ازادۍ جبهه وایي، په کندوز کې یې دوو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو وسلهوالې مخالفې ډلې ادعا کړې، چې د پنجشنبې په ماښام د (لړم لومړۍ نېټه) یې د کندوز ښار برېښنا ریاست ته څېرمه په چرمګرۍ سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی چې له امله یې یو طالب وژل شوی او بل ټپي دی.




