• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو امربالمعروف وزارت یو پلاوی د خوست له ټولو نظامي ادارو څخه درې ورځنی نظارت کوي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د خوست والي ویاند وايي چې ددې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو پلاوی د خوست ولایت له ټولو نظامي ادارو څخه درې ورځنی نظارت کوي. ویاند زیاتوي، چې د دې څارنې موخه دا ده څو د اسلامي او اداري اصولو د پلي کېدو څرنګوالی و ارزول شي او اړوندې سپارښتنې وړاندې شي.

د طالبانو د خوست ولایت د والي ویاند مستغفر ګربز نن شنبه (د لړم ۳مه) پر اېکس‌پاڼې د دې ډلې د والي عبدالله مختار له قوله لیکلي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظامي برخه د همدې موخې لپاره ټاکل شوې، څو د اسلامي شریعت د نظام اصول لومړی په خپلو ځانونو او وروسته په اړوندو ادارو کې عملي او پلي شي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي نظام د دوام، ثبات او اغېزمنتیا لپاره اړینه ده، څو ټول مسوولین د شریعت، نظم او د نظامي اصولو په رڼا کې خپلې دندې ترسره کړي.

مولوي موسی کليم چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د ياد پلاوی مشري په غاړه لري ویلي چې د دوی د راتګ موخه د خوست ولایت له ټولو نظامي ادارو څخه نظارت دی.

مولوي موسی کليم زیاته کړې، چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي نظام لپاره وقایه ده او د ټولنې د سمون او اصلاح اساس جوړوي.

نوموړی ټینکار کړی، چې د یادو څارنو پایلې به د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له مشرتابه سره شريکې کړي، څو د نظامي برخو د لا اصلاح او ښه‌والي لپاره اړين ګامونه پورته شي.

په دغه ناسته کې د طالبانو د خوست د نظامي ارګانونو مسوولینو، رییسانو او د خپلواکو ادارو ټولو چارواکو ګډون کړی و.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې د جګړې د پرېکړې کولو کړۍ څرنګوالی

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د تلې پر ۱۷ مه د کابل او پکتیکا پر ځینو سیمو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د طالبانو مشرتابه له دې حساسې پرېکړې سره مخ شو، چې څنګه داسې یو غبرګون وښيي چې جګړه ونه غځېږي، خو د واکمنې ادارې اعتبار هم زیانمن نه شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په کندهار کې د دې ډلې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په همدې ورځ د دیني علماوو یوه بیړنۍ مشورتي غونډه راوغوښته، چې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د طالبانو د ادارې د غبرګون د څرنګتیا په اړه ددوی نظر واوري.

د سرچینو په وینا، هبت الله او هغه ته نږدې شیخان د پاکستان هوايي بریدونو غوسه کړي و او د دوی مشوره دا وه، چې د چوپتیا پرځای ددې ډلې نظامي ادارو ته واک ورکړل شي، چې د پاکستان بریدونو ته نظامي ځواب ورکړي.

ملا هبت الله په کابل کې د طالبانو دفاع وزارت ته امر وکړ، چې د نظامي کمېسیون غونډه راوغواړي او د افغانستان د هوايي حریم د نقض په ځواب کې په بشپړ صلاحیت د «دفاعي بریدونو» په تړاو یوې پرېکړې ته ورسیږي.

له دې غونډو یوې باخبره سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هبت الله له امر او کابل ته د ځوابي بریدونو د صلاحیت له انتقال وروسته د طالبانو په دفاع وزارت کې د یاد وزارت د وزیر ملایعقوب مجاهد په مشرۍ ناسته وشوه، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د طالبانو جګړه ییز قوماندان او د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر او د دې ډلې د بلخ والي یوسف وفا پکې ګډون درلود.

سرچینې وویل: « په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې باید د پاکستان تیري ته ځواب ورکړل شي او د طالبانو حکومت غلی پاتې نه شي. وروسته د نظامي کمېسیون پرېکړه په کندهار کې هبت الله ته واورول شوه او هغه په ځواب کې وویل، چې تاسې د انتقامي بریدونو برخه کې بشپړ صلاحیت لرئ.»

100%

د تلې پر ۱۹مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مولوي یعقوب د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په اتو سیمو کې خپلو جنګیالیو ته امر وکړ، چې ځوابي بریدونه یا د طالبانو په وینا، « انتقامي بریدونه» ترسره کړي.

خو څو ساعته وروسته د طالبانو دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د پاکستان د پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم نقضولو او د افغانستان پر خاوره د هوايي برید په ځواب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې عملیات پای ته ورسېدل.

