• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نورالدین عزیزي د ترکمنستان له مرستیال ولسمشر سره پر سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ خبرې کړې دي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان له مرستیال ولسمشر بایمرداد انامامدف سره د ترکمنستان د تېلو او ګازو د نړۍوال نندارتون په څنډه کې کتلي دي. په یاده لیدنه کې دواړه خواوو پر سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ، د انرژۍ سکټور پراختیا او د ټاپي پروژې پر اهمیت خبرې کړې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه لوریو د ټاپي پروژې د دویم پړاو پرانیستل د سیمه‌ییزې اقتصادي ودې، د صنعت د پرمختګ او د سوداګرۍ د پراختیا په لور مهم ګام وباله.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نورالدین عزیزي او بایمرداد انامامدف د ټاپي پروژې پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی. ښاغلي عزیزي ویلي، چې د ټاپي پروژې بشپړېدل به نه یوازې په افغانستان کې کاري فرصتونه او اقتصادي تحرک رامنځته کړي؛ بلکې د دغه هېواد د سیمه‌ییز ترانزیټي دهلېز رول به لا پیاوړی کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت همداراز د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د لا ودې لپاره باید په ګډه د شته خنډونو د له‌منځه وړلو لپاره هلې ځلې وشي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې زموږ حوصله ازمايي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره په کتنه کې ویلي، دوی له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي؛ خو پاکستان د دوی حوصله ازمايي.

نوموړي ویلي:« له بده مرغه پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې زموږ حوصله ازمايي؛ تر دې چې موږ ځوابي عکس العمل ته اړ اېستل شو، زموږ ثابت دریځ دا دی چې ستونزې په خبرو او تفاهم حل کړو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي نعیم او د چین د ځانګړي استازي ترمنځ د پاکستان سربېره په سیمه‌ییزو همکاریو او د افغانستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

په خبرپاڼه کې یو ځل بیا پر دې ټنیګار شوی، چې طالبان د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادنو سره په متقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکې غواړي او هیڅکله به چاته د دې اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.

د خبرپانې د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ ویلي، چې چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې د سیمه‌ییز ثبات پر لور مثبت ګام دی.

د چین ځانګړي استازي دغه راز زیاته کړې، چې چین د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. خبرپاڼه زیاتوي، چې په ناسته کې د کابل او بیجېنګ ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا هم ټنیګار شوی دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تېرو څلورو کلونو په لړ کې په لومړي ځل طالبان او پاکستاني ځواکونه په دې وروستیو کې په سپین بولدک او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په مخامخ جګړه کې ښکېل شول چې له کبله یې ګڼو ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

د دواړو خواوو ترمنځ نښتې د قطر او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب ودرول شوې او د نامعلومې مودې لپاره پر اوربند هوکړه وشوه. تازه په کابل کې د برېټانیا ځانګړي استازي هم ټینګار کړی، چې طالبان او اسلام‌اباد باید دواړه د اوربند د دوام لپاره هلې ځلې وکړي.

د بشري حقونو څار سازمان: طالبان خبریالان ډبوي، ګواښي یې او زندانونو ته یې اچوي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د رسنیو او عامو وګړو د بیان ازادي په بشپړه توګه له‌منځه وړې ده. دغه بنسټ‌ وایي، د دې ډلې په واک ته رسېدو سره خبریالان له سانسور، شکنجو، زنداني کېدو او بدو حالاتو سره مخ شوي.

په دغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی راغلي، چې د طالبانو استخباراتو ریاست ترڅنګ د امربالمعروف وزارت له رسنیو جدي څارنه کوي او پر طالبانو هر ډول کوچنۍ نیوکه د خبریالانو د نیول کېدو او شکنجې لامل کېدای شي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو څېړونکې فرشته عباسي وایي: «طالبان افغان خبریالان اړ باسي، چې یوازې وار دمخه د دوی له لوري تایید شوي او ورته له خطره خالي راپورونه خپاره کړي. هر څوک چې له سرو کرښو واوړي، د خپلسرو نیونو او شکنجو سره مخ کېږي.»

هغې زیاته کړه، چې ټول خبریالان زیانمن شوي؛ خو ښځې تر ټولو ډېرې قرباني شوې دي.

شکنجه او محاکمه

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو استخباراتي ادارې خبریالان د جاسوسۍ، له مخالفو ډلو او نړۍوالو یا جلاوطنه رسنیو سره د اړیکو تر څنګ د داعش خراسان یا د طالبانو د مشرانو د داخلي اختلافاتو په اړه د راپورونو د خپرولو په تړاو نیسي.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت کارکوونکي د رسنیو دفترونه او د خبریالانو کورونه تالاشي کوي، موبایلونه او کمپیوټرونه یې ضبطوي او د اړیکو نوملړونه یې پلټي. یوشمېر خبریالانو ویلي، یوازې په دې تور هم نیول شوي چې له رسنیو سره یې خبرې کړې وې.

