• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: کاپ-۳۰ نړۍوال کنفرانس ته تلونکی پلاوی به په پوره موثریت سره ګډون وکړي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رييس د اقلیمي بدلون اړوند د کاپ-۳۰ نړۍوال کنفرانس لپاره د چمتووالي په ۴مه مشورتي غونډه کې وویل، هڅې کوي چې یاد نړۍوال کنفرانس ته تلونکی پلاوی په پوره موثریت سره ګډون وکړي. د اقلیمي بدلون په تړاو دغه غونډه به راتلونکې میاشت په برازیل کې پیل شي.

مطیع‌الحق خالص د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) په یاده مشورتي غونډه کې چې د اړوندو دولتي ادارو له استازو سربېره د یو شمېر ملي او نړۍوالو بنسټونو استازو، متخصصینو او د پوهنتونونو استادانو هم حضور درلود، وویل: «موږ هڅه کوو چې کاپ-۳۰ نړۍوال کنفرانس ته تلونکی پلاوی به په پوره مؤثریت سره ګډون وکړي، په ګډه توګه، منسجم او پوره همغږۍ سره خپل غږ په نړۍوالو سټیچونو کې پورته کړي.»

خالص زیاته کړه، د دوی له ګډې کړنلارې څخه به ملي او نړۍوالې ادارې په یوه ډول نه، یوه ډول سره مستفیدې شي.

سره له دې چې لا تراوسه روښانه نه ده، چې طالبان به دغې غونډې ته وبلل شي او که نه، خو مطیع‌الحق خالص وايي، چې په «COP-30» نړۍوال کنفرانس کې د ګډون لپاره یې د سفارتونو، بهرنیو استازولیو او بهرنیو چارو وزارت سره خپلې هڅې جاري ساتلې دي.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، په دغې مشورتي غونډه کې د یوناما استازې ډاډ ورکړ، چې برازیل ته د تلونکي پلاوي لپاره یې مالي سرچینې برابرې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د اقلیمي بدلون په تړاو د «COP-30» نړۍواله غونډه به په نږدې راتلونکې کې د برازیل په کوربتوب پیل شي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند باید دوام وکړي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۱
ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند باید دوام وکړي
100%

فرایډې ټایمز وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټیفان دوجاریک په نیویارک کې په یوې خبري غونډه کې ویلي، هیله لري چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند دوام وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې ټولې شخړې باید له ډیپلوماټیکو لارو هوارې شي.

هغه ویلي: «په افغانستان او پاکستان پورې اړوند موضوعګانو کې موږ هیله‌مند یو چې اوربند به پر خپل حال پاتې شي او ټولې ستونزې او مسلې به د ډیپلوماسۍ له لارې هوارې شي.»

ښاغلي دوجاریک زیاته کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم د وروستیو بدلونونو څارنه کوي او له اړوندو خواوو سره په ارامه توګه اړیکه نیسي، ترڅو دواړه خواوې وهڅوي چې له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د شخړې د بیا راپارېدو لامل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو او پاکستان د دفاع وزیرانو د تېرې یکشنبې په ورځ د وروستیو نښتو له امله داوربند پرېکړه وکړه.

دغه اوربند د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ په لوړه کچه له خبرو اترو وروسته اعلان شوی دی.

د خبرو اترو منځګړیتوب تر ډېره د قطر له‌خوا ترسره شو، چې د ترکیې ډیپلوماتیک ملاتړ یې هم درلود.

دغه خبرې د قطر د سیمه‌ییز منځګړیتوب د پراخېدونکي رول برخه بلل کېږي، چې تمرکز یې د کړکېچونو او د امنیتي اندېښنو د حل او د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د ګډو میکانیزمونو پر جوړېدو و.

د طالبانو له لوري له پاکستان سره د اوربند هوکړې د منځپانګې نه خپرېدو پوښتنې راپارولې دي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۶ GMT+۱
د طالبانو له لوري له پاکستان سره د اوربند هوکړې د منځپانګې نه خپرېدو پوښتنې راپارولې دي
100%

د طالبانو له لوري له پاکستان سره د اوربند هوکړې د منځپانګې نه خپرېدو ګڼې پوښتنې رامنځته شوي او د تېر نظام ځينو چارواکو د طالبانو دغه چاره د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۰۲یمې مادې پر خلاف بولي.طالبانو او پاکستان له یوې اوونې جګړې وروسته د تلې په ۲۶مه د اوربند هوکړه لاسلیک کړه.

