• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې نمانځنه وشوه

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۱ GMT+۱

یو شمېر ازبک فرهنګپالو او فعالانو د جمعې په ورځ په کابل کې د یوې فرهنګي غونډې په ترڅ کې د «ازبکي ژبې ملي ورځ» ونمانځله. دغه غونډه د ازبکستان د سفیر، د طالبانو د چارواکو، لیکوالانو، شاعرانو، ښځو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د غونډې ویناوالو د ازبکي ژبې د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د دې ژبې پياوړتیا، پراختیا او تدریس ته باید جدي پاملرنه وشي. هغوی زیاته کړه، د داسې فرهنګي پروګرامونو دوام کولای شي د ژبو او کلتورونو تر منځ د پوهاوي او ورورولۍ فضا نوره هم پیاوړې کړي.

په دغه نمانځغونډه کې د ازبکي دودیزو خوړو، خطاطۍ، نقاشۍ، کتابونو، پخوانیو جامو او غاليو نندارتون هم جوړ شوی و.

د افغانستان پخواني حکومت په ۱۳۹۹کال کې د تلې ۲۹مه د «ازبکي ژبې ملي ورځ» نومولې وه، او له هغه را وروسته هر کال دننه او بهر د افغانستان ازبک فعالان دا ورځ لمانځي.

ازبکي ژبه د افغانستان له مهمو ژبو څخه ده، چې په رسمي توګه د هېواد د دریمې لویې ژبې په توګه پېژندل کېږي. دا ژبه د ترکي ژبو له کورنۍ څخه ده او په شمالي ولایتونو لکه فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، تخار او سمنګان کې د پراخې ازبک ټولنې له‌خوا ویل کېږي.

ازبکي ژبه د افغانستان د اساسي قانون له مخې د پښتو او دري تر څنګ د رسمي او تدریسي ژبو په ډله کې راځي. ازبکان د افغانستان د کلتوري، ادبي او سیاسي ژوند مهم برخه وال ګڼل کېږي او د دوی ژبه د هېواد د ژبني تنوع یوه بډایه برخه جوړوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالب استخباراتو د شمشاد ټلویزیون نشرات بند کړي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نیم ساعت وړاندې طالب استخباراتو د شمشاد خصوصي ټلویزیون نشرات بند کړي. د شمشاد ټلویزیون څخه سرچینو زیاته کړې، چې تر اوسه د نشراتو د بندېدو لامل معلوم نه دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د جمعه په ورځ (د تلې ۲۵مه) ویلي،

چې طالب استخبارات یې دفتر ورغلي او د دوی نشرات یې تر نامعلومې مودې پورې بند کړي.

که څه هم د نشراتو بندېدو اصلي لامل روښانه نه دی؛ خو یوې بلې سرچینې ویلي، چې کیدای شي دا پرېکړه د ځینو خپرو شویو مطالبو یا د طالبانو د پالیسو خلاف نشراتو له امله شوې وي.

د طالبانو حکومت د دې موضوع په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

دغه ټلویزیون د افغانستان له مهمو تلویزیونونو څخه ګڼل کېږي او د هېواد په بیلابیلو سیمو کې پراخ لیدونکي لري.

د بیان ازادۍ ملاتړي فعالان او خبریالان اندېښنه لري، چې دا اقدام به د رسنیو پر ازاد فعالیت منفي اغېز وکړي او د خبریالانو پر فضا نور فشارونه زیات کړي.

پاکستان په پکتیکا کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۱

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، نن شپه (جمعه د تلې ۲۵مه) شاوخوا ۸ بجې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې د ولسي وګړو کورونه په نښه کړي دي.

سرچینو زیاته کړې، د پاکستان په دغو هوايي بریدونو کې تر اوسه ۱۰ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان او په ټپیانو کې ۶ ښځې هم شامل دي.

په ارګون ولسوالۍ کې سرچینو ویلي، چې دا برید د دغه ولسوالۍ اړوند خاندار کلي کې د «غازي» په نوم قضاب په کور ترسره شوی دی.

