• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د غزې لوېدیځو سیمو ته د مرستو لېږد له خنډونو سره مخ دی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د غزې نورو سیمو ته د مرستو په رسولو کې له جدي ستونزو سره مخ شوی. سازمان زیاته کړې، چې ټولې لارې خرابې دي اود دې ادارې د مرستو کاروانونه نه شي کولای د غزې شمال ته، چې د لوږې له سخت وضعیت سره مخ ده، ورسېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، سره له دې چې د حماس او اسراییل تر منځ اوربند شوی، خو د جګړې له امله ډېرې لارې ویجاړې شوې او هغه اصلي لارې چې شمالي غزې ته رسېږي، لا هم تړلې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د جګړې تر پای وروسته هره ورځ شاوخوا ۵۶۰ټُنه خوراکي توکي غزې ته لېږدول کېږي، خو دا اندازه لا هم د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلېچر ویلي، چې د پراخې لوږې، بې‌کوره‌توب او د بنسټیزو خدمتونو د ړنګېدو د مخنیوي لپاره باید هره اونۍ زرګونه موټر په مرستو بار غزې ته داخل شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: زه د جګړو د حل منځګړې یم او تراوسه مې ۸ جګړې پای ته رسولي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، «زه د جګړو د حل منځګړی یم» او ادعا کوي، چې تر دې مهال یې ۸ جګړې ختمې کړې دي. نوموړي ویلي د همدې جګړو په ختمولو سره یې د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ځان د سولې منځګړی بللی او زياته کړې یې ده، چې د خپل حکومت د چلولو ترڅنګ د جګړو حلولو ته هم ژمن دی.

ټرمپ وویل:«په اوس وخت کې، زه باید امریکا اداره کم. خو زه د جګړو د حل کولو سره مینه لرم. ولې؟ ځکه زه د خلکو د وژل کېدو مخه نیسم او ما د میلیونونو ژوندونه ژغورلي دی.»

هغه ټینګار کړی، چې د سولې منځګړی رول یې په پام کې نیولی او باور لري چې د هغه منځګړتوب به ملتونه د غمونو څخه وژغوري.

ټرمپ د دې څرګندونو په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د هغه تر مشرې لاندې، څو نړیوالې لانجې یې د خبرو، فشار او دیپلوماتیکو هڅو په مرسته په اوربند او د شخړو د حل لوري ته سوق کړې دي.

د امریکا د عامه اړیکو دفتر تر اوسه په رسمي ډول توضیح نه ده ورکړې، چې د ټرمپ ادعاوې په کومو ځانګړو جګړو پورې اړه لري؛ خو د هغه پخواني اقدامات لکه منځګړیتوب د اسرائیل-غزې موافقه، د اذربایجان-ارمنستان د سولې پلان او همدارنګه د هندوستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅې د سیاستوالو او رسنیو پام ځانته را اړولی دی.

اکسیوس: ټرمپ نه غواړي چې اوکراین ته د «تاماهاوک» توغندي ورکړي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د امریکايي رسنۍ «اکسیوس»د دوو باخبره سرچینو په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوې لیدنه کې ویلي، چې دا مهال نه غواړي د اوږد واټن تاماهاوک توغندي اوکراین ته ورکړي.

د سرچینو په وینا، دا لیدنه «اسانه نه وه». که څه هم د خبرو پر مهال څوک نه غږېدل، خو ټرمپ جدي او پرېکړه‌ کوونکی ښکاره کېده. یوې بلې سرچینې دا لیدنه «ناوړه» بللې ده.

راپور زیاتوي، زیلینسکي په ټینګار سره غوښتنه کړې وه چې اوکراین ته د «تاماهاوک»توغندیو مرسته وشي، خو ټرمپ له دې غوښتنې سره مخالفت وکړ او هېڅ انعطاف یې ونه ښود.

د باخبره سرچینو له قوله، ټرمپ ټینګار وکړ چې د روسیې په اړه باید ډيپلوماتیکو هڅو ته لومړیتوب ورکړل شي، او د تاماهاوک توغندیو ورکول ممکن د دې هڅو د زیان سبب شي.

د اکسیوس د راپور له مخې، زیلینسکې له ټرمپ سره د لیدنې تر پای وروسته سمدستي له اروپايي مشرانو سره په یوه ویډیويي غونډه کې خبرې وکړې. د راپور له مخې، د اروپايي هېوادونو یو شمېر مشران د ټرمپ د ظاهراً بدل شوي دریځ له امله حیران شوي وو.

