په بلخ کې په یوه ترافیکي پېښه کې لس تنه ټپیان شول

د طالبانو د بلخ امنیه قومانداني وايي، چې په دغه ولایت کې د مزارشریف-حیرتان پر لویه لار د یو کرولا ډوله او پاسو ډوله موټرو د ټکر له امله لس تنه ټپیان شوي دي. ټپیان د ولسوالۍ روغتون ته رسول شوي. د شپږو تنو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی.
