• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې بلوچ بېلتون‌پالو وسله‌والو پنځه پاکستاني نیمه‌پوځي سرتېري وژلي دي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۱

بلوچستان پوسټ ویلي، چې د بلوچستان په مند ولسوالۍ کې د بلوچ بېلتون‌پالو «بي اېل اېف» ډلې وسله‌والو د پاکستان د نیمه‌پوځي ځواکونو پنځه سرتېري وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې د بلوچ بېلتون‌پالو وياند مېجر ګهرام بلوچ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ډلې وسله‌والو د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د غرمي شاوخوا یوه بجه د مند ولسوالۍ د «مهیر او ردیګ» تر منځ په سیمه کې د پاکستاني نیمه‌پوځي ځواکونو پر موټر برید کړی دی.

د نوموړي په وینا، پ دې هدفي برید کې یې د مقابل لوري پنځه سرتېري وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

میجر ګهرام بلوچ ویلي، چې د برید له پېښې څو شېبې وروسته د پاکستان د هوايي ځواکونو یوه چورلکه د وژل شویو او ټپي سرتېرو د لېږد لپاره سیمې ته راورسېدله، خو د «بي اېل اېف» غړي د خپلو عملیاتو له بشپړولو وروسته له سیمې خوندي وتلي دي.

100%

د بي اېل اېف په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه برید پړه په غاړه اخیستل شوې او ویلي یې دي، چې تر هغه پورې به پر پاکستاني پوځي او نیمه‌پوځي ځواکونو خونړیو بریدونو ته دوام ورکړي، ترڅو چې د بلوچستان ازادي ترلاسه نه‌شي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه د پاکستان مرکزي او سیمه‌ییزو چارواکو په دې اړه هېڅ رسمي څرګندونې نه دي کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره دواړو لوریو تدابیر نیولي دي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۱

له تورخم څخه د طالبانو د کمیسارۍ یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو لپاره پاکستانی لوری د سکینرونو په نصبولو کار کوي. سرچینو وویل، چې لوی موټر په لیکو کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو د کمیسارۍ یوه سرچینه وايي چې له کرښې پورې غاړې د سکینر ماشینونه چېد جګړې پرمهال انتقال شوي وو، د پاکستان له لوري بېرته نصب شول.

د یادې سرچینې په وینا، طالبانو هم د دروازې د پرانیستې تدابیر بشپړ کړي دي، خو تر اوسه د پرانیستلو مشترکه پرېکړه نه ده شوې.

د طالبانو د کمیسارۍ یوه بله سرچینه وايي چې ښايي د شپې تر ناوخته د لویو لاریو پر مخ د تورخم دروازه خلاصه شي.

له دې وړاندې طالبانو د سوداګرۍ پرمخ د سپین بولدک لارې د پرانېستل کېدو خبر ور کړی و، خو وروسته په کندهار کې محلي چارواکو وویل، چې لاره یوازې د تشو کانتینرو پرمخ پرانېستل شوې ده.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډېورنډ پر کرښه ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې چې د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړې زور واخیست.

د پاکستان دفاع وزیر: له افغانستان نه به هر ډول برید له اوربنده سرغړونه وي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف رویټرز ته ویلي، چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اوربند دوام او د سولې راتلونکی به یوازې هغه وخت تضمین شي، چې د طالبانو حکومت له افغانستان نه د پاکستان پر ضد د وسله‌والو بریدونه ودروي. طالبانو له دې وړاندې ویلي چې افغان خاوره د هیچا خلاف نه کاریږي.

رویټرز د دوشنبې په ورځ د خواجه محمد اصف له خولې ویلي، چې «د افغانستان له لوري هر ډول برید د دې هوکړې سرغړونه بلل کېږي او د اوربند ټول بنسټ پر همدې یوه ماده ولاړ دی.»

پاکستاني ځواکونه او طالبان له تېرو څو ورځو پرله‌پسې نښتو وروسته، چې د لسګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې لامل شول، په دوحه کې د اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي.

دغه نښتې د ټي ټي پي د پټنځایونو له منځه وړو په نامه د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته پیل شوې.

خواجه محمد اصف ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، چې ترکیې او قطر هم پرې لاسلیک کړی، روښانه شوې ده چې هېڅ ډول برید به نه کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ تر هغه د اوربند هوکړه لرو، څو پورې چې د دې تړون سرغړونه نه وي شوې.»

