• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مهاجر فراهي: په قطر کې به د امریکا په نیابت پر جنګېدونکي پوځ [پاکستان] هم بریالي کېږو

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي په قطر کې د طالب چارواکو او پاکستان پوځ تر منځ کېدونکو خبرو ته په اشارې وايي، طالب مرکچي پلاوی به په قطر کې د امریکا په نیابت پر جنګېدونکې پوځ هم بریالی کېږي.

مهاجر فراهي د شنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په خپله اېکس پاڼه پاکستان ته د «پوځي رژیم» په خطاب سره ویلي، د قطر په دوحه کې د پاکستان له «پوځي رژیم» سره مذاکراتو ته په نېک نظر ګوري.

هغه شاوخوا ۵ کاله مخکې د قطر په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره د طالب مرکچي پلاوي مذاکراتو ته په نغوتې زیاتوي: «موږ دلته د امریکايي زبرځواک سره په قوي موقف خبرې کړي او هغه څه مو تر لاسه کړي چې موږ ورته کلونه مبارزه کوله، نو همدلته به د امریکا په نیابت جنګېدونکې پوځ باندې هم بریالي کېږو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د وروستیو جګړو په تړاو د خبرو په موخه نن غرمه مهال (شنبه د تلې ۲۶مه) د طالبانو د دفاع وزیر په مشرۍ یو پلاوی له پاکستاني لوري سره د خبرو په موخه د قطر دوحې ته رسېدلی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو مشر د یو شمېر قول اردوګانو او ولایتونو قوماندانان او والیان بدل کړل

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د طالبانو مشر د ۲۱۵م العزم قول‌اردو او د ۲۱۷م العماري قول‌اردو د قوماندانانو او د هلمند، بدخشان او ارزګان د والیانو په کچه بدلونونه راوستي دي. د دغو بدلونونو له مخې، محمد اسماعیل د بدخشان والي، امان‌الدین منصور د هلمند والي او عبدالرحمان کندوزي د ارزګان والي ټاکل شوي دي.

ChatGPT said:

د طالبانو د ویاند په وینا، د بدخشان پخوانی والي محمد ایوب خالد د ۲۱۵م العزم قول‌اردو قوماندان ټاکل شوی، د ۲۱۵م العزم قول‌اردو پخوانی قوماندان شراف‌الدین تقي اوس د ۲۱۷م عمري قول‌اردو قوماندان دی او د ۲۱۷م عمري قول‌اردو مخکېنی قوماندان امان‌الدین منصور د هلمند والي ټاکل شوی دی.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې د طالبانو د سرحدونو چارو پخوانی مرستیال وزیر محمد اسماعیل د بدخشان والي ټاکل شوی، د ارزګان پخوانی والي عنایت‌الله شجاع د سرحدونو چارو وزارت مرستیال وزیر او د هلمند پخوانی والي عبدالرحمان کندوزی د ارزګان د والي په توګه ټاکل شوی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې عبدالمنان محمود د نیمروز د نوي والي په توګه او محمد اسماعیل راسخ د جوزجان د پولیسو د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

عبدالمنان محمود تر دې وړاندې د طالبانو د مرکزي قول‌اردو ۳۱۳ د ارکان رییس و.

طالبانو مخکې د جوزجان د پولیسو پخوانی قومندان عبدالستار صابر د ۳۱۳ مرکزي قول اردو ارکان رییس ټاکلی و.

د طالبانو مشر وخت په وخت د ادارو چارواکي بدلوي. ډېری طالب چارواکي له مذهبي ملايانو څخه دي، لوړې زده کړې یا د ادارې کاري تجربه نه لري.

محقق: جنرال رازق به د افغانستان په تاریخ کې ځلانده پاتې شي

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر د جنرال عبدالرازق اڅکزي د ترور د اووم تلین په مناسبت وویل، چې هغه د هېواد د ملي یووالي په سمبول بدل شوی او نوم به یې د خلکو په ذهنونو کې تلپاتې وي. جنرال عبدالرازق د طالبانو مخالف قوماندان و، چې په کندهار کې د طالبانو په ډزو کې ووژل شو.

د پخواني حکومت یو شمېر سیاستوالو او چارواکو د جنرال عبدالرازق د شهادت د اوومې کلیزې په مناسبت یو انلاین مراسم جوړ کړی و.

محمد محقق په دې مراسمو کې وویل، چې جنرال عبدالرازق یوه پراخه او ټول‌ګډونه څېره وه، چې له ټولو سیاسي خوځښتونو سره یې اړیکې درلودې.

ښاغلي محقق زیاته کړه: «جنرال عبدالرازق یو ملي اتل او د ملي وحدت نښه ده. نوم او یاد به یې د افغانستان په تاریخ کې روښانه پاتې شي او اړتیا ده، چې د هغه شخصیت او لاره خلکو ته بیا معرفي شي. هغه د خبرو اترو او تفاهم پلوی و.»

جنرال عبدالرازق اڅکزی د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې د کندهار د والي د دفتر په انګړ کې د یوه برید پر مهال ووژل شو او طالبانو یې د برید مسوولیت واخیست.