دغه پوښتنې او نیوکې وروسته له هغې مطرح کېږي، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) وویل، چې په دوحه کې د طالبانو د دفاع وزارت له سرپرست محمد یعقوب مجاهد سره شوې هوکړه محرم ده. هغه زیاته کړې، طالبانو ژمنه کړې، چې له افغان خاورې به د پاکستاني وسله والو د بریدونو مخه نیسي.

د طالبانو ویاند له پاکستان سره د اوربند هوکړې له لاسلیک وروسته وویل، دوی په افغان خاوره کې د ټي‌ټي‌پي په ګډون د بهرنیو جنګیالیو له حضور سره موافق نه دي او هېچاته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې پر نورو او په ځانګړې توګه پر ګاونډیانو برید وکړي.

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وايي، هر ډول پټې معاهدې او هوکړې د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۰۲یمې مادې او د ټولو نړۍوالو منل شویو اصولو او کنوانسینونو پر خلاف دي.

نوموړی وايي: «خلک حق لري چې پوه شي او له خلکو سربېره عادي طالبان هم باید له خپلو مشرانو دا وپوښتي چې څه ډول او په څه بیه یې هېواد او هغوی معامله کړي دي. که داسې نه وي، نو باید د قرارداد اصلي متن خپور کړي.»

د حمیدي په وینا، طالبانو هم په عمومي ډول له مسوولیت منلو، شفافیت او له عمومي افکارو د تېښتې په موخه له دغې چارې یعنې له پټو قراردادونو استفاده کوي او زیاتوي: «له امریکا سره د دوحې هوکړې د ضمایمو پټول او د پاکستان له دفاع وزیر سره وروستۍ پټه معاهده د دغو ادعاو ثبوتونه دي.»

د پاکستان دفاع وزیر بیا ویلي، له طالبانو سره د اوربند هوکړې متن لنډ دی او پر پاکستان له بریدونو پر مخنیوي او د افغان کډوالو پر منلو محدود دی.

طالبان لا تراوسه د پاکستان له دفاع وزیر سره د شوې هوکړې منځپانګه نه ده خپره کړې، خو د دفاع وزارت سرپرست یې ویلي، چې له پاکستاني لوري سره یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د شخړو پر راکمولو سلا کړې او د میکانیزم پر څرنګوالي به یې د ترکیې په غونډه کې چې ۴ ورځې وروسته پیلېږي نورې خبرې وشي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح هم ادعا کوي، چې طالبان د دوحې له وروستۍ هوکړې سره د «پاکستان په دام کې لوېدلي» او اوس باید یا د اسلام اباد تر څنګ د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې وجنګېږي او یا هم له دغې ډلې سره خپل اتحاد وساتي.

د افغانستان د تېر نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دوحه کې له پاکستان سره د طالبانو وروستۍ هوکړه د ډيورند کرښې په اوږدو کې د نورو وینو له بهېدو د مخنیوي لپاره «مثبت ګام» بللی، خو په ټينګار سره یې ویلي، افغان ولس باید د دغې هوکړې له جزییاتو او همدارنګه له راتلونکو خبرو په بشپړ او شفاف ډول په جریان کې واوسي.

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې رييس داوود ناجي هم وايي، طالبان تل له خپلو پرېکړو افغان ولس بې خبره ساتلي او زیاتوي: «طالبانو په تېر کې یو ځل هېواد له بن لادن څخه قربان کړ او نن یې افغانستان د ولس لپاره پر زندان او ترهګرو ته پر جنت بدل کړی دی.»

د ازادي ګوند مشر عبدالملک شمس هم خبرداری ورکوي، د طالبانو دغه ډول پټې هوکړې به د تېر په څېر ناورینونه وزېږوي او زیاتوي: «په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو د هوکړې جزییات پټ و او هغه د ناورین لامل شول. په دوحه کې له پاکستان سره د طالبانو هوکړه به هم پټه پاتې شي او خدای پوهېږي چې څه ناورین به له ځانه سره ولري. طالبانو ته د خلکو پوهاوی هېڅ ارزښت نه‌لري.»

