• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: افغانانو ته د ۲۰۰زره کاري وېزو طرحه چمتو شوې ده

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۰ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه (د تلې ۲۸مه) ویلي، چې د افغانانو لپاره د کاري وېزو طرحه چمتو شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د بهرنیو وګړو په اړه د یاد هېواد د تازه تګلارو په اړه ویلي، چې د افغان کډوالو د حضور مدیریت لپاره یو لړ اقدامات شوي دي.

بقايي زیاته کړې: «موږ د بهرنیو وګړو د حضور د سمون لپاره ځينې اقدامات کړي، چې په دې لړ کې د افغانانو لپاره د کاري ویزو ډول او صادرولو لارې چارې هم په پام کې نیول شوې دي.»

ایران دغه خبره تر هغه وروسته کوي، چې څو ورځې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا لوی مدیر محمدرضا بهرامي په کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې اعلان وکړ، چې افغان کډوالو ته به ۲۰۰زره کاري ویزې ورکړي.

په دې لیدنه کې بهرامي ټینګار وکړ، چې په ایران کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د قانوني مېشتېدو لپاره به مناسبې لارې چارې ولټوي. دغه ډول نوموړي د کابل او تهران تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خوښي وښوده او اعلان یې وکړ، چې په دې برخه کې به ډېر ژر د ایران یو لوړپوړی چارواکی افغانستان ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له پیل څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې تر ۱.۴ مېلیونو ډېر افغان کډوال له ایران نه اېستل شوي دي.

کارپوهان وایي، چې د ایران له‌خوا د ۲۰۰زره کاري ویزو ورکړه به په ایران کې افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي؛ خو له ایران نه اېستل شوي کډوال وايي، چې اسناد لرونکي کډوال هم د پولیسو له‌خوا نیول شوي او له ایران نه په جبري توګه اېستل شوي دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له اندریکا راتواته سره پر روغتیایي او د راستنېدوکو کډوالو پر وضعیت خبرې کړې دي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱
طالبانو له اندریکا راتواته سره پر روغتیایي او د راستنېدوکو کډوالو پر وضعیت خبرې کړې دي
100%

د بامیان لپاره د طالبانو والي مولوی عبدالله سرحدي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اندریکا راتواته سره د روغتیايي مرکزونو د ښه‌والي، د روږدو کسانو د درملنې او له ایران او پاکستان نه د راستنو شویو کډوالو وضعیت ته د پاملرنې په اړه خبرې کړې دي.

په بامیان ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر دوشنبه (د تلې ۲۸مه) ویلي، چې د یوناما مرستیال دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې او د بامیان ولایت لپاره د طالبانو له والي مولوي عبدالله سرحدي سره په لیدنه کې د یاد ولایت د خلکو پر ستونزو خبرې کړې دي.

د دغه دفتر له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اندریکا راتواته په حوالې راغلي: «ملګري ملتونه هڅه کوي، چې بشري او پراختیايي مرستې د نړۍوالو بنسټونو او د بامیان ځایي ادارې په ملاتړ د دغه ولایت خلکو ته په ګټوره توګه ورسوي.»

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د بامیان د ځایي چارواکو او اړوندو ادارو په همغږۍ سره د پېژندپاڼو د وېش او د بڼسټیزو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي. په یاده لیدنه کې په بامیان ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتیايي مرکزونو هم بحث شوی دی.

اېم ډي ار شبکه: جرمني د افغان کډوالو د منلو ځانګړی پروګرام لغوه کوي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱
اېم ډي ار شبکه: جرمني د افغان کډوالو د منلو ځانګړی پروګرام لغوه کوي
100%

د اېم ډي ار خبري شبکې راپور ورکړی، د جرمني حکومت غواړي چې د کډوالۍ د اوږدې پروسې او پېچلو اداري خنډونو له امله د افغان کډوالو د منلو لپاره ځانګړي پروګرامونه په بشپړه توګه لغوه کړي.

