• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عاصم منیر: پر پاکستان هېڅ ډول مستقیم یا غېرمستقیم برید به بې ځوابه پاتې نه شي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ تله ۱۴۰۴ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۸ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي، د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول مستقیم یا غېرمستقیم نقض ته به پوځ پرېکنده ځواب ورکړي. د پوځ د عامه اړیکو څانګې په وینا، منیر دا څرګندونې د «جي اېچ کیو» په ۱۷م ملي ورکشاپ کې د بلوچستان له ګډونوالو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړې ده، چې پاکستان د سولې او ثبات غوښتونکی دی، خو د دې هېواد د خاورې پروړاندې هر ډول برید ته به په «پرېکنده ځواک» ځواب ورکړي، څو د خپلو وګړو ژوند او امنیت خوندي وساتي.

منیر وویل، پوځ به ټولې هغه ډلې مهار کړي چې «د هند له خوا یې ملاتړ کېږي». د پاکستان له نظره، هغه وسله‌وال چې په خېبر پښتونخوا کې فعالیت لري او د دغه هېواد د چارواکو په وینا په افغانستان کې پټنځایونه لري، د هند تر ملاتړ لاندې دي، خو طالب چارواکو تل دا ادعاوې رد کړي او وایي، چې پاکستان غواړي د خپلو امنیتي ځواکونو او کمزورو امنیتي پالیسیو پړه پر طالبانو واچوي.

د پوځ مشر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچ بېلتون‌پالو ډلې «د هند فتنه» او «د خوارجو فتنه» بللې او ټینګار یې کړی، چې پوځ به د دوی پر ضد عملیات دوامدار وساتي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې په وروستیو ورځو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې نښتې رامنځته شوې دي.

دا نښتې یوه ورځ وروسته له هغې رامنڅته شوې، چې پاکستان پر کابل او نورو ولایتونو کې هوایي بریدونه ترسره کړل، طالبانو دا د افغانستان د هوایي حریم نقض وباله او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې پر پاکستاني پوستو ډله ییز برید وکړ.

په دې نښتو کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته ویلي، چې وروستیو نښتو کې یې د پاکستان ۵۸ سرتېري وژلي دي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې له پاکستاني ځواکونو ډېری پوستې نیولي دي.

له څو ورځنۍ جګړې وروسته په دوحه کې د کوربه هېواد قطر او ترکیې په منځګړتوب د دواړو لوریو ترمنځ په لوړه کچه خبرې اترې ترسره شوې او اوربند رامنځته شو، خو د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په یوه خپره کړې ویډیو کې وویل، چې که چېرې د پاکستان له لوري بیا د افغانستان حریم نقض شي، دا ډله به له دې هم سخت ځواب ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکي وایي، چې دا د دواړه لوریو له تېرې له یوې لسیزې راهیسې تر ټولو جدي پوځي نښتې وې.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند باید دوام وکړي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۱
ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند باید دوام وکړي
100%

فرایډې ټایمز وېبپاڼې راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټیفان دوجاریک په نیویارک کې په یوې خبري غونډه کې ویلي، هیله لري چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوربند دوام وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې ټولې شخړې باید له ډیپلوماټیکو لارو هوارې شي.

هغه ویلي: «په افغانستان او پاکستان پورې اړوند موضوعګانو کې موږ هیله‌مند یو چې اوربند به پر خپل حال پاتې شي او ټولې ستونزې او مسلې به د ډیپلوماسۍ له لارې هوارې شي.»

ښاغلي دوجاریک زیاته کړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) هم د وروستیو بدلونونو څارنه کوي او له اړوندو خواوو سره په ارامه توګه اړیکه نیسي، ترڅو دواړه خواوې وهڅوي چې له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د شخړې د بیا راپارېدو لامل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو او پاکستان د دفاع وزیرانو د تېرې یکشنبې په ورځ د وروستیو نښتو له امله داوربند پرېکړه وکړه.

دغه اوربند د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ په لوړه کچه له خبرو اترو وروسته اعلان شوی دی.

د خبرو اترو منځګړیتوب تر ډېره د قطر له‌خوا ترسره شو، چې د ترکیې ډیپلوماتیک ملاتړ یې هم درلود.

دغه خبرې د قطر د سیمه‌ییز منځګړیتوب د پراخېدونکي رول برخه بلل کېږي، چې تمرکز یې د کړکېچونو او د امنیتي اندېښنو د حل او د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د ګډو میکانیزمونو پر جوړېدو و.

