ایران د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی

ایراني چارواکو ویلي، چې ایران د ملګرو ملتونو د تازه اقتصادي بندیزونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. اقتصادي شنونکي وايي، چې د ایران حکومت د اقتصادي ټیکاو ساتلو لپاره محدود امکانات په لاس کې لري.

ایراني چارواکي وايي، چې د ملګرو ملتونو بندیزونو د ایران پولي واحد کمزوری کړی، انفلاسیون ۴۰ سلنه ډېر شوی او چین ته د تېلو صادراتو بهیر ټکنی شوی دی. د نړۍوال بانک د راپور له مخې؛ د ایران اقتصاد د ودې پر ځای د شاتګ په حال کې دی.