دغه راپور چې اېم ډي ار شبکې د «افغانستان او پناه‌غوښتونکي، د جرمني دروغجنې ژمنې» په نوم په مستند ډول چمتو کړی، د هغو افغانانو برخلیک په‌کې څېړل شوی چې د پخواني جمهوریت تر پرځېدو وروسته د جرمني د ملاتړ په هیله پاکستان ته تللي؛ خو له کلونو، کلونو راهیسې یې برخلیک لاروښانه نه‌دی او له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د یادې رسنۍ په وینا؛ د افغان کډوالو پروګرامونه د اوږده اداري بهیر له امله د ګوتو په شمېر افغانانو ته ګټور ثابت شوي او اوس په پام کې ده، چې دغه پروګرامونه په بشپړه توګه لغوه شي.

په راپور کې راغلي، په پاکستان کې ۲زره هغه افغانان د وېزو په تمه دي چې جرمني ته د تګ ژمنه ورسره شوې وه. په دغه افغان کډوالو کې ډېری یې ښځینه فعالانې، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او د جرمني پوځ پخواني همکاران شامل دي.

که دغه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شي، د طالبانو له لوري د نیول کېدو او د اعدام له مستقیم ګواښ سره مخ کېږي. د دغه مستند راپور چمتو کوونکو په وینا؛ دغه پرېکړه په دې معنا ده، چې جرمني د خپلو افغان ملګرو پر وړاندې اخلاقي مسوولیت په رسمي توګه پای ته رسوي.

په ایران کې یو ښوونکی د افغان زده‌کوونکي د سپکاوي له امله له دندې ګوښه شو

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۲ GMT+۱
په ایران کې یو ښوونکی د افغان زده‌کوونکي د سپکاوي له امله له دندې ګوښه شو
100%

د ایران د ښوونې او روزنې چارواکو ویلي، هغه ښوونکی یې له دندې ګوښه کړی چې له یوه افغان زده‌کوونکي سره یې سپک چلند کړی و. دا کار تر هغه وروسته وشو، چې په یوه ایراني ښوونځي کې له افغان زده‌کوونکي سره د سپک چلند ویډیو په خواله رسنیو کې خپره شوه.

د ایران د پارلمان د ښوونې او څېړنو کمېسیون غړي محمدرضا احمدي سنگري ویلي: «هغه ښوونکی چې له افغان زده‌کوونکي سره یې سپک چلند کړی و له دندې ګوښه شوی دی.» نوموړي زیاته کړې، چې یاد کمېسیون دغه موضوع څېړي.

په ویډیو کې ښکاري، چې یو افغان ماشوم د کتاب متن لولي او وایي:« زموږ د هېواد نوم ایران دی.» خو ښوونکی د ماشوم خبرې پرې کوي او ترې پوښتي چا ویلي، چې ستاسې د هېواد نوم ایران دی؟ تر دې پوښتنې وروسته ښوونکی ماشوم ته وایي: ایران یوازې د ایرانیانو ملکیت دی.

زده‌کوونکی هڅه کوي د کتاب لوستلو ته دوام ورکړي او وایي:« موږ ایران خوښوو، ایران زموږ لوی کور دی.» خو ښوونکی یې بیا خبرې پرې کوي او پوښتي: چا ویلي چې ایران ستاسې لوی کور دی؟ ایران یوازې د ایرانیانو کور دی.

دغه ویډیو چې په خواله رسنیو خپره شوې، د افغانانو او ایرانیانو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي. ډېرو خلکو د ښوونکي دغه توپيري چلند غیرانساني بللی او د ایران د ښوونې او روزنې له وزارته یې غوښتي، چې د ښوونکو چلند وڅاري.

د رسمي شمېرو له مخې؛ تر دې مخکې چې د ایران حکومت افغان کډوال له دغه هېواده وباسي، د ایران په ښوونځیو کې ۶۰۰زره افغان زده‌کوونکو زده‌کړې کولې؛ خو ایراني چارواکي وایي، چې د کډوالو تر اېستلو وروسته دغه شمېر کم شوی دی.

