اروپایي ټولنه ټول افغان ښوونکي د ستاینې وړ بولي

اروپايي ټولنې نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان د ټولو ښوونکو، په تېره بیا ښځینه استادانو زیار د ستاینې وړ دی.

اروپايي ټولنې نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان د ټولو ښوونکو، په تېره بیا ښځینه استادانو زیار د ستاینې وړ دی.
اروپايي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې ښوونه او روزنه د پياوړي افغانستان جوړولو لپاره یوازینۍ لاره ده.
اروپايي ټولنه داسې مهال د ښوونکي د ورځې یادونه کوي، چې پرون د هرات ولایت د طالبانو د پوهنې ریاست په یوه مکتوب کې په ښوونځیو کې د ښوونکي د ورځې نمانځل منعه کړي دي.
تر دې مخکې زرګونه ښځينه ښوونکي پر کورونو کېنول شوي او د نورو حقونو ترڅنګ دا ویاړ هم ځنې اخیستل شوی دی.


د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له ایران او پاکستان شړل شوي ډېری کډوال ښارونو ته ځي، چې په دې ډول یې د افغانستان ښارونه پراخ کړي او د ښاري خدمتونو بهیر یې هم ټکنی کړی دی.
د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه شړل شوي ډېری کډوال ښارونو ته ځي.
په اعلامیه کې راغلي، چې ښارونو ته په ناڅاپي ډول د دومره ډېرو خلکو د ورتګ له امله ښاري نفوس او ودانۍ په چټکۍ سره ډېرېږي او د خدمتونو رسولو بهیر یې ټکنی کړی دی.
دې سازمان له نړوالو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بنسټیزو خدماتي پروژو او کارونو په برخه کې مرستې وکړي.
تر دې مخکې هم دې سازمان ویلي و، چې د افغانستان ښارونه په چټکۍ سره پراخېږي او ډېری سیمې غیر پلاني یا غیر نقشه شوي دي، چې خلک یې له ښاري خدماتو څخه بې برخې دي، لکه د څښلو پاکې اوبه، پخې کوڅې، د چټلو اوبو ایستلو سیسټم او داسې نور اساسي اړتیاوي په کې شاملې دي.
د راپورونو له مخې وچکالي، په کلیو کې د زراعتي سکټور کمزوری کېدل، د نفوسو ډېروالی، بېکاري او د کډوالو اېستل هغه ستونزې دي، چې خلک یې په ښارونو کې استوګنې ته مجبور کړي.

په قرغیزستان کې د طالبانو سفارت نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاد هېواد د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره ۱۳۰ټنه بشري مرسته وکړه.
په اعلامیه کې راغلي، چې په دې مرستو کې خوراکي توکي، د ماشومانو لپاره د ژمي جامې او نور بېلابېلو ډوله توکي شامل دي. همدا راز ویل شوي چې دا مرستي نن د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.
که څه هم د افغانستان په کونړ ولایت کې له زلزله ځپلو سره کورنیو خیریه بنسټونو، شتمنو خلکو، نړۍوالو سازمانونو او بهرنیو حکومتونو ډېرې مرستې وکړې، خو بیا هم اغېزمن کسان او کورنۍ په بد وضعیت کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، چې زلزله ځپلي په خیمو کې ژوند کوي، خو د ژمي په رارسېدو سره یوازې خیمې خلک له سختې یخنۍ څخه نهشي ساتلای.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس پاڼه د معلم ورځې په مناسبت لیکلي چې په هېواد کې ښوونکي له ستړیاوو، ستونزو، اقتصادي فشارونو او د امکاناتو له کموالي سره مخ دي. هغه د دغه ورځې په مناسبت ټولو ښوونکو ته مبارکي هم ویلې ده.
کرزي د یکشنبې په ورځ د (تلې ۱۳مه) زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښځینه ښوونکو هڅې هم د ستایلو وړ دي او دوی یې د تعلیمي ډګر په پراختیا کې ارزښتمنې بللي دي. پخواني ولسمشر په دې پېغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې نجونو او هلکانو ته دې په مساوي توګه د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي لیکلي: «هیله لرم چې ژر تر ژره په هېواد کې ټولو نجونو او هلکانو ته د تعلیم مساوي او پراخه زمینه برابره شي، تر څو وکولای شي چې خپلو ارزوګانو ته ورسېږي». حامد کرزي تر دې وړاندې هم په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنځیو بندې کړای شوې دروازې بېرته پرانېزي.
دا پخوانی ولسمشر چې کابل کې د طالبانو له سختو محدودیتونو سره سره ژوند کوي وخت ناوخت د خپلو څرګندونو او سیاسي ناستو ولاړو له کبله د طالبانو له ګواښونو سره هم مخ شوی دی.
د راپورونو له مخې، د ده دغه دریځ له کبله د طالبانو مشر ملا هبت الله هم غوسه شوی او د خپلو استازو له لارې یې له کرزي غوښتي چې له هېواده ووځي؛ خو پخواني ولسمشر جدي غبرګون ښوولی او دا پرېکړه یې لا تر اوسه نه ده منلې.
طالبان د نجونو زده کړو او د ښځو کار بندیز تر څنګ په ګڼو برخو کې د محدودیتونو او سختدریځو تګلارو له کبله په نړۍوال کچه هم سخته منزوي شوې ده.