د پاکستان دفاع وزیر د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته هم اشاره وکړه، چې د ده په وینا له افغانستان نه د طالبانو په همغږۍ د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

د ټي ټي پي مشر پر کابل له هوايي برید وروسته په یوه ویډیو کې اعلان وکړ، چې دی په قبایلي سیمه خیبر ولسوالۍ کې دی.

کابل له پخوا راهیسې د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي دي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه دخواجه اصف د دې څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

خواجه محمد اصف له دې وړاندې د طالبانو سرسخته ملاتړی ګڼل کېده، خو پر کابل ددې ډلې له واکمنېدو وروسته، په پاکستان کې د ناکراریو له ډېرېدو وروسته، نوموړی د طالبانو په سرسخته منتقد بدل شوی دی.

خواجه اصف: پاکستان او افغانستان دې پایلې ته رسېدلي، چې باید ترهګري ژر ختمه شي

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۷ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، پاکستان او افغانستان دې پایلې ته رسېدلي چې باید ترهګري ژر ختمه شي. هغه زیاته کړې، چې ترهګرۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه ناامنه کړې ده.

جیو نیوز د خواجه اصف له خولې لیکلي:« دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ د کابو کولو لپاره جدي هڅې وکړي؛ خو که ترهګري کابو نه‌شي د سیمې امن ته جدي ګواښونه پېښولای شي.»

د پاکستان دفاع وزیر له طالبانو سره د اوربند تړون په اړه ویلي، چې دغه تړون په اصل کې د قطر او ترکيې په منځګړیتوب شوی دی. هغه ویلي:« موږ د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني او د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه مننه کوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره یکشنبه د (تلې ۲۷مه) په دوحه کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تر ۴۸ ساعته اوربند وروسته د سولې تړون وشو، چې اعلامیه یې د قطر د بهرنیو چارو وزارت خپره کړه.

د افغانستان د صادراتو کمښت؛ په کراچۍ ښار کې روميان د چرګ تر غوښې هم ګران شول

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۸ GMT+۱

پاکستان ته د افغانستان د صادراتو بندېدو او له پنجاب نه د نه راوړل کېدو له امله د کراچۍ په بازارونو کې د ځينو خوراکي توبو بيې د پام وړ لوړې شوې دي. د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې؛ دا مهال په کراچۍ ښار کې د روميانو بيه د چرګ تر غوښې هم لوړه شوې ده.

د اېکسپرېس ټريبون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا مهال د کراچۍ شاوخوا ۹۰ سلنه تقاضا له ایران نه د وارداتو له لارې پوره کېږي. په راپور کې راغلي، د افغانستان واردات اوس هم بند دي چې دې کار د مېوو او سبزیجاتو بیې نورې هم لوړې کړې دي.

مخکې راپور ورکړل شوی و، چې د تورخم لارې تر تړل کېدو وروسته د پېښور په بازارونو کې هم د مېوو او سبزیو بيې خورا لوړې شوې دي.

د پاکستاني رسنيو په وينا؛ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله نږدې ټوله سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې او د تورخم دواړو غاړو ته د لاریو اوږده قطارونه ولاړ دي.

د طالبانو او‌ پاکستان اوربند؛ ایا دوام به وکړي؟

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱

تېره ورځ طالبانو او پاکستان د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د اوربند پر سر هوکړه کړې ده؛ خو پوښتنه دا ده چې ایا دغه اوربند به د دواړو خواوو ترمنځ د بې‌باورۍ له سیوري سره دوام وکړي؟ الجزیرې په یو تازه تحلیلي راپور کې د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ ژورو ته کتنه کړې ده.

پاکستان او افغانستان له یوې اوونۍ خونړیو نښتو وروسته، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر «سملاسي اوربند» سلا شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دغو دواړو پخوانیو متحدینو ترمنځ اړیکې وروسته له هغې کړکېچنې شوې، چې طالبانو پر ټول افغانستان واک ټینګ کړ.

دواړو هېوادونو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې له خبرو وروسته پرېکړه وکړه، چې جګړه پای ته ورسوي او د «تلپاتې سولې او ثبات» لپاره ګډ کار وکړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دغه هوکړه د دغه هېواد او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې ده.