د پاکستان دغه بریدونه په داسې حال کې دي چې، د دوحې خبرو تر پای ته رسېدو د افغانستان او پاکستان تر منځ اوربند اعلان شوی و او د ځينو طالب چارواکو په وینا، دغه اوربند د پاکستان له لوري مات شوی او د ډيورند فرضي کرښې په اوږدو کې یې د ولسي وګړو پر کورونو بمبارۍ پیل کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ وضعیت له نږدې څارو

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۴ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو په تړاو ویلي، چې واشنګټن د دواړو لوریو ترمنځ روان وضعیت له نږدې څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جمعې په ورځ د ترکیې راډیو ټلویزیون ته ویلي:«موږ د افغان طالبانو او پاکستان ترمنخ د تاوتریخوالي او شخړې له زیاتوالي خبر یو او دا وضعیت له نږدې څارو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه رسنۍ د نورو جزییاتو په اړه سپینې ماڼۍ ته راجع کړې ده.

د طالبانو سرچینې وايي چې جنګیالي یې پر ډیورنډ کرښه د تیارسۍ په حالت کې دي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۶ GMT+۱

د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ څخه طالب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له پاکستان سره د ۴۸ ساعته اوربند مودې پای ته رسېدو وروسته ورته د تیارسۍ امر شوی دی. طالب سرچینو ویلي، چې د اوربند مودې غځېدو په تړاو یې په لیکلې بڼه څه نه دي ترلاسه کړي.

طالب سرچینو ویلي، چې د اوربند مودې غځېدو په تړاو یې په لیکلې بڼه څه نه دي ترلاسه کړي، خو د تیارسۍ امر ورته شوی دی.

دغو سرچینو ویلي، چې د پاکستاني لوری هم د تیارسۍ په حالت کې دی.

وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې که پاکستان برید ونه کړي، دوی اوربند دوامداره ساتي.

مجاهد ویلي طالبانو ته د دفاع وزارت امر کړی چې:«تر څو پاکستاني لوري حمله نه وي کړې، تاسې حمله ونه کړئ او که هغو حمله وکړله، بیا تاسې له خپلې خاورې څخه د دفاع حق لرئ.»

طالبانو ویلي، چې د خبرو اترو له لارې د موضوعاتو د حل غوښتونکي دي او طالب پلاوی له پاکستاني لوري سره د مذاکراتو لپاره قطر ته د سفر چمتووالی لري.

د طالبانو او پاکستان د پوځ «مرموزه» جګړه

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱
•
اجمل عمر شینواری

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اوسنۍ جګړه یوڅه مرموزه او بې‌تعریفه جګړه ده، ځکه د جګړې اهداف لا تر اوسه روښانه نه دي. پاکستان، په ځانګړې توګه د وروستي جمهوریت نه مخکې، د جمهوریت په موده کې او له هغه وروسته، په ښکاره او پټه له طالبانو بشپړ ملاتړ کړی دی.

پاکستان د نږدې تاریخ په اوږدو کې درې ځله د خپلو کړنو له لارې پر افغانستان یرغل کړی او د هېواد بنسټونه یې زیانمن کړي دي؛ د شهید داود خان جمهوریت یې ګواښلی، د شهید ډاکتر نجیب حکومت ته یې ستونزې جوړې کړې او د وروستي جمهوریت ستنې دوی ونړولې.

په اوسنیو نښتو کې د دواړو غاړو ترمنځ د پوځي ځواک د انډول واټن ډېر لوی دی، او له نظامي پلوه د پرتلې وړ نه دی.

که په رښتیا پاکستان ته کوم امنیتي ګواښ متوجې وای، نو د ځانګړو عملیاتو او استخباراتي هڅو له لارې یې په ټیټه بیه له منځه وړلای شوای، نه دا چې دومره درندو هوایي او توپچي بریدونو ته اړتیا پېښه شي.

