طالبانو په غزني او بلخ ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو د خلکو له شکایتونو وروسته په غزني او بلخ ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي. دغه وزارت ویلي، چې په روزګان ولایت کې یې د یوه جبري واده مخه هم نیولې ده.