ټرمپ له وړاندې هم ویلي و، چې غواړي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي، خو د هغه وروستي دریځ د واشنګټن او کیف اړیکې یو ځل بیا له ابهام سره مخ کړې دي.

روسیې په کریمیا کې د اوکرایني بریدونو پر مهال خپله الوتکه نسکوره کړې

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۶ GMT+۱

د اوکراین بحري ځواکونو ویلي چې روسیې د کریمیا د هوایي دفاع د فعالیت پر مهال خپله Su-30SM جنګي جیټ الوتکه پخپله نسکوره کړې ده. دا پېښه تېره شپه د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخنیوي پرمهال د روسیې د دفاعي سیسټمونو د هڅو پرمهال شوې.

د اوکراین د بحري ځواکونو ویاند دیمترو پلیتنچوک د اکتوبر په ۱۷مه وویل، د ترلاسه شویو راډیويي مکالمو له مخې څرګندېږي چې د الوتکې پیلوټ د شمال لوېدیځې کریمیا په فضا کې وژل شوی.

نوموړي وویل: «ښکاري چې د دښمن ځواکونو خپله الوتکه د بې‌پیلوټه برید د مخنیوي پر مهال په خپلو ډزو ویشتلې وي.»

د اوکراین د ډرون بریدونو هدف ښکاره د کریمیا د «ګواردېیسکوی» هوايي اډې ته نږدې تاسیسات وو.

اسراییلی پوځ وايي په وسلو بار درې ډرون څرخکې یې نیولې دي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د اسراییل پوځ ویلي، چې له مصر څخه دغه هېواد ته په وسلو بار درې ډرون څرخکې یې نیولې دي. په دغو ډرون څرخکو دپایه د وسلو کارتنونه بار وو. یاد پوځ زیاتوي، تر دې مخکې هم تېر ماښام یو بل ډرون نیول شوی چې دوه وسلې پرې بار وې.

د اسراییلي پوځ په وینا، نن سهار یې دوه ډرونونه په نښه کړي چې په یوه کې اتومات وسلې، مرمۍ‌چارج کوونکي او مرمۍ وې، او بل د نامعلومو قاچاقي توکو د انتقال لپاره کارېده.

یاد پوځ زیاتوي، تر دې مخکې هم تېر ماښام یو بل ډرون نیول شوی او په نښه شوی و چې دوه وسلې پرې بار وې.

د اسراییلو دفاعي ځواک وايي، له مصر سره پر ګډه پوله د ډرونونو له لارې د وسلو قاچاق هڅې په وروستیو میاشتو کې زیاتې شوې دي، خو د پوځ د څارنې ټیمونه د دغو پېښو د مخنیوي هڅې کوي.

د ټرمپ او پوتین راتلونکې ناستې د اوکراین د اوږدواټنه توغندیو پر هیلې سیوری غوړولی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۷ GMT+۱

ولسمشر ټرمپ غواړي له زیلېنسکي سره د تاماهاک توغندیو په تړاو خبرې وکړي، خو د امریکا او روسیې د مشرانو د ناستې اعلان پر دغه پلان سیوری غوړولی. ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې کېدای شي د اوکراین پر مساله له ولادیمیر پوتین سره په راتلونکو دوو اونیو کې په بوداپست کې وګوري.

ټرمپ وروسته خبریالانو ته وویل، « زما ټول سروکار له معاملاتو سره دی. هیله ده دا معامله به هم ژر بشپړه کړو».

ټرمپ د تاماهاک توغندیو په اړه ټینګار وکړ چې پوتین نه غواړي دا وسلې اوکراین ته ورکړل شي.

ټرمپ ویلي، چې روسیه وخت تېروي، «موږ وینو چې مسکو د تاماهاک توغندیو [پر سر خبرو اترو] سره سم د خبرو د بیا پیل هڅه کوي».

ټرمپ په خپل ټولنیز پلاتفورم کې لیکلي چې دی به د جمعې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې زیلېنسکي ته له پوتین سره د خبرو جزئیات وړاندې کړي.

له پوتین سره د ټرمپ نرم دریځ دا اندېښنه پیدا کړې چې ښایي امریکا په نږدې راتلونکي کې اوکراین ته مرستې ورکول له پامه وغورځوي. دې د امریکا او اوکراین په اروپايي متحدینو کې دا وېره ټوکولې، چې واشنګټن به مسکو ته امتیاز ورکړي.

په اوکراین کې دا توغندي د جګړې د بدلون وسیله ګڼل کېږي، ځکه کولای شي له سرحدونو لرې د روسیې د انرژۍ تاسیسات کره په نښه کړي.