• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کندوز کې ۱۸ کسان د «قمار او نشه يي توکو د پېر او پلور» په تور نیولي دي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۱ GMT+۱

د کندوز ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، ۱۸ کسان یې د «قمار او نشه يي توکو د پېر او پلور» په تور نیولي دي. د دوی په خبره، له یاد شمېر کسانو څخه د قمار یو شمېر وسایل، پیسې او یوه اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د کندوز ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د خبرپاڼې له‌مخې، تېره شپه (د تلې ۱۱مه) د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ۷ کسان د قمار پر مهال نیول شوي او یوه اندازه پیسې او د قمار وسایل هم ترې ترلاسه شوي دي.

د دغې قومندانۍ په وینا، په تېره یوه اوونۍ کې ۱۱ کسان له کندوز ښار او یو شمېر ولسوالیو د نشه يي توکو د پېر او پلور په تور نیول شوي دي.

له دغو کسانو ۴۶۷ ګرامه شیشه، ۱۵۵۱ګرامه چرس او ۷۳ټابلېټ کا هم ترلاسه شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

پنځو پوځي یونیفورم لرونکو کسانو په ننګرهار کې یو کس وژلی

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۱

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، پر نظامي یونیفورم ملبس ۵ وسله‌والو تېره شپه (د تلې ۱۱مه) د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ په سپین راغه سیمه کې یوه کور ته اوښتي او د کور د څښتن له وژلو وروسته یې له دغه کوره سره زر، نغدې پیسې او نور قیمتي توکي غلا کړي دي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، دغه کسان د شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او له دوی څخه له غلا کړیو یوه اندازه پیسې، یو چرییز ټوپک او نور توکي ترلاسه شوي دي.

ویل کېږي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو هم اعتراف کړی دی.

حماد په دې اړه چې دغه نیول شوي وسله وال کسان چې نظامي یونیفورم یې پر ځان و، طالبان و او که څنګه، څه نه دي ویلي.

طالبانو په هرات کې د ښوونکي د ورځې پر نمانځلو بندیز لګولی

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د هرات ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست په یوه مکتوب کې په ښوونځیو کې د ښوونکي د ورځې نمانځل منع کړي دي. طالبانو ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو ته امر کړی، چې دې ورځې پورې اړوند د هر ډول پروګرامونو او مراسمو له ترسره کولو ډډه وکړي.

په مکتوب کې لیکل شوي: «تر هر عنوان لاندې له زده کونکو او ښوونکو څخه د پیسو راټولول منع دي. که چیرې ولیدل شي، مسوولیت یې د ښوونځیو د مدیرانو او چارواکو په غاړه دی.»

دا مکتوب د هرات ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست عمومي رییس حبیب الله په لاسلیک د ولایت ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو ته لېږل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په ورځ (د اکټوبر ۵مه) د ښوونکو نړۍواله ورځ ده.

طالبانو په داسې حال کې د ښوونکي د ورځې نمانځل منع کړي چې دوی د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو دروازې تړلې او له پوهنتونونو یې هم منع کړي دي.

هر کال د اکټوبر پنځمه نېټه د ښوونکي د ورځې په توګه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي، خو له هغه وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، لسګونه زره ښځینه ښوونکې له دندو اېستل شوې او په کورونو کې ناستې دي.

په درېیو ولایتونو کې د ږلۍ، بارونونو او سېلابونو له امله ۷۲۱ کورنۍ زیانمنې شوې دي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي اداره وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په کابل، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې د ږلۍ، بارانونو او سېلابونو له امله ۷۲۱ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د شنبې په ورځ (د تلې ۱۲مه) زیاته کړه، د لومړنیو معلوماتو له‌مخې د یادو ږلۍ، بارانونو او سېلابونو له امله ۳ کورونه په بشپړ ډول او ۱۵ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او همداراز ۵ کیلومتره سړک او ۲۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې لړ کې ۴۰ سولرونه ویجاړ، ۳ څاروي او د چرګانو د یوه فارم د له‌منځه تللو له امله ۳ زره چرګان هم تلف شوي دي.

