• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۲۸ زره پاسپورټونه ويشل شوي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پاسپورټ عمومي ریاست ویاند وايي چې د ۱۴۰۴ کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۲۸ زره پاسپورټونه وېشل شوي دي. د یاد ریاست په وینا، په وېشل شویو پاسپورټونو کې ۹۲۰ سوداګریز او شاوخوا ۳۰۰ تحصیلي پاسپورټونه هم شامل دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پاسپورټ عمومي ریاست ویاند عمري لوګري نن سې شنبه، د تلې ۲۹مه، وویل، چې د پاسپورټونو مراجعین کولی شي د کابل په ګډون په ټولو هېوادونو کې پاسپورټونه ترلاسه کړي.

نوموړي وویل، چې د ۹۲۰ سوداګریزو او ۳۰۰ تحصیلي پاسپورټونو په ګډون په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۵۲۸ زره کسانو ته پاسپورټونه ورکړل شوي دي.

دا شمېر په داسې حال کې خپریږي چې د روان کال د چنګاښ په ۲۹مه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلی و، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ عمومي ریاست کې له ښځینه مراجعینو سره ناوړه او غېرانساني چلند روان دی.

د سرچینې په وینا، طالبان له محرم پرته ښځو ته د پاسپورټ ریاست ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست د روان کال په وري په میاشت کې اعلان وکړ، هغو کسانو ته پاسپورټ نه ورکوي چې د بیف او بایومټریک سیسټم له لارې د ممنوع‌الخروج په توګه تثبیت شوي وي. دغه ریاست زیاته کړې وه، چې هغو کسانو ته هم پاسپورټ نه ورکول کېږي، چې محکمې په جزايي، مدني یا سوداګریزو قضیو کې محکوم ګڼلي وي.

د دوی په دې محدودیتونو کې هغه ماشومان هم شامل ول، چي والدین او یا قانوني وکیل ونه لري.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

ایران: بګرام اډې ته د امریکایانو بیا راتګ د سیمې هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۱
ایران: بګرام اډې ته د امریکایانو بیا راتګ د سیمې هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن سې‌شنبه (د تلې ۲۹مه) ویلي، چې بګرام اډې ته د امریکایانو بیا راتګ د افغانستان په ګډون د سیمې ټولو هېوادونو لپاره ستر ګواښ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي بګرام اډې ته د امریکایانو د بیا راتګ په اړه ویلي، په تېرو شلو کالو کې د امریکایي ځواکونو حضور له ناامنۍ، ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو له زیاتوالي پرته بله پایله نه‌لرله.

په کابل کې د ایران سفارت پر اېکس پاڼه د ښاغلي بقايي یوه ویډیو خپره کړې، چې په‌کې ویل شوي دوی بګرام ته د امریکایانو بیا راتګ د افغانستان او سیمې لپاره د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ لامل بولي. بقايي وايي، لومړی د نیویارک په څلور اړخیزه غونډه او بیا د مسکو په غونډه کې د بګرام پر موضوع تاوده بحثونه شوي دي.

د بقايي په وینا؛ د دې دوو غونډو برخه‌والو په یوه خوله وویل، چې باید د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي. هغه وویل، چې په بګرام کې د پردیو ځواکونو حضور د افغانستان په ګډون د سیمې په ټولو هېوادونو کې ناامني او ستونزې جوړوي.

تر دې وړاندې د مسکو فارمټ د غونډې په اعلامیه کې هم په روښانه ډول د بګرام اډې په اړه غبرګونونه ښودل شوي. د یادې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي وو، د هغو هېوادونو هڅې چې غواړي خپلې پوځي زېربناوې په افغانستان يا ګاونډيو هېوادونو کې ځای پر ځای کړي، د سيمې د سولې او ثبات په ګټه نه‌دي او بايد ودرول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: افغانانو ته د ۲۰۰زره کاري وېزو طرحه چمتو شوې ده

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۰ GMT+۱
د ایران د بهرنیو چارو وزارت: افغانانو ته د ۲۰۰زره کاري وېزو طرحه چمتو شوې ده
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه (د تلې ۲۸مه) ویلي، چې د افغانانو لپاره د کاري وېزو طرحه چمتو شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د بهرنیو وګړو په اړه د یاد هېواد د تازه تګلارو په اړه ویلي، چې د افغان کډوالو د حضور مدیریت لپاره یو لړ اقدامات شوي دي.

