ډېری دغه کورنۍ د سپین بولدک په هغو سیمو کې مېشتې شوي، چې له ډیورنډ کرښې څخه لرې دي او یوه برخه یې بیا د کندهار ښار ته تللې دي.
د بې ځایه شویو کسانو له ډلې یو تن حاجي احمد وویل: «موږ له خپلو کورونو یوازې د سر ژغورلو لپاره راوتلي یو اوس مو نه سرپناه شته او نه خوراک، ژمی را روان دی که دا ستونزه همداسي دوام ولري نه پوهیږي چې چیري به ځو.»
د کندهار طالب چارواکي وایي، د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د بېځایه شویو کورنیو د ثبت بهیر پیل شوی او که چیري ستونزه رامنځته کیږي هغوی ته به یو کمپ جوړ کړي.
د کندهار له میرویس روغتون څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تیرې ورځې نښتو او د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه له اوږدې مودې راهیسې وخت ناوخته جګړې، ډزې او هاواني بریدونه کېږي؛ دا جګړې هغه وخت زیاتې شوې چې پاکستان پر کابل او څو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
دواړه هېوادونه یو بل د سرغړونو او بریدونو په تورونو تورنوي، طالبانو تل ټینګار کړی چې د پاکستاني ځواکونو له خوا د هاوانونو او توغندیو بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل دی.
کارپوهان وایي، د دواړو لورو تر منځ د سرحدي کړکېچ دوام نه یوازې د خلکو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د سوداګرۍ، راکړې ورکړې او د سیمه ییز اقتصاد د رکود لامل هم شوی دی.
د فریډم په نوم د خبریالانو د حقونو شبکې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، هغه افغان ژورنالیستان چې د امنیتي ګواښونو له کبله په پاکستان کې اوسیږي باید ونه ځوروي.
دوی ویلي، چې د بیان ازادي او د خبریالانو خوندیتوب د نړیوالو بشري اصولو مهم اصل دی.
دوی ویلي، چې د بیان ازادي او خبریالانو خوندیتوب د نړیوالو بشري اصولو مهم اصل دی.
یادې شبکې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې افغان خبریالان خوندي کړل شي.
دوی لیکلي: «د پاکستان له حکومته جدي غوښتنه کوو هغو افغان ژورنالستانو ته چې د امنیتي ګواښونو له امله یې پاکستان ته پناه وړې، باید خوندي پناه ورکړل شي او د نیولو یا له ستونزو سره د مخ کولو څخه دې ډډه وشي.»
فریډم شبکه زیاتوي، د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستیو نښتو له امله پاکستان حکومت په افغان کډوالو فشار زیات کړې تر څو یې افغانستان ته ستانه کړي، په داسې حالاتو کې باید افغان خبریالانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د وروستیو معلوماتو له مخې، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له زیاتوالي وروسته په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان له زیات خطر سره مخ شوي دي.
فریډم نیټ ورک باور لري چې د بیان ازادي او د خبریالانو خوندیتوب د نړیوالو بشري اصولو مهم اصل دی او د دې اصل نقض نه یوازې د فردي خوندیتوب پر وړاندې دی، بلکې د ازادو رسنیو فعالیت ته هم زیان رسوي.
دغه بنسټ ټينګار کړی: «موږ له پاکستاني چارواکو غواړو چې ژر تر ژره دا مسله جدي ونیسي، ژورنالستانو ته دې خوندیتوب ورکړي او بشري مسولیتونه دې په پام کې ونیسي.»
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې اسلاماباد د «مناسبو او عادلانه شرایطو» پر بنسټ خبرو ته چمتو دی. شریف ټینګار کړی چې دوی د واضحو شرایطو پر بنسټ خبرو ته تیار دي، خو که «طالبان دا موده د جګړې د چمتووالي لپاره کاروي، نو دا کار به ونه زغمي».
شهباز شریف دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ د فدرالي کابینې په غونډه کې وکړې او ویې ویل، پاکستان له محدودو امکاناتو سره سره له څلوېښتو کلونو راهیسې د شاوخوا څلور میلیونو افغان کډوالو مېلمستیا کړې ده.
هغه وویل: «په افغانستان کې وسله وال زموږ سرتېري، پولیس او عام وګړي وژني. په ۲۰۱۸ کال کې ترهګري له منځه تللې وه، خو وروسته یو شمېر خلکو دغه کسان بېرته پاکستان ته راستانه کړل.»
نوموړي وویل، اوس «د جګړې توپ د افغانستان په میدان کې دی»، خو د طالبانو په غوښتنه د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند شوی، او د قطر هېواد هڅه کوي چې شخړه د خبرو له لارې حل شي.
طالبانو ویلي، چې اوربند د پاکستان په غوښتنه شوی دی.
شهباز شریف ټینګار کړی چې دوی له افغانستان سره د مشروع او واضحو شرایطو پر بنسټ خبرو ته چمتو دي، خو که طالبان دا موده د جګړې د چمتووالي لپاره کاروي، نو دا کار به ونه زغمي.
بل پلو د طالبانو سرچینو ویلي، چې پر پاکستاني ځواکونو برید پر کابل او پکتیکا د پاکستان د هوایي بریدونو «دفاعي ځواب» و.
طالبانو ټینګار کړی چې د پاکستان له لوري د افغانستان د خاورې سرغړونه د منلو وړ نه ده او دوی د خپل حاکمیت د دفاع حق لري.
تازه د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسید په یوه ویډیو کې ویلي، چې په کابل کې د ده د اوسېدو خبرې تورونه دی او دی د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې په خپله قبایلي سیمه کې فعالیت کوي.