چین د ټایوان بېرته ترلاسه کولو ۸۰مه کلیزه نمانځي

چین اعلان کړی، چې له دغه هېواد سره د ټایوان بېرته یو ځای کېدو ۸۰مې کلیزې په مناسبت غونډه جوړوي. چین غواړي دغه مراسمو ته د ټایوان استازي هم راوبلي؛ خو ټایوان پر خپلو چارواکو بندیز لګولی او بیجېنګ تورنوي، چې دغه مراسم د خپلو سیاسي ګټو لپاره جوړوي.

په پام کې ده، چې دغه غونډه د روانې اونۍ په پای کې جوړه شي. چین وايي، چې په ۱۹۴۵ کال کې د ټایوان بېرته ترلاسه کول د جګړې «بریا» وه.