د برید پرمهال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر هم هلته موجود و، خو له حملې ژوندی ووت.

شاه محمود میاخېل: د افغانستان د ستونزو د حل یوازینۍ لاره د واقعي لویې جرګې رابلل دي

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، د اوس وخت لپاره د یوې واقعي لویې جرګې رابلل اړین دي چې هم د پاکستان پر وړاندې ملي انسجام رامنځته او هم د افغانستان د راتلونکې نظام د مشروعیت لپاره د ملي اجماع له لارې زمینه مساعده شي.

شاه محمود میاخېل د شنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په خپل اېکس کې وویل، د افغانستان لویې ننګونې د داخلي ستونزو حلول، د یو بل منل او د نفې او انحصار سیاست له‌منځه وړل دي او په وینا یې دغه ننګونې له یوه اساسي قانون پرته نه‌شي حلېدلای.

د میاخېل په خبره، طالبان د لویې جرګې، اساسي قانون، د خلکو د حقه حقونو او سیاسي فعالیتونو مخالف دي، خو واقعیت دا دی لکه څنګه چې څوک د طالبانو حاکمیت نه‌شي نفې کولی، طالبان هم د ملت غوښتنې نه شي نفې کولی او ملت باید په ټولو مسایلو کې د نظر، تایید او وینا حق ولري.

هغه همداراز زیاته کړې: «طالبانو له افغانستان نه یو لوی زندان جوړ کړی او د دغه حالت دوام به نیابتي رقابتونو او جګړو ته زمینه مساعده کړي لکه چې د تېرې اوونۍ حالاتو وښودله؛ افغانان هم مړ دي او هم پړ دي.»

د شاه محمود میاخېل په وینا، په داسې حال کې چې افغانان له طالبانو سره له مخالفتونو سره سره بیا هم د پاکستان د تیري او یرغل پر وړاندې ودرېدل او غږ یې اوچت کړ، خو د طالبانو یو شمېر مشران لا تر اوسه هم غلي دي.

هغه زیاتوي، افغانانو تل فرصتونه پر بحران بدل کړي خو که یو ځل دا فرصت بیا هم پر بحران بدل شي او طالبان د تېر په څېر په خپلو کړنو ودرېږي، عواقب به یې د ټولو لپاره ډېر خطرناکه وي او د موجوده او راتلونکو ټولو ستونزو او مصیبتونو مسوولیت به د طالبانو پر غاړه وي.

طالبانو د تقاعد د ورکړې درېیم پړاو پیل کړ

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ، چې طالبانو د تقاعد د ورکړې درېیم پړاو پیل کړی او په درېیم پړاو کې به د سرحدونو او قبایلو چارو، کلیو بیارغونې او پراختیا، حج او اوقافو وزارتونو او د دفاع وزارت د جنرالانو د تقاعد شویو کسانو معاشونه ورکړي.

دوی زیاتوي دا پروسه به د لړم میاشتې له ۵ څخه تر ۲۰ پورې په نوبت سره ورکړل شي.

د طالبانو د مالیې وزارت د شنبې په ورځ، د تلې په ۲۶مه، په یوې اعلامیه کې ویلي چې د دې څلورو وزارتونو تقاعد شوي کسان باید د خپلو معاشونو د تادیې پروسې بشپړولو لپاره په ټاکل شویو نېټو کې د تقاعد د خزانې عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.

ددغه وزارت د اعلامیې له مخې، د دې وزارتونو تقاعد شوي کسان پنځه ورځې وخت لري چې د تقاعد د خزانې ریاست ته مراجعه وکړي ترڅو د خپلو معاشونو د تادیې پروسه بشپړه کړي.

حنیف اتمر: د طالبانو د ظلم پر وړاندې مبارزه د ټولو افغانانو ملي مسولیت او دنده ده

۲۶ تله ۱۴۰۴ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۷ GMT+۱

د مخکیني جمهوري نظام پرمهال د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د جنرال عبدالرازق اڅګزي د اووم تلین پرمهال وویل، چې د طالبانو د ظلم پر وړاندې مبارزه د ټولو افغانانو مسولیت او دنده ده.

حنیف اتمر د خپلې وینا پرمهال د پاکستان له خوا پر افغانستان بریدونو ته په اشارې وویل، هغه نظام چې خلک او نړۍ ترې ناخوښه وي، مشروعیت ونه لري او اساس یې په ظلم اېښودل شوی وي له خپلې خاورې د دفاع توان نه لري.

نوموړي زیاته کړه:« ایا طالبان په نړۍ کې داسې یو نظام پیژني چې هغه پر ظلم ولاړ اوسي، پر خپلو خلکو ظلم وکړي، مشروعیت ونه لري، خلک ترې خفه وي او نړۍ ترې خفه وي، هغه دې دوام وکړي، هغه دې دا توان ولري، چې د خپل هېواد څخه دفاع وکړي؟»

نوموړي وویل، د طالبانو د ظلم په وړاندې باید په ملي حرکت او یووالي سره اقدام وشي.

نوموړي دا هم وویل، چې د افغانستان د بحران یوازېنۍ لار بین الافغاني مذاکرات دي.