د پاکستان «اج نیوز» شبکې د خواجه اصف له خولې لیکلي، چې پاکستان به هيڅکله بېثباته نهشي. خواجه اصف ویلي:« کله هم چې له افغانستان نه پر موږ برید شوی، موږ بریدګر تر خپلو کورونو پورې څارلي دي. موږ پوهېږو، چې په افغانستان کې ترهګر څوک دي او چېرې اوسېږي؛ خو نه غواړو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه وشي.»
د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړه، چې د کابل او اسلاماباد اوسنی اختلاف اوس هم پر ځای پاتې دی؛ یوازې د سعودي عربستان او قطر په څېر هېوادونو په منځګړتوب حل کېدای شي. د هغه په وینا: «موږ پرېکړه کړې، چې خپل هېواد خوندي کړو؛ که څوک دښمني راسره کوي، زموږ ځواب به نور د مینې او محبت ځواب نهوي.»
د پاکستان «ډان» ورځپاڼې هم له جیو نیوز سره د خواجه اصف مرکه خپره کړې ده. هغه په یادې مرکه کې ویلي، پر ډیورنډ کرښه وضعیت اوس هم ترینګلی دی او امکان شته چې بیا نښته وشي.
کله چې له خواجه اصف څخه وپوښتل شول، چې ایا اسلاماباد له کابل سره خبرې کوي؟ هغه وویل:« که د افغانستان طالبان له یوې خوا د خبرو غوښتنه کوي او په ورته وخت کې پاکستان ګواښي؛ دوی دې خپلو ګواښونو ته دوام ورکړي، موږ به وروسته خبرې ورسره وکړو.»
هغه زیاته کړې، نړۍ پوهېږي چې په افغانستان کې د داعش، القاعده او ټيټيپي په ګډون څو نړۍوالې ترهګرې ډلې پټې شوې او افغان طالبان د دغه ډلو ملاتړ کوي. کله چې له خواجه اصف پوښتنه وشوه، چې ایا د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسید په افغانستان کې دی؟ هغه وویل: «موږ چې څوک په نښه کړل هغوی په افغانستان کې وو.»
هغه زیاته کړه:« دوه نیم یا درې کاله وړاندې چې زه کابل ته ولاړم طالبانو ژمنه راسره وکړه، چې دغه خلک به له افغانستان نه باسي. دوی چې د چا د اېستلو ژمنه وکړه، هغه خلک په سپوږمۍ کې نه؛ بلکې په افغانستان کې وو.»
خواجه اصف داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په تېره اونۍ کې د نښتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي.