• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د خراسان رضوي والي: څه باندې ۲ زره ټانکره تېل د افغانستان خاوره کې درول شوي دي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۶ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري وایي، دمګړی ۲ زره او ۲۰۰ ټانکره تېل د افغانستان په خاوره کې درول شوي، خو د لامل په اړه یې څه نه دي ویلي. طالبان بیا هر کله د ایران په ګډون له نورو هېوادونو واردېدونکي کم کیفیته تېل بېرته مستردوي.

د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) د دغه هېواد د ولایتونو تر منځ په غونډه کې له مرکزي حکومته د ډېرو واکونو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، که والي ډېر واک ولري، نو کېدای شي ډېرې ستونزې او په ځانګړې توګه له افغانستان سره پر وخت حل شي.

د نوموړي په وینا، که چېرې دومره واک ورکړل شي چې د هېواد د ګټو لپاره اقدام وکړي، نو سمدستي په افغانستان کې له تېلو بار درول شوي ټانکر بېرته د «دوغارون» ازادې سیمې ته راولېږدوي او د تېلو له اصلاح کولو وروسته یې بېرته صادروي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په بندرونو کې د تېلو کیفیت له ارزونې وروسته د تېلو ټانکرونو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته ولېږدول شي، خو که تېل کم کیفیته وي، نو سمدستي یې بېرته مبدا هېواد ته مستردوي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د اړتیا وړ تېل له ایران سربېره له منځنۍ اسیا را‌واردېږي.

د مخکېنیو راپورونو له مخې، د واردیدونکو تېلو لپاره د طالبانو د نویو معیارونو له امله د ایران او عراق سلګونه تېل وړونکي ټانکرونه له تېرو درېیو میاشتو راهیسې پر پوله بند پاتې دي. د تېلو ویل کېږي، چې یادو ټانکرونو ته د طالبانو له خوا افغانستان او یا هم بېرته ایران ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د ایران رسنیو څو ورځې مخکې راپور ورکړ، چې د طالبانو د مالیې وزارت له مخکینۍ خبرتیا پرته د تېلو معیارونه بدل کړي، چې له امله یې پر پوله د تېلو سلګونه ټانکر بند پاتې دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو مالیې وزارت په ناڅاپي ډول د ډیزلو او نورو تېلو د سلفر اندازه راټیټه کړې ده او هغه تېل چې وړاندې به د لوړې کچې سلفر سره افغانستان ته انتقالېدل، اوس یې مخه نیول کېږي.

ایراني ټانکر چلوونکي وايي، د طالبانو له دې پرېکړې وروسته له تېلو ډک سلګونه ټانکرونه د نیمروز په ګمرک کې بند پاتې دي. د دوی په وینا، دغه بندیز اوس څلورمې میاشتې ته داخل شوی او د تېلو ټانکرونه د تېلو د تخلیه کولو او بېرته ایران ته د ستنېدو اجازه نه لري.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۳

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۴

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

•
•
•

نور کیسې

معصوم ستانکزی: په افغانستان کې د ناورین رامنځته کول د پاکستان د سیاست یوه برخه ده

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۴ GMT+۱
معصوم ستانکزی: په افغانستان کې د ناورین رامنځته کول د پاکستان د سیاست یوه برخه ده
100%

د افغانستان د جمهوري نظام د ملي امنیت پخوانی مشر معصوم ستانکزی وايي، په افغانستان کې د ناورین رامنځته کول د پاکستان د سیاست یوه برخه ده. د ستانکزي په وینا، تر هغې چې په دغه سیاست کې په حقیقي توګه بدلون رانه‌شي، نو له افغانستان سربېره به پاکستان هم له لویو ستونزو سره مخ وي.

محمد معصوم ستانکزي تېره شپه (یکشنبه د تلې ۲۷مه) د اېکس په یوه سپېس کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاستونو په نیوکو سره وویل، د نړۍ په جغرافیا او نقشه کې د پاکستان له پيداېښت سره سم دغه هېواد په افغانستان کې د «عمق ستراتیژۍ» په لټه کې و او په وینا یې دغو غلطو پالیسیو په خپله پاکستان ته هم سرخوږی جوړ کړی دی.

ستانکزی زیاتوي: «د دوی [پاکستان] مداخلې له اوسه نه دي، تقریباً له کومې ورځې چې پاکستان رامنځته شوی دا کړکېچ دوام لري، تل یې په افغانستان کې د هر ډول حاکمیت پر وړاندې له بېلابېلو ډلو وسله وال ملاتړ کړی او دغه بهیر تر نن ورځې دوام لري.»

محمد معصوم ستانکزی د افغانستان او پاکستان د هویت د پرتلنې په تړاو وايي، افغانستان دوه مهم هویته لري، یو اسلامي بل یې ملي دی، خو پاکستان یوازې یو هویت هغه هم مصنوعي اسلامي هویت دی او «اسلام اباد فکر کوي، چې پرې راټولېدای شي او دومره اسلامي ډلې یې رامنځته کړلې چې اوس تر بل هر قشره پکې اختلافات ډېر دي.»

د ستانکزي په باور، پاکستان تل د افغانستان پر ضد وسله والې ډلې مسلح او ترې په پراخه کچه ملاتړ کړی او ان ډېری یې واک ته هم رسولي، خو «کله چې یادې ډلې واک ته ورسېدل او [پاکستان] پر دې پوه شو چې اوس یې امر او نهې نه مني او د دوی له اهدافو سرکشي کوي، نو بیا یې د هغو د پرځولو لپاره هم مټې رانغاړلي دي.»

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رييس محمد معصوم ستانکزی د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو د خرابېدو لامل د طالبانو له لوري د پاکستان د هر فرمایش نه منل کېدل ګڼي او زیاتوي: «پاکستان تمه درلوده چې طالبان به د دوی هره خبره مني، خو طالبانو د دوی د غوښتنو پر خلاف له نورو هېوادونو سره ارتباطات برقرار کړل او د دوی غوښتنې یې ونه منلې، نو د دوی روابط خړې شوې، د پاکستان هدف دا و چې د افغانستان پر خارجي سیاست کنټرول ولري او دا یې همیشه ویلي، چې له هند سره د افغانستان اړیکې باید محدودې وي او له پاکستان سره باید ستراتیژیکې اړیکې ولري.»

د هغه په باور، د پاکستان د سیاست یوه برخه دا ده چې په افغانستان باید تل بحران وي او په وینا یې، تر هغې چې د افغانستان په تړاو د پاکستان په پالیسیو کې په حقیقي توګه بدلون رانه‌شي، نو پاکستان به هم له لویو ستونزو سره مخ وي او افغانستان به هم د ثبات د ټينګښت په برخه کې ټکنی وي.

محمد معصوم ستانکزي همداراز په ډاګه کړه، چې پاکستان د افغانستان په بحران کې پر اټومي ځواک بدل شو، خو اوس افغانستان ان هوايي ځواک هم نه لري او په وینا یې دلیل دا دی، چې په افغانستان کې په تېرو ۵۰ کلونو کې هېڅ نظام پر دې نه دی بریالی شوی چې په معقول ډول له نظام څخه ساتنه وکړي او «دغه ساتنه یوازې په جنګ نه‌کېږي، موږ ډېر جنګونه کړي، خو په سیاست کې مو ټول بایللي.»

ستانکزی وايي، چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې یوازې د یوې ډلې د سیاسي کړنلارې له‌مخې نه حلېږي، څو د ملت ملاتړ نه وي او دغه ملاتړ هم د اساسي قانون په چوکاټ کې رامنځته کېږي.

د هغه په باور، په افغانستان کې د نظامونو په راپرځولو کې د سیمې هېوادونو او د لویو قدرتونو لاس و او په وینا یې، اوس هم افغانستان د نیابتي او نړۍوالو سیالیو پر ډګر بدل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د امریکا په ټېکساس کې د «پښتون ولسي جرګې» په نوم غونډه وکړه

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۱
د پښتون ژغورنې غورځنګ د امریکا په ټېکساس کې د «پښتون ولسي جرګې» په نوم غونډه وکړه
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ د امریکا د ټېکساس ایالت په سان انتونیو ښار کې د تېرې خېبر ولسي جرګې د پرېکړو د دوام په توګه د «پښتون ولسي جرګې» په نوم غونډه وکړه. د غونډې ګډونوالو په پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ له لوري ترسره شوې بمبارۍ غندلې او هغه یې جنګي جرمونه بللي دي.