بقايي زیاته کړې: «موږ د بهرنیو وګړو د حضور د سمون لپاره ځينې اقدامات کړي، چې په دې لړ کې د افغانانو لپاره د کاري ویزو ډول او صادرولو لارې چارې هم په پام کې نیول شوې دي.»

ایران دغه خبره تر هغه وروسته کوي، چې څو ورځې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا لوی مدیر محمدرضا بهرامي په کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې اعلان وکړ، چې افغان کډوالو ته به ۲۰۰زره کاري ویزې ورکړي.

په دې لیدنه کې بهرامي ټینګار وکړ، چې په ایران کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د قانوني مېشتېدو لپاره به مناسبې لارې چارې ولټوي. دغه ډول نوموړي د کابل او تهران تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خوښي وښوده او اعلان یې وکړ، چې په دې برخه کې به ډېر ژر د ایران یو لوړپوړی چارواکی افغانستان ته سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له پیل څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې تر ۱.۴ مېلیونو ډېر افغان کډوال له ایران نه اېستل شوي دي.

کارپوهان وایي، چې د ایران له‌خوا د ۲۰۰زره کاري ویزو ورکړه به په ایران کې افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي؛ خو له ایران نه اېستل شوي کډوال وايي، چې اسناد لرونکي کډوال هم د پولیسو له‌خوا نیول شوي او له ایران نه په جبري توګه اېستل شوي دي.

طالبانو له اندریکا راتواته سره پر روغتیایي او د راستنېدوکو کډوالو پر وضعیت خبرې کړې دي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱
طالبانو له اندریکا راتواته سره پر روغتیایي او د راستنېدوکو کډوالو پر وضعیت خبرې کړې دي
100%

د بامیان لپاره د طالبانو والي مولوی عبدالله سرحدي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اندریکا راتواته سره د روغتیايي مرکزونو د ښه‌والي، د روږدو کسانو د درملنې او له ایران او پاکستان نه د راستنو شویو کډوالو وضعیت ته د پاملرنې په اړه خبرې کړې دي.

په بامیان ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر دوشنبه (د تلې ۲۸مه) ویلي، چې د یوناما مرستیال دغه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې او د بامیان ولایت لپاره د طالبانو له والي مولوي عبدالله سرحدي سره په لیدنه کې د یاد ولایت د خلکو پر ستونزو خبرې کړې دي.

د دغه دفتر له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي اندریکا راتواته په حوالې راغلي: «ملګري ملتونه هڅه کوي، چې بشري او پراختیايي مرستې د نړۍوالو بنسټونو او د بامیان ځایي ادارې په ملاتړ د دغه ولایت خلکو ته په ګټوره توګه ورسوي.»

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د بامیان د ځایي چارواکو او اړوندو ادارو په همغږۍ سره د پېژندپاڼو د وېش او د بڼسټیزو اسانتیاوو برابرولو په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي. په یاده لیدنه کې په بامیان ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتیايي مرکزونو هم بحث شوی دی.

اېم ډي ار شبکه: جرمني د افغان کډوالو د منلو ځانګړی پروګرام لغوه کوي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱
اېم ډي ار شبکه: جرمني د افغان کډوالو د منلو ځانګړی پروګرام لغوه کوي
100%

د اېم ډي ار خبري شبکې راپور ورکړی، د جرمني حکومت غواړي چې د کډوالۍ د اوږدې پروسې او پېچلو اداري خنډونو له امله د افغان کډوالو د منلو لپاره ځانګړي پروګرامونه په بشپړه توګه لغوه کړي.

