په یوګانډا کې د دوو بسونو د ټکر له امله لږترلږه ۶۳ کسان مړه شوي دي

په یوګانډا کې د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۳۰مه) د کامپالا او ګولو ترمنځ پر لویه لاره دوه بسونه ټکر شوي، چې له امله یې ۶۳ کسان مړه شوي او ځينې نور بیا ټپيان دي.
د یوګانډا پولیسو دغه پېښه په وروستیو کلونو کې تر ټولو بده ټرافیکي پېښه بللې او موټر چلوونکو ته یې خبرداری ورکړی، چې له چټک مزل ډډه وکړي.