د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ پر اوکراین د روسيې په تازه بریدونو کې ۶ کسان وژل شوي دي

پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ورسره د یاد هېواد برېښنا هم پرې شوې ده. اوکرايني چارواکو ویلي، دغه بریدونه تر هغه وروسته شوي چې مسکو د اوربند وړاندیز رد کړ او د روسيې او امریکا د ولسمشرانو پلان شوې غونډه وځنډول شوه.

د کیف ځایي چارواکو په وینا؛ په څو سیمو کې د توغندیو له امله اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده. دغه چارواکي زیاتوي، روسیه هڅه کوي د ژمي په رارسېدو سره د اوکراین د برېښنا سیسټم فلج کړي.