د سملاسي اوربند ردېدو له امله؛ د پوتین او ټرمپ ناسته وځنډول شوه

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه (د تلې ۳۰مه) خبر ورکړی، د ټرمپ او پوتین ترمنځ پلان شوې ناسته ځکه وځنډول شوه چې مسکو له اوکراین سره سملاسي اوربند رد کړ. سپینه ماڼۍ وایي، دغه غونډه به تر هغې وځنډول شي چې روسیه سملاسي اوربند ته چمتو نه‌شي.

اروپایي مشران هم د سملاسي اوربند غوښتنه کوي؛ خو کرملېن وایي چې د اوس لپاره چمتووالي ته اړتیا نه‌شته، ځکه چې د ناستې لپاره نېټه نه‌ده ټاکل شوې.