له دې ټولو سره سره، د افغانستان په تېر نظام کې د ملي امنیت پخوانی رييس محمد معصوم ستانکزی بیا وايي، د دغو ټولو شکونو د لرې کېدو لپاره طالبان باید له پاکستان سره د شوې هوکړې منځپانګه او ټول متن خپور کړي.

بدخشان د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې زلزلې ولړزاوه

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۱
بدخشان د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې زلزلې ولړزاوه
100%

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې خبر ورکړ، چې د ریښتر په کچه ۵.۱درجې زلزلې د افغانستان د بدخشان ولایت سرحدي سیمې لړزولي. د زلزلې مرکز په اشکاشم ولسوالۍ کې و او ژوروالی یې ۳۴کیلومتره و.

یاده اداره وایي چې دا زلزله دوشنبه په سیمه ییز وخت د شپې پر ۱۱:۱۶بجو وشوه.

زلزله په کابل، ننګرهار، کندوز او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.

په ورته ډول، د پاکستان جیولوژیکي سروې ادارې هم راپور ورکړی چې د زلزلې شدت په اسلام اباد، راولپنډۍ، چترال او سوات ښارونو کې احساس شوي. دغه ادارې وویلي چې د زلزلې شدت ۵.۳درجې و.

تر اوسه پورې، د دې زلزلې له امله د احتمالي زیانونو په اړه کره معلومات نشته.

یونېسف په افغانستان کې د ۱.۵ میلیونو زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو وېش پیل کړ

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۳ GMT+۱
یونېسف په افغانستان کې د ۱.۵ میلیونو زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو وېش پیل کړ
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې د زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې او تدریس موادو د وېش بهیر پیل کړی دی.

یونېسف وایي، دا پروګرام به د هېواد په ۱۵زرو ښوونځیو کې نږدې یو نيم (۱.۵) ميليونه زده‌کوونکي تر پوښښ لاندې راولي.

دغه سازمان پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په وېشل کېدونکو موادو کې د درسي کتابونو، قرطاسیې او نورو اړینو توکو سربېره، د ښوونکو لپاره هم د تدریس ممد وسایل شامل دي.

یونېسف زیاتوي، دا مرسته د اسیا د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ ترسره کېږي او د دې پروګرام عملي پړاو نن د لوګر ولایت له ښوونځیو څخه پیل شوی دی.

څو ورځې وړاندې یونېسف او یونسکو په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړی وو، چې د افغانستان د زده‌کړې نظام له جدي ناورین سره مخ دی.

دغو بنسټونو ویلي وو، چې په افغانستان کې نه یوازې نجونې، بلکې هلکان هم له تعلیمي محرومیت او د زده‌کړې له ټیټ کیفیت سره مخامخ دي.

د افغانستان د زده‌کړو د وضعیت د دې دوو بنسټونو د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، تر اوسه له ۲.۱۳ میلیونه څخه زیات د ابتدايي ښوونځي عمر لرونکي ماشومان له زده‌کړې بې‌برخې دي او هغه ماشومان هم چې ښوونځیو ته ځي، ډېری یې له ټیټې کچې زده‌کړې سره مخ دي.

راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۲کال د ارزونې له مخې، له ۹۰سلنې زیات لس کلن ماشومان نشي کولای یو ساده متن ولولي، چې دا د «ښوونځیو پرته زده‌کړې» د ژور ناورین څرګندونه کوي.

د ښوونکو کمښت په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو نشتوالی، د درسي موادو محدودیت، د نصاب د بدلون ناڅرګندتیا، د نظارت ضعف او د ښوونځیو خراب بنسټیز حالت د زده‌کړې کیفیت نوره هم ټیټه کړې ده.

نږدې نیمایي ښوونځي له پاکو اوبو، تشنابونو او تودوخې وسایلو بې‌برخې دي او له زرو زیات ښوونځي د جګړو او طبیعي پېښو له امله تړل شوي دي.

