• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خواجه اصف: له ټي‌ټي‌پي سره به هېڅکله هم خبرې ونه‌کړو

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۰ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، په قطر کې له افغان طالبانو سره خبرې شوي او په وینا یې هېڅکله به هم له تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» سره خبرې ونه‌کړي.

خواجه اصف د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) د پاکستان له جیو‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، سره له دې چې عمران خان له ټي‌ټي‌پي سره د خبرو پلوی دی، خو په وینا یې د دغه هېواد د ماشومانو له «قاتلینو» سره به هېڅکله هم خبرې ونه‌شي.

د افغانستان په تېر نظام کې د ملي امنیت رييس معصوم ستانکزي تر دې مخکې ویلي، ټي‌ټي‌پي په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان د استخباراتي کړیو له لوري جوړه شوې او دمګړی دغه ډله د ډيورند کرښې په ها غاړه کې پر ډېرو قبایلي سیمو کنټرول لري.

معصوم ستانکزی: ټي‌ټي‌پي د پاکستان د استخباراتي کړیو په لاس جوړه شوې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستان دفاع وزیر په یاده مرکه کې یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د ټي‌ټي‌پي د مشرتابه غړي په افغانستان کې دي، په داسې حال کې چې د ټي‌ټي‌پي مشر نور ولي مسید همدا ۴ ورځې مخکې د یوه ویډيویي پیغام چې په غرنیو سیمو کې یې اخیستې په خپرولو سره وویل، د خېبرپښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې اوسېږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي.

د ټي ټي پي مشر وايي چې دی په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

خواجه اصف په قطر کې له افغان طالبانو سره د سولې هوکړې په تړاو وویل، د دغې هوکړې د عملي کېدو څرنګوالی به د استانبول په راتلونکې غونډه کې چې د اکټوبر له ۲۵ تر ۲۷ جوړه شي، وڅېړل شي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د طالب او پاکستاني چارواکو تر منځ د یوې هوکړې له‌مخې اوربند وشو او دواړه لوري به په نږدې ورځو کې په ترکیه کې یو ځل بیا سره جرګه شي او د دواړو هېوادونو تر منځ د دایمي سولې او ثبات لپاره یو ثابت میکانیزم جوړ شي.

خو له دې ټولو سره سره شنونکي وايي، پاکستان د باور وړ هېواد نه دی او تر دې مخکې یې له هر ډول هوکړې پښه اېستلې او مسوولیت ته غاړه نه‌ږدي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې بلوچ بېلتون‌پالو وسله‌والو پنځه پاکستاني نیمه‌پوځي سرتېري وژلي دي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۱

بلوچستان پوسټ ویلي، چې د بلوچستان په مند ولسوالۍ کې د بلوچ بېلتون‌پالو «بي اېل اېف» ډلې وسله‌والو د پاکستان د نیمه‌پوځي ځواکونو پنځه سرتېري وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې د بلوچ بېلتون‌پالو وياند مېجر ګهرام بلوچ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ډلې وسله‌والو د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د غرمي شاوخوا یوه بجه د مند ولسوالۍ د «مهیر او ردیګ» تر منځ په سیمه کې د پاکستاني نیمه‌پوځي ځواکونو پر موټر برید کړی دی.

د نوموړي په وینا، پ دې هدفي برید کې یې د مقابل لوري پنځه سرتېري وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

میجر ګهرام بلوچ ویلي، چې د برید له پېښې څو شېبې وروسته د پاکستان د هوايي ځواکونو یوه چورلکه د وژل شویو او ټپي سرتېرو د لېږد لپاره سیمې ته راورسېدله، خو د «بي اېل اېف» غړي د خپلو عملیاتو له بشپړولو وروسته له سیمې خوندي وتلي دي.

100%

د بي اېل اېف په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه برید پړه په غاړه اخیستل شوې او ویلي یې دي، چې تر هغه پورې به پر پاکستاني پوځي او نیمه‌پوځي ځواکونو خونړیو بریدونو ته دوام ورکړي، ترڅو چې د بلوچستان ازادي ترلاسه نه‌شي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه د پاکستان مرکزي او سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه هېڅ رسمي څرګندونې نه دي کړي.

