• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالب وزیر په روسیه کې د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د ظرفیتونو او فرصتونو اړوند بحثونه کړي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطيف منصور د روسیې د انرژۍ اوونۍ په فورم کې ګډون کړی او د افغانستان د انرژۍ د پراخو ظرفیتونو او فرصتونو په اړه یې بحثونه کړي. نوموړي هیله ښودلې، چې په دې سره به د نړۍوالو همکاریو زمینه پراخه شي.

عبداللطیف منصور د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) د روسیې د انرژۍ اوونۍ په فورم کې ګډون کړی.

د طالبانو د اوبو او اونرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو لوړپوړو دولتي‌ چارواکو، پانګوالو او د انرژۍ د سکټور متخصصینو برخه اخیستې.

طالبانو دا ناسته د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ، پانګونې، نوښتونو او د نوې ټېکنالوژې د تبادلې لپاره مهم نړۍوال فرصت ګڼلی.

طالب وزیر زياته کړې: «د دې ګډون موخه دا وه چې د افغانستان د انرژۍ او اوبو په برخه کې د نړۍوالو همکاریو زمینه لا پراخه شي، د بهرنیو پانګوالو باور ترلاسه شي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره عملي لارې چارې رامنځته شي.»

د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د دغه طالب چارواکي ګډون په داسې حال کې دی، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته انرژي وارداتي ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ لینډسي: د بشري حقونو سرغړونو ته رسېدنه د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینه ده

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، چې نن یې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ سره د هغه د مهمو هڅو په اړه خبرې اترې کړې دي.

هغه پر اېکس خواله رسنۍ ویلي: «نن مې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي سره د هغه د حیاتي کار په اړه مفصلې خبرې وکړې. برېتانیا په بشپړ ډول د هغه د ماموریت ملاتړ کوي.»

لینډسي ټینګار کړی، چې د بشري حقونو د سرغړونو مخنیوی او د دغو مواردو څېړنه د افغانستان د راتلونکي لپاره بنسټیز اهمیت لري.

هغه زیاته کړې، چې د بشري حقونو درناوی او عدالت ته ژمنتیا د افغان ولس د سوکالۍ، سولې او دایمي ثبات لپاره اړینه ده.

منظور پشتین: پاکستاني پوځ تل د جګړې په ډګر کې د ماتې غوسه او وارخطايي په عام ولس اېستلې

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان له خوا په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته په اشاره ویلي:«کله چې دوی په جګړه کې څه نه شي کولی، نو خپله غوسه او وارخطايي یې پر عامو تش لاس ولسونو اېستلې ده.»

پشتین ویلي، چې د پاکستان پوځ پر افغانستان په بریدونو او د ملکي وګړو په وژلو سره جنګي جرمونه وکړل.

نوموړی وايي، په کابل او ګڼو نورو سیمو کې د پاکستان د پوځ په هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي، چې د پاکستان پوځ تردې وړاندې هم د پاکستان په پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو کې په خپلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژلي دي.

نوموړي وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به څلور ورځې وروسته د جنګي جرمونو نړیواله محکمه کې پر پاکستان د جنګي جرمونو قضیه ثبت کړي.

د کابل د چاودنو ۵ تنه مړي او ۴۰ ټپیان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۰ GMT+۱

په کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان وکړ، چې نن په کابل کې له چاودنو وروسته دغه روغتون ته پنځه مړي او ۴۰ ټپیان انتقال شوي دي. د ایمرجنسي روغتون مشر دیجان پانیج وايي، چې د لسو تنو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی. سرچینوافغانستان انټرنشنل ته ویلي چې کابل کې بریدونه پاکستاني الوتکو کړي.

د افغانستان لپاره د ایمرجنسي روغتون مشر دیجان پانیج وايي، چې ټپیان په امبولانسونو کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د مرمیو په ټوټو لګېدلي او ځینې سوځېدلي دي.

پانیج وایي، چې پنځه تنه ټپیان روغتون ته پر لاره مړه شوي دي.

د لس تنو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

نوموړي ویلي، چې د مړو او ټپیانو کره شمېر لنډمهالی دی.

د پښتونخوا د قامپاله ګوندونو مشران لا هم د پاکستان او طالبانو پر جګړې چوپه خوله دي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۱

په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په تېرو څو ورځو کې ګڼې نښتې شوې دي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د ملتپاله ګوندونو مشرانو تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د تیرې پنجشنبې په شپه ناوخته پر کابل او پکتیا ولایتونو هوايي بریدونه وشول او د جمعې په ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ومنله چې یاد بریدونه د پاکستان له خوا شوي دي.

طالبانو یاد بریدونه د افغانستان پر حریم تېری بللی و.

طالبانو پر کابل او پکتیا د پاکستان د بریدونو په ځواب کې د شنبې په ماښام ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل او له هغې راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شخړه دوام لري.

دمګړۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي او تازه دواړه لوريو پر ۴۸ ساعته موقت اوربند هوکړه کړې ده.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ روانې جګړې په اړه په افغانستان کې دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه وښودل شول، خو د محمود خان اڅکزي او اېمل ولي خان په ګډون د پښتنو د قامپاله ګوندونو مشران لا هم د پاکستان او طالبانو پر جګړې چوپه خوله پاتې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزی چې وړاندې تردې یې په خپلو ځینو ویناوو کې ځان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او خواخوږي په توګه یاداوه، تراوسه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د یادې څو ورځنۍ جګړې په اړه څرګند دریځ نه دی غوره کړی.

پر همدغه مهال د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولې خان هم تردې مهاله د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړي په اړه هېڅ څرګندونه نه ده کړې.

شنونکي وايي، د پښتنو د قامپاله ګوندونو د مشرانو له خوا د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جګړې په اړه د څرګند دریځ نه اعلانولو نه ښکاري چې هغوی په دې کړکېچ کې روښانه دریځ نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او پاکستان د ۴۸ ساعتونو موقت اوربند په اړه هوکړه کړې ده.

تردې مهاله یوازې د پاکستان د سیاسي ګوندونو ګډ ایتلاف د یکشنې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خبرو له لارې د روانې شخړې د حل غوښتنه کړې ده.

په کابل او ځینو ولایتونو کې د اپ سټور او پلې سټور فعالیتونه محدود شوي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۰ GMT+۱

د افغانستان په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ځیرکو ټېلیفونونو کاروونکي وايي، چې د اپلېکېشنونو د ډاونلوډ لپاره پلې سټور او اپ سټور دواړه له کاره لوېدلي، چې دا وضعیت د انټرنېټ د بندېدو له پخوانیو پېښو وروسته دوهم محدودیت بلل کېږي.

په کابل کې د موبایل ټېلیفونونو ګڼ شمېر کاروونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ګوګل پلې سټور او اپ سټور دواړه بند شوي او هېڅ اپلېکېشن نه شي ډاونلوډېدای.

په ننګرهار ولایت کې هم ځايي سرچینو دغه ستونزه تایید کړې، خو وایي چې یوازې د ایفون موبایل کاروونکو ته اپ سټور فعال دی، په داسې حال کې چې د نورو تیلیفونونو لپاره پلې سټور ‌کار نه کوي.

تر دې وړاندې د ټولنیزو شبکو ځینې پلېټفارمونه، لکه ټيک‌ټاک، انسټاګرام او سناپ‌چټ، هم بند یا محدود شوي وو.

اوس مهال ځینې کاروونکي وایي، یاد اپلېکېشنونه یوازې دوي پي این په وسیله فعالېږي او له دې لارې یې کار ته دوام ورکوي.