یونېسف او یونسکو ویلي وو، چې د طالبانو له خوا د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز شاوخوا ۲.۲میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې کړې دي، خو د هلکانو د منځنیو زده‌کړو ګډون هم په ټپه ولاړ دی او د لوړو زده‌کړو برخه کې یې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ ترمنځ د ګډون کچه ۴۰سلنه راټیټه شوې ده.

پاکستان په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو پر کورونو د چاپو وهلو عملیات پراخ کړي دي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱
پاکستان په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو پر کورونو د چاپو وهلو عملیات پراخ کړي دي
100%

د پاکستان د کابینې له پرېکړې چې باید له دغه هېواده ټول افغان کډوال و‌اېستل شي، پولیسو یې نن (سې‌شنبه د تلې ۲۹مه) په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو د یو مخیزې نیونې عملیات پراخ او چټک کړي دي. له دې سره سم، د کورونو مالکانو افغانانو ته تر سبا وخت ورکړی، چې کورونه خالي کړي.

د تېرې جمعې په ورځ (د تلې ۲۵مه) د پاکستان د لومړي وزیر په مشرۍ کابینې پرېکړه وکړه، چې ټول افغان کډوال باید له دغه هېواده واېستل شي، نو له هغې ورځې راهیسې په ټول پاکستان او په ځانګړي توګه په اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل شوی او تر اوسه سلګونه کورنۍ نیول شوې دي.

د اسلام‌اباد او راولپنډۍ پولیسو نن (سې‌شنبه د تلې ۲۹مه) په ګلبرګ ګرین، فیصل ټاون او بې۱۷ ښارګوټو کې د لسګونه افغان کورنیو پر کورونو چاپې وهلي او افغانستان ته یې د لېږدولو په موخه د «حاجي کمپ» پر ځای کوم بل مشخص شوي ځای ته لېږدوي.

په دغو ښارګوټو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، پولیس په یادو ښارګوټو کې مخامخ د افغانانو کورونو ته ورځي او په ډېر قهرجن وضعیت کې یې دروازه ډبوي او د نه خلاصولو په صورت کې یې دروازې ماتوي او په‌کې مېشت افغانان نیسي.

د دوی په وینا، پولیسو ته هغه اسناد چې د سفارتونو او یا هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د ویزې د تمدیدېدو په موخه ورکړل شوي، هېڅ ارزښت نه‌لري او د ښودلو په صورت کې یې پولیس د دوی په مخ کې څېرې کوي.

له دې سره سم، په یادو ښارونو کې د بلاکونو مالکانو او اجاره کوونکو مېشتو افغان کورنیو ته تر سبا لسو بجو وخت ورکړی، چې کورونه تخلیه کړي، ګنې دوی به یې په خپله پولیسو ته په لاس ورکړي.

په فیصل ټاون کې مېشت یو افغان چې د بشپړ نوم له اخیستلو ډډه کوي او ځان انجنیر معرفي کوي، وايي: «د پلازا والا مسوول نوټس راکړی چې تر سبا لسو بجو کور تخلیه کړو، ګنې پولیسو ته به مو په لاس ورکړي.»

د پولیسو په دغه بې درېغه نیونو سره د ډېریو کورنیو د کور وسایل همداسې پاتې دي او دوی یې افغانستان ته د لېږدولو لپاره یوه مشخص شوي ځای ته لېږدولي دي.

له دې سره سم، شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ چې پاکستان یې ویزې نه دي تمدید کړي او د اسلام اباد په یوه پارک کې شپې او ورځې تېروي وايي، نن هلته هم پولیسو چاپې وهلي او یو شمېر کورنۍ یې له ځانه سره وړي دي.

دوی د بشري حقونو په ګډون له نړۍوالو بنسټونو او همداراز هغو هېوادونو چې ورسره د دوی کېسونه دي، غواړي چې د دوی دغه وضعیت ته لومړی رسېدنه وکړي او بیا یې د کېسونو بهیر چټک کړي، څو له دغه بد وضعیته وژغورل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د ویزې د تمدیدولو بهیر ډېر ټکنی شوی او د ځینو په وینا د ویزې د تمدیدېدو بهیر یې په ټپه درولی دی.