له دې سره سم، د هوا پېژندنې ریاست د وړاندوینې له‌مخې، سبا هم په کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، بغلان، تخار، بدخشان، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د بارانونو، تالنده برېښنا او سېلابونو د راتلو احتمال شته.

له پاکستان څخه اېستل کېدونکې کورنۍ: تر ټولو ستر خفګان مو له زده‌کړو د لوڼو محرومېدل دي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۱

پاکستان چې د سپټمبر له لومړۍ راهیسې د پي‌او‌ار او اې‌سي‌سي کارټ لرونکو افغان کډوالو د اېستنې بهیر پیل کړی، همداراز دوام لري. یو شمېر دغه اېستل کېدونکې کورنۍ سره له دې چې په پاکستان کې هم خوشحاله نه‌دي، خو د نجونو د زده کړو نیمګړي پاتې کېدو سخت اندېښمن کړي دي.

ډېری دغه کورنۍ په افغانستان کې له کورنیو جګړو د ژوندي پاتې کېدو، د کار روزګار او د خپلو ماشومانو د تعلیم د دوام لپاره پاکستان ته تللي او دغه پي‌او‌ار او اې‌سي‌سي کارټ لرونکي افغانان له شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې هلته ژوند کوي.

یو له دغو افغانانو فضل خان نومېږي او د کراچۍ په شاه فیصل ټاون کې اوسېږي او دمګړی خپله بار او بستره تړي او افغانستان ته د تللو لپاره تیاری نیسي. دی وايي، د خپل کور په شاوخوا کې یې د سبزیو کاروبار کاوه او زیاتوي، «له دغومره سختیو سره زړه مې خوشحاله و چې زما ماشومان ښوونځي ته ځي. همدا فکر زما د ژوند تر ټولو ستره هیله وه، خو اوس دا ټول خوبونه مات شول.»

له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستنه
100%
له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستنه

فضل خان د افغانستان انټرنشنل- پښتو خبریال ته وايي، په پاکستان کې یې د پولیسو له ځورونو سره سره شپه او ورځ چلېدله، خو اوس افغانستان ته په خالي لاسونو روان دی او هلته به ژوند له صفر څخه پیلوي.

دی زیاتوي: «موږ خالي لاسونه روان یو، نه کور لرو نه روزګار او نه د سبا ضمانت. دا وطن ته تګ د مجبورۍ او لاچارۍ تګ دی.»

په پاکستان کې ډېری مېشت افغانان یوه ګډه اندېښنه لري او هغه د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو د دوام مساله ده.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستنه
100%
له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستنه

یوه بله افغان کونډه ښځه زرغونه چې له اتو کلونو راهیسې له خپلو درېیو ماشومانو سره په پېښور کې اوسېږي، دا هم د خپلو ماشومانو د زده کړو نیمګړي پاتې کېدو ته سخته اندېښمنه ده.

یاده مېرمن چې خپل ژوند په خپل کور کې د خیاطۍ له لارې چلوي زیاتوي: «زه هېڅکله هم ښوونځي ته نه یم تللې، خو غوښتل مې چې زما ماشومان درسونه ووايي او ما د دوی لپاره هر تکلیف زغملی دی.»

دا چې اندېښنو وړې ده وايي: «که موږ بېرته ولاړ شو، نو زما د ماشومانو تعلیم به هم ختم شي ځکه په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي. زه نه‌غواړم زما لور هم زما په شان بې‌تعلیمه پاتې شي.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو یعنې څه باندې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی دی. په دې برخه کې کورنیو او نړۍوالو غبرګونونو او فشارونو هم څه ګټه نه ده کړې او دغه بهیر همداسې په ټپه ولاړ دی.