د ایران د خراسان رضوي والي: څه باندې ۲ زره ټانکره تېل د افغانستان خاوره کې درول شوي دي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۶ GMT+۱
د ایران د خراسان رضوي والي: څه باندې ۲ زره ټانکره تېل د افغانستان خاوره کې درول شوي دي
100%

د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري وایي، دمګړی ۲ زره او ۲۰۰ ټانکره تېل د افغانستان په خاوره کې درول شوي، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي. طالبان بیا هر کله د ایران په ګډون له نورو هېوادونو واردېدونکي کم کیفیته تېل بېرته مستردوي.

د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) د دغه هېواد د ولایتونو تر منځ په غونډه کې له مرکزي حکومته د ډېرو واکونو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، که والي ډېر واک ولري، نو کېدای شي ډېرې ستونزې او په ځانګړې توګه له افغانستان سره پر وخت حل شي.

د نوموړي په وینا، که چېرې دومره واک ورکړل شي چې د هېواد د ګټو لپاره اقدام وکړي، نو سمدستي په افغانستان کې له تېلو بار درول شوي ټانکر بېرته د «دوغارون» ازادې سیمې ته راولېږدوي او د تېلو له اصلاح کولو وروسته یې بېرته صادروي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په بندرونو کې د تېلو کیفیت له ارزونې وروسته د تېلو ټانکرونو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ولېږدول شي، خو که تېل کم کیفیته وي، نو سمدستي یې بېرته مبدا هېواد ته مستردوي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د اړتیا وړ تېل له ایران سربېره له منځنۍ اسیا را‌واردېږي.

د مخکېنیو راپورونو له مخې، د واردیدونکو تېلو لپاره د طالبانو د نویو معیارونو له امله د ایران او عراق سلګونه تېل وړونکي ټانکرونه له تېرو درېیو میاشتو راهیسې پر پوله بند پاتې دي. د تېلو ویل کېږي، چې یادو ټانکرونو ته د طالبانو له خوا افغانستان او یا هم بېرته ایران ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د ایران رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړ، چې د طالبانو د مالیې وزارت له مخکینۍ خبرتیا پرته د تېلو معیارونه بدل کړي، چې له امله یې پر پوله د تېلو سلګونه ټانکر بند پاتې دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو مالیې وزارت په ناڅاپي ډول د ډیزلو او نورو تېلو د سلفر اندازه راټیټه کړې ده او هغه تېل چې وړاندې به د لوړې کچې سلفر سره افغانستان ته انتقالېدل، اوس یې مخه نیول کېږي.

ایراني ټانکر چلوونکي وايي، د طالبانو له دې پرېکړې وروسته له تېلو ډک سلګونه ټانکرونه د نیمروز په ګمرک کې بند پاتې دي. د دوی په وینا، دغه بندیز اوس څلورمې میاشتې ته داخل شوی او د تېلو ټانکرونه د تېلو د تخلیه کولو او بېرته ایران ته د ستنېدو اجازه نه لري.

معصوم ستانکزی: په افغانستان کې د ناورین رامنځته کول د پاکستان د سیاست یوه برخه ده

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱
معصوم ستانکزی: په افغانستان کې د ناورین رامنځته کول د پاکستان د سیاست یوه برخه ده
100%

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی وايي، په افغانستان کې د ناورین رامنځته کول د پاکستان د سیاست یوه برخه ده. د ستانکزي په وینا، تر هغې چې په دغه سیاست کې په حقیقي توګه بدلون رانه‌شي، نو له افغانستان سربېره به پاکستان هم له لویو ستونزو سره مخ وي.

محمد معصوم ستانکزي تېره شپه (یکشنبه د تلې ۲۷مه) د اېکس په یوه سپېس کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاستونو په نیوکو سره وویل، د نړۍ په جغرافیا او نقشه کې د پاکستان له پيداېښت سره سم دغه هېواد په افغانستان کې د «عمق ستراتیژۍ» په لټه کې و او په وینا یې دغو غلطو پالیسیو په خپله پاکستان ته هم سرخوږی جوړ کړی دی.