طالبانو هغه کس نیولی چې له یوې بهرنۍ سیلانۍ سره یې ناسمې خبرې کړې وې

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۲ GMT+۱

طالبانو له یوې بهرنۍ سیلانې سره د غېراخلاقي خبرو له امله د یوه کس د نیولو خبر ورکړ. نیول شوی کس محمدجان نومېږي او د کابل په ختیځه دروازه څرخي پله سیمه کې یې د واکسیناتور په توګه کار کاوه.

راپورونه وایي، نوموړي څه موده وړاندې له یوې بهرنۍ سیلانې سره غېراخلاقي خبرې کړې وې، چې وروسته د طالبانو له لوري ونیول شو.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) په خپله اېکس پاڼه کې د هغه د اقرار یوه ویډيو خپره کړې ده. محمد جان په دې ویډیو کې له خپلو کړو خبرو پښېماني ښودلې او همداراز یې بښنه غوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان ډېری وخت ورته کسان جبري اعتراف ته مجبوره کوي.

سیف السلام خیبر په همدې تړاو ویلي: «دا هغه ځوان دی چې پلچرخي دروازې سره یې د یوې بهرنۍ سیلانۍ میرمنې سره غېر اخلاقي خبرې کړې وې.»

ویل کېږي یاده سیلانۍ ښځه د نیډرلند وه او کابل ته په سیاحت تللې وه او د محمد جان خبرې یې په خپله کمره کې ثبت کړې وې.

طالبانو تر دې مخکې هم هغه کسان چې له بهرنیو او په ځانګړې توګه له ښځينه بهرنیو سیلانیانو سره ناسمې خبرې او یا هم چلند کړی نیولي او بیا یې ترې په جبري توګه ویډيوګانې اخیستي او خپرې کړې یې دي.

یونېسف: له ګاونډیو هېوادونو راستانه شویو افغانانو ته به د مرستو لړۍ دوام ولري

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) استازي ډاکټر تاج‌الدین اویوواله ویلي، چې په لوېدیځ افغانستان کې دې ادارې له هغو کورنیو سره مرسته کړې ده، چې تازه له ایران څخه راستانه شوې دي.

د یونېسف د معلوماتو له مخې، د چین د حکومت په مالي ملاتړ په هرات ولایت کې له ۱,۹۰۰ څخه زیاتو کورنیو ته د روغتیایي توکو بېړنۍ مرستې رسېدلې دي.

په دغو مرستو کې د ښځو د حفظ‌الصحې توکو ځانګړې کڅوړې او نور ضروري مواد شامل دي، چې موخه یې د راستانه شویو کورنیو د روغتیا خوندیتوب او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی ښودل شوی دی.

یونېسف وايي، د هغو زرګونو افغانانو د ملاتړ لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو راګرځي، خپلو مرستو ته به دوام ورکړي، څو دوی وکولای شي د ژوند عادي حالت ته بېرته ستانه شي.

بلخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې د ډېرېدو خبرداری ورکړی دی.

یاد سازمان وايي، چې په افغانستان کې خوارځواکي په چټکۍ سره مخ پر زیاتېدو ده.

د دغه سازمان په خبره، دوی د تمویل محدودیتونو له امله یوازې د اړمنو خلکو یوه کوچنۍ برخه حمایه کولی شي.

المرصاد: د پاکستان پوځ اوس له خپل اصلي ماموریت څخه منحرف شوی او شخصي ګټې پالي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د طالبانو اړوند «المرصاد» رسنۍ د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) په یوه مقاله کې د پاکستان د اوسني ژور سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحران پړه د دغه هېواد د پوځ پر مشر عاصم منیر ور واچوله. د یادې رسنۍ په وینا، پوځ له خپل اصلي ماموریت څخه منحرف شوی او شخصي ګټې پالي.

دغې رسنۍ زیاته کړې، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر نه یوازې د سیاسي ګوندونو تر منځ واټن نور هم زیات کړی، بلکې په پوځ کې دننه یې د مشرتابه پر ضد ژور اختلافونه راولاړ کړي او په وینا یې، د واک تمرکز د نورو اختلافي نظریاتو ځپنه او د ولس له ارادې سره ټکر د دې لامل شوی چې د پاکستان نظامي، سیاسي او اقتصادي ثبات د زوال پر لور روان شي.

المرصاد زیاته کړې، د دغه هېواد پر پوځ د بې ځایه لاسوهنو له امله اعتماد زیانمن شوی او د نړۍوال حیثیت تر څنګ یې له ګاونډیانو سره اړیکې هم له بحران سره مخ کړي او دغه هېواد اوس نه خپل کورنی نظم ساتلای شي، نه هم د سیمې د سولې او ثبات لپاره مسوول رول ادا کولای شي.