د طالبانو له لوري له پاکستان سره د اوربند هوکړې د منځپانګې نه خپرېدو پوښتنې راپارولې دي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۶ GMT+۱
د طالبانو له لوري له پاکستان سره د اوربند هوکړې د منځپانګې نه خپرېدو پوښتنې راپارولې دي
100%

د طالبانو له لوري له پاکستان سره د اوربند هوکړې د منځپانګې نه خپرېدو ګڼې پوښتنې رامنځته شوي او د تېر نظام ځينو چارواکو د طالبانو دغه چاره د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۰۲یمې مادې پر خلاف بولي.طالبانو او پاکستان له یوې اوونې جګړې وروسته د تلې په ۲۶مه د اوربند هوکړه لاسلیک کړه.

دغه پوښتنې او نیوکې وروسته له هغې مطرح کېږي، چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) وویل، چې په دوحه کې د طالبانو د دفاع وزارت له سرپرست محمد یعقوب مجاهد سره شوې هوکړه محرم ده. هغه زیاته کړې، طالبانو ژمنه کړې، چې له افغان خاورې به د پاکستاني وسله والو د بریدونو مخه نیسي.

د طالبانو ویاند له پاکستان سره د اوربند هوکړې له لاسلیک وروسته وویل، دوی په افغان خاوره کې د ټي‌ټي‌پي په ګډون د بهرنیو جنګیالیو له حضور سره موافق نه دي او هېچاته د دې اجازه نه‌ورکوي، چې پر نورو او په ځانګړې توګه پر ګاونډیانو برید وکړي.

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وايي، هر ډول پټې معاهدې او هوکړې د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۰۲یمې مادې او د ټولو نړۍوالو منل شویو اصولو او کنوانسینونو پر خلاف دي.

نوموړی وايي: «خلک حق لري چې پوه شي او له خلکو سربېره عادي طالبان هم باید له خپلو مشرانو دا وپوښتي چې څه ډول او په څه بیه یې هېواد او هغوی معامله کړي دي. که داسې نه وي، نو باید د قرارداد اصلي متن خپور کړي.»

د حمیدي په وینا، طالبانو هم په عمومي ډول له مسوولیت منلو، شفافیت او له عمومي افکارو د تېښتې په موخه له دغې چارې یعنې له پټو قراردادونو استفاده کوي او زیاتوي: «له امریکا سره د دوحې هوکړې د ضمایمو پټول او د پاکستان له دفاع وزیر سره وروستۍ پټه معاهده د دغو ادعاو ثبوتونه دي.»

د پاکستان دفاع وزیر بیا ویلي، له طالبانو سره د اوربند هوکړې متن لنډ دی او پر پاکستان له بریدونو پر مخنیوي او د افغان کډوالو پر منلو محدود دی.

طالبان لا تراوسه د پاکستان له دفاع وزیر سره د شوې هوکړې منځپانګه نه ده خپره کړې، خو د دفاع وزارت سرپرست یې ویلي، چې له پاکستاني لوري سره یې د فرضي کرښې په اوږدو کې د شخړو پر راکمولو سلا کړې او د میکانیزم پر څرنګوالي به یې د ترکیې په غونډه کې چې ۴ ورځې وروسته پیلېږي نورې خبرې وشي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح هم ادعا کوي، چې طالبان د دوحې له وروستۍ هوکړې سره د «پاکستان په دام کې لوېدلي» او اوس باید یا د اسلام اباد تر څنګ د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې وجنګېږي او یا هم له دغې ډلې سره خپل اتحاد وساتي.

د افغانستان د تېر نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دوحه کې له پاکستان سره د طالبانو وروستۍ هوکړه د ډيورند کرښې په اوږدو کې د نورو وینو له بهېدو د مخنیوي لپاره «مثبت ګام» بللی، خو په ټينګار سره یې ویلي، افغان ولس باید د دغې هوکړې له جزییاتو او همدارنګه له راتلونکو خبرو په بشپړ او شفاف ډول په جریان کې واوسي.

د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې رييس داوود ناجي هم وايي، طالبان تل له خپلو پرېکړو افغان ولس بې خبره ساتلي او زیاتوي: «طالبانو په تېر کې یو ځل هېواد له بن لادن څخه قربان کړ او نن یې افغانستان د ولس لپاره پر زندان او ترهګرو ته پر جنت بدل کړی دی.»

د ازادي ګوند مشر عبدالملک شمس هم خبرداری ورکوي، د طالبانو دغه ډول پټې هوکړې به د تېر په څېر ناورینونه وزېږوي او زیاتوي: «په دوحه کې له امریکا سره د طالبانو د هوکړې جزییات پټ و او هغه د ناورین لامل شول. په دوحه کې له پاکستان سره د طالبانو هوکړه به هم پټه پاتې شي او خدای پوهېږي چې څه ناورین به له ځانه سره ولري. طالبانو ته د خلکو پوهاوی هېڅ ارزښت نه‌لري.»

له دې ټولو سره سره، د افغانستان په تېر نظام کې د ملي امنیت پخوانی رييس محمد معصوم ستانکزی بیا وايي، د دغو ټولو شکونو د لرې کېدو لپاره طالبان باید له پاکستان سره د شوې هوکړې منځپانګه او ټول متن خپور کړي.

پاکستان په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو پر کورونو د چاپو وهلو عملیات پراخ کړي دي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱
پاکستان په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو پر کورونو د چاپو وهلو عملیات پراخ کړي دي
100%

د پاکستان د کابینې له پرېکړې چې باید له دغه هېواده ټول افغان کډوال و‌اېستل شي، پولیسو یې نن (سې‌شنبه د تلې ۲۹مه) په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د افغانانو د یو مخیزې نیونې عملیات پراخ او چټک کړي دي. له دې سره سم، د کورونو مالکانو افغانانو ته تر سبا وخت ورکړی، چې کورونه خالي کړي.

د تېرې جمعې په ورځ (د تلې ۲۵مه) د پاکستان د لومړي وزیر په مشرۍ کابینې پرېکړه وکړه، چې ټول افغان کډوال باید له دغه هېواده واېستل شي، نو له هغې ورځې راهیسې په ټول پاکستان او په ځانګړي توګه په اسلام‌اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل شوی او تر اوسه سلګونه کورنۍ نیول شوې دي.

د اسلام‌اباد او راولپنډۍ پولیسو نن (سې‌شنبه د تلې ۲۹مه) په ګلبرګ ګرین، فیصل ټاون او بې۱۷ ښارګوټو کې د لسګونه افغان کورنیو پر کورونو چاپې وهلي او افغانستان ته یې د لېږدولو په موخه د «حاجي کمپ» پر ځای کوم بل مشخص شوي ځای ته لېږدوي.

په دغو ښارګوټو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، پولیس په یادو ښارګوټو کې مخامخ د افغانانو کورونو ته ورځي او په ډېر قهرجن وضعیت کې یې دروازه ډبوي او د نه خلاصولو په صورت کې یې دروازې ماتوي او په‌کې مېشت افغانان نیسي.

د دوی په وینا، پولیسو ته هغه اسناد چې د سفارتونو او یا هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د ویزې د تمدیدېدو په موخه ورکړل شوي، هېڅ ارزښت نه‌لري او د ښودلو په صورت کې یې پولیس د دوی په مخ کې څېرې کوي.

له دې سره سم، په یادو ښارونو کې د بلاکونو مالکانو او اجاره کوونکو مېشتو افغان کورنیو ته تر سبا لسو بجو وخت ورکړی، چې کورونه تخلیه کړي، ګنې دوی به یې په خپله پولیسو ته په لاس ورکړي.

په فیصل ټاون کې مېشت یو افغان چې د بشپړ نوم له اخیستلو ډډه کوي او ځان انجنیر معرفي کوي، وايي: «د پلازا والا مسوول نوټس راکړی چې تر سبا لسو بجو کور تخلیه کړو، ګنې پولیسو ته به مو په لاس ورکړي.»

د پولیسو په دغه بې درېغه نیونو سره د ډېریو کورنیو د کور وسایل همداسې پاتې دي او دوی یې افغانستان ته د لېږدولو لپاره یوه مشخص شوي ځای ته لېږدولي دي.

له دې سره سم، شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ چې پاکستان یې ویزې نه دي تمدید کړي او د اسلام اباد په یوه پارک کې شپې او ورځې تېروي وايي، نن هلته هم پولیسو چاپې وهلي او یو شمېر کورنۍ یې له ځانه سره وړي دي.