په دغو نښتو کې چې د وروستیو کلونو تر ټولو خونړۍ بلل کېږي، لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. جګړې د اکټوبر له ۱۱مې نېټې وروسته د دواړو هېوادونو د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پرتې د‌ ډیورنډ کرښې اړوند په بېلابېلو ولایتونو کې رامنځته شوې. اسلام‌اباد په دې پلمه چې ګوندې «ټي‌ټي‌پي» یې په نښه کړي پر کابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل.

د اوربند په تړاو په ډاګه شوي معلومات

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو تر ځنډ وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل: «دواړه لوري پر سملاسي اوربند او د سولې او ثبات د ټینګښت د مېکانېزمونو پر جوړولو هوکړه کړې ده». د دغه وزارت په بیان کې همدا راز ویل شوي: «دواړه خواوې به په راتلونکو ورځو کې د تعقیبي ناستو دوام ته ژمنې وي؛ تر څو د اوربند پلي کېدل د باور وړ او دوامداره شي او دا کار به د دواړو هېوادونو امنیت او ثبات کې مرسته وکړي».

تر دې لږ وروسته پر اېکس پاڼه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له دغه تړون نه هرکلی وکړ او ویې لیکل: «له افغانستان نه راتلونکې سرحدي ترهګري باید سملاسي ودرېږي. دواړه هېوادونه به د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي».

هغه زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو د پلاوو تعقیبي غونډه به د اکټوبر په ۲۵مه د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي؛ تر څو مسایل په تفصیل وڅېړل شي. اصف وویل: «موږ هیله لرو، چې په راتلونکې ناسته کې به یو روښانه او د باور وړ نظارتي چوکاټ جوړ شي؛ څو د افغانستان له خاورې راولاړېدونکي ترهګریز ګواښونه په اغېزمن ډول وڅېړل شي. باید ټولې هڅې وشي، چې نوره مرګ ژوبله ونه‌شي».

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم تایید کړه چې د هوکړې له مخې «دواړه خواوې د سولې، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب او رغنده اړیکو ژمنې تازه کړې دي».

هغه پر اېکس پاڼه ولیکل: «دواړو هېوادونو پرېکړه کړې، چې خپلې شخړې د خبرو له لارې حل کړي. هیڅ لوری به د بل هېواد پر ضد دښمنانه اقدام نه کوي او د هغو ډلو ملاتړ به هم نه کوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي». مجاهد زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه به د یو بل د امنیتي ځواکونو، ملکی وګړو او مهمو تاسیساتو له هدف ګرځولو ډډه کوي.

هغه او خواجه اصف دواړو د قطر او ترکیې له هڅو مننه وکړه، چې د خبرو اترو او د اوربند تړون ته یې زمینه برابره کړه.

ولې پاکستان طالبان د بریدونو مسوول بولي؟

اسلام‌اباد له طالبانو غواړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي» او نورو هغو ډلو فعالیتونه محدود کړي چې په پاکستان کې پر بریدونو تورن دي. په وروستیو کلونو کې د «ټي‌ټي‌پي» او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر شوي چې د بلوچستان په شتمنو سیمو کې فعالیتونه لري.

د اسلام‌اباد د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د معلوماتو له مخې؛ یوازې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۴۱۴ کسان وژل شوي دي. د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونه چې پر ډیورنډ کرښه پراته دي، تر ټولو ډېر تلفات لیدلي دي.

پاکستان او طالبان چې پخوا د ګډو امنیتي ګټو له امله متحدین وو، اوس یې د اسلام‌اباد د دې ادعا له امله اړیکې خرابې شوې دي چې وایي کابل «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ورکړې ده؛ خو طالبان دغه ادعا ردوي. دواړه هېوادونه د «ډیورنډ پر کرښه» هم ژور اختلافات لري. پاکستان یې «رسمي پوله» بولي؛ خو افغانستان یې نه مني.

که څه هم د پاکستاني طالبانو تحریک مفکوره له افغان طالبانو سره ورته ده؛ خو دواړه ډلې خپلواک هدفونه لري او بېل فعالیت کوي. اسلام‌اباد غواړي له طالبانو ډاډ ترلاسه کړي چې یاده ډله باید پر ډیورنډ کرښه ازاد فعالیت ونه‌لري او باید پر دې کرښه د بریدونو کړکېچ هم ختم شي.

مجاهد د یکشنبې په ورځ په یو بل پیغام کې زیاته کړه، چې د افغانستان خاوره « به هېڅ‌کله د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي». هغه ټینګار وکړ، چې دوی ثابت دریځ لري او د هېڅ چا پر ضد به د کومې ډلې ملاتړ ونه کړي.

