• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو پلاوی د افغان-قزاق سوداګریز فورم کې د کډون لپاره قزاقستان ته ولاړ

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي چې د یاد وزارت د وزیر نورالدین عزیز په مشرۍ یو پلاوی د افغان-قزاق فورم کې د کډون لپاره قزاقستان ته ولاړ. دغه وزارت زیاتوي چې له دې پلاوي سره په داخل او بهر کې د هېواد شاوخوا ۲۰۰ تنه د خصوصي سکیتور غړی ملتیا کوي.

د طالبانو د سوداکرۍ او صنایعو وزارت نن شنبه (د لړم ۳مه) په اېکس‌پاڼې لیکلی، چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیرک ژومنګرین په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د افغان ـ قزاق سوداګریز فورم درېیمه غونډه د سوداګرۍ کنفرانس، دوه‌اړخیزو سوداګریزو ناستو او د افغان محصولاتو د نندارتون څخه جوړه ده.

دوی زیاتوي، چې ټاکل شوې ده افغان-قراق سوداګریز فورم درېیمه غونډه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې د قزاقستان په شیکمنت ښار کې ترسره شي.

په دې نندارتون کې به د قالینو، لاسي صنایعو، خوړو، غیرالکولي مشروباتو او د اوسپنې ویلې کولو او وچو مېوو په ګډون په بېلابېلو سکتورونو کې افغان محصولات نندارې ته وړاندې شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان دفاع وزیر: که له طالبانو سره خبرې ناکامې شي نو موږ به مستقیمې جګړې ته داخل شو

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی، چې که د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ په انقره کې روانې خبرې ناکامې شي نو پاکستان به مستقیمې جګړې ته داخل شي. هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې موږ ورسره په دوحه کې خبرې وکړې ټول په پاکستان کې لوی شوي دي.»

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دا څرګندونې نن شنبه، د لړم ۳مه په سیالکوټ کې خبریالانو ته وکړې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په استانبول کې خبرې روانې دي.

خواجه اصف د دوحې خبرو اترو کې د پاکستاني پلاوي مشري کوله.

د طالبانو په استازیتوب د دفاع وزیر یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق په خبرو اترو کې حاضر وو.

د دوحې په خبرو اترو کې، دواړو خواوو په سمدستي اوربند موافقه وکړه او د خبرو اترو دویم پړاو نن په استانبول کې پیل شوی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلو اړیکو ته په اشارې سره وویل:«موږ له ۴۰ کلونو راهیسې د افغانانو کوربه‌توب کړی. هغه کسان چې موږ ورسره په دوحه کې خبرې وکړې په پاکستان کې لوی شوي دي خو زه نه پوهېږم چې ولې افغانستان له موږ سره داسې چلند کوي.»

هغه دا هم وویل، چې افغان طالبان اوس مهال د پاکستان پر وړاندې د هند د نیابتي ځواک په توګه عمل کوي.

هغه وویل: «موږ باید یوازې یو هدف ولرو، او هغه دا چې د ګاونډیانو په توګه په ورورګلوۍ او درناوي سره یوځای ژوند وکړو.»

هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې د دوحې د خبرو اترو پایلو ته په اشارې سره وویل: «په تېرو څلورو یا پنځو ورځو کې هېڅ پیښه نه ده رامنځته شوې، مګر که خبرې اترې یوې موافقې ته ونه رسیږي، موږ به له افغانستان سره په یوې مستقیمې جګړه کې ښکیل شو.»

پاکستاني طالبانو په دوحه کې د طالبانو او پاکستان د موافقې له رسیدو راهیسې بریدونه بند کړي دي.

د افغان طالبانو متحدې ډلې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندې هېڅ برید نه دی کړی ځکه چې افغان طالبان د پاکستان له حکومت سره د سولې تړون ته رسیدلي دي.

استانبول کې په خبرو اترو کې د طالبانو د کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو شپږ چارواکي او اووه پاکستاني ډېپلوماټانو او امنیتي چارواکو ګډون کړی.

د خبرو اترو په دې پړاو کې دواړه خواوې به د دوحې د موافقې د پلي کولو په جزییاتو خبرې وکړي.