د رسمي راپورونو له‌مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبره د ۲۰۲۵ کال تر اګست پورې پاکستان یوازې د تورخم له لارې څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوال په زوره اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

په دوی کې نږدې ۳۰۰ او۵۰ زره یې ښځې دي او له دې ډلې تر ۳۸ زره زیاتې نجونو د خېبرپښتونخوا، پنجاب، سند، بلوچستان او کشمیر په بېلابېلو ښوونځیو، کالجونو او پوهنتونونو کې زده‌کړې کولې.

د خېبرپښتونخوا د داخلې او قبایلي چارو د محکمې د معلوماتو له‌مخې، د روان کال د اګست له لومړۍ د اکتوبر تر درېیمې ۱۳۵۸۸۹ د پي‌او‌ار او ۵۳۱۳۴ د اې‌سي‌سي کارټونو لرونکي افغانان په زوره بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

طالبانو په پوهنتونونو کې د ځیرک ټلیفون د کارولو لپاره نوي محدودیتونه وضع کړل

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت د پوهنتونونو لپاره استادانو او هغو کارکوونکو ته چې د څلورم بستونو یا لاندې دندو کې کار کوي، ځیرک ټلیفون کارول منع کړل. افغانستان انټرنشنل د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یو رسمي سند ترلاسه کړی چې پکې ویل شوي، دا پرېکړه د وزارت رهبرۍ په شورا کې شوې ده.

په دې سند کې ویل شوي چې د ځیرک ټلیفون کارول «د کارونو د بوختیا او پېچلتیا زیاتوالي سبب ګرځي.»

په دې سند کې له هغو استادانو او کارکوونکو چې د درېیم بست څخه پورته دي غوښتنه شوې چې د ځیرک ټلیفون کارول په تدریجي ډول کم کړي.

د لوړو زده‌کړو په دغه رسمي سند کې راغلي: «د رهبرۍ په شورا کې پرېکړه وشوه چې هېڅ یو استاد حق نه لري په پوهنتونونو کې ځیرک ټلیفون وکاروي.» د سند په دوام کې ویل شوي: «د لوړو زده‌کړو وزارت مرکز کې اداري کارکوونکي، جامعات او پوهنتونونو کې په څلورمه رتبه او لاندې رتبو کې کارکوونکي، د رسمي کاري وخت پر مهال د ځیرک ټلیفون کارولو حق نه لري او باید له ځان سره یې د کار ځای ته یونسي.»

د طالبانو له خوا د ځیرک ټلیفون کارول منع کول نوې موضوع نه ده. هبت‌الله اخوندزاده شاوخوا یو کال وړاندې په قندهار کې د دې ډلې د علماوو له شورا غوښتنه کړې وه چې د ځیرک ټلیفون بندولو لپاره یوه «شرعي لار» ومومي.

سرچینو ویلي وو چې د دې اقدام موخه د هبت‌الله د نظر له مخې د طالبانو پر وړاندې د خلکو د تبلیغاتو مخنیوی، د نیوکو بندول او د هغو خبرو چوپول دي چې دا ډله یې «فساد پاروونکي» بولي.

د طالبانو مشر د انټرنېټي خدمتونو او د ځیرک ټلیفون کارولو مخالف دی.

د هبت‌الله اخوندزاده په امر د دوشنبې په ورځ د تلې ۷مه، په ټول هېواد کې مخابراتي او انټرنېټي خدمات پرې شول. دغه پرېکړه د هېواد دننه او بهر نړیوال پراخ غبرګونونه وپارول او له ۴۸ ساعتونو ځنډ وروسته، د چهارشنبې په ورځ د تلې ۹مه طالبانو بېرته انټرنیټي او مخابراتي خدمات فعاله کړل.

د انټرنیټي او مخابراتي خدمات عام ژوند او د هېواد اقتصاد ګډوډۍ سره مخ کړ.په دې درې ورځو کې ګمرکونه، هوایي ډګرونه، بانکونه، د پیسو حوالې خدمات او کارونه بند وو.