پاکستان همدارنګه غواړي طالبان د هغو شبکو د بیا تنظیم او پراخېدو مخه ونیسي، چې د پاکستان د ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي. کابل کې فعال سیاسي شنونکي عبدالله بهیر وویل، چې پر افغانستان بمبارۍ او د ملکي وګړو وژنه د «ستونزې برخه ده، نه‌ د حل». هغه الجزیرې ته ویلي: «ثابت کړئ، چې د تېرې اونۍ په بمباریو کې د ټي‌ټي‌پي کوم غړی وژل شوی، حال دا چې ۵۰کسان وژل شوي او ۵۵۰ ټپیان دي».

هغه زیاته کړه: «ټي‌ټي‌پي یوه سیمه‌ییزه بغاوتي ډله ده، چې د طالبانو د واکمنېدو ډېر مخکې په پاکستان کې موجوده وه. ایا تمه لرئ طالبان دې د دغې ډلې سیاسي او پوځي هدفونه بند کړي؟»

بهیر وویل: «که استدلال دا وي، چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي؛ نو پوښتنه دا ده چې ایا یوې خپلواکې ډلې باندې نفوذ کول د هغې د بشپړ کنټرول مانا لري؟» طالبانو په وار، وار او دا ځل بیا هم ټینګار کړی، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي په افغانستان کې پناه ځایونه او حضور نه‌لري.

ولې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي؟

پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو تر ټولو نږدې ملاتړی و، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې دغه ډله په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا او ناټو ځواکونو نسکوره کړه. اسلام‌اباد په ځلونو تورن شو، چې طالبانو ته یې اجازه ورکړې څو د افغانستان پر ضد جګړه له خپلې خاورې پر مخ یوسي؛ خو په وروستیو کلونو کې د پاکستان پر خاوره د بریدونو له زیاتېدو وروسته د دواړو خواوو اړیکې خرابې شوې دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک اوس یو ځل بیا د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره تر ټولو لوی ګواښ بلل کېږي. د راپور له مخې؛ تېر کال یادې ډلې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو له ۶۰۰ زیات بریدونه کړي دي. د شمېرو له مخې؛ د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تاوتریخوالی د تېر کال پرتله ۴۶ سلنه زیات شوی دی.

د یادې ډلې بریدونه په ۲۰۲۱کال کې خورا ټیټې کچې ته ورسېدل او لامل یې دا و، چې اسلام‌اباد د ځینو امتیازاتو په بدل کې د دغه ډلې بندیان خوشې کړل او پوځي عملیات یې هم ودرول. دې ډلې غوښتنه کړې وه، چې د ۲۰۱۸کال پر مهال شوې هغه پرېکړه باید پاکستان لغوه کړي چې له مخې یې قبایلي سیمې له خېبر پښتونخوا ایالت سره یو ځای شوې او دا ډله غواړي هلته د خپلې عقیدې له مخې قوانین پلي کړي.

پر کابل د افغان طالبانو له واک اېله یوه میاشت وروسته د ټي‌ټي‌پي او پاکستان ترمنځ خبرې اترې پیل شوې. دغه پرېکړه د یاد هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ شوې وې؛ خو د هغه تر ګوښه کېدو وروسته په ۲۰۲۲کال کې دغه خبرې په ټپه ودرېدې.

تاوتریخوالي هغه مهال زور واخیست، چې پاکستاني طالبانو اوربند په یو اړخیز ډول ختم کړ او پر اسلام‌اباد یې تور پورې کړ چې جګړې ته یې لمن وهلې ده. له ۲۰۰۷کال راهیسې یادې ډلې پاکستاني ځواکونه او ملکي وګړي په نښه کړي او تر ټولو خونړی برید یې د ۲۰۱۴کال په ډسمبر میاشت کې د پېښور پر یو پوځي ښوونځي کړی و. په یاد برید کې ۱۳۰ زده‌کوونکي وژل شوي وو.

پر دې ډلې پاکستان کې هم سخته بندیزونه لګېدلي او متحده ایالتونه یې هم د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني. که څه هم پاکستان په ځلونو پر یادې ډلې پوځي عملیات کړي؛ خو د پرانېستې ډیورنډ کرښې له کبله یې په بشپړ ځپلو کې ناکام شوي دي.