پاکستان له طالبانو څخه غوښتي چې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو مخه ونیسي او طالبانو په اسلام اباد غږ کړی، چې د دې ډلې د مخالفینو ملاتړ ودروي.

طالبانو د بدخشان ولایت لپاره نوی والي معرفي کړ

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د بدخشان ولایت د نوي والي په توګه د مولوي اسماعیل غزنوي د معرفي کېدو اعلان وکړ. اسماعیل غزنوي پخوا د اقوام او قبایلو چارو وزارت کې د سرحدي تفتیش مرستیال او د طالبانو د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون غړی و.

د بدخشان پخوانی والي محمد ایوب خالد د ۲۱۵م العزم قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند نن د شنبې په ورځ، د لړم ۳مه پر اېکس‌پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بدخشان نوی والي د وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال عبدالحق مخدوم لخوا معرفي شو.

د طالبانو په اعلامیه کې د بدخشان د نوي والي د زده کړو او تخصص په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو غزنوي د طالبانو یو تجربه لرونکی قوماندان دی چې د غزني اندړ ولسوالۍ اصلي اسیدونکی دی.

سوداګر: پاکستان سره د لارې بندیدو له امله سپین بولدک کې د انارو لسګونه موټر بند پاتې دي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۳ GMT+۱

په کندهار کې د تازه مېوو سوداګر وايي، چې د پاکستان له خوا د سپین بولدک د لارې بندېدو له امله یوازې د انارو بار نږدې ۱۰۰ موټرونه پاکستان ته د اوښتو په تمه بند پاتې دي. یادو سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د لارې بندښت له امله انار د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو سره هممهاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د سوداګرۍ پر مخ وتړل شوي.

له پاکستان سره سوداګریزې لارې په کندهار کې د انارو د حاصلاتو رسېدو پر مهال وتړل شوې او کندهاري سوداګر وايي، چې د یادې لارې له بندېدو سره میلیونونه ډالر زیان ورته اوښتی دی.

په سپین بولدک کې د تازه مېوو د اتحاديي مسوول فضل محمد وطن دوست د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل:«د انارو تر ۹۰ ډېر موټرونه په سپین بولدک کې ولاړ دي، همدارنګه د انګورو بار موټرونه هم ولاړ دي. د ټولو تازه مېوو بار موټر تر ۲۰۰ ډېر دي چې دروازې ته نږدې او پر لویه لاره ولاړ دي.»

د سپین بولدک د تازه مېوو د اتحایي مسوول زیاتوي، چې څو ورځې وړاندې یې د پاکستاني سوداګرو سره د لارې د خلاصېدو په اړه ګډه ناسته لرله، خو اوس د لارې خلاصېدل د استانبول د ناستې تر پریکړې ځنډول شوې ده.

د زمري الکوزي په نوم یو سوداګر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندهار د تازه مېوو ډېره برخه صادرات پاکستان ته کوي، خو اوس د دواړو هېوادونو د سیاستونو له امله سخت زیانمن شوی دی.

نوموړي وویل:«هر کال چې د انارو باغ رانیسو، نو موږ ته له مخې تشویش پیدا وي، ځکه د تازه مېوو د صادراتو پرمهال حتماً پاکستان لار تړي، سږکال خو جګړه وشوه، تېر کال چې هېڅ خبره نه وه، پاکستان مالیات لوړ کړل او زه سخت تاواني شوم. اوس دې حکومت زموږ د تازه مېوو لپاره له پاکستان پرته بل مارکیټ پیدا کړي.»

100%

پر همدغه مهال د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بنا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د سپین بولدک د لارې بندېدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا یو میلیون ډالر تاوان اوړي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې وړاندې هره ورځ د کندهار له انارو بار شاوخوا لس موټرونه پاکستان ته داخلیدل.

