• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۵۳ GMT+۱

د طالبانو مشر ملاهبت الله په تازه ټاکنو کې د کندهار د استخباراتو د فرمانونو او حکمونو د څار او نظارت رییس روزي خان شیباني د پکتیکا پوهنتون مشر ټاکلی دی. طالبانو د خپلې ادارې د معینیتونو او ولایتي ادارو په برخو کې ۲۱ نوې ټاکنې اعلان کړې او ټول یې خپل پخواني ملګري ادل بدل کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم له مخې د هغو ۲۱ بستونو نوملړ خپور کړی، چې تازه تغیر او تبدیل شوي دي. په دغه نوملړ کې تر ټولو ډېرې ټاکنې د کانونو، مالیې وزارتونو او قضايي ادارو په برخو کې شوې دي.

په یادو ټاکنو کې د طالبانو د مرکزي دار الافتاء مخکېنی عمومي رییس شیخ خیرجان خیرخواه؛ د امر بالمعروف وزارت د نظامي امر بالمعروف د معین، د دغه ډلې د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست مخکېنی مسلکي مرستیال نعمت‌ﷲ حسن د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معین، د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د اوسپنې پټلۍ مخکېنی معین محمداسحاق صاحب‌زاده د کانونو وزارت د مالي او اداري معین او د دغه ډلې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو مخکېنی معین عبدالمتین سعید د کانونو وزارت د جیولوژي سروې معین په توګه ټاکلي دي.

همدارنګه طالبانو د دولتي شرکت د پالیسۍ، څار او ارزونې مخکېنی مرستیال مولوي محمودشاه زاهد؛ د کانونو وزارت د تخنیکي معین او د چارو ادارې لوی ریاست د دولتي چارو د انسجام مخکېنی مرستیال مولوي سیف الدین تایب؛ د کندهار ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکلي‌ دي.

د هبت الله اخوندزاده په نویو تاکنو کې د دغه ډلې د کندهار د ټولګټو مخکېنی رییس عزیزالرحمان شریف؛ د کانونو وزارت د تېلو او ګازو عملیاتي شرکت د رییس، د کندهار ولایت مخکېنی مرستیال والي ملامحمد صادق انقلابي؛ د کانونو وزارت د کانونو د ساتنې رییس په توګه ټاکلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته تر دې مهاله د خپلې ادارې بدلونونه او ګومارنې د یادې ډلې غړو، دیني عالمانو او خپلو وفادارو کسانو ترمنځ شوې دي.

نیوکه کوونکي او یوشمېر سیاسي څېرې وايي، د طالبانو په ګومارنو کې د مسلکي وړتیا، اداري تجربې او شفاف رقابت پر ځای د ډلې وفادارۍ او ایډیالوژیک تړاو ته لومړیتوب ورکول کېږي. د دوی په باور؛ دې چارې د دولتي ادارو پر اغېزمنتیا او د طبیعي سرچینو په ګډون د بېلابېلو سکټورونو پر مدیریت منفي اغېز کړی دی.

طالبانو بیا تل ویلي، چې خپلې ګومارنې د باور، وړتیا او اړتیا له مخې ترسره کوي او ادعا کوي چې د هېواد د ادارو د ښه مدیریت او د فساد د مخنیوي لپاره یې لازم اصلاحات کړي دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې کمښت د افغان مېرمنو او ماشومانو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۵ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان په اړه په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړی، چې پر ښځینه کارکوونکو سخت محدودیتونه، د بودجې کمښت او د هم‌مهاله ناورینونو فشار د افغان مېرمنو او ماشومانو لپاره د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو کې جدي ننګونې رامنځته کړې دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې؛ د ښځینه روغتیایي کارکوونکو پر تګ‌راتګ، زده‌کړو او فعالیتونو د طالبانو محدودیتونو د ټولنې په کچه روغتیایي خدمتونه، پر ناروغیو څار او د وبا په وړاندې غبرګون په جدي توګه ګډوډ کړی دی.
په راپور کې راغلي، چې د ښځینه ډاکټرانو او کارکوونکو سخت کمښت په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت او د ښځو او ماشومانو حیاتي پاملرنې ته لاسرسی هم په جدي توګه کمزوری کړی دی.
د روغتیايي مرکزونو تړل
په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۵کال کې د روغتیا سکتور لپاره یوه بله لویه ننګونه د بودجې سخت کمښت و چې د بشري اړتیاوو پلان لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې ۴۵.۳ سلنه ترلاسه شوې ده. د بودجې کمښت له امله ۲۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې د ۲۹۴زره خلکو لپاره یې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود کړ.

