• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې چاودنه شوې

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۴ GMT+۱

سیمه‌ییزې ځايي سرچینې وايي، چې نن سهار د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ اړوند د خدي بازار په سیه کې زوروره چاودنه شوې ده. د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

که څه هم تراوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو د سرچینو د معلوماتو پربنسټ نښته د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو او د پاکستاني پوځ ترمنځ شوې. د لومړنیو راپورونو پر بنسټ؛ د یادې نښتې او چاودنې له کبله د بنو – میرعلي سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوی دی.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

د ټي ټي پي مشر وايي چې دی په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د طالبانو غورځنګ مشر مفتي نور ولي مسید په یوه تازه ویډیو کې، چې په غرنیو سیمو کې یې اخېستې، وايي، د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي. نوموړی وايي، دا ویډیو یې ددې لپاره کړې چې وښيي ژوندی دی او له افغانستان نه بهر اوسیږي.

نور ولي مسید په خپله دې ویډیو کې، چې د طالبانو د عمر سټوډیو له خوا خپره شوې، ویلي چې دی د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له قبایلي سیمو نه خپل فعالیتونه کوي.

هغه په دې ویډیو کې ویلي، چې هدف یې نړۍ او خپلو پلویانو ته دا ښودل دي، چې دی ژوندی دی او له افغانستان نه بهر اوسیږي.

نور ولي مسید سوګند کړی، چې دی په خیبر کې اوسیږي او په افغانستان کې یې اوسېدل ټول تورونه دي.

هغه په دې ویډیو کې خپل جنګیالي په پاکستان کې جګړې ته هڅولي او په خپلو لیکو کې یې پر اطاعت ټینګار کړی دی.

د ټي ټي پي مشر خپل جنګیالي له عامو خلکو سره ښه چلند ته هڅولي دي.

پاکستانۍ سرچینې وايي دوی د ویزو نه بلکې کابل ته د پلاوي لېږلو وړاندیز کړی و

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۰ GMT+۱
100%

یوې پاکستانۍ رسمي سرچینې له طالبانو نه د دغه هیواد د دفاع وزیر، د استخباراتو رییس او جنرالانو د وېزې غوښتلو خبره رد کړې او وايي، یوازې د سفر وړاندیز شوی و. سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «پاکستاني چارواکو د ویزو غوښتنه نه ده کړې، بلکې د پلاوي د لیږلو وړاندیز یې کړی و».

پاکستاني سرچینې ټینګار وکړ چې دا یوازې یو وړاندیز و او د ویزې غوښتنه نه وه.

له دې وړاندې په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ادارې د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد اصف، د استخباراتو د رییس او دوو نورو جنرالانو د افغانستان د ویزې غوښتنه رد کړې ده.

کابل ته د پاکستاني چارواکو د سفر د لیوالتیا په اړه متضاد راپورونه په داسې حال کې خپریږي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی بې ساري کچې ته رسیدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ یوه رسمي اعلامیه خپره کړه، چې ویلي یې و دغه هېواد هیله لري یوه ورځ افغان ولس ازاد شي او ریښتینی حکومت ولري.

د پاکستان پوځ د طالبانو په بریدونو کې د خپلو ۲۳ پوځیانو وژل کېدل ومنل

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۶ GMT+۱
100%

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر اعلان وکړ، چې د طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې یې ۲۳ سرتېري وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. پاکستاني پوځ ویلي، چې له ۲۰۰ ډېر افغان طالبان او د هغوی ملاتړي جنګیالي یې وژلي دي. طالبانو ویلي، چې په جګړه کې یې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژلي دي.

د پاکستان پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي چې د ځان د دفاع په حق کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو بریدونه ځواپ کړي دي.

د اعلامیې له مخې، د توپانې، هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې د افغانستان ګڼې سرحدي پوستې په نښه شوې دي او د پاکستاني طالبانو مرکزونه هم په نښه شوي دي. پاکستاني پوځ ادعا کړې، چې د داعش مرکزونه یې هم په نښه کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر پاکستان تور ولګاوه، چې داعش ته یې پټنځایونه ور کړي دي. نوموړي دغه راز وویل، چې ددوی په ځوابي بریدونو کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ دغه راز په اعلامیه کې ویلي، چې پر افغان لوري یې ۲۱ سرحدي پوستې د لنډ وخت لپاره تیولې دي او د جنګیالیو مرکزونه یې له منځه وړي دي.

پاکستاني پوځ ویلي، چې له ۲۰۰ ډېر افغان طالبان او د هغوی ملاتړي جنګیالي یې وژلي دي.

پاکستاني پوځ ویلي، چې دوی به د پاکستان خلاف د ورانکاریو لپاره د افغان خاورې کارول ونه زغمي او که طالبان لازم ګامونه وانخلي، په افغان خاوره کې به د پاکستاني جنګیالیو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ور کړي.

سرچینې: هلمند، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او کونړ ته څېرمه د کرښې اوږدو کې جګړه روانه ده

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۸ GMT+۱
100%

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، طالبان پر کابل او ځینو سوېل ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې هلمند، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته څېرمه د فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره نښتي دي.

سرچینې زیاتوي، په دغو جګړو کې له سپکو او درنو وسلو استفاده کېږي. لا تر اوسه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

له دې سره سم، په ننګرهار کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مسوولین وايي، د ننګرهار اچين ولسوالۍ بانډر درې ساحه کې فرضي کرښې ته پورې غاړې د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته نیولې او بیا یې په بمونو الوزولې ده.

د دغې قول اردو د خبرپاڼې له‌مخې، د دغه ولایت د دوربابا ولسوالۍ د ماشين ناو ساحه کې هم د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته یې نیولې او په وینا یې ډېر ژر به په بمونو والوزول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه عملیات هم د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د مشرتابه تر ځانګړي څار لاندې روان دي.

خېبر پښتونخوا؛ ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۲ GMT+۱
100%

خېبر پښتونخوا کې پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ډېره اسماعیل خان کې د د دوی په یو ځای مرکز د وسله والو برید یې شنډ کړی او شپږ وسله وال یې هم وژلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې شپې برید له کبله ۷ تنه پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو چارواکو ویلي چې تر برید وروسته د پولیسو او وسله والو ترمنځ څو ساعته جګړه هم شوې ده. خبرپاڼه کې همدا شان راغلي چې اوسپه سیمه کې وضعیت عادی شوی؛ خو د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات لا هم روان دي.