د طالبانو کورنیو چارو وزارت د شپې له ۹ بجو وروسته د پټاکیو پر استعمال بندیز ولګاوه

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د هېوادوالو د شکایتونو له امله یې د شپې له ۹ بجو وروسته د سهار تر ۷ بجو پورې د هر ډول پټاکیو پر کارولو بندیز لګولی دی. یاد وزارت ویلي، چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.