طالبانو ادعا وکړه، چې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو یې عملیات بریالي وو او یاد عملیات د افغانستان پر وخت د شپې دوولس بجې پای ته ورسېدل.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له پاکستان سره په جګړه کې مولوي هبت الله د هېڅ کومې امنیتي ناستې مشري نه ده کړې او نه یې هم په دې موده کې د خپلو امنیتي ادارو له لومړۍ درجه مسوولانو سره لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي: « د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان د حریم نقضولو او د افغانستان پر خاوره د هوايي برید د ځواب صلاحیت ملاهبت الله د خپلو امنیتي ادارو مسوولینو ته ورکړی و خو جکړه د ملایعقوب مجاهد په امر پیل شوه او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاکتیکي مدیریت او د ځواکونو د تنظیم چارې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر پرمخ وړلې.»

قیوم ذاکر چې د ایران سپاه او قدس ته نږدې څېره ګڼل کیږي او د هېواد په شمال کې د طالبانو ضد ډلو پر وړاندې فعال قوماندان دی، له پنجشیر ولایت څخه خپل یو شمیر ځواکونه ډیورنډ کرښې ته انتقال کړل.

د پاکستان د پوځ پرضد د طالبانو د څو ساعته عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، د تلې پر ۲۰مه په کندهار کې مېشت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې خبري ناستې ته راڅرګند شو او اعلان یې وکړ، چې تېره شپه یې په بېلابېلو ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د بریدونو په ترڅ کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي. هغه وویل چې ۹تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي او ۱۸نور ټپیان دي.

په کندهار کې دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملاهبت الله د محدودو او تاکتیکي دفاعي عملیاتو پلوی و او تمه یې نه درلوده چې له اسلام اباد سره به یې جګړه وغځیږي او پاکستان به یو ځل بیا په کابل او پکتیکا کې بریدونه وکړي.

سرچینو وویل:« خپله یې نوره جګړه نه غوښته او نه یې رهبري کوله، خو ددې پلوی و چې که د پاکستان له خوا تیری تکراریږي باید ځواب ورکړل شي .»

سرچینې وايي، سره له دې، چې هبت الله د جګړې پرمهال له خپلو پوځي مسوولانو سره لیدنې نه درلودې، خو ددې ډلې د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر د جګړې په اړه وخت پر وخت معلومات ور کول.

100%

منځګړیتوب او د اوربند هڅې

سرچینې وايي، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د جګړې د مخنیوي لپاره کابل ته د خبرو اترو واک هم ورکړی و.

سرچینې زیاتوي: « له څو ورځو نښتو وروسته چې قطر او ترکیې منځګړیتوب ته چمتووالی وښود، د طالبانو دفاع وزارت له کندهار سره اړیکه ونیوله چې د خبرو او دوحې ته د سفر لپاره اجازه واخلي.»

د هبت الله دفتر د مولوي یعقوب مجاهد په مشرۍ پلاوي ته اجازه ورکړه، چې قطر ته لاړ شي او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ پاکستاني پلاوي سره د اوربند په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

د سرچینو په وینا، د کندهار والي او د طالبانو د مشر نږدې همکار ملا شیرین د سلامشورو په بهیر کې له پاکستان سره د جګړې پلوی نه و او د طالبانو د امنیتي ادارو له ځینو مشرانو یې غوښتي و، چې د جګړې پر ځای د خبرو اترو لاره غوره کړي، خو نظامي کمېسیون د هغه خبرو ته غوږ ونه نیوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جګړې پرمهال پکتیکا ته سفر وکړ خو په خپله وینا کې یې له پاکستان سره نښتو ته هېڅ اشاره ونه کړه، مګر هغه ته نږدې کس او د نوموړي کفیل محمد نبي عمري په خوست کې د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې پر پاکستان توندې نیوکې وکړې.

هغه وویل: « پاکستان یرغلګر دی او باید له عقل څخه کار واخلي. پاکستان د تحریک طالبان پاکستان شرعي او منطقي غوښتنې نه مني.»

نوموړي خبرداری ورکړ: «وخت رارسېدلې چې ډیورنډ هم د افغانستان برخه شي.»

په کابل کې د امنیتي سرچینو په وینا، د هبت الله ترڅنګ د ځينو طالب مشرانو وېره دا وه، چې که جګړه ادامه پیدا کړي نو د دوی د درندو وسلو زېرمې به تشې شي، خو کله چې په دوحه کې د منځګړتوب وړاندیز وشو، طالبانو د جګړې درولو لپاره دا غوره فرصت وباله.