د دغې طالب پلوه رسنۍ په وینا، د پاکستان په پوځ کې د بې ثباتۍ او د ولس د زړونو د لاسته راوړلو په برخو کې د ناکامیو له امله د داعش په ګډون ترهګرو ډلو ودې ته زمینه برابره شوې او د هغوی لپاره د امکاناتو برابرول او د ګاونډیو هېوادونو پر ضد له هغوی څخه استفاده کول، دا په ډاګه کوي چې پاکستان هڅې کوي څو دا ډله د جیوپولیټیکې وسیلې په توګه وکاروي.

المرصاد زیاتوي، د پاکستان دغه لوبه نه یوازې د سیمې، بلکې د پاکستان لپاره هم یو ناورین زېږونکی ګام دی، چې پایله به یې تجزیه، بې ثباتي او داخلي جګړې وي.

مقاله زیاتوي، د پاکستان په پوځ کې دننه د لوړ رتبو افسرانو ترمنځ اختلافات، د ISI او نورو امنیتي ادارو ترمنځ رقابت او د مدني ادارو دوامداره تضعیف، د دغه هېواد نظامي-سیاسي جوړښت سخت زیانمن کړی او دغو اختلافونو د پرېکړو، د واک وېش او ستراتېژیکو لومړیتوبونو پر سر د کړکېچ بڼه غوره کړې ده.

د مقالې د لیکوال په باور: «د پاکستان د پوځ هغه نظم او تسلسل چې پخوا د نظام د ثبات ضامن بلل کېده، نن د شخړو، شک او رقابتونو ښکار شوی. د ISI کړنې چې تر ډېره پټې پتې وې، اوس د پوځ له نورو برخو سره په ښکاره ټکر کې دي او دا چاره د همدې هېواد امنیتي پالیسي ګډوډه کړې ده.»

مقاله کاږي، اوس په پاکستان کې مدني خوځښتونه او ولسي غږونه ځپل کېږي او د دغه وضعیت دوام نه یوازې د پوځ، بلکې د ټول پاکستان د راتلونکي لپاره یوه ستره اندېښنه راټوکولې ده.

د مقالې پر بنسټ، پاکستان اوس هڅې کوي چې خپلې داخلي ستونزې پټې کړي او د ولس او نړۍوالو د پام اړولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو په چارو کې لاسوهنې ته مخه کړې او د مقالې د لیکوال په باور: «دا مسوولانه ستراتیژي نه یوازې د افغانستان، بلکې د هند، ایران او نورو هېوادونو سره د تاوتریخوالي او بې‌باورۍ فضا نوره هم ژوره کړې ده. دا کړنې د سیمې امنیتي ثبات ته جدي ګواښ متوجه کړی او د احتمالي پراخو سیمه‌ییزو کړکېچونو دروازې پرانیزي.»

د مقالې لیکوال زیاتوي، د پاکستان اقتصاد ځپل شوی او ورسره بېکاري، فقر او اقتصادي ناورین خپل اوج ته رسېدلی او په باور یې، د اقتصادي بې‌ثباتۍ ترڅنګ، سیاسي فشارونه، ولسي نارضایتي او ناکامه ډیپلوماسي، پاکستان له دننه داسې خوړلی، چې هرې خوا ته یې د ماتېدو نښې لیدل کېږي.

د مقالې لیکوال د دغو ټولو چارو مسوول د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ګڼلی او زیاته کړې یې ده: «که د پاکستان مسلمان ولس، سیاسي مشران، او مدني ټولنه اوس هم چوپ پاتې شي او جدي اصلاحات د پوځ دننه پاک‌کاري، د داعش تکفيري ډلې پر ضد صادقانه مبارزه او له ګاونډیانو سره د احترام او همکارۍ پر بنسټ اړیکې ونه ساتي، نو دا روان بحران به د هېواد د بشپړ سقوط لامل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پخواني بندي لومړي وزیر عمران خان هم په وار وار ویلي، چې دمګړی په پاکستان کې د عاصم منیر قانون چلېږي او تر هغې چې په دغه وضعیت کې بدلون رانشي، نو پاکستان به په هر ډګر کې له ماتې سره مخ وي.

هندۍ وېب‌پاڼه: له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړه تر ټولو جدي وه

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۱

څو ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د دواړو لوریو ترمنځ نښتې رامنځته شوې، چې د دواړو هېوادونو لسګونو سرتېرو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله. دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، د دواړو ګاونډیو ترمنځ تر ټولو جدي نښتې بلل کېږي.