په دغه جرګه کې په بېلابېلو هېوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو، څېړونکو، ټولنیزو فعالانو او د کډوالو استازو ګډون کړی و.

د دغه غورځنګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جرګې موخه دا وه چې د پښتنو د سیاسي، انساني او امنیتي بحرانونو په اړه ګډ ژور فکر وشي او یو روښانه ملي دریځ رامنځته شي.

د جرګې په پرېکړه لیک کې لیکل شوي چې د تېرې خېبر ولسي جرګې ټولې پرېکړې په بشپړه توګه تایید شوې او د ټېکساس جرګه اعلان کوي، چې د نړۍ په هر ځای کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې څانګې به دغو پرېکړو ته پام کوي.

جرګې د پاکستاني پوځ د عملیاتو، بمباریو او د پښتون مېشتو سیمو د اوسېدونکو پر ضد د تاوتریخوالي سخته غندنه کړې او دا یې «جنګي جرمونه» وبلل. ګډونوالو له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې د دغو جرمونو پلټنه وکړي او عاملین یې د عدالت مخې ته حاضر کړي.

جرګې د «پي ټي اېم» پر ضد د پاکستان د دولت د بندیزونو او فشارونو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې دا غورځنګ یوه سوله‌ییزه، ولسي او غېرمسلح خوځښت دی چې د جبري تښتونو او د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد غږ پورته کوي.

جرګې له ټولو افغان ډلو، سیاسي او ټولنیزو حلقو وغوښتل، چې د ملي یووالي او خپلواکۍ لپاره یو موټی شي او د افغانستان د ثبات لپاره د یو ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ او د افغانستان د ملي پخلاینې لپاره دې یوه لویه جرګه راوغوښتل شي.

ګډونوالو ټینګار وکړ، چې په هېواد کې دې د نجونو پر مخ ښوونځي سمدستي پرانیستل شي او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ بېرته رسمي شي.

خواجه اصف: له ټي‌ټي‌پي سره به هېڅکله هم خبرې ونه‌کړو

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۰ GMT+۱
خواجه اصف: له ټي‌ټي‌پي سره به هېڅکله هم خبرې ونه‌کړو
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، په قطر کې له افغان طالبانو سره خبرې شوي او په وینا یې هېڅکله به هم له تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» سره خبرې ونه‌کړي.

خواجه اصف د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) د پاکستان له جیو‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، سره له دې چې عمران خان له ټي‌ټي‌پي سره د خبرو پلوی دی، خو په وینا یې د دغه هېواد د ماشومانو له «قاتلینو» سره به هېڅکله هم خبرې ونه‌شي.

د افغانستان په تېر نظام کې د ملي امنیت رييس معصوم ستانکزي تر دې مخکې ویلي، ټي‌ټي‌پي په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان د استخباراتي کړیو له لوري جوړه شوې او دمګړی دغه ډله د ډيورند کرښې په ها غاړه کې پر ډېرو قبایلي سیمو کنټرول لري.

معصوم ستانکزی: ټي‌ټي‌پي د پاکستان د استخباراتي کړیو په لاس جوړه شوې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستان دفاع وزیر په یاده مرکه کې یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د ټي‌ټي‌پي د مشرتابه غړي په افغانستان کې دي، په داسې حال کې چې د ټي‌ټي‌پي مشر نور ولي مسید همدا ۴ ورځې مخکې د یوه ویډيویي پیغام چې په غرنیو سیمو کې یې اخیستې په خپرولو سره وویل، د خېبرپښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې اوسېږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي.

د ټي ټي پي مشر وايي چې دی په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

خواجه اصف په قطر کې له افغان طالبانو سره د سولې هوکړې په تړاو وویل، د دغې هوکړې د عملي کېدو څرنګوالی به د استانبول په راتلونکې غونډه کې چې د اکټوبر له ۲۵ تر ۲۷ جوړه شي، وڅېړل شي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د طالب او پاکستاني چارواکو تر منځ د یوې هوکړې له‌مخې اوربند وشو او دواړه لوري به په نږدې ورځو کې په ترکیه کې یو ځل بیا سره جرګه شي او د دواړو هېوادونو تر منځ د دایمي سولې او ثبات لپاره یو ثابت میکانیزم جوړ شي.

خو له دې ټولو سره سره شنونکي وايي، پاکستان د باور وړ هېواد نه دی او تر دې مخکې یې له هر ډول هوکړې پښه اېستلې او مسوولیت ته غاړه نه‌ږدي.

طالبانو هغه کس نیولی چې له یوې بهرنۍ سیلانۍ سره یې ناسمې خبرې کړې وې

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۲ GMT+۱
طالبانو هغه کس نیولی چې له یوې بهرنۍ سیلانۍ سره یې ناسمې خبرې کړې وې
100%

طالبانو له یوې بهرنۍ سیلانې سره د غېراخلاقي خبرو له امله د یوه کس د نیولو خبر ورکړ. نیول شوی کس محمدجان نومېږي او د کابل په ختیځه دروازه څرخي پله سیمه کې یې د واکسیناتور په توګه کار کاوه.

راپورونه وایي، نوموړي څه موده وړاندې له یوې بهرنۍ سیلانې سره غېراخلاقي خبرې کړې وې، چې وروسته د طالبانو له لوري ونیول شو.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) په خپله اېکس پاڼه کې د هغه د اقرار یوه ویډيو خپره کړې ده. محمد جان په دې ویډیو کې له خپلو کړو خبرو پښېماني ښودلې او همداراز یې بښنه غوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان ډېری وخت ورته کسان جبري اعتراف ته مجبوره کوي.

سیف السلام خیبر په همدې تړاو ویلي: «دا هغه ځوان دی چې پلچرخي دروازې سره یې د یوې بهرنۍ سیلانۍ میرمنې سره غېر اخلاقي خبرې کړې وې.»

ویل کېږي یاده سیلانۍ ښځه د نیډرلند وه او کابل ته په سیاحت تللې وه او د محمد جان خبرې یې په خپله کمره کې ثبت کړې وې.

طالبانو تر دې مخکې هم هغه کسان چې له بهرنیو او په ځانګړې توګه له ښځينه بهرنیو سیلانیانو سره ناسمې خبرې او یا هم چلند کړی نیولي او بیا یې ترې په جبري توګه ویډيوګانې اخیستي او خپرې کړې یې دي.

یونېسف: له ګاونډیو هېوادونو راستانه شویو افغانانو ته به د مرستو لړۍ دوام ولري

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۱
یونېسف: له ګاونډیو هېوادونو راستانه شویو افغانانو ته به د مرستو لړۍ دوام ولري
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي ډاکټر تاج‌الدین اویوواله ویلي، چې په لوېدیځ افغانستان کې دې ادارې له هغو کورنیو سره مرسته کړې ده، چې تازه له ایران څخه راستانه شوې دي.

د یونېسف د معلوماتو له مخې، د چین د حکومت په مالي ملاتړ په هرات ولایت کې له ۱,۹۰۰ څخه زیاتو کورنیو ته د روغتیایي توکو بېړنۍ مرستې رسېدلې دي.

په دغو مرستو کې د ښځو د حفظ‌الصحې توکو ځانګړې کڅوړې او نور ضروري مواد شامل دي، چې موخه یې د راستانه شویو کورنیو د روغتیا خوندیتوب او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی ښودل شوی دی.

یونېسف وايي، د هغو زرګونو افغانانو د ملاتړ لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو راګرځي، خپلو مرستو ته به دوام ورکړي، څو دوی وکولای شي د ژوند عادي حالت ته بېرته ستانه شي.

بلخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.

یاد سازمان وايي، چې په افغانستان کې خوارځواکي په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو ده.

د دغه سازمان په خبره، دوی د تمویل محدودیتونو له امله یوازې د اړمنو خلکو یوه کوچنۍ برخه حمایه کولی شي.