که څه هم تر اوسه په ښکاره اوربند نه دی مات شوی خو پاکستان بیا هم ټینګار کوي، چې تحریک طالبان پاکستان د خپلو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. طالبان دغه ادعا ردوي او ټینګار کوي، چې هېڅ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو خلاف وکاروي.

د تلې پر ۱۷مه پر کابل د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته داسې اوازې خپرې شوې، چې په برید کې د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي موټر په نښه شوی، خو له اوربند وروسته د پاکستاني طالبانو مشر یو ویډیويي پیغام خپور کړ، چې دی په کابل کې نه دی او د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي.

له کندهار او کابل نه دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان په ترکیه کې د دویم پړاو خبرو لپاره په مشورو بوخت دي، چې څنګه د ګډ میکانیزم ناستې ته له اسنادو او مسلکي ډلې سره لاړ شي.

په وروستیو ورځو کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیزې مرکې زیاتې شوې دي او پر دې ټینګار کوي، چې طالبان د پاکستان پر وړاندې نرمه پالیسي لري او نه غواړي د اسلام اباد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

د شنونکو په باور، طالبان به په استانبول ناسته کې هم په دې ټینګار وکړي، چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي مساله ده او دوی د تېر په څېر په دې برخه کې یوازې د خبرو اترو په برخه کې مرسته کولای شي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې اترې په استانبول کې پیل شوې دي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د رحمت الله نجیب په مشرۍ د طالبانو شپږ کسیز پلاوی چې سهیل شاهین او انس حقاني هم پکې شامل دي، له پاکستاني پلاوي سره د خبرو اترو دویم پړاو نن (شنبه) په استانبول کې په رسمي ډول پیل کړی دی.

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته نن شنبه (د لړم ۳مه) وویل چې د طالبانو په شپږ کسیز پلاوي کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین، د طالبانو غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت لومړی سیاسي مشر نور احمد نور، د دفاع وزارت د عملیاتو مشر نور الرحمن نصرت او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

سرچینو تایید کړه، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په استانبول کې پیل شوی دی.

تمه کیږي چې روانې خبرې اترې به د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې کارولو مخنیوي، د وسله والو په اړه د معلوماتو تبادله، د اوربند غځول، د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم لپاره متقابل درناوی او نورو اړوندو مسلو باندې متمرکزې وي.

په ورته وخت کې سرچینو ویلي، چې د پاکستان یو پلاوی چې ډېپلوماټان او د یاد هیواد د استخباراتي ادارو لوړ پوړي غړي پکې شامل دي د استانبول په مذاکراتو کې ګډون کړی.

د استانبول خبرې اترې له هغې غونډې وروسته ترسره شوې، چې د طالبانو او پاکستان د دفاع وزیرانو په قطر کې درلوده. یادې خبرې د اوربند د تړون د لاری هوارولو په موخه ترسره شوې، خو تر اوسه د تړون د محتوا په اړه جزییات نه دي څرګند.

پاکستان دا "پټ" ګڼي، خو طالبان وايي، چې دا تړون پټ نه دی او لا نهايي شوی نه دی.

طالبانو په بدخشان کې ۳۸ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د غصب شویو ځمکو د قضیو ځانګړي محکمې لږ تر لږه ۳۸ جریبه ځمکه د دولت د ملکیت په توګه تثبیت او راوګرځولې ده. طالبانو لیکلي، چې دا ځمکې ۱۵ټوتې دي، چې د فیض‌اباد ښار د دویمې ناحیې خواجه معروف سیمې اړوند دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا، دا دوسیه د دولتي غصب شویو ځمکو د مخنیوي کمېسیون وڅېړله او وروسته یې د شمال زون ځانګړي محکمې ته واستوله. محکمې د اسنادو، شواهدو او ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ دا ځمکې د دولت ملکیت تثبیت کړ.

دغه ډول ځمکې معمولاً د مدافع وکیل پرته دولتي ملکیت بلل کېږي او خلک طالبانو ته ګوته نیسي، چې د عصري محاکمې اصول نه مراعتوي، ښايي چې ډېرې پرېکړې یې عادلانه نه وي. طالبانو په تېرو څلورو کالو کې زرګونه جریبه استوګنیزې او کرنیزې ځمکې دولتي اعلان کړې، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د خلکو غبرګونونه هم راپارولي دي.

خلک وايي، چې د طالبانو د ځمکو ارزولو کمېسیون ډېرې نیمګړتیاوي لري، لکه د دفاعي وکیل نشتوالی، د ملکیت د اسنادو بې‌اعتباره ګڼل او سیاسي تمایلاتو پر عادلانه پرېکړو سیوری غوړولی دی.