ایرنا خبري اژانس نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو عمومي رییس له خولې لیکلي، چې د لومړي ځل لهپاره د دوغارون پر پوله د بهرنیو اتباعو لپاره د بایومټريک سیسټم فعال شو.
راپور کې راغلي، چې له افغانستان سره د دوغارون پر ګډه پوله د لومړي ځل لهپاره د بهرنیو وګړو د هویت ثبتولو «بایومټریک» سیسټم فعال شو.
ایرنا خبري اژانس د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو عمومي رییس جعفر سید آبادي له خولې لیکلي، چې د دې سیسټم لومړی پړاو بشپړ شوی او تمه ده چې په راتلونکو دوو اونیو کې به یې پاته پړاوونه هم بشپړه شي.
هغه زیاته کړه، د بایومتریک سیسټم د خراسان رضوي او تایباد پر پوله د امنيتي دلایلو له مخې فعال شوی، چې د کډوالو په رسمي ثبت او څارنه کې به مهم رول ولري. سیدآبادي وویل، دوغارون ایران ته د افغانانو د تګ راتګ لاره ده، ځکه نو دا سيسټم لومړی پر دې پوله ولګول شو او وروسته به د ایران پر نورو پولو هم ولګول شي.
هغه زیاته کړه، د روان کال له پیل راهیسې ۷۰سلنه بې اسناده افغان کډوال د دوغارون پر پوله افغانستان ته ستانه شوي دي.
ایرنا اژانس د تایباد د ولسوال حسین جمشیدي له خولې لیکلي،په روان کال کې تر اوسه ۹۸۰زره بې اسناده افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن یکشنبه د (تلې ۱۳مه) نېټه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په تېره اونۍ کې د وسپنې د پټلۍ له لارې (۹۷۵۲۲) مټریک ټنه انتقالات شوي، چې د صادراتو یوه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حیرتان بندر له لارې (۷۳۸۲۵) ټنه، د آقینې له لارې (۲۰۴۲) ټنه، د تورې غونډۍ له لارې (۱۵۰۶۷) ټنه او خواف–هرات له لارې (۶۵۸۸) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۹۷۵۲۲) میټریک ټنه کېږي.
همدا راز زیاته شوې، چې د انتقالاتو یوه برخه صادرات دي. په تېره اونۍ کې (۳۲۷) ټنهتجارتي مالونه صادر شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت په خپله اعلامیه کې د صادراتو او وارداتو برخه نه ده سره جلا کړې، خو د مخکينیو اعلامیو څخه یې څرګندېږي، چې د وارداتو پرتله صادرات یوه سلنه هم نه دي.
کارپوهان وايي، که واردات تر صادراتو ډېر وي، هغه هېواد مصرفي بلل کېږي او دا د کمزوري اقتصاد نښه ده، ځکه په دې صورت کې له هېواد څخه پيسې وزي، کورنی تولید کمېږي او بېکاري هم ورسره ډېرېږي.
اقتصادپوهان وړاندیز کوي، چې باید صادراتو ته ډېر پام وشي او دغه ډول د وارداتو او صادراتو تر منځ توازن ته هم پام وشي.