دوی د بشري حقونو په ګډون له نړۍوالو بنسټونو او همداراز هغو هېوادونو چې ورسره د دوی کېسونه دي، غواړي چې د دوی دغه وضعیت ته لومړی رسېدنه وکړي او بیا یې د کېسونو بهیر چټک کړي، څو له دغه بد وضعیته وژغورل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د ویزې د تمدیدولو بهیر ډېر ټکنی شوی او د ځینو په وینا د ویزې د تمدیدېدو بهیر یې په ټپه درولی دی.

د پاکستان د پارلمان پخواني رییس له طالبانو سره د اوربند د تړون هرکلی کړی

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۱
د پاکستان د پارلمان پخواني رییس له طالبانو سره د اوربند د تړون هرکلی کړی
100%

د پاکستان د پارلمان پخواني رییس اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د سولې او اوربند تړون هرکلی کوي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه د زغم او حوصلې له لارې د یو بل دریځ ته غوږ ونیسي او د ګډو ګټو په موخه د سوداګرۍ او کار موندنې فرصتونه رامنځته شي.

اسد قیصر د سې شنبې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړه، چې دا موخې یوازې هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې په سیمه کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

اسد قیصر همدارنګه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د منځنۍ اسیا او روسیې بازارونو ته د لاسرسي په اړه د کابینې پرېکړې ژر تر ژره عملي کړي.

قیصر وايي، تحریک انصاف پاکستان له پیله د افغانستان په اړه روښانه دریځ لري، ځکه افغانستان د پاکستان نږدې اسلامي ورور هېواد دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید د امتیاز اخیستلو پر ځای په جدي توګه خپلې ګډې ستونزې حل کړي.

طالبانو او پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښې تر څو ورځنیو نښتو وروسته د اکټوبر پر ۱۹مه نېټه په دوحه کې د اوربند تړون وکړ او پرېکړه وشوه چې بله اونۍ به په ترکیه کې د دغه تړون د څار او عملي کولو لپاره پر مېکانیزم خبرې وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د امریکا په ټېکساس کې د «پښتون ولسي جرګې» په نوم غونډه وکړه

۲۸ تله ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۱
د پښتون ژغورنې غورځنګ د امریکا په ټېکساس کې د «پښتون ولسي جرګې» په نوم غونډه وکړه
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ د امریکا د ټېکساس ایالت په سان انتونیو ښار کې د تېرې خېبر ولسي جرګې د پرېکړو د دوام په توګه د «پښتون ولسي جرګې» په نوم غونډه وکړه. د غونډې ګډونوالو په پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ له لوري ترسره شوې بمبارۍ غندلې او هغه یې جنګي جرمونه بللي دي.

په دغه جرګه کې په بېلابېلو هېوادونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو، څېړونکو، ټولنیزو فعالانو او د کډوالو استازو ګډون کړی و.

د دغه غورځنګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جرګې موخه دا وه چې د پښتنو د سیاسي، انساني او امنیتي بحرانونو په اړه ګډ ژور فکر وشي او یو روښانه ملي دریځ رامنځته شي.

د جرګې په پرېکړه لیک کې لیکل شوي چې د تېرې خېبر ولسي جرګې ټولې پرېکړې په بشپړه توګه تایید شوې او د ټېکساس جرګه اعلان کوي، چې د نړۍ په هر ځای کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې څانګې به دغو پرېکړو ته پام کوي.

جرګې د پاکستاني پوځ د عملیاتو، بمباریو او د پښتون مېشتو سیمو د اوسېدونکو پر ضد د تاوتریخوالي سخته غندنه کړې او دا یې «جنګي جرمونه» وبلل. ګډونوالو له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې د دغو جرمونو پلټنه وکړي او عاملین یې د عدالت مخې ته حاضر کړي.

جرګې د «پي ټي اېم» پر ضد د پاکستان د دولت د بندیزونو او فشارونو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې دا غورځنګ یوه سوله‌ییزه، ولسي او غېرمسلح خوځښت دی چې د جبري تښتونو او د بشري حقونو د سرغړونو پر ضد غږ پورته کوي.

جرګې له ټولو افغان ډلو، سیاسي او ټولنیزو حلقو وغوښتل، چې د ملي یووالي او خپلواکۍ لپاره یو موټی شي او د افغانستان د ثبات لپاره د یو ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ او د افغانستان د ملي پخلاینې لپاره دې یوه لویه جرګه راوغوښتل شي.

ګډونوالو ټینګار وکړ، چې په هېواد کې دې د نجونو پر مخ ښوونځي سمدستي پرانیستل شي او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ بېرته رسمي شي.