ویلې شو چی دا جګړه د طالب د هغی برخې چی د پاکستان په شریرو اجنډاو یې سر خلاص شوی، د پاکستان پوځ یوه استخباراتی مرموزه جګړه ده او د دواړو هیوادنو په ولسونو پورې تړاو نه لري. افغان ولس او ملي او مسلکي پوځیان تر هغې چی پوره جوته نه شي، خپل دریځ نه شي ټاکلی، خو د خپلی خاورې او هیواد څخه د ملاتړ نیت د مشروع او ولس په خوښه نظام لاندی خپل مشروع حق ګڼي. دا چې زموږ په خاوره او ولس دا ډول بی رحمانه هوایي او توپچيیرغلونهکیږي، ملکي خلکو ته تلفات اوړي بیا د دې حساب به د دوواړو اړخونو نه اخلو.

طالبانو له تېرو څو کلونو راهیسې ډېر قیمتي وخت له لاسه ورکړی. که اوس هم د یوه مشروع، قانوني او د ولس د استازیتوب پر بنسټ نظام د جوړښت لپاره اقدام و نه کړي، د دوی د تېرو غلطو کړنو تاوان به یو ځل بیا افغان ولس پرې کوي.

طالبان باید سملاسي د ملي روغېجوړې او د ولس په خوښه او ملاتړ د یو مضبوط دولت جوړیدو ته زمینه مساعده کړي. د ولس غوښتنو ته سر ټیټ کړي، په عین ترتیب د ټولو هغه تروریستي ډلو او ټپلو سره چې تر اوسه پورې اړیکې او نورې کړنې ورسره لري، په مطلق ډول دا قطع کړي.

افغانی هغه اړخونه چی دپاکستان د ځینو حکومتي او غیر حکومتي بڼسټونو سره اړیکې لري، په پاکستان باندې پوره باور کول فقط د یو بل ناورین لپاره لار جوړول دي، په دې چی پاکستان تل د خپلو ګټو لپاره د جګړې اور زموږ هیواد کی بل کړی دی، خپله بقا او ګټې یې تضمین کړې دي. موږ له پاکستان سره ښکاره د ملي ګټو، متقابل درناوي پر بڼسټ تل پاتې اړیکې غواړو، نه دا چې د تیر په څېر استخباراتي او تکتیکي اړیکې.

که چیرته پاکستان له تروریزم سره جګړه کی صادق وای نو باید یې د افغانستان له مشروع جمهوریت څخه ملاتړ کړی وای، نو په دې بڼسټ ټولو اړخونه ته په کار ده، چې په پوره احتیاط او دقت سره، د ملي ګټو په پام کی نیولو او تیر لرې او نږدې تاریخ ته په کتو خپل دریځونه ځرګند کړي؛ د سیمې او نړۍ حالات د پخوا نه ډیر متفاوت دي.

د پاکستان د پوځ او د امریکا ترمنځ ځینې پټې هوکړې شوې دي، ډیر امکان لري چی په پاکستان کی یوه پوځې کودتا وشې، واک به بیا د پرویز مشرف د کودتا په څېر په پوځي سپینه کودتا کې د نواز شریف له ګوند سره په تفاهم رامنځ ته شي.

هر هغه زبرځواک او هیواد چې د افغانستان په سپېڅلې خاورې یرغل کړی او یایې نیت کړی، د الله ج په ملاتړ خپله دړې وړې شوی دی. پاکستان او نور هغه هیوادونه چی د افغانستان په قضیهکې ښکیل دي، باید په دې پوه اوسي. تاریخ او تجربی دا ثابته کړې ده چی، منظم او قوي پوځونه تل د غیر منظمو او د غیر متعارفو جګړو په پایله کې داسې ماتې خوړلې چی اصلا تصور یې نه کېده.

افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی. هېچا ته باید اجازه ور نه کړل شي چې زموږ له داخلي اختلافاتو ناوړه استفاده وکړي. د ملي یووالي، متقابل درناوي او ملي حاکمیت ساتل زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی.

تل دې وي افغانستان

پیاوړی دې وي زموږ ملي وحدت

یادونه: په افغانستان انټرنشنل پښتو کې خپرېدونکې لیکنې، لیدلوري او شننې د لیکوالو د نظر ښکارندويي کوي، د افغانستان انټرنشنل-پښتو نظر نه دی.