طالبان وايي د جمهوري نظام درې چورلکې یې ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې

د طالبانو دفاع وزارت نن د یکشنبې په ورځ، د تلې ۱۳مه وویل، چې دوې MI-17 او یوه MD530 چورلکې یې ترمیم او الوتلو ته چمتو کړې دي. طالبانو ادعا کړې، چې یادې چورلکې د تېر نظام پر مهال تخریب شوې وې.