د هندۍ وېب‌پاڼې «بېزنس سټنډرډ» د راپور له مخې، تر هغه وروسته چې د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل او ځینو نورو ولایتونو بریدونه وکړل، طالبانو هم د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې د پاکستان پر پوځي پوستو بریدونه ترسره وکړل. له دې سره سم، د پاکستان پوځ د توپونو، درنو وسلو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ځوابي بریدونه وکړل. جګړه تر سبا سهاره روانه وه او د ورځې په اوږدو کې هم ځینې نښتې رامنځته شوې.

بېزنس سټنډرډ زیاتوي، اسلام‌اباد د خپلو ۲۳سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ، خو د طالبانو له‌خوا ویل شوي چې د دوی ۹جنګیالي وژل شوي دي، سره له دې چې دواړو خواوو د بل اړخ د مرګ ژوبلې شمېر زیات ښودلی.

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا، د دې جګړې لامل د اسلام‌اباد هغه هوايي برید و چې تېره اوونۍ یې پر کابل وکړ. دغه برید د پاکستاني طالبانو د ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشر «نور ولي» د له منځه وړلو لپاره ترسره شوی و.

بلخوا، طالبانو ویلي چې دوی دا برید د پاکستان له خوا د افغانستان د هوایي حریم د «نقض» پروړاندې د غبرګون په توګه ترسره کړی.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله په ۲۰۰۷کال کې د پښتنو جنګیالیو له یو شمېر ډلو جوړه شوه. دغه ډله د افغان طالبانو په څېر یوه ایډیولوژیکي ډله ده، خو د القاعده له تندلارې نظریې الهام اخلي. ټي ټي پي په پاکستان کې د پوځي اډو، پولیسو او د دغه هېواد د دولتي کارکوونکو پر ضد خونړي بریدونه کړي دي.

د ۲۰۱۴کال د پېښور د پوځي ښوونځي برید چې پکې له ۱۳۰زیات ماشومان ووژل شول، د دې ډلې تر ټولو خونړۍ پېښه وه. له هغې وروسته د پاکستان پوځ پراخ عملیات وکړل او د دې ډلې ډېر غړي یې افغانستان ته شړلي وو.

بېزنس سټنډرډ وایي، کله چې طالبان په افغانستان کې بیا ځلې واک ته ورسېدل، پاکستان یې هرکلی وکړ، خو ډېر ژر څرګنده شوه چې د کابل د طالبانو اړیکې د «ټي ټي پي» له ډلې سره نږدې پاتې شوې دي. له هغه وخت راهیسې په پاکستان کې د تحریک طالبان بریدونه زیات شوي. اسلام‌اباد ادعا کوي، چې د «ټي ټي پي» مشران او جنګیالي اوس په افغانستان کې مېشت دي، خو طالبان دا تور ردوي او وایي، چې «ټي ټي پي» د پاکستان داخلي موضوع ده او دا هېواد غواړي چې د خپلو امنیتي کمزورۍ پړه پر طالبانو واچوي.

پاکستان دا ادعا هم کوي، چې هند د طالبانو له لارې د «ټي ټي پي» او نورو ډلو ملاتړ کوي. خو نوې ‌ډیلی دا تورونه بې‌اساسه بولي. دا تورونه له هغه مهال څخه زیات شول چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر څو ورځني سفر هند ته لاړ او هلته د اړیکو د پیاوړتیا خبرې وشوې.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د نښتو د ادعاوو او رسنیزو ناندریو په ګرمه لړۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کله چې د غزې د سولې هوکړې لپاره مصر ته روان وو، وویل: «ما اورېدلي چې اوس د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه روانه ده. زه اوس مصروف یم او له بېرته راستنېدو وروسته به ورته پام وکړم، ځکه زه د جګړو په حل کولو ښه پوهېږم.»

که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ پرون اوربند شوی، خو د کړکېچ رېښې ژورې دي. پاکستان له طالبانو غواړي چې د «ټي ټي پي» پر ضد اقدام وکړي، خو طالبان د خپلواکې پالیسۍ خبره کوي. د امریکا او هند تازه څرګندونې ښيي، چې دا کړکېچ یوازې د دوو ګاونډیو تر منځ نه، بلکې سیمه‌ییز او نړۍوال اړخ هم لري.