټي پي مشر خپلو جنګیالیو ته: پاکستان کې داسې بریدونه وکړئ چې د "دښمن" ملا ماته شي
100%

د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د تحریک طالبان پاکستان مشر خپلو قومندانانو او جنګیالیو ته په یوه خپاره شوي لیک کې امر کړی چې په پاکستان کې دې داسې بریدونه ترسره کړي چې د دوی په وینا «د دښمن ملا ماته شي». هغه ویلي له افغانستان سره د همدردۍ په موخه دا امر کوي.

په یاد مکتوب کې چې د دې ډلې له لوري خپور شوی، د ټي ټي پي له سیمه‌ییزو او ولایتي مسوولینو غوښتل شوي چې خپل فعالیتونه چټک کړي او بریدونه منظم او اغېزناک ترسره کړي. همداراز ټینګار شوی چې د عملیاتو معلومات دې په ویډیويي بڼه د رسنیو له لارې خپاره شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

تر اوسه افغان طالبانو او د پاکستان حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

پر افغانستان د پاکستان برید؛ ولې روسیه، ایران او نړۍ په تازه هوايي بریدونو چوپ دي؟

۶ کب ۱۴۰۴ - ۲۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۲ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب
پر افغانستان د پاکستان برید؛ ولې روسیه، ایران او نړۍ په تازه هوايي بریدونو چوپ دي؟
100%

په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان پر وروستیو بریدونو، چې د ښځو او ماشومانو مرګ‌ژوبله پکې ثبت شوې ده، له هند پرته بل هیڅ هېواد غبرګون نه دی ښودلی، حتا روسیه او ایران چې له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي.

یوناما په خپل یوه رپوټ کې وویل، چې په دې بریدونو کې ۱۳ ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي. د سیمې په کچه دا یو ستر بشري ناورین و، خو تر ټولو دردوونکې پوښتنه لا هم پر ځای ده:
ولې د سیمې هېوادونو او نړۍوالې ټولنې پرې غږ ونه کړ؟

هغه څه چې حیرانوونکي دي، دا دي چې له ټولې نړۍ څخه یوازې هند په ښکاره ډول دا بریدونه وغندل. د هند د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه د پاکستان هڅه وبلله چې خپلې داخلي ناکامۍ په افغانستان وتپي او د بحران پړه له خپلې غاړې وباسي. خو هند له پاکستان سره رقابت هم لري او ډېر وخت د نوي ډیلي او اسلام اباد دریځونه ددوی له خپلمنځي سیالیو هم اغیزمن وي.

خو ولې نور هېوادونه چوپ پاتې شول؟ ځواب یې یوازې په څو جملو کې نه راټولېږي. د سیمې سیاست، لوی قدرتونه، امنیتي تشویشونه او د طالبان د حکومت نړۍوال موقف ټول د دې چوپتیا په جوړولو کې برخه لري.

د روسیې ویره

روسیې په ۲۰۲۵ کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او د نړۍ لومړنی هېواد و چې دا ګام یې پورته کړ. دا د مسکو لپاره یوه ستره ستراتیژیکه پرېکړه وه، ځکه روسیې د افغانستان او تاجکستان پر پوله د وسله‌والو ډلو له پراخېدو ژوره وېره لرله.

د روسیې لپاره حقیقي ګواښ دا دی چې که طالبان منزوي پاتې شي، سیمه‌ییزې توندلارې ډلې به لا پیاوړې شي او د منځنۍ اسیا امنیت به جدي خراب کړي. همدا علت دی چې مسکو هڅه وکړه طالبان په رسمیت وپېژني، څو له دوی سره د همکارۍ له لارې سرحدي امنیت کې پرمختګ وکړي.

خو ستونزه لا هم حل شوې نه ده، سره له دې چې روسیې د رسمیت پېژندنې وروستی کارت هم ولوباوه، د منځنۍ اسیا امنیت د وسله‌والو د فعالیتونو له امله لا هم خوندي نه دی او مسکو له دې خطره نه شي تېرېدلی.

د همدې ستراتیژیک حساسیت له امله روسیه پر پاکستاني بریدونو خاموشه پاتې شوه؛ ځکه نه غواړي د طالبانو له امله پاکستان خپه کړي او یو بل اساسي علت دا دی چې له تاجکستان سره پر پوله وروستیو کړکېچونو د روسیې ویره لا هم زیاته کړې ده.

طالبانو ته نېږدې خو محتاط ایران

طالبانو ته یو بل نېږدې هېواد، ایران، هم غلی پاتې شو. په وروستیو کې د تهران چارواکو څرګنده کړې چې د طالبانو رسمي پېژندنې ته نور هېڅ مانع نه شته او ډېر ژر به د دې پروسې وروستی پړاو هم بشپړ شي.

نو ولې ایران د افغانستان پر خاوره د پاکستان د بریدونو ضد دریځ نه نیسي؟

ایران نه غواړي د طالبانو د ملاتړ په بدل کې له پاکستان سره خپلې اړیکې ترینګلې کړي. تهران او اسلام‌اباد دواړه د سیمې د نفوذ لپاره سیالي کوي، خو په طالبانو پورې اړه لرونکې برخې کې دواړه هېوادونه غواړي اړیکې په ډېر احتیاط مدیریت کړي. ایران پوهېږي چې که د پاکستان پر بریدونو غږ پورته کړي، دا کار ممکن د طالبانو او پاکستان د اړیکو په حساسو معادلو کې ګډوډي راولي، چې خپله د تهران اوسني دریځ او له امریکا او اسراییل سره د ناندریو په درشل کې د تهران په ګټه نه تمامیږي.

له همدې امله، ایران هم چوپ پاتې شو.

لویدیځ ته افغانستان لومړیتوب نه لري

نړۍوال سیاست دا مهال له لویو کړکېچونو سره مخ دی. لوېدیز هېوادونه په ۲۰۲۶ کې له ایران سره د احتمالي پراخې شخړې په درشل کې ولاړ دي او اروپايي هېوادونه د اوکراین د جګړې پنځم کال تجربه کوي، چې وضعیت یې خورا حساس کړی دی.

افغانستان د نړۍوالو په ستراتیژیکو لومړیتوبونو کې شاته تللی دی.

په همدې حال کې پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیاتو ادعا کوي او وایي چې بریدونه یې د وسله‌والو ډلو پر مرکزونو شوي، دا نړۍوالو ته د "دفاعي اقدام" په توګه وړاندې کېږي.

افغانستان د طالبانو په موجودیت کې په نړیوال سټیج، فلټفارمونو او د عدالت غوښتنې په سازمانونو کې رسا غږ نه لري، ددې ډلې سیاستونو او د ښځو پر وړاندې تبعیضي چلند او نورو بندیزونو په افغانستان کې د وضعیت او رامنځته کېدونکو پېښو په تړاو د نړیوالو درک اغیزمن کړی. حکومت یې منزوي دی او ولس هم ددې انزوا قرباني دی.

خو د دې چوپتیا تر ټولو لوی تاوان څوک پرې کوي؟

هغه خلک چې د جګړې برخه نه دي. هغه ماشومان چې د شپې له خوبه راویښ شول او نور یې هیڅکله سهار ونه لید. هغه کورنۍ چې په یوه شیبه کې یې د ژوند ټول بنسټونه له لاسه ورکړل.

د روسیې، منځنۍ اسیا، عربو هېوادونو او حتا منځګړو هېوادونو چوپتیا ښيي چې د طالبانو په موجودیت کې افغانستان لا هم منزوي کیږي او د پاکستان روایت ، چې وسله والو طالبانو ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو ته په افغانستان کې ځای ور کړی دی، تقویه کیږي او د واقعیت په توګه ورسره چلند کیږي.