ستانکزی زیاتوي: «د دوی [پاکستان] مداخلې له اوسه نه دي، تقریباً له کومې ورځې چې پاکستان رامنځته شوی دا کړکېچ دوام لري، تل یې په افغانستان کې د هر ډول حاکمیت پر وړاندې له بېلابېلو ډلو وسله وال ملاتړ کړی او دغه بهیر تر نن ورځې دوام لري.»

محمد معصوم ستانکزی د افغانستان او پاکستان د هویت د پرتلنې په تړاو وايي، افغانستان دوه مهم هویته لري، یو اسلامي بل یې ملي دی، خو پاکستان یوازې یو هویت هغه هم مصنوعي اسلامي هویت دی او «اسلام اباد فکر کوي، چې پرې راټولېدای شي او دومره اسلامي ډلې یې رامنځته کړلې چې اوس تر بل هر قشره پکې اختلافات ډېر دي.»

د ستانکزي په باور، پاکستان تل د افغانستان پر ضد وسله والې ډلې مسلح او ترې په پراخه کچه ملاتړ کړی او ان ډېری یې واک ته هم رسولي، خو «کله چې یادې ډلې واک ته ورسېدل او [پاکستان] پر دې پوه شو چې اوس یې امر او نهې نه مني او د دوی له اهدافو سرکشي کوي، نو بیا یې د هغو د پرځولو لپاره هم مټې رانغاړلي دي.»

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رييس محمد معصوم ستانکزی د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو د خرابېدو لامل د طالبانو له لوري د پاکستان د هر فرمایش نه منل کېدل ګڼي او زیاتوي: «پاکستان تمه درلوده چې طالبان به د دوی هره خبره مني، خو طالبانو د دوی د غوښتنو پر خلاف له نورو هېوادونو سره ارتباطات برقرار کړل او د دوی غوښتنې یې ونه منلې، نو د دوی روابط خړې شوې، د پاکستان هدف دا و چې د افغانستان پر خارجي سیاست کنټرول ولري او دا یې همیشه ویلي، چې له هند سره د افغانستان اړیکې باید محدودې وي او له پاکستان سره باید ستراتیژیکې اړیکې ولري.»

د هغه په باور، د پاکستان د سیاست یوه برخه دا ده چې په افغانستان باید تل بحران وي او په وینا یې، تر هغې چې د افغانستان په تړاو د پاکستان په پالیسیو کې په حقیقي توګه بدلون رانه‌شي، نو پاکستان به هم له لویو ستونزو سره مخ وي او افغانستان به هم د ثبات د ټينګښت په برخه کې ټکنی وي.

محمد معصوم ستانکزي همداراز په ډاګه کړه، چې پاکستان د افغانستان په بحران کې پر اټومي ځواک بدل شو، خو اوس افغانستان ان هوايي ځواک هم نه لري او په وینا یې دلیل دا دی، چې په افغانستان کې په تېرو ۵۰ کلونو کې هېڅ نظام پر دې نه دی بریالی شوی چې په معقول ډول له نظام څخه ساتنه وکړي او «دغه ساتنه یوازې په جنګ نه‌کېږي، موږ ډېر جنګونه کړي، خو په سیاست کې مو ټول بایللي.»

ستانکزی وايي، چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې یوازې د یوې ډلې د سیاسي کړنلارې له‌مخې نه حلېږي، څو د ملت ملاتړ نه وي او دغه ملاتړ هم د اساسي قانون په چوکاټ کې رامنځته کېږي.

د هغه په باور، په افغانستان کې د نظامونو په راپرځولو کې د سیمې هېوادونو او د لویو قدرتونو لاس و او په وینا یې، اوس هم افغانستان د نیابتي او نړۍوالو سیالیو پر ډګر بدل شوی دی.