نوموړي زیاته کړې:« تقریبا ۱۵ ورځې وړاندې چې لا هم د انارو د حاصلاتو سیزن تازه شروع شوی و لس موټرونه پاکستان ته واوښتل اوس چې د انارو ټاپ سیزن دی باید هره ورځ تر ۴۰ موټرو انارو پاکستان ته اوښتلای، خو اوس چې لاره بنده ده د انارو ډک موټرونه دروازې مخ ته ولاړ دي او د خرابېدو سره مخ دي.»

نوموړی وايي، اقتصاد باید د سیاست قرباني نه شي او لارې دې د سوداګرۍ پر مخ خلاصې شي.

دمګړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړلې دي، خو یوازې د سپین بولدک له لارې افغان کډوالو کورنیو ته افغانستان ته د داخلیدو اجازه ورکول کېږي.

افغان سوداګر هیله لري، چې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ استانبول کې تر مذاکراتو وروسته ښايي لارې پرانېستل شي.

انقره کې د طالبانو کلتوري اتشې د هند له اتشې سره د کلتوري اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د دې وزارت کلتوري اتشې حمیدالله تمکین د هند د سفارت له کلتوري اتشې راجبیر سینګ سره لیدنه کړې ده. په دې لیدنه کې تمکین د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن شنبه (د لړم ۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د ولسونو ترمنځ د پخوانیو تمدني، ژبني او هنري اړیکو یادونې ته په اشارې سره د طالبانو کلتوري اتشې حمیدالله تمکین وویل، چې دغه ګډ ارزښتونه کولای شي فرهنګي، علمي او تعلیمي برخو کې لا پیاوړو اړیکو لپاره ښه زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان دا مهال د فرهنګي او د خپلو ملي او تاریخي ارزښتونو د بیا راژوندي کولو په یو نوي پړاو کې دی او د دوستو هېوادونو، په ځانګړي ډول د هند فرهنګي همکاریو هرکلی کوي.

په ورته وخت کې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د هند کلتوري اتشې راجبیر سینګ ژمنه وکړه چې، هند چمتو دی له افغانستان سره په فرهنګي، تعلیمي، هنري او تاریخي میراثونو برخو کې لا زیاته همکاري وکړي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د فرهنګي پلاوو په تبادلې، د ګډو فرهنګي او هنري پروګرامونو د جوړولو او د علمي او فرهنګي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د طالبانو امربالمعروف وزارت یو پلاوی د خوست له ټولو نظامي ادارو څخه درې ورځنی نظارت کوي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د خوست والي ویاند وايي چې ددې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو پلاوی د خوست ولایت له ټولو نظامي ادارو څخه درې ورځنی نظارت کوي. ویاند زیاتوي، چې د دې څارنې موخه دا ده څو د اسلامي او اداري اصولو د پلي کېدو څرنګوالی و ارزول شي او اړوندې سپارښتنې وړاندې شي.

د طالبانو د خوست ولایت د والي ویاند مستغفر ګربز نن شنبه (د لړم ۳مه) پر اېکس‌پاڼې د دې ډلې د والي عبدالله مختار له قوله لیکلي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظامي برخه د همدې موخې لپاره ټاکل شوې، څو د اسلامي شریعت د نظام اصول لومړی په خپلو ځانونو او وروسته په اړوندو ادارو کې عملي او پلي شي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي نظام د دوام، ثبات او اغېزمنتیا لپاره اړینه ده، څو ټول مسوولین د شریعت، نظم او د نظامي اصولو په رڼا کې خپلې دندې ترسره کړي.

مولوي موسی کليم چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د ياد پلاوی مشري په غاړه لري ویلي چې د دوی د راتګ موخه د خوست ولایت له ټولو نظامي ادارو څخه نظارت دی.

مولوي موسی کليم زیاته کړې، چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي نظام لپاره وقایه ده او د ټولنې د سمون او اصلاح اساس جوړوي.

نوموړی ټینکار کړی، چې د یادو څارنو پایلې به د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له مشرتابه سره شريکې کړي، څو د نظامي برخو د لا اصلاح او ښه‌والي لپاره اړين ګامونه پورته شي.

په دغه ناسته کې د طالبانو د خوست د نظامي ارګانونو مسوولینو، رییسانو او د خپلواکو ادارو ټولو چارواکو ګډون کړی و.