طالبان وايي، د بېرته ستنېدونکو لپاره د چین د بشري مرستو دویمه جوپه افغانستان ته ورسېده

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د راستنېدنکو چارو وزارت شنبه د (لړمه ۳مه) ویلي، چې د چین مرستیال سفیر بایو خوهوی دا بشري مرستې د دې وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشدته وسپارلې. په دې مرستو کې ۱۵۶ موقت یا کانټینري کورونه هم شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د چین سفارت مرستیال بایو خوهوی د دې بشري مرستو سپارلو پر مهال وویل: «چین او افغانستان تر خپل منځ تاریخي اړیکې لري. موږ ژمنه کوو چې په هره ستونزه کې به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو».

د طالبانو د راستنېدنکو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه په کابل کې د چین مرستیال سفیر له خولې لیکلي: «دا مرستې د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو د سرپناه او نورو ضروري امکاناتو لپاره په پام کې نیول شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه ښه بېلګه ده».

طالبانو ویلي، په دې مرستو کې ۱۵۶موقت یا کانټينري کورونه هم شامل دي، چې دا د چین له‌خوا د ۱۰۰ مېلیونه مرستې دویمه جوپه ده. طالبانو زیاته کړې، چې د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه تر دې مخکې دې وزارت ته سپارل شوې وه.

سراج الحق: د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه له لېونتوب پرته بله مانا نه‌لري

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق تازه له خیبر ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د هیچا په ګټه نه ده او یوازې د دې دواړو هېوادونو دښمنان پرې خوشاله کېږي.

هغه زیاتوي: « زه قطر او ترکیې ته کورودانی وایم، چې د دې دوو هېوادونو ترمنځ یې منځګړتوب وکړ».

سراج الحق وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې شخړې او جنجالونه د هندستان په ګټه دي. د نوموړي په خبره، په دې ناامنه او ترینګلي وضعیت امریکا هم خوشاله ده، ځکه چې امریکا په افغانسان کې ماته شوې ده.

سراج الحق زیاته کړه: «امریکا داسې فکر کوي، چې په افغانستان کې د امریکا په ماتولو کې د پاکستان لاس هم و، ځکه امریکا په دې ډول افغانستان او پاکستان دواړو ته د خپلې ماتې سزا ورکوي».

دې پښتون سیاستوال وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د امریکا او هندستان په ګټه ده او له لېونتوب پرته بل هیڅ مانا نه لري.

د جماعت اسلامي پخوانی مشر وايي:« افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي هېوادونه دي، د دواړو خواوو هېوادونو مشرانو ته په کار ده، چې احتياط وکړي او د دښمنانو د دسیسو ښکار نه شي».

دا سیاسي مشر په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه وايي، پاکستان د ترهګرۍ قرباني دی، موږ په پاکستان کې له افغان کډوالو څخه غواړو، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان ملاتړ وکړي، ځکه اسلام اباد څلوېښت کاله د افغانستان ملګرتیا کړې ده.

سراج الحق زیاته کړه، چې همدا اوس په پاکستان کې ۲۰- ۲۵ لکه افغانان اوسېږي، ښه ارام ژوند لري او خلک په درنه سترګه ورته ګوري.

سراج الحق به ترکیه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند او سولې د خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه: «زه د قطر او ترکیې حکومت ته کور ودانی وایم، چې هغوی دواړه هېوادونه خپل کور ته وروبلل او هغوی یې خبرو ته سره کېنول، زه هیله لرم چې دا خبرې د سولې او امنیت لپاره ښه نتیجه ولري».

دا چې د پښتونخوا ایالت له طالبانو سره د خبرو وړاندیز کړی، خو مرکزي حکومت اجازه نه ورکوي، په دې اړه سراج الحق وویل: «که پښتونخوا ایالت هوډ ولري، چې موږ د ترهګرۍ په ختمولو کې رول ادا کولای شو، که هغه له افغانستان سره خبرې وي او یا په پښتونخوا کې دننه وي، باید د پښتونخوا ایالتي حکومت ته دا فرصت ورکړل شي».

سراج الحق د پاکستان کورنیو اختلافاتو ته په اشارې سره وایي، په هره کچه چې د مرکزي او ایالتي حکومت ترمنځ اختلافات ډېرېږي، هماغومره ترهګرو ته د فعالیت کولو ښه چانس په لاس ورځي.

که څه هم سراج الحق په پاکستان کې د افغان کډوالو د د ارام اوسېدو خبره په ویاړ سره وکړه، خو راپورونه ښيي، چې هره ورځ افغان کډوال په زور او ډله‌ییز ډول څخه شړل کېږي، جایدادونه او شتمني یې پاتې کېږي او په سپکه سترګه هم ورته کتل کېږي.