د غزې اوربند؛ ټرمپ له حماس غوښتي، چې وسلې پر ځمکه کېږدي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غزه کې د سولې هڅې ګړندۍ کړې او په غزه کې نازک حالت ته په کتو د اوربند د راتلونکو پړاوونو لپاره یې پر حماس فشار ډېر کړی او ترې غوښتي یې دي، چې وسلې پر ځمکه کېږدي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس هم حماس ته خبرداری ورکړی، چې دوی له غزې څخه د اسراييل د وتلو او د غزې د راتلونکو خبرو په اړه هڅه کوي؛ خو که حماس بې وسلې کولو ته غاړه نه اېږدي، نو دوی به له زور څخه کار واخلي.