د راپور له مخې؛ طالبان د نیول شویو خبریالانو په شکنجه کې له فزیکي تاوتریخوالي کار اخلي. ځینو خبریالانو څرګنده کړې، دومره وهل شوي چې د هغوی د غاښونو او د مخ هډوکي مات شوي دي. همدارنګه د نیول شویو خبریالانو ازادي کله ناکله په دې پورې مشروطه شوې، چې نور د خبریالۍ دندې ته دوام ورنه‌کړي. یو خبریال وویل: «هغه کسان چې خوشې شوي، لاهم له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي».

راپور وایي، چې د طالبانو پر ضد د انتقادي راپور خپرول د جاسوسۍ په تورونو تمامېږي او په ځینو مواردو کې خبریالان د اجباري ورکېدو قرباني شوي او کورنیو یې په میاشتو، میاشتو ورسره اړیکې نه دي شوې.

پر ځان جبري سانسور

د بشري حقونو د څار سازمان په وینا؛ افغانستان کې ډېری خبریالانو پرېکړه کړې، چې یوازې رسمي پروګرامونه، ډیپلوماټیکې لیدنې، خبري کنفرانسونه او دولتي پروژې تر پوښښ لاندې راولي. راپور کې د کابل دننه د یو فعال خبریال په حواله لیکل شوي: «زه یوازې د دې لپاره چې د طالبانو امر مې نه‌دی منلی، دوه ځلې نیول شوی یم».

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت څو ځلې د رسنیو دفترونه تالاشي کړي او خبریالان یې د ویډیوګانو له ثبت او د خلکو له انځورونو اخیستلو نه منعه کړي دي. د دغه وزارت محتسبان باور لري، چې د انسان یا ساه کښو څېزونو انځورونه په اسلام کې «حرام» دي.

د یو هرات مېشتي خبریال په حواله زیاته شوې: «له یو لړ کلتوري مراسمو وروسته موږ ته یوازې دغه اجازه راکړل شوه، چې د تش تالار عکسونه خپاره کړو او راته وویل شو چې هېڅ څېره نه‌شو ښودلای.»

د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې طالبانو خبریالان اړ کړي؛ څو د «طالبانو پر ځای د اسلامي امارت» نوم دغې ډلې ته وکاروي.

د چلند بېلابېل ډولونه

دغه بنسټ ویلي، چې د طالبانو د محدودیتونو شدت په ټولو ولایتونو کې یو شان نه‌دی او هر ځای د سیمه‌ییزو چارواکو تګلارې سره توپیر لري. راپور زیاتوي، چې په کندهار کې څارنه ډېره سخته ده؛ خو په مرکزي او شمالي ولایتونو کې د فشار کچه هم توپیر لري.

یو خبریال وایي، چې «پنجشېر ته تلای شي؛ خو څارل کېږې او که مخکې له مخکې همغږي ونه‌کړې، د راپور اجازه نه‌لري.» راپور کې مخکې لیکل شوي، چې د ډیورنډ کرښې او ایران سره د پولې په تړاو هر ډول راپور چمتو کېدو لپاره خبریالان اړ دي؛ څو له طالبان ځانګړې اجازه واخلي.

سربېره پر دې، راپور څرګندوي، چې د قومي لږکیو، په ځانګړي ډول د هزاره خبریالانو سره چلند لا سخت دی. یو هزاره خبریال ویلي: «کله چې نیول شوی وم، د طالبانو د استخباراتو افسر راته وویل، یو هزاره زوی څنګه جرات کوي، چې زموږ پر ضد خبرې وکړي؟ موږ له امریکایانو جګړه وګټله، ته څوک یې؟ موږ هر وخت کولای شو تا له منځه یوسو.» راپور زیاتوي‌، چې د طالبانو استخبارات په هزاره مېشتو سیمو کې تر نورو ځایونو ډېر فعال دي.

همدارنګه، طالبانو د شیعه‌ګانو مذهبي پروګرامونه هم منعه کړي دي. یو خبریال چې د یو شیعه عالم په اړه یې راپور جوړاوه، وایي: «کله مې چې د طالبانو له چارواکو د نظر غوښتنه وکړه، له ګواښه ډک پیغامونه مې ترلاسه کړل چې که راپور خپور کړم، نو په ډبولو ډبولو به مې ووژني.»

د جلاوطنه خبریالانو وضعیت

یاد سازمان ویلي، چې لسګونه افغان خبریالان په پاکستان او ترکیه کې له جدي ګواښ سره مخ دي. په پاکستان کې ډېری خبریالان له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي او د نیول کېدو او افغانستان ته د جبري ستنېدو وېره ورسره ده.

په ترکیه کې هم جلاوطنه خبریالان د کار اجازه نه‌لري او هلته ورته د دایمي استوګنې هېڅ ډول اسناد نه‌دي‌ ورکړل شوي، چې ژوند یې له سختو کږلېچونو سره مخ دی. د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی، چې له یادو هېوادونو څخه د افغان خبریالانو ډیپورټ جدي مساله ده او ښايي د شکنجو تر څنګ افغانستان کې ووژل شي.

نړۍوالې ټولنې ته خبرداری

دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې که نړۍواله ټولنه ژر اقدام ونه‌کړي؛ نو افغانستان به په یو بې‌غږه هېواد بدل شي.

دغه بنسټ له سیمې او د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې د افغان خبریالانو د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، د جبري اېستل کېدو لړۍ دې بنده کړي او له طالبانو وغواړي چې د خبریالانو نیونې، شکنجې، د ښځو محدودیتونه او د رسنیو سانسور پای ته ورسوي.

د راپور له مخې؛ د دې څېړنې لپاره ۱۸مرکې د افغانستان دننه خبریالانو او همدا راز ۱۳مرکې په ترکیه کې له افغان خبریالانو او د کډوالو له بنسټونو سره په مخامخ ډول شوي دي.

د برېټانیا ځانګړی استازی: طالبان او اسلام‌اباد باید د دایمي اوربند لپاره په ګډه کار وکړي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېندسي په کابل کې د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې دوی د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستي اوربنده هرکلی او ملاتړ کوي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د برېټانیا ځانګړي استازي او مل پلاوي یې د یادې ډلې د کډوالو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې طالبان او اسلام‌اباد د رامنځته شوي اوربند د دوام لپاره باید هلې ځلې وکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ ریچارډ لېندسي دغه راز په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا ته په پام ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دی. دغه بریتانوي ډیپلومات زیاته کړې، چې دوی د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې زلزله ځپلو ته څلور مېلیونه پونډه ځانګړي کړي چې د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري به اړمنو ته ور ورسول شي.

د هغه په خبره؛ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون ناببره څپو او په وروسیتو کې په لوی شمېر کې د افغان کډوالو ستنېدو په افغانستان د بشري مرستو اړتیا زیاته کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له برېټانیا غوښتي، چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو په جوړولو کې له دوی سره مرسته وکړي. د هغه په وینا؛ د کډوالو د ستونزو د دایمي حل لپاره د ښارګوټو جوړول مهم دي او د برېټانیا په ګډون نړۍواله ټولنه باید د دوی لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې که څه هم په دې اړه څه نه‌دي ویل شوي، چې برېټانیا به د کډوالو لپاره د ښارګوټو په جوړولو کې مرسته وکړي او که نه؛ خو دا یې ویلي چې برېټانیا به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په داسې حال کې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د سرپناوو پر جوړولو ټینګار کوي، چې وړاندې ځینو ستانه شویو کډوالو او په ورته وخت کې په کونړ کې زلزله ځپلو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي وو، چې د هوا په سړېدو دوی د سرپناه له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ایران وایي، افغانستان ته یې د دوغارون له لارې صادراتو کې ۲۹سلنه ډېروالی راغلی

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۸ GMT+۱

د ایران د تایباد د دوغارون د سرحدي ګمرک رییس سید حسن رحیمي‌زاده خبر ورکړی، چې د دوغارون له لارې افغانستان ته په روان کال کې د دغه هېواد د صادراتو کچه د تېر کال پرتله لوړه شوې او ۲۹سلنه زیاتوالی په‌کې راغلی دی.

هغه وایي، دغه پرمختګ د یادې پولې ارزښت پراخوي او د سوداګریزو راکړو ورکړو ارزښت ۳.۲مېلیارده ډالرو ته رسېدلی دی. هغه د چهارشنبې په ورځ اېرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې د «دوغارون پوله د افغانستان لپاره د ایران تر ټولو مهم او لومړنی سوداګریز دهلېز ګڼل کېږي او د دوی نږدې ۶۰ سلنه صادراتي توکي د همدې پولې له لارې د افغانستان بازارونو ته لېږدول کېږي».

هغه زیاته کړه: «د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه، د دوغارون نړۍوال بندر څخه د افغانستان پر لور تر ۴۷۰زره ټنو زیات توکي صادر شوي، چې دغه شمېر د تېر کال د ورته مودې پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی ښيي.»

رحیمي‌زاده د دغو صادراتو د ارزښت په اړه وویل: «د فني او سوداګریزو اټکلونو له مخې، د روان کال په لړ کې د دغې لارې څځه صادر شوي توکي له ۲۰۰ مېلیون ډالرو زیات ارزښت لري».

نوموړي وویل، چې ودانیز توکي، نفتي محصولات، کیمیاوي توکي، مېوې، سبزیجات او یو شمېر نور خوراکي توکي هغه مهم صادرات دي چې د دوغارون له لارې افغانستان ته لېږدول شوي. د دوغارون د سرحدي ګمرک د یاد چارواکي په وینا؛ هره ورځ له څلور زرو څخه زیات کسان پر دوغارون تګ راتګ کوي.

هغه زیاته کړه، چې د دوغارون ګمرک د تایباد له ښار څخه ۱۸ کیلومتره واټن کې پروت دی او د افغانستان پر پوله موقعیت لري. د دغه بندر ډېره برخه فعالیت د مالونو د ټرانزیت له لارې له بندرعباس څخه ترسره کېږي. د افغانستان، پاکستان، هندوستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سوداګریز توکي د ایران له سویلي بندرونو – لکه بندرعباس او بندر لنګه – څخه دوغارون ته انتقالېږي او له هغه ځایه افغانستان ته وړل کېږي.

طالبان چې په نړۍواله کچه سخت منزوي شوي د ایران په ګډون یې له روسیې، چین او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي. د افغانستان دننه د کارېدونکو توکو ډېری تکیه پر پاکستان او ایران ده. وخت ناوخت د سیاسي کشالو له کبله له دغه هېوادونو سره د افغانستان سوداګري هم په پراخه کچه زیانمنه شوې ده.

همدا اوس هم پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله لارې بندې دي او سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.

ایراني چارواکي وایي، د افغان ماشومانو زده‌کړې باید د کډوالۍ اړوند مسایلو قرباني نه‌شي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۰ GMT+۱

د ایران د کډوالۍ ملي ادارې د جوړېدو د ګډې لایحې اړوند کمېټې ویاند جلیل محمودي ویلي، چې د دغه هېواد د کډوالۍ په برخه کې د قانوني تشو له امله افغان ماشومان قرباني شوي او د هغو د زده‌کړو بهیر اغېزمن شوی. هغه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره باید دغه ستونزه حل شي.

محمودي د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۳۰مه) مهر اژانس سره په مرکه کې تینګار کړی، چې په ایران کې د کډوالو لپاره روڼ، تلپاتې او له اوسنیو شرایطو سره برابر قانوني چوکاټ نه‌شته چې له همدې امله جدي اندېښنې راولاړې شوې دي.

نوموړي وویل: «موږ د افغان کډوالو له پراخو څپو سره مخ یو؛ خو موږ لا هم ونه‌ شوای کولای، چې د دغه ټولنیز واقعیت د سم مدیریت لپاره یو منظم او هر اړخیز قانون جوړ کړو. اوسنۍ پرېکړې ډېری وخت د هغو لایحو پر بنسټ کېږي، چې کافي همغږۍ په‌کې نه‌شته».

دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې د دوی د هېواد د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت، پولیس او نور دولتي بنسټونه هر یو د خپلو داخلي لایحو پر بنسټ د کډوالو سره چلند کوي. د یاد چارواکي په وینا؛ دغه ګډوډي او د همغږۍ نشتوالي د کډوالو پر ښوونیزو او روغتیايي چارو بدې اغېزې کړې دي.

محمودي په ټینګار سره وویل: «زده‌کړې د هر ماشوم اساسي حق دی او موږ باید د قانون د نشتوالي له امله افغان ماشومان له ښوونځیو بې‌برخې نه‌کړو. دغه ماشومان زموږ د ټولنې یوه برخه دي او راتلونکی د زده‌کړو پر اساس رامنځته کېږي».

هغه له ایراني چارواکو وغوښتل، چې د کډوالۍ ملي ادارې د جوړېدو لایحه ژر تر ژره تصویب کړي؛ څو یو منسجم قانوني جوړښت رامنځته شي، د کډوالو حقونه په رسمیت وپېژندل شي چې ایران د انسانیت له مخې په باعزته توګه د کډوالو کوربه‌توب وکړي.

ایران هغه هېواد دی، چې افغان کډوال ماشومان په‌کې وخت ناوخت د ښوونځیو دننه ان د ایراني ښوونکو له لوري ځورول او رټل کېږي. په دغه هېواد کې افغان کډوال د زده‌کړو تر څنګ له بېلابېلو ستونزو کړېږي. په دې وروستیو کې د تهران د سختو پرېکړو له امله یوازې په تېرو ۴میاشتو کې له ۱مېلیون ډېر افغانان له ایران نه اېستل شوي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

ایران د افغان کډوالو لپاره یو تر ټولو له ځورونو ډک هېواد بلل کېږي.