100%

پر کمزوري روغتیایي سیسټم د هم‌مهاله ناورینونو فشار
د بودجې محدودیتونو او کمښت سربېره د زلزلو، وچکالۍ، سېلابونو، د ناروغیو خپرېدو او له ایران او پاکستان نه تر ۲.۷ مېلیونه د زیاتو کډوالو ستنېدو د افغانستان پر کمزوري روغتیایي سیسټم فشار راوړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په سختو او لرو پرتو سیمو کې د خدمتونو وړاندې کول او د روغتیایي وضعیت څار په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې له جدي خنډونو سره مخ شوي دي.
د ځانګړو پروګرامونو لپاره اداري ځنډ او خنډ
د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ښیي، چې د پروژې د تصویب اوږدې پروسې او د روغتیا او خوراکي توکو د رسولو لړۍ کې ځنډ (د لوړو ترانسپورتي لګښتونو او ناوخته فیسونو له امله) د خدمتونو رسولو لړۍ سوکه کړې ده.
د ځانګړو پروګرامونو په برخه کې د کور په کور د پولیو واکسین کمپاینونو بندیز، د واکسیناسیون تت پوښښ او د واکسین کارتونو د وېش په برخه کې د اداري ننګونو له امله د ټولنې بې‌غوري د پولیو او نورو ناروغیو ګواښ زیات کړی دی.

100%

د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، که څه هم په ۲۰۲۵کال کې به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې حیاتي خدمتونه وړاندې شي؛ خو د دغه خدمتونو د دوام لپاره د ښځینه کارکوونکو په اړه د محدودیتونه لرې کول او د دوامداره تمویل چمتو کول اړین دي.

د برېښنا پراخه پرچاوي؛ د کندهار او هلمند اوسېدونکي د برېښنا له کمزورو خدمتونو شکایت کوي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۱۱ GMT+۱
100%

د کندهار او هلمند یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې د ګرمۍ له زیاتېدو سره هم‌مهاله د برېښنا پرله‌پسې پارچاوۍ د دوی ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی. دوی وایي، د شپې له‌خوا برېښنا پرې کېږي او کله بیا تر سهاره برېښنا نه‌وي.

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا اړوند مسوولین د دوامداره برېښنا برابرېدو خبره کوي؛ خو د دواړه ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي وايي، چې له څو اوونیو راهیسې د شپې له‌خوا برېښنا په پرله‌پسې ډول پرې کېږي او د خلکو ستونزې یې زیاتې کړې دي.

د کندهار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی عبدالغفار وایي: «د ګرمۍ موسم دی، ماشومان او ناروغان لرو، ټوله شپه له ګرمۍ خوب نه‌شو کولای، نه د بېټرۍ وس لرو او نه هم بل بدیل؛ کله چې برېښنا پرې شي، ټول کور له سختو ستونزو سره مخ شي».

خلک وايي، د ۲۴ ساعته برېښنا ژمنه ورسره شوې او ډېرې پیسې ترې اخیستل کېږي؛ خو برېښنا د شپې پرمهال پرې کېږي چې نه سولر کار کوي او نه هم هر کور بېټرۍ لري.

د کندهار یو بل اوسېدونکی عبدالصمد وایي، د برېښنا په بېلونو کې د دایمي برېښنا پېسې ترې اخیستل کېږي؛ خو د خدماتو کیفیت ورسره برابر نه‌دی. هغه زیاه کړه: «موږ هره میاشت لوړ بېلونه ورکوو؛ خو د برېښنا خدمتونه نیمګړي دي، کله چې برېښنا نه‌وي، ویل کېږي چې د ډیزلي ماشینونو برېښنا به ووېشل شي؛ خو موږ تراوسه دغه برېښنا هم نه‌ده لیدلې».

د هلمند د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکی محمدنبي هم وایي، د برېښنا د پرې کېدو په اړه هر ځل بېلابېل لاملونه وړاندې کېږي؛ خو ستونزه نه حل کېږي. هغه وویل: «موږ ته ویل کېږي، چې د کجکي او کندهار ترمنځ د برېښنا مزی خراب شوی او یا تخنیکي ستونزه رامنځته شوې؛ خو دا ستونزه نږدې هره شپه تکرارېږي، په دې سخته ګرمۍ کې د برېښنا نشتوالي د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی».

د دغه ولایت نور اوسېدونکي هم وایي، د برېښنا پرله‌پسې پارچاوي نه یوازې د خلکو ارامتیا له‌منځه وړي؛ بلکې ناروغان، ماشومان او سپین‌ږېري یې هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

یوشمېر صنعت کاران هم زیاتوي، چې د برېښنا پارچاوۍ یې پر کاروبار منفي اغېز کړی؛ ځکه د برېښنا په نشتوالي کې نه‌شي کولای خپلې چارې په عادي ډول پر مخ یوسي. د کندهار او هلمند اوسېدونکي له اړوندو مسوولینو غواړي، چې د ګرمۍ په دې سخت موسم کې د برېښنا پارچاوي کمه کړي او د برېښنا د دوامداره ټینګښت لپاره عملي او اوږدمهاله حل پیدا کړي؛ څو خلک په ځانګړي ډول ناروغان، ماشومان او سپین‌ږېري له لا ډېرو ستونزو سره مخ نه‌شي.

خو په دغه ولایت کې د طالبانو د برېښنا شرکت او کجکي بند مسوولینو ویلي، چې ستونزه لنډمهاله ده او په ځینو سیمو کې تخنیکي ستونزې رامنځته شوې دي. د دوی په خبره؛ د ستونزې د ژر حل لپاره کاري ډلې په کار بوختې دي.

طالبان وایي په پنجشېر کې شاوخوا ۷۰۰ کانونه د استخراج په حال کې دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د پنجشېر والي ویلي، اوس‌مهال د دغه ولایت شاوخوا ۷۰۰ کانونه په فعاله توګه استخراجېږي. حافظ محمداغا حکیم وایي، د ټولو کانونو چارې د طالبانو تر بشپړ کنټرول او څار لاندې روانې دي.

هغه د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د بیروجو، یاقوتو او نورو ګران بیه ډبرو د کانونو ترڅنګ په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ د زمردو کانونه هم کشف شوي دي. د نوموړي په وینا؛ په دغه ولایت کې د کانونو ټولې چارې د طالبانو د بېلابېلو کمېټو تر څار لاندې ترسره کېږي او د پنجشېر د ټولو کانونو اداره په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې ده.
د طالبانو والي همدارنګه د پنجشېر اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې له کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو غوښتي، چې د دغه طبیعي زېرمو د استخراج لپاره د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

په ورته وخت کې کارپوهان وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د کانونو استخراج د خپلواکو ادارو له څار، مالي روڼتیا او چاپېریالي معیارونو پرته په پراخه او بې‌ساري ډول ترسره کېږي.

یوشمېر افغانان اندېښنه څرګندوي، چې د هېواد طبیعي سرچینې لوټېږي، کانونه د یوې ځانګړې ډلې په ګټه کارول کېږي او استخراج شوي توکي بهر ته لېږدول کېږي. د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د ۱۴۰۳کال د سلواغې په میاشت کې ویلي و، هغه د کانونو قراردادونه چې طالبان یې په پټه ورکوي نړۍوال مشروعیت نه‌لري.

همدارنګه فارن پالېسي مجلې د ۱۴۰۳کال د وري په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي و، چې له القاعده سره تړلې ۱۴ ډلې د طالبانو له لوري د کانونو د استخراج له عوایدو ګټه اخلي.

بې‌وزلي او جبري ستنول؛ ملګري ملتونه وایي افغانان د انساني قاچاق له ګواښ سره مخ دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۷ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې پرله‌پسې کړکېچونه، له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري ستنولو پراخې څپې، د کوکنارو پر بنسټ د کلیوالي اقتصاد کمزورتیا، د بشري مرستو سخت کمښت، طبیعي پېښې او پر ښځو او نجونو دوامداره محدودیتونو خلک د انساني قاچاق له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) او د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د انساني قاچاق په وړاندې د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د انساني قاچاق د مخنیوي، د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو د پېژندنې او ملاتړ او د هغو کسانو پر وړاندې د اقداماتو د پیاوړتیا لپاره چې له استثمار څخه ګټه پورته کوي؛ ګډو او همغږو هڅو ته اړتیا ده.

د دوی په خبره؛ د وروستۍ ارزونې له مخې ۵۶ سلنه ستنې شوې کډوالې کورنۍ د خپلو لومړنیو لګښتونو پوره کولو وس نه‌لري. اعلامیه زیاتوي، نږدې نیمایي ستنېدونکې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر پورونو یا مرستو تکیه کوي.
د دوی په خبره؛ دغه اقتصادي فشارونه خلک منفي لارو ته اړ باسي او د انسانانو د قاچاق، استثماري کار، د پورونو په بدل کې جبري کار او د استثمار نورو ډولونو لامل کېږي.

د اعلامیې له مخې؛ قربانیان لاهم ناامنه کارونو، جبري کار، جنسي استثمار، غلامۍ ته ورته شرایطو او ان د هغوی له خوښې پرته د بدن د غړو اېستلو ته اړ اېستل کېږي. د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې ښځې، ماشومان، ستنېدونکي او پوروړې کورنۍ تر ټولو ډېر له دغه ګواښ سره مخ دي.
د یادو نړۍوالو ادارو د معلوماتو له مخې؛ ځینې نور افغانان د جبري سوالګرۍ، جبري ودونو، د ماشومانو د جلب او جذب، جنسي استثمار او ناقانونه فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه‌یي توکو د دفتر استازي پولیک اوک سري ویلي: «پر افغانانو اوسني فشارونه لکه ډله‌ییزې ستنېدنې، د بدیل معیشتونو له برابرولو پرته د کوکنارو له‌منځه وړل، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او پر ښځو محدودیتونه نارینه، ښځې او ماشومان د انساني قاچاق او استثمار پر وړاندې لا ډېر زیان‌من کړي دي».‌
د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې میهیونګ پاړک ویلي: «د راستنېدونکو اوسنی شمېر تر هغه لوړ دی، چې افغان ټولنې یې له پراخ نړۍوال ملاتړ پرته جذب کړای شي. ډېری راستنېدونکي له محدودو امکاناتو سره هېواد ته راګرځي او د کار، سرپناه او لومړنیو خدمتونو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ وي. که په هېواد کې د ژوند مناسب فرصتونه موجود نه‌وي، خلک اړ کېږي چې بیا خطرناکې او ناقانونه لارې غوره کړي، چې دا کار یې د انسانانو د قاچاق، د انساني قاچاق کوونکو، استثمار او ناوړه چلند له ګواښ سره مخامخ کوي. له راستنېدونکو او کوربه ټولنو ملاتړ یوازې بشري اړتیا نه؛ بلکې د افغانستان د ثبات لپاره هم مهمه پانګونه ده».

دواړه ادارو ټینګار کړی، چې د انسانانو د قاچاق پر وړاندې مبارزه همغږو، عملي او د شواهدو پر بنسټ اقداماتو ته اړتیا لري. اعلامیه زیاتوي، چې د دغه هڅو د ملاتړ لپاره یادو ادارو په ګډه په افغانستان کې د انساني قاچاق او د کډوالو د قاچاق په اړه ستراتیژیکه ارزونه ترسره کوي.
د دوی په وینا؛ دغه ارزونه به د نوو ګواښونو په اړه شواهد پیاوړي کړي، د قربانیانو د پېژندنې او ساتنې لپاره به عملي لارې چارې په ګوته کړي او د انسانانو د قاچاق پر ضد به د ګډو اقداماتو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د جبري اېستلو دوام؛ په یوه ورځ نږدې ۳زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۳۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۸ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په خپل ورځني راپور کې ویلي، چې (د زمري په ۷مه) نېټه له پاکستان او ایران نه ۵۶۰ کډوالې کورنۍ چې ټولټال ۲زره او ۸۱۸ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې؛ دغه کډوال د ډیورنډ کرښې د بېلابېلو لارو هېواد ته داخل شوي او د ثبت او راجستر ترڅنګ ورسره لومړنۍ مرستې هم شوې دي. د راپور له مخې؛ دغه کډوال د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو لارې او اسلام‌کلا له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. په راپور کې راغلي، چې په همدې ورځ ۳۹۵ نورې کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو او مېنو ته ستنې شوې دي.

هم‌مهاله پاکستان د روان زېږدیز کال د جولای په لسمه د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د عملیاتو یوه نوې او پراخه څپه پیل کړې. د افغانستان د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته یوشمېر پخواني افغان نظامیان، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې او خبریالان چې پاکستان ته جلاوطنه شوي،‌ دغه عملیاتو له سختو رواني شکنجو سره مخ کړي دي.

دوی وړاندې له نړۍوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان غوښتنه کړې، چې پر پاکستان فشار راوړي او د دغه عملیاتو مخه ونیسي.