دغه راپور چې اېم ډي ار شبکې د «افغانستان او پناه‌غوښتونکي، د جرمني دروغجنې ژمنې» په نوم په مستند ډول چمتو کړی، د هغو افغانانو برخلیک په‌کې څېړل شوی چې د پخواني جمهوریت تر پرځېدو وروسته د جرمني د ملاتړ په هیله پاکستان ته تللي؛ خو له کلونو، کلونو راهیسې یې برخلیک لاروښانه نه‌دی او له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د یادې رسنۍ په وینا؛ د افغان کډوالو پروګرامونه د اوږده اداري بهیر له امله د ګوتو په شمېر افغانانو ته ګټور ثابت شوي او اوس په پام کې ده، چې دغه پروګرامونه په بشپړه توګه لغوه شي.

په راپور کې راغلي، په پاکستان کې ۲زره هغه افغانان د وېزو په تمه دي چې جرمني ته د تګ ژمنه ورسره شوې وه. په دغه افغان کډوالو کې ډېری یې ښځینه فعالانې، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او د جرمني پوځ پخواني همکاران شامل دي.

که دغه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شي، د طالبانو له لوري د نیول کېدو او د اعدام له مستقیم ګواښ سره مخ کېږي. د دغه مستند راپور چمتو کوونکو په وینا؛ دغه پرېکړه په دې معنا ده، چې جرمني د خپلو افغان ملګرو پر وړاندې اخلاقي مسوولیت په رسمي توګه پای ته رسوي.

په ایران کې یو ښوونکی د افغان زده‌کوونکي د سپکاوي له امله له دندې ګوښه شو

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۲ GMT+۱
په ایران کې یو ښوونکی د افغان زده‌کوونکي د سپکاوي له امله له دندې ګوښه شو
100%

د ایران د ښوونې او روزنې چارواکو ویلي، هغه ښوونکی یې له دندې ګوښه کړی چې له یوه افغان زده‌کوونکي سره یې سپک چلند کړی و. دا کار تر هغه وروسته وشو، چې په یوه ایراني ښوونځي کې له افغان زده‌کوونکي سره د سپک چلند ویډیو په خواله رسنیو کې خپره شوه.

د ایران د پارلمان د ښوونې او څېړنو کمېسیون غړي محمدرضا احمدي سنگري ویلي: «هغه ښوونکی چې له افغان زده‌کوونکي سره یې سپک چلند کړی و له دندې ګوښه شوی دی.» نوموړي زیاته کړې، چې یاد کمېسیون دغه موضوع څېړي.

په ویډیو کې ښکاري، چې یو افغان ماشوم د کتاب متن لولي او وایي:« زموږ د هېواد نوم ایران دی.» خو ښوونکی د ماشوم خبرې پرې کوي او ترې پوښتي چا ویلي، چې ستاسې د هېواد نوم ایران دی؟ تر دې پوښتنې وروسته ښوونکی ماشوم ته وایي: ایران یوازې د ایرانیانو ملکیت دی.

زده‌کوونکی هڅه کوي د کتاب لوستلو ته دوام ورکړي او وایي:« موږ ایران خوښوو، ایران زموږ لوی کور دی.» خو ښوونکی یې بیا خبرې پرې کوي او پوښتي: چا ویلي چې ایران ستاسې لوی کور دی؟ ایران یوازې د ایرانیانو کور دی.

دغه ویډیو چې په خواله رسنیو خپره شوې، د افغانانو او ایرانیانو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي. ډېرو خلکو د ښوونکي دغه توپيري چلند غیرانساني بللی او د ایران د ښوونې او روزنې له وزارته یې غوښتي، چې د ښوونکو چلند وڅاري.

د رسمي شمېرو له مخې؛ تر دې مخکې چې د ایران حکومت افغان کډوال له دغه هېواده وباسي، د ایران په ښوونځیو کې ۶۰۰زره افغان زده‌کوونکو زده‌کړې کولې؛ خو ایراني چارواکي وایي، چې د کډوالو تر اېستلو